خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

مطبوعات یو پیاوړی ځواک| جنرال دولت وزیري

څرنګه چې مطبوعات په نړۍ کې د څلورم ډیر موثر ځواک په نامه پیژندل شوي دي. همغه دی چې په ډیره اسانۍ سره له وزیر رذیل او له رذیل وزیر جوړولای شي.

په معاصره نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ جګړه د تورې او وسلې نه ده، بلکې په مطبوعاتي ډګر کې ده.

اوازې، پروپاګند، خبرونه، اعلانونه، لیکنې، اخبارونه، مجلې، انځوریز او نوشتاري بلبوردونه، سينمايي فلمونه، تلويزيوني او رادیوې خپروني، اشارې، بیانې، مصاحبي، میهني سندرې او داسې نور ټول د مطبوعاتو برخې جوړوي. په یوه ټولنه کې د مطبوعاتو موثریت په هغه صورت کې زيات وي چې په سمه او مسلکي توګه ترېنه ګټه پورته شي او د ټولنې د قبول شویو او منل شویو دودونو سره په ټکر کې نه وي.

\د مسلکي او پر ځای نشراتو په واسطه، که هغه په هره بڼه وي کيدای شي چې د يوې ټولنې ناوړه دودونه هم اصلاح او یا ورو ورو له منځه یووړل شي.

څرنګه چې په عادي او د سولې پر وخت د مطبوعاتو رول د اهمیت وړ دی، په همدې توګه په جګړه ییزو حالاتو کې يې تر عادي حالاتو اهميت او موثریت څو برابره وي.

دا سمه ده چې په جګړه کې بشري ځواک، سوق و اداره، امکانات او ښوونه روزنه د جګړې په ګټلو کې ستر رول لري، خو پروپاګند او رواني جګړه چې د مطبوعاتو یوه برخه ده، بشري ځواک له پښو غورځوي.

که څه هم فزیکي جګړه به د یوه جزوتام یوه برخه له منځه یوسي، خو رواني جګړه له ټول جزوتام او حتی له ټولې ټولنې ليوني جوړوي او بیا خو ليوني لومړي جګړه ییز ځواک په ځان کې نه لري او له دې سره په خپل ځواک او په خپله بريا بې باوره کیږي او یا د دې تر څنګ د خپلو موخو په حقانيت باور له لاسه ورکوي.

په جګړه کې سوق و اداره او د جګړې د بریا له پاره نور ټول امکانات که يوې خواته فکر وکړو، بلی خوا ته يې انګېزه او مورال د دوو په طاقت وي.

په اروپا کی د مطبوعاتو په واسطه د خلکو ذهنونه تسخيروي، دا ځکه چې په مسلکي او سمه توګه له مطبوعاتو ګټه پورته کوي. حکومتونه او مسوولي کمپنۍ د مطبوعاتو له لارې خلکو ته داسې څه وړاندې کوي، چې خلک ور باندې باور وکړي او خلک ټول وخت هیله مند وساتي.

په ځانګړي ډول نن سبا چې کرونايي وضعیت دی، د پرمختللو هېوادونو سیاسي مشرتابه هڅه کوي خلکو ته د ښه ژوند او د روانې وبا په وړاندې د بریا زیری ورکړي.

وايي: یوه پاچا به هره ورځ له يوې جلۍ سره واده کاوه. د شپې به يې له جلۍ غوښتنه کوله چې یوه په زړه پورې کیسه ورته وکړي. جلۍ به کیسه وکړه خو کیسه به زره او د هیله مندۍ به په کې څه نه وه. همغه و چې پاچا به له يوې شپې وروسته جلۍ ووژله. خلک ډیر په تنګ شول او جنکیو به د مرګ له ویرې نه غوښتل چی له پاچا سره واده وکړي. خلکو به بیا په نوبت هره شپه یوه جلۍ پاچا ته د واده له پاره ور وستله. د کومې جلۍ چې به وار شو، د مرګ له ویرې به يې په ژړا ځان شین کړ. له وختونو وروسته په سیمه کې یوه هوښیاره جلۍ په خپل زړه حاضره شوه چې له پاچا سره واده وکړي. ټول خلک ور ته حیران وه او ویل به يې چې دا لیونۍ ده چې په خپله د مرګ خولې ته ځان ورکوي.

خو سره د خلکو د خبرو جلۍ د پاچا سره واده وکړ، کله چې نيمه شپه شوه، پاچا جلۍ ته وویل چې یوه په زړه پورې کیسه ورته وکړي. هوښياري جلکۍ کیسه اوږده کړه تر هغې چې لمر را پورته شو او ورځ شوه، خو د دې په زړه پورې کیسه پای ته نه وه رسیدلي او پای لا معلوم نه وه. پاچا فکر وکړ که جلۍ ووژني کیسه به نا تمامه پاته شي او په پای به يې پوه نه شي. جلکۍ ته يې وویل چې دا نوره پاتې کیسه به راتلونکې شپه راته وکړي. په دا بله شپه جلۍ کیسه پیل کړه او د سهار لمر ختو سره ډیر په زړه پورې ځای ته ورسیده، خو څه چې سبا شوې و او پايله يې معلومه نه وه. پاچا فکر وکړ چې په دې کیسه کې به نور څه شوي وي، زه باید هرو مرو د کیسې په نتیجه ځان پوه کړم.

جلۍ ته يې وویل خیر نن دې هم نه وژنم تر څو دا بله شپه کیسه پای ته ورسوي. جلۍ په همدې توګه هره شپه کیسه کوله او پاچا به يې نتیجې ته هیله من و چې پرې پوه شي. په دې کې نهه میاشتې تیرې شوي د جلکۍ زوی وزیږید، خو بيا هم کیسې دوام درلود او پاچا د نتیجې د پوهيدلو په هیله به هره شپه د جلۍ وژل بلی شپې ته ځنډول.

په دې کې ۱۰۰۱ شپه تیره شوه تر څو د کیسې پای او نتيجه معلومه شوه، خو دا هغه وخت و چې زوی يې ښایسته غټ شوي و او پاچا د خپلې میرمنې او زوی په مینه کې دومره مخکی تللی و چې نور يې نه شو کولای چې هغه ووژني. دغه کیسه د عربو په ادبیاتو کې ډېره مشهوره ده.

له دې څخه پایله داده چې پر ځای اوښې ليکنې، کیسې، خپرونې او د مطبوعاتو هره برخه کولای شي چې له وزير رذیل جوړ او د مرګ خولې ته يې ور ټیل وهي او یا له رذیل وزیر جوړ او له مرګه يې وژغوري.

په جګړه کې هم روانې جګړه که پر ځای او پر وخت يې مخه ونه نیول شي او پاملرنه ورته ونه شي معنا دا چې ځواکونه به په خپله د مرګ خولې ته ور درومي.

اعلیحضرت محمد ظاهرشاه هم مطبوعاتو ته ازادي ورکړه خو استقامت يې ور نه کړ، پايله يې د هیواد تباهي شوه. که اوس هم زموږ ممبر او ستیج د دښمن د روانې جګړې په تکیه ځای بدل شي او زموږ له لود سپيکر او امکاناتو د ځان په ګټه استفاده وکړي. هیواد به حتمي د نابودۍ پر خوا درومي.

یووالي د بري ضامن دی او په حلوا حلوا ویلو خوله نه خوږېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *