خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

په جګړه کې د مخفي مامورینو رول| جنرال دولت وزیري

ګڼ پوځي متخصصان وايي د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېوادونه هم له بېلابېلو چنلونو په استفاده هڅه کوي په بېلابېلو لویو وچو او هېوادونو کې خپل نفوذي کسان او مخفي مامورین ولري. په دې ډول غواړي د احتمالي خطرونو مخه ونیسي او له وړاندې د هر ډول تهاجمي حرکت شنډولو ته چمتووالی ولري.

د نړۍ په هره اردو کې قوماندان ته تر هر چا مخفي مامورین ډېر ورنږدې وي، د دغو مامورینو معاش او امتیازونه هم تر نورو زیات وي، دغه مامورین په ګڼو رازونو او رموزونو پوه وي، چې د خیانت یا د دوه مخي رول د ادا کولو په صورت کې دواړو لوریو ته سخت زیان اړولی شي.

هوښیار قوماندان له مخفي مامورینو سره ډېرې نږدې اړیکې ساتي، حتی په یوه پیاله ور سره چای څښې. که قوماندان هوښیار نه وي د مخفي مامورینو څخه سمه ګټه نه شي پورته کولای، په همدی توګه فاسد قوماندان هم له مخفي مامورینو ځان لېرې ساتي، چې ټول وخت د ده دغه عمل د هېواد په تباهۍ پای ته رسېږي. هوښیار قومندان کولای شي چې د مخفي مامورینو د رښتیا او درواغو تر منځ فرق وکړي او له هغوی څخه د پام وړ معلومات تر لاسه کړي.

جګړې ته زړه ښه کول او د جګړې ستره موخه د دښمن ماتول او بریا خپلول دي. د جګړې د ګټلو له پاره تر پیل مخکې اړینه ده چې په ټول توان ورته چمتووالی ونیول شي. له ټولو مخکې باېد د جګړې په هکله د مشرانو او خلکو تر منځ بشپړه همغږي را منځته شي. خلک په مرګ او ژوند باېد د خپل واکمن د تصمیم څخه ملاتړ وکړي.

د خلکو باور او ملاتړ هغه وخت تر لاسه کېدای شي، چې پر هغوی باور او له هغوی سره په مهربانۍ، عدل او انصاف چال چلند وشي. که په جګړه کې د خلکو ملاتړ او باور تر لاسه نه شي، د جګړې ګټل ډېر ستونزمن کار دی. یوه لاره چې د خلکو باور تر لاسه کېدای شي او یا خلک دې ته اړ کېږي چې مرسته وکړي هغه پر ځای او په ډېر دقت سره د خلکو په منځ کې له مخفي مامورینو څخه ګټه پورته کول دي.

مشهور ویبسایټ dictionary.com مخفي مامور داسې تعریفوي:

«د یوه پټ ماموریت مامور، چې د یوه هېواد د پوځي رازونو د ټولولو لپاره ګمارل شوی وي، دی په یوه پردي هېواد کې پر یوه بل مېشت وګړي متکي وي، چې د معلوماتو په ټولولو کې ورڅخه ګټه اخلي.»

د چین یو نظامي متخصص تومو وايي:

«موږ ځیرک، بااستعداد او محتاط کسان غوره کوو، چې وکړای شي د دښمن په اردو کې له ځینو کسانو سره راشه درشه ولري. د دښمن تحرکات وڅاري او د هغوی په نقشو او پلانونو ځانونه خبر کړي بیا موږ ته حال راورسوي.»

تومو دغو کسانو ته د پټو مامورینو پرځای د متحرکو مامورینو خطاب کوي او په جګړو کې یې رول خورا مهم ګڼي.

مخفي مامورین د دې تر څنګ چې د خلکو ستونزې له واکمنانو سره شریکوي د خلکو په منځ کې د دښمن د مخفي مامورینو مخه نیسي، د هغوی د فعالیت، کار او پروپاګند خنډ ګرځي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال جرمني هېواد ته په سفر تللی وم. له درې تنو ملګرو سره په کولن  ښار کې د یوه دوست کور ته ورتلو، ادرس مو غلط کړ، له یوه کس څخه مو د ادرس پوښتنه وکړه، څو شیبې تېرې نه وې چې پولیس راورسېدل او زموږ د اسنادو پوښتنه يې وکړه. زموږ اسناد يې وکتل او بیا يې موږ هغه ادرس ته رهنمايي کړو. آیا پوهېږئ چې په ډېر کم وخت کې پولیس له کوم ځایه خبر شول، هلته نږدې له یوه کور څخه پولیسو ته خبر ورکړل شوی و، چې دلته نابلده کسان دي. مانا دا چې د خلکو له خوا له واکمنانو او خپلو ځواکونو سره مرسته د دې څرګندوی ده چې په اسانه توګه په ټولنه کې د دښمن د مخفي مامورینو مخه ونیول شي.
په جګړه کې هم د قوماندان له خوا ډېر دقت په کار دی. که قوماندان د خپلو ځواکونو په هکله کره معلومات ولري، دا بسنه نه کوي، د بریالۍ جګړې له پاره اړینه ده چې د دښمن په هکله هم بشپړ معلومات تر لاسه کړي. په دې مانا که دښمن غښتلی و، قوماندان بايد له جګړې ځان وساتي. که دښمن کمزوری و، په هغه صورت کې جګړه پر دښمن تحمیل او د دښمن پر کمزورې برخه بريد وشي.

د محاصره شوي دښمن له پاره یوه خوا او د وتلو لاره خلاصه پرېښودل شي تر څو د دښمن ځواکونه د مرګ تر سرحده پورې جګړه ونه کړي. دا ټول په هغه صورت کې امکان لري چې د دښمن په هکله د مخفي مامورینو په واسطه کره او د باور وړ معلومات په لاس کې وي او د دښمن په منځ کې او دښمن ته نږدې د قوماندان مخفي مامورین موجود وي او د دښمن د مخفي مامورینو مخه د خپلو ځواکونو په منځ کې په ښه صورت ونيسي.
استاد وانګ وايي:

«کله چې پیشو د موږکانو د غار پر سر ځای پر ځای کېږي، لس زره موږکان له غاره د وتلو جرئت نه کوي او کله چې زمری یو ګودر څاري لس زره غرڅه له هغه ځایه د تېرېدلو توان نه لري. د مخفي مامورینو بیلګه هم همداسې ده، کله چې مخفي مامورین د دښمن په ليکو کې پټ وي، د دښمن هېڅ کار به له پلان سره سم پر مخ لاړ نه شي او ټول کارونه به يې په نطفه کې خنثی کېږي.»
په جګړه کې ډېر اړین کار د دښمن پر نقشه، ستراتیژۍ او د اړیکو پر مرکز برید دی. دا کار هم د مخفي مامورینو کار دی چې د دې مرکزونو په هکله کره او غوره معلومات را ټول او د قوماندان په واک کې يې ورکړي.
د ادولف هټلر په پلوي د جنرال فرانکو یو قوماندان امیلیو مولا (Emilio Mola- زېږېدنه: د ۱۸۸۷م کال د جولای ۹مه- مړینه ۱۹۳۷م کال د جون درېیمه) د مخفي مامورینو او د هغوی د رول په هکله وايي:

«د نورو ځواکونو تر څنګ زه دا اوس په مادرید کې په خپله ګټه مخفي مامورین یا پنځم ځواک لرم او د دې ځواک په مټ زېری درکوم چې برې به زموږ پر برخه وي.»

مانا داچې نوموړی قوماندان د مخفي مامورینو رول ته ډېر اهمیت ورکاوه او د دوی په مټ يې مخکې تر مخکې خپل بری اعلان کړ.
اوسپنیز امير عبدالرحمن خان وايي:

«کله چې بخارا ته لاړم، د بخارا د امير یو کس مې د میاشتې د شل طلاوو په بدل کې اجیر کړ، هغه به د دربار ټول رازونه ماته راوړل.»

امیر زیاتوي:

«دې ته وايي د ښې او غوره حکومتولۍ شکل.»
په تاریخ کې داسې بیلګې ډېرې زیاتې دي. کله چې په لرغوني افغانستان خراسان کې طاهر فوشنجي په ۸۲۲ میلادي کال د عباسي خلیفه مامون نوم له خطبې وغورځاوه او خپله خپلواکي يې اعلان کړه، په همغه شپه د مامون د ګمارل شوي مخفي مامور له خوا په زهرو ووژل شو.

مانا دا چې د ده له خوا د مخفي مامورینو پر ضد سمه مبارزه نه وه شوې. د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي پر شپږمه نیټه د وخت شوروي اتحاد مخفي مامور هم د افغانستان جمهور رئیس حفیظ الله امین د زهرو په واسطه لومړی مسموم او بیا يې وواژه. استاد برهان الدین رباني هم د سولې د خبرو په پلمه د مخالفانو د یوه کس له خوا ووژل شو.
امير عبدالرحمن خان لیکي:

«په غزني کې وم د روزل شوي مخفي مامور له خوا خبر راغی چې د دښمن ځواکونه د غزني پر لوري په حرکت کې دې. ۲۰۰ سپاره مې په غره کې تیت کړل چې دښمن فکر وکړي چې زموږ شمېر ډېر دی.»

دی لیکي:

«د مخفي مامور له برکته مې وخت کمايي کړ او نور ځواکونه مې هم جګړې ته چمتو کړل.»

د انګلیسانو مخفي مامورینو اعلیحضرت امان الله خان د افغانستان خلکو ته په څلور مذهبه کافر او له هېواد څخه وتلو ته يې اړ کړ.
هټلر به په جګړه کې له مخفي مامورینو ډېره ګټه پورته کوله، خو د مخالف لوري کسانو به چې له نوموړي سره مرسته کوله. ده به يې په هکله ویل:

«هغه څوک چې د خپل هېواد پر ضد زما سره مرسته کوي، دوی زما د دښمنانو په پرتله ډېر خطرناک دي، ځکه چې دوی خپل هېواد او خپلو خلکو ته وفادار نه دي، دوی به څنګه د څو روپیو په بدل کې زموږ دوستان پاته شي.»
یوه واکمن او په جګړه کې یوه قوماندان ته ډېره اړینه ده چې د دښمن په هېواد او وسله والو ځواکونو کې مخفي مامورین ولري، تر څو يې مقابلي ته په ښه صورت ځان اماده کړي او له دې زیات چې ډېر مهم دي هغه په هېواد او د خپلو وسله والو ځواکونو په منځ کې د دښمن د مخفې مامورینو د نفوذ څخه مخنیوی دی.

که دا کار په ښه توګه تر سره نه شي، یو واکمن او قوماندان نه شي کولای چې پر دښمن بریالی شي، ځکه مخکې تر مخکې به دښمن د دوی د ستراتیژۍ پر مرکزونو بریدونه کوي او له منځه به يې وړي.
د دولت او نظام په دستګاه کې د دښمن د مخفي مامورینو په هکله به هټلر ویل:

«دا به له انصاف څخه لیرې وي، چې یو سرتېری فقط د دې په خاطر زندۍ کړو چې فقط د یوه راپور له مخې چې ویل کېږي چې له دښمن سره اړیکې لري او هغه څوک دې خوشحاله او خرامان ګرځي چې د دښمن د بریالیتوب له پاره د دولت په لوړو پوړیو کې کار کوي او د سلګونو سرتيرو د ژوند له پاره خطر وي.»
هغه قوماندان چې په پوځي هنر بلد او د مخفي مامورینو د رول په هکله يې پوهه کره وي، په ډېره زیاته پیمانه او ډېر په احتیاط به له مخفي مامورینو ګټه پورته کوي او هغه کسان به د مخفي مامورینو په توګه ګماري چې د لوړې وړتيا خاوند او د دښمن په هکله ژور معلومات ولري.
په پوځي هنر پوه او ماهر قوماندان کولای شي چې له مختلفو لارو او له مختلفو کسانو د دښمن پر ضد د مخفي مامورینو کار واخلي.
نوموړی قوماندان کولای شي چې د دښمن هېواد له هغو مامورینو څخه چې د ده په هېواد کې دنده تر سره کوي په خپله ګټه کار واخلي. په دې توګه له هغو خپلو مامورینو چې د دښمن په هېواد کې دنده تر سره کوي هم ګټه پورته کولای شي.
د دوی تر څنګ ماهر قوماندان له دوه اړخيزو مامورینو له منځ څخه هم ځینې کسان په خپله ګټه کارولی شي. دوه اړخیزه مامورین د دښمن هغه مامورین دي چې پېژندل شوې وي. قوماندان کولای شي دغه ډول مامورینو ته بډې ورکړي او خپل ځانګړي مخفي مامورین ترې جوړ کړي. په دې برخه کې باېد ډېر دقت وشي چې د مخفي مامور له خوا غولوونکي معلومات قوماندان ته ور نه کړل شي. هر قوماندان باید د دغسې معلوماتو د کره کولو میکانیزم ولري.
په ځینو وختونو کې که اړتیا وي قوماندان کولای شي چې خپلو هغو مامورینو ته چې د دښمن په خاوره کې کار کوي غلط معلومات ورکړي، که چېرې د دښمن له خوا نیول کېږي او یا د دښمن سره کار کوي، په هغه صورت کې به غلط معلومات ور ورسېږي.
د دوی ټولو تر څنګ په پوځي هنر پوه قوماندان باید د مختلفو لارو د دښمن په هکله کره او د باور وړ معلومات تر لاسه کړي. دوی کولای شي د خبریالانو، ژورنالستانو د راډیو له پروګرامونو، د تلویزیون او راډیو له مامورینو او نورو لارو خپل کار تر سره کړي. امریکایانو د پولیو د یوه واکسیناتور له لارې د اسامه به لادن ځای د پاکستان به ایبټ اباد کې ځانته معلوم کړ.
ستر هېوادونه تل د مخفي مامورینو په روزلو او له مخفي مامورینو څخه په ګټه اخیستلو کې ډېر زیار ګالي او د دوی په واسطه حتی کولای شي چې دولتونه را نسکور کړي.

اسرایلو د مخفي مامورینو په برکت د مصر ټول هوايي ډګرونه ویجاړ کړل. زموږ په هېواد کې د پاکستان او ایران مخفي مامورین له بده مرغه اوس له مخفي توبه راوتلی دي، په ډېره بېشرمۍ په ښکاره او په ویاړ کار کوي.

دوی دومره غښتلي دي چې د دوی د کار او فعالیت مخه هیڅوک نه شي نیولای. په هېواد کې بهرني سفارتونه هم د مخفي مامورینو په ځالو بدل شوي دي. هر څوک چې وغواړي په ازادانه توګه هلته تګ او راتګ کولای شي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال د یوه هېواد ملي ورځ وه له ملي دفاع وزارت څخه څو تنه هلته رسمي بلل شوي وو. زه هم په دې ډله کې وم کله چې سفارت ته ورغلم د دفاع وزارت څخه په ډېر شمېر بې له رسمي بلنې او بې له دې چې وزارت پرې خبر وي هلته راغلي وو. مانا داچې اوس بهرني سفارتونه د مخفي مامورینو سم او صفا دفترونه دي. که مخه یې ونه نیول شي هېواد به مو خدای مه کړه د تجزيې تر سرحده په جګړه کې ښکیل وي.

ناپليون بناپارت به ویل:

«د انګریزانو له خوا چې موږ څومره ناخوالي ولیدلې علت يې د هغوی د مخفي مامورینو پر ضد زموږ کمزورې مبارزه وه.»
د بېلګې په توګه انګریز مخفي مامور (ارمینوس وامبری) د انګرېزانو له پاره په استانبول، ایران، ترکمنستان، سمرقند او بخارا کې د یو اسلامي عالم په جامه کې کار کاوه.

دی لیکي:«په ۱۸۶۳ میلادي کال افغانستان ته لاړم. لومړی بلخ بیا میمنې او وروسته مې نورو سیمو ته سفر وکړ، په پای کې هرات ته ورسېدم. په هرات کې د امېر شېرعلي خان زوی محمد یعقوب خان والي و. دی کوچنی و یو وزیر ور سره په کارونو کې مرسته کوله. زه له ملا اسحق سره د شهزاده حضور ته ورغلم او هلته کښېناستم، له دعا وروسته شهزاده ماته مخ راواړوه ويې ویل، په خدای چې ته انګریز يې او په دې سپینو جامو کې دې ځان پټ کړی دی. زه ډېر ووېرېدم، ژر مې د استانبول پاسپورت ورته وښوده او حدیث شریف مې ورته تېر کړ، ورته ومې ویل، مسلمان ته کافر ویل ګناه ده، وروسته ده له ما څخه بخښنه وغوښته.»

دغه انګریز مخفي مامور زیاتوي:

«وروسته مشهد ته او بیا انګلستان ته لاړم، د وخت صدراعظم (پالمرستون) سره مې وکتل او ښه يې ونازولم.»
څرنګه چې خارجي موجود (مکروب) په بدن کې ناروغي را منځ ته کوي او بدن خپل اصلي حالت او نظم له لاسه وركوي، په همدغه شکل بهرني مخفي مامورین هم په بل هېواد کې په همدغه ډول کار کوي او هغه ملت په بدمرغیو اخته کوي.
تومو به ویل:

«د مخفي مامورینو له پاره هوښیار او چالاکه څېري غوره کړئ تر څو دښمن پر دوی د مخفي مامورینو ګمان ونه کړي.»

لنډه دا چې، هغه پوځ چې هوښیار، ځیرک او د هېواد ملي ګټو ته ژمن مخفي مامورین ونه لري، مانا دا چې سترګې او غوږونه نه لري.

د داسې پوځ به ټول کارونه د ړانده او کاڼه ګزارونه وي، د توکل له مخې یا به په دښمن لګېږي او یا به ځان د نيستۍ کندې ته ور ټیل وهي.

په ګران هېواد کې په ځانګړې توګه په ښارونو، ټولنې او د وسله والو ځواکونو په منځ کې د دښمن د مخفي مامورینو مخنیوی یوازې په یواځې هوښیار، ځیرک او روزل شوي مخفي مامورین تر سره کولای شي.

مسوول واکمنان باېد خپله ټوله پاملرنه دې مسالې ته واړوي او د ټولنې هغه کسان چې ملي ګټو ته ژمن وي دې سپېڅلی خو ډېرې مشکلې دندې ته وروزي او د دې تر څنګ دېر هوښیار او زېرک کسان د دښمن په لیکو کې وګماري.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور