خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ولسي ادب: متلونه| دولت وزیري

انسان یو ټولنیز موجود دی. د دې له پاره چې په ټولنه کې انساني او د ټولنې له دود او دستور سره ژوند وکړي، په ځانګړي ډول که دی په یوه دودیزه ټولنه کې ژوند کوي. اړینه ده چې لومړی د يوې انساني ټولنې د رامنځ ته کولو له پاره بشپړ زیار وګالل شي. وروسته بیا همدغه انساني ټولنه د انسان د لوړ شخصیت په جوړولو کې ستره ونډه تر سره کوي.

ولسي ادب هم د همدغو انساني ټولنو او د لوړ شخصیت انسانانو د زیار او ذهن محصول دی. په دوی پورې اړه لري او د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو د زیار او کار په پایله کې دغه له وياړه ډکه ولسي پانګه بډای کېږي او په ټولنه کې د خپل ځان له پاره دایمي ځای تثبیت او نیسي.

متلونه هم د لنډیو په څېر مشخص معلوم ویونکي نه لري، خو له يوې خولې او سینې څخه بلې خولې او سینې ته انتقال او د ولسي ادب خورا اړینه او ځانګړې برخه جوړوي.

امین الدین سعیدي لیکي:

«متلونه  هغه لنډې  خو له معنى ډکې جملي  دي، چې  هر يوه يى  ځانته  وزن  ، خوند  او  انسان جوړونکى او  لورى ورکونکى  ارزښت  لري. متل د پېړيو د ژوند  تجربو پر بنسټ د فکر او پوهې حکمت بڼه  ده. دغه  لنډ خو په معنى  کې پاخه  او رسيدلي احکام  د زمانې په تېرېدو کې  نه يوازې خپل خوند او رنگ نه بايلي او د ژوند  پاڼې یې خزان نه وهي، بلکې له پخېدو  سره سم  لا پسېى  پخېږي،  ځکه  دا د خلکو  له زړونو راوتلي هغه خبرې  دي چې مخامخ  د خلکو زړونو ته  لاره باسي.»

متلونه ډېرې لنډې خو خورا له معنی ډکې جملې دي، چې هره جمله يې د یو بل بشپړوونکي دي او ژور مفهوم په خپله لمن کې رانغاړي دا د انسانانو لوړ احساس او د زړه د تل اواز دی.

هلال بلال په خپل بلاګ کې د متلونو په اړه لیکي:

«متلونه د پښتو په څېر د نړۍ په نورو ژبو کې هم د نثر او نظم په بڼه وي. يوشمېر
شاعرانو ځينې متلونه نظم کړي دي، خو د ادبياتو ماهرين بيا نيوکه کوي چې د نظم چوکاټ
کې د يوه متل اچول، د هغه طبيعي بڼه او خوند زيانمنوي. خو ځينې شاعران بيا داسې دي
چې شعرونه او ځينې بيتونه يې د وخت په تېرېدو سره د متل حيثيت خپلوي، مثلاً په پښتو
کې رحمن بابا يادولاى شو، چې ان نالوستي (بېسواده) خلک يې هم ځينې بيتونه د متل په
توګه کاروي. په متلونو کې د يوې سيمې د خلکو رواني حالت انځور شوي، يا هم ټولنيز او اخلاقي
مسايل په خپله لمن کې رانغاړي. متلونه په لنډو جملو کې لويه خبره رانغاړي، له دې
کبله يې خلک په اسانۍ ذهن ته سپارلاى او يادولاى شي.»

متلونه زموږ د ټولنې په څېر د نړۍ د هرې ټولنې د ولسي ادب یوه مهمه برخه جوړوي او د ملتونو فرهنګ، دود او دستور بیانوي،  همغه دی چې ځینې يې د ملتونو تر منځ شریک او بیا ځینې يې د يوې ټولنې او یا یوه ملت ځانګړې ادبې شتمنی وي. لکه:

زوړ خرګاډی سپېره اوازونه کوي.

د بل په اوږو پېټی سپک وي.

پړانګ ته د غوښې خوړل مه ور زده کوه.

څنګه استاد هماغسې شاګرد.

تشه بټوه مخ له ګونځو ډکوي.

موږ هم همداسې متل لرو وايي:

تشه لاسه ته مې دښمن يې.

متلونه ټول وخت د نثر په شکل په لنډو، لنډو خو له معنی او خوند څخه ډکو جملو په څېر ویل شوي دي، لکه

 غل په غره کې نه ځائېږي.

پوره ورک دې کړه دوه کوره.

ځینو خلکو د معمول خلاف متلونه په نظم هم ویلي دي لکه:

څه ښه وايي، چېرته ډب هلته ادب.

وايي: متلونه د انسانانو د تجربو زېږنده دي، چې په یوه زړه پورې جمله کې ویل شوي دي او بیا ځینې يې داسې تعریفوي چې متلونه هغه لنډه جمله ده چې د يوې سترې تجربې له مخې ویل شوې وي.

ځینې بیا متلونه د ورځنیو تجربو لوری بولي. ځینې يې د خبرو مالګه ګڼي او بیا د ځینو له خوا ور ته د شوخو او ظریفو جملو نوم ور کړل شوی دی.

ما ورته له ټولو ښکلی تعریف ټاکلی دی او هغه «سر او تنې ته يې ګوره خو عقل يې د فتح خان بړیڅي دی.»

زموږ په ټولنه کې متلونه له پښتو ژبې سره یو ځای منځ ته راغلي دي او د پښتو ژبې په څېر لرغوني دي. خو له بده مرغه د ټولنې د زده کړو د ټیټې کچې او د جګړو او نورو نا خوالو له امله په ډیر شمیر یا را ټول شوي نه دي او یا له منځه تللې دي.

د ځینو شاعرانو بیتونو د وخت په تېرېدو سره د متل بڼه غوره کړې او خلک یې د خپل کلام د لا اغېز او ژورتیا لپاره کاروي.

ځینې متلونه تر شا اوږدې کیسې او تاریخي شالید (پس منظر) لري، چې هماغه لوی داستان په یوه لنډکي متل کې رااخیستل شوی وي.

د دې تر څنګ له بده مرغه پر راټولولو او څېړلو يې هم بشپړ کار نه دی شوی او په ډېر شمېر يې لا څېړلو ته اړتیا لري. هیله ده ادبپوهان د خپل ډیر لرغوني او غني شتمنۍ په هکله چې متلونه دي، بشپړ څېړنې وکړي او په دې لاره کې خپل ملي مسئولیت تر سره کړي.

څو غوره متلونه:

زه پور غواړم دی نور غواړي.

چې هوږه ونه خوري، له خولې يې بوی نه ځي.

اوښ ته رباب مه وهه.

اوښ په غلبېل نه درنېږي.

ابۍ زړه شوه مړه نه شوه.

آس لره په لاس لره.

اوباز یم خو بې ګودره نه ګډېږم.

اوبه پورته خېژوه، که نه ښکته خو يې لاره ده.

پردی غم د کلي اختر دی.

اور ته خپل او پردي یو دی.

اور پسې راغله د کور میرمن شوه.

اور له خپلې لمنې لګېږي.

اوړه دې په اوړه منت دې په څه.

اوړه خيشته پيشته کړي، منت په تناره کړي.

اوړه د ميچنې زوی د خچنې.

اوړه یو موټی نه لري، تنور يې پر بام جوړ کړی دی.

اتفاق غرونه سورې کوي.

اختر تیر شو پتاسې يې هیرې نه شوي.

اتڼ په دوه ګوتو نه کېږي.

په خوله خوږ په زړه کوږ

په ټپوسانو مړزان نه نیول کېږي.

جاهل ته دوه ځلې سلام کوه.

جنګ په وسله کېږي، ننګ په غله کېږي.

چرګه د تا، خو هګۍ د بل کره اچوي.

چې اړ شي خره ته هم ماما وايي.

اختر پټ مېړه نه دی.

زور په زور ماتېږي.

چې بد کوي بد به مومي.

تشه لاسه ته مې دښمن يې.

انسان ته خبرې خره ته لکړه.

بې عقل جمال غواړي عاقل کمال.

بې کفنه ښه وي بې وطنه نه.

ازمایلی بیا په ازمایه.

اوښان په ټیټه ملا نه غلا کېږي.

چې اوښان ساتي دروازې به لوړې ږدي.

غر که جګ دی، پر سر يې لار شته.

له لېوني يې مه غواړه مه يې ورکوه.

چې مشر يې غمبر وي اختر يې مازديګر وي.

د دوبي کور د اختر پر ورځ ګوره.

اول میړانه په سیالۍ وه، اوس سپيتانه په سیالۍ ده.

ایرو په شګو پورې واړول، باد راغی دواړه يې یووړل.

ایساره پیشو له زمري تکړه وي.

بیکاره ښځه د مېړه په کور کې میلمنه وي.

بې غیرته ابا ادې ته زمری وي.

شرمېدلی په شرم څه پوهېږي.

اوښ چې لاړ مهار يې څه کړم.

اړ سترګې نه لري.

آس دې له بله، لښته دې له ځنګله چې نه يې ځغلوي نو کله.

یار دې وي، په بل دیار دې وي.

هم ودېږي هم ګډېږي.

هم خیرات غواړي هم يې خر لغتې وهي.

هم بوره هم بدنامه.

وږی یم خو ژرنده نه خټه.

وړه خوله لويې خبرې.

نینې په پټه نه چيچل کېږي.

مینه چې راشي عقل کار نه کوي.

له ما پیدا شو، ماته بلا شو.

کولاله وکړه خپله سياله وکړه.

یتیم په ژړا پوخ دی.

رنګ يې د ملا عمل يې د بلا.

یاري چې په شفتالو شوه نو ونه شوه.

یا یار شه یا بیزار شه.

یا نه کوي یا د خره کوي.

یا مړ یا موړ.

وړوکی ملاګی، شمله يې لویه.

وژاړه چې وخاندي.

نن پر ما سبا پر تا.

ناپوهي مصیبت دی.

مېلمه شړلی ښه دی خو نهر نه.

له کلي ووځه، خو له نرخه نه.

دوه پکه هغه هم سره ورکه.

د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي.

ښه خوی به دې سلطان کړي، بد خوی به دې ځان پورې حیران کړي.

دوو وروڼو جنګ وکړ، بې عقل پرې باور وکړ.

که شپه تياره ده مڼې په شمار دي.

پر پچه وخوت کشمير يې وليد.

پردي خواړه یا پور دی یا پیغور.

بد بوټی بلا نه وهي.

بد زوی نه زوی.

په درنو دروند په سپکو سپک.

اصیل خطا نه لري، کم اصل وفا.

په لباس عادت نه بدلېږي.

لومړی يې زده کړه بیا کوژده کړه.

د کونډې زویه خپله روټه ژویه.

لازم احتیاط ستره دلاوري ده.

وايي بنګ به لرګی نه شي بختو به سړی نه شي.

            زموږ په وزیرو کې به يې ویل:

څه توره تیره څه انا ورسته.

پکه دا دې لا بله سپکه.

چا په کلي کې نه پریښودو ویل يې آس مې د خان کره وتړئ.

غر په غره نه ورځي انسان په انسان ورځي.

سل روپۍ پور کړه یو زوی په بازار لوی کړه.

اوبه په ډانګ نه بېلېږي.

                            په درنښت

1 comment

  1. زرین ګل Reply

    وزیری صاحب ستا یي له ادب سره څه ، ته باید موږ ته مسلکي اوپوځي تجربې ولیکې ، داکارونه چې تا اوس پیل کړي ، دا ترسره شوي ، خپلې پوځي تجربې ولیکه ، ددغې برخې پوهان ډیردي. دخپل ناکام یا کامباب ماموریت بهیر ته مو لږ کتنه وکړ ئ بیایی ولیکئ . داڅه چې اوس وخت پرې تیروې دا ستا کارنه دی. هرچا چې ورته تشویق کړی یی هغه ستا دوست نه دی .
    رزین ګل

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور