خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

یاره خبره دې په ګل بدله| شهرت ننګیال

ډاکترناشناس دې خدای وبښي له خپلو هیواد والو په دې ګیله من دی چې دموسیقی اوریدو اخلاق نلري.

فرهاد دریا په یوه مرکه کې کې دې ته ورته خبره وکړه ،دده وړاندیز داو چې دموسیقی اوریدو اخلاق د درسي مضمون په توګه په نصاب کې شامل کړای شي.

که دغسي یوې خبرې یاغوښتنې ته نوک نیول کېدای شي، له لوستونکی څومره د لوستلو د اخلاقو تمه کېدای شي؟
لومړی وضاحت چې لازم دی دادی چې ښاغلی ناشناس ته زما دبښنې دعا په دې مانا وانخلي چې خدای مکړه ناشناس په حق رسېدلی، بلکې پر ده د سیاسنګ له لیکلی کتاب او د ده له څرګندونو دا پر ځان فرض ګڼم چې  دځان تر څنګ یې د مغفرت په دعا کې یادوساتم.

 

دا خبره مې ځکه وکړه چې لیکوال باید دخپلې لیکنې پرهره جمله یا پارا ګراف یوه شرحه یا حاشیه ولیکی، که نه بڼکې به یی بادباد وي.

 

لوستونکی که زما په څېر بیسواده وی که پروفیسر له دغې ستونزې ډېر لږ ځان ژغورلی شي،بس چې کوم ټکی پرې دروند پریوځي د واره عصبي شي، غوسه یې سر ته وخېژي او په داسې غبرګون ځان اړ وګوري چې وچ اولامده دواړه د خپلې غوسې اورته لړه کړي.

 

دا ځکه چې موږته خپله خوښه ناخوښه معیار ښکاري، نورهم سل په سله د دغه معیار په منلو مکلف ګڼو، که نه خیر یې نشته.

 

همدا د واکمنو دنارسمي او ارزان بیه ویندویانو متحدالمال ستونزه ده.

 

لکه څنګه چې له قانون څوک لوړ نشي بلل کېدای دغسې له نقد او نیوکې هم ښایې څوک ځان مبرا ونه ګڼي
که ما غوندې یو امپړ پر جناب جلالتماب حامد کرزي او محمداشرف غنی او نورو غټانو جنتیانو د نیوکو کستاخي کړای شي، ځان څنګه د نورو له نقد او نیوکې لوړ بللی شي؟

ځکه خو مې د چا ځواب ته خوله نشي جوړیدلی، که نیوکه په ځای راته ښکاره شوې پاموړ مې بللې د خیر دعا مې ورته کړی، که نه د ګلو ګوزار مې ګڼلی.

 

واکمن او سیاستوال پبلک پراپرټي ده ،ان چې د ځینو په اند د شخصي حریم کرښې هم تر ځان نشي تاوولی، ځکه چې د واکمن او سیاستوال تېروتنه متعدي ده.

 

موږڅنګه پرچا داتپلی شو چې ولې مو دده په رقم فکر نه دی کړی،دده دخوښې کس مو نه دی ستایلی یا دده دخوښې پرکس مو له نیوکې مخ نه دی اړولی،

یامو ولې د خپل زړه او ذهن خبره چې دده نه ده خوښه خولې ته راوړې ده.

داکوم علم غیب دی چې د یو چا خبره او لیکنه غوړمالی یا د چوکی لپاره هڅه ټاپه کړو
ولې مو دازړه ته نه لویږي چې دا به د هغه دخپل زړه او ذهن خبره وي، د ده د مطالعې او مشاهدې زیږنده به وي.

کمزوری به وي پر نیمګړو مالوماتو به ولاړه وي، غلطه به وي خو دهغه خپل نظر به اوسي او هغه به د خپل نظر دپټولو منافقت نشي کړای.که خبره ناسمه او کزورې وي هغه په ګوتو کړو په تورونو،پېغورونو خپلې مدعاته تکیه ونه ګورو.
دریغه دغه ټکي ته نه وای اړ شوی خودچوکی دهوس تور اړکړم په لنډو یوه یادونه وکړم.

 

دملي امنیت شوراسلاکار ښاغلی محب ژوندی  اوح اباسین بریال شاهد دی چې تیر کال یې د یوې غوړې دندې یا چوکی لپاره بللی وم،ماورته کړه چې ما خپل خواهشات محدود او په درانه خوب ویده کړي دي ،  ښه ده چې را ویښ نشي اوهمداسې خوبولي پاتې وي،کومې دندې ته دې چې پام کې نیولی یم،له مایې دغه ځوانان ښه تر سره کولی شي، دوی تر ما زیات له ټکنالوژی سره بلد دی،ماته دوی ټول په دغسې چاروکی ترځان بریمن ښکاري.

 

خبره په [زه]کې ده ، نیوکه دجمهوریت په [زه] ګرځولو کې ده،په نظام یا جمهوریت کې نه ده،موږ ولې په لوی لاس [زه] جمهوریت وپېژنو.

 

زه منم چې ښاغلو کرزي او غني نه دی ویلي چې جمهوریت مانا[زه] خو بین السطور هرڅه څرګند دي.وایې که زه ونه وایم ګوډه پښه مې وایی.

 

دحامد کرزي حکومت په وروستیوکې چې دسولې خبرو نوکی تومنه نیولې وه،دی پرې راوغورځېد چې له صفر یې نه پیلوو،د دوګزه بیرغ پرسر یی له دوحې سفیر راوغوښت،اوس په هماغه قطر کې دطالبانو بیرغ نه یوازې دطالب ویاند بلکې هر یو چې له رسنیو سره ناست وی رپیږي.

 

موږ وې سمه ده له صفر یې نه پیلوو،زنده باد.

 

خو اوس لګیا دی موقت حکومت غواړي، له صفر پیلول ورته عیب نه ښکاري.

 

پرغني که ړنګه نشوه تاسې به ګوری چې ددویمې دورې له پای ته رسېدو ده ته هم له صفر څخه پیلېدل شرم ونه ښکاري او موقت حکومت دعار او عیب خبره ونه اوسی
بیابه یو بل څوک داسې وي ح چې جمهوریت به یې [زه] ګرځولی وي، که داسې نه وای اته کاله دمخه به دسولې خبرې پیل شوې وې، فرض کړه که پایله یی نه وای ورکړې لږتر لږ  ملامت اوسلامت خو به په ګوتو شوی وای.

 

کابل دچا دپلار په قواله نه دی ،له کابل سره مینه ما له اوو سمندرو بیله کوم مقام اوچوکی، کابل ته ورکاږي، کابل زما مينه اومېنه ده،کابل زمادمينې دثقل مرکز دی چې ما ورکیکاږي،زه ددې تجربه یا وړتیا نلرم چې کابل کې  پر یوه بڼه اوڅېره  او په خوله کې یو ژبه وګرځوم  په امریکا، کاناډا، هند، ایران او پاکستان کې بله.

 

دځینو به دشامې حس قوي چې په بوی دچا دراتلو پته لګولی شي خو زه له دغسې وړتیا محروم یم.زه اوس نشم چې څوک راروان دي، څوک ځي ،څوک راځي؟

 

که له مختوری دچا ویره کېدلی نو اوس به ډېرتور مخونه چپه پر خرو سپاره ګرځېدی،خودلته نه دپلیګون مجرم تور مخی شو،نه دخاد قاتلان،  نه دکابل قصابان، نه دشوروي ،امریکا، سعودي،ایران،پاکستان ګوډاګیانو ته چا ګوته لکه کړه،هغوی چې دانسان شوروي په بوللو سر وو، دنظارشورا دمیزان په تله کې ځانونه واچول اوبیا دلویدیر په مینه کې مدهوش پریوتل خوچا ورته ونشواب ویلی چې په مخ دې څوګله؟

زماعرض بیاهم دادی چې جمهوریت باید[زه] ونه اوسي همدا دجمهوریت دفاع ده، چې جمهوریت داسهامو او ونډو تور بازار نه دی.

 

ستاسې هره خبره په ګل بدله، پر تاسې دې خپل رښتیا مبارک وي خوما خپلو رښتیاوو ته ولې نه پریږدی؟
زه ستاسې رښتیا ته درناوی لرو،خو پرتا زما رښتیا ولې دومره درانه پریوځي؟

 

پر سوچ او فکر څوک پیرې نشي درولی، ښه ده چې هریو دخپلو رښتیاوو د ویلو حق ولرو،دخپلو رښتیا له ویلو ونه ویرېږو،دخپلو رښتیاوو دپټولو منافقت ونکړو،په یوه شرط چې دا رښتیا دبل د درواغو د رښتیا کولو لپاره نه وي.
والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *