خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

له تورتمه روايت دی! | محمداکبر کرګر

زه درته د نن سهار کيسه کوم. د همدا نن سهار کیسه ده. هغه مهال چې ډير وختي له کوره را ووتلم. تورتم لا خپل ځای رڼا ته نه وو پري ايښی . ان دتورتم په زړه کې درڼا کومه څړيکه هم نه وه لگيدلې. خپل زړه اوحواسو ته مې پام شو .له ځانه سره مې وويل :لکه چې دا تورتم زما د رگ رگ او د بدن له غړو زيږيدلی دی. يوازې هرې خواته تورتم نه بلکې زما دحواسو تورتم ،زما په ذهن تورتم دبيرون ماحول له تورتم سره يو ځای شويدی . هر څه يې تور اړولي دي . داسې تور لکه چې کوم بل هيڅ رنگ نه پيژنم يوازې هر څه تور وينم . خو بيا ددې ټولو خيالاتو سره په سړک کې پلی روان يم ·

لاره هواره نه بلكې کنډو کپر ده . کله نا كله مې پښه په يوه نيمه  ډبره ولگيږي ،تيندک وخورم. خو بيرته ځمکې ته ځير شم . ځمکه هم تورتم ده. له کلي را بهر شوی يم · دکلي دمخې لارې ته را وتلی يم . د کلي له لوي وستل نه هم راتېر شوی یم. د وستل نه ډېر ليرې واټن كې  دغره په بيخ کې دپراخو ځمكو په خوا كې پراخه هديره غځيدلې ده . قبرونه اوږده اوږده غځيدلي پراته دي . خو په تيارو کې بريښي . په ځينو قبرونو شناختې ولاړي دي .خو  له ځينو شناختي هم لويدلې اودقبرونو پر سر هوارې پرتې دي  . په ځينو قبرونو جنډې ولاړې دي. داسې جنډې چې دسهار نرمه  اوپسته  وږمه دهغو پر سر ريتاړې بيرغونه  نه رپوي  . خو ځيني جنډې بيا دلږ باد اووږمې سره خوځيږي اورپيږي.

دلمر څرك خو  هډو په فكر كې هم نشته  . تورتم په ځمکه اوفضا هماغسې پلن دی .  له ډېره ليرې ځايه داوبو دپارچاو غږ غوږونو ته راځي . بيا هغه ديوه کلي وال شپانه د سپي له غپا سره غبرگ شي ،دپارچاو داوبو اواز اودسپي غپا په يو بل کې خپل غږ ورک کړي . خو زه له هدېرې تيريږم .مخ ورته اړوم لاسونه ددوعا له پاره پورته کوم اوبيا يې په خپل مخ را کاږم . شاته هډو نه گورم . يوازې سترگې په مخامخ لاری گنډم .

په وستل کې ښه ډېره لار وهم . په مخ کې مې يو د پاخه عمر لاروې را مخ ته کيږي. څادر له ځانه تاووي . له ما نه څنگځنی تيريږي . خو زما فکر لا دهدېرې له  شناختو سره مشغول دی . فکر کوم په هديره کې ورگډ يم ·دمړو قبرونه گورم ، يو يو ذهن ته راوړم . له هغو سره خبرې  کوم . هر يو له ما سره روغبړ کوي . څو تنه چې زما دخيال اوتصوراتو په  وستل کې ناست دي سلام پرې اچوم خو هغوۍ زما سلام نه اخلي ، ټول چوپ او غلي دي . خبري نه کوي .ماته بدې بدې گوري ، څه نه وايي .يو ناڅاپه مې زړه تنگ شي ، غواړم له دې خيالونو اوتصوراتو وتښتم . خو گورم چې په کنډو کپر لاره روان يم .ځان ته را گرځم : داسې نه چې پښه مي په کومه تيږه ولگيږي ، تورتم دی  . پښه مي ژوبل نه شي .بيا پاس اسمان ته گورم دشپې دتورتم زړه چاودون او سباوون نه بريښي . بيا مې هم خيال اوفکر هماغو ناستو کسانو ته ورځي. شاته نه گورم. 

په وستل کې ناست کسان همداسې چوپ مالوميږي· کله چې ورنږدي شم نور هم سکوت غوره کړي. همداسې راته برند ې برندې را وگوري. څه نه وايي داسې لکه چې خپل تاُ ثر اوخپگان په خپلو کتو کې تيروي . دوی دلارې پر سر په ډبرو ناست دي . کالي يې نه وينم خو دکفنونو په څير څادرونه يې له ځانه تا وکړي دي . پوښتنه تري کوم عزيزانو دلته ولې ناست ياست؟ یو څه ترې پوښتم، خو ځواب نه راکوي. په ټنډو کې یې د ځان په نسبت کرکه وینم، خو بیا هم په دې راز پوهېدل غواړم. خو نا ببره یو ته خپلې سترګې زما په سترګو خښوي،

يو تن مخ را اړوي .غواړي څه ووايي ، غواړي خبري وکړي اوخوله خلاصه کړي . خو په څنگ ناست ملگری ورته په بټو سترگو گوري اودهغه نه دخبرو کولو جرات اخلي . هغه خپلې خبرې په خوله کې نیسي، او چوپ پاتې کیږي. زما تلوسه نوره هم زياته شي. غواړم بيا ترې وپوښتم .خو لارې ته مې فکر واوړي. هماغه شان پر لاره روان يم دا وار لاره کږيږي. د قبلي په لور غځيږي ·زه  بيرته شاته هم نه گورم .نه پوهيږم چې چيرته يم خودومره مې ذهن ته راځي چې  ډېره لار ه مې وهلې ده. دکليو اوکلاگانو کروندو اوودانيو ،ځمکو اوکڅيو څخه  تيريږم ، ځنگلونه هم شاته پاتې کيږي . غرونه هم داشان او د اسمان په انگړ كې د ورېځو اوښان هم په مخالف لورې ځغلي اوپناه كيږي . خو يوڅه مې حواس تخنوي ، نه مې پريږدي چې ارام وکړم اودخپل مزله په خوند پوه شم . بيا په فکرونو اوخيالونو کې هغو په ډبرو ناستو کسانو ته ورگرځم ·د خپل ذهن په وستل کې ناستو کسانو او هدیرې ته ورګرځم. د هدېرې ځينې جنډې هماغسې په رپا کې دي . دوی بيا هم چوپ دي . غلي اوارام ناست دي .خپگان اوتاثر يې له ورايه له څيرو جوتيږي . 

مخامخ وړاندې دقبلي په لور د اسمان په لمنه کې يوازې يو ستوری  سترگک وهي ، هلال دورکيدو اوپناه کيدو په حال کې تر سترگو کيږي، نرۍ وريځ دغرو له پاسه نه ليدل کيږي. په لاره كې مې پښې دگامونو په ترڅ کې له ډبرو سره اواز را پورته کوي. تورتم هماغسې لاسبری دی . هغه تورتم چې څه زما له تنه پيل کيږي خو همدا شان  په بيرون ماحول  هم پلن دی . لاره تورتم ،خواوشا يې تورتم، او هر څه تورتم….. خو يوازې هلته وړاندې داسمان او د غره په څنډه کې هماغه يو ستوری سترگک وهي. دناستو کسانو په اړوند مې سودا او لټه نوره هم زياتيږي . هغوۍ خبری هم نه کوي . ذهن مې ورو ورو تخنيږي .يو څوک راته په حواسو کي وايي ايا ته نه پوهيږي چې هغوۍ ژوندي نه دي بلكې مړي دي . دمړو بي روحه جسدونه دي  او د خپل تاثر اوخفگان له وجهي دلته په ډبرو ناست دي . 

هغوۍ وايي : له هغه وخته چې زورواکو خانانو ځمکې وپلورلي, نو يوازې هديره پاتي شوه . هدېرې له چاسره غرض نه درلود . خو اوس هغه هديره هم وپلورل شوه . نوی پيريدونکي په هديره اوبه راسمې کړې . نه گورۍ چې ډېر وخت کيږي چې په زړو قبرونو اوبه ورسمې د ي. دکلونو اوعمرونو هديره کې اوبه لارې کوي . په  ژورو قبرونو کې اوبه ډنډ شوي دي . جنډې ورو ورو يوه په بلي پسی را لوييږي . مړي نه غواړي نور په خپلو قبرونو کې واوسي. هغوی له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغوی له ظلم او زوره پوزې ته راغلي. د هغوی د صبر کاسه نوره په چپه کېدو ده…..څملي  اوپريووځي . هغوی يو يو راووځي . همدې وستل ته راځي ،دلته په دې ډبرو کښيني يو له بله يوازې په کتو سره راز ونياز کوي . له چا سره خبري نه کوي . دادهغوۍ سيوری دی.  دهغوۍ ّ هډوکي خاوري شويدي  . خو سيوري يې لا دكالبد په بڼه ليدل كيږي  . نن دهغو سيوري هم خواشينی دی· دا ځکه چې نوی پيريدونکي په هديره اوبه راسمې کړي دي قبرونه ډنډ ولاړ دي . دپريوتو ځای نشته . اوهمداسې ….

په دې خبرو سره چې دخپل تن اوروان نه مي اوريدلې وبوگنيدم . ټکان مې وخوړ بيا مې ليرې داسمان مورگې ته پام شو . په لار کې مې خپلې مخې ته وکتل چې په کنډو کپر لاره  روان يم . دتورتم څادر لا هماغسی غوړيدلی دی . د سپې اواز له ليرې تر غوږو کيږي دپارچاو له نه شليدونکي اوپرله پسې اواز سره غبرگيږي·دچنچڼو اواز هم  دبنگارې په څير دونو له سرونو غوږو ته راځي. اوبيا همداسې  دسپي  او دپارچاو اواز سره دتورتم په ناپايه سمند ر کې څړيكه باسي . 

کرگر  ۱۸ دفبروري ۲۰۱۵

3 comments

  1. Mohammad Reply

    پیل او پای یې خوندور نه دی، تکراري جملې ډېرې لري. د تورتم تر کابو شل ځله تکرار ور هاخوا د ((وستل)) په معنی پسي به نو سړی چیرته ګرځي. ګوګل وايي په ترکیه کې د کورني سامان کوم شرکت دی.

  2. m a kargar Reply

    مننه د محمد په نامه مستعار صيب ، وستل رښتيا هم چې ډېر سخت لغت دى ۔ که نوم دې روښانه واي اومستعار نه واى مابه لږ شرح کړي واى خو له تاسې نه يوه دونيا مننه چې کيسه مو لوستي ده اوخوند يې هم نه دى درکړي زه څه نه وايم ۔

  3. Mohammad Reply

    کارګر صاحب محترم سره په غوسه کیږو به نه، دا خلق تنګی ډاکتران بده ګڼي. تاسو خو د لندن په مرتوبه هوا کې سا باسئ. نو نوم مي څه په بلا وهي که ما رنګه بل بد چانسه هم لوستې وي هرو مرو به ورته ستړی شوی وي په نیمایی کې به یی خوشې کړې وي. هوشیارانو ته چي نقیصه ووایی مننه هم کوي… او د (( وستل)) معنی به راته وايی په قصه دې زما وخت ضایع کړی.
    په درناوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *