خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ستره لوبه یا ډرامه| جنرال دولت وزیري

هوښیار ملتونه ټول وخت د نورو له تجربو ګټه پورته کوي. ټنبل او کودن ملتونه بيا ټولې پېښې پر خپل ځان تجربه کوي. له دې سره هم ځان او هم ټول هېواد په سترو بدمرغیو اخته کوي.

له تاریخ څخه د ځان خبرولو ګټه همدا ده، چې د نورو له تجربو ګټه پورته شي او کومه ناکامه تاریخي پېښه بیا تکرار نه کړي، ځکه د دغسې زیانونو اندازه خورا زیاته وي.

په تاریخ کې چې کومه غلطي ناپليون کړې وه، همغه غلطي بيا هټلر وکړه، چې تر اوسه یې زیانونه نه دي جبران شوي.

 دوی دواړو خپل پوځونه او لښکرې د روسیې په سړو او واورینو ژمو کې تباه کړې. په همدې توګه کومه غلطي چې انګرېزانو په افغانستان کې کړې وه، روسانو هم له تاریخ څخه زده کړه ونه کړه او ځانونه يې له افغانانو سره په بې معنا جګړه کې ښکېل کړل، هم يې خپل هېواد او هم يې موږ په بدمرغیو اخته کړل.

یا دا چې کوم کورني مخالفتونه چې موږ ته په اتلسمه پېړۍ کې په بده تمام شوي وو، په نولسمه پېړۍ کی بیا تکرار شول، په شلمه پېړۍ کې هم همداسې وشول او اوس په یوویشتمه پېړۍ کې هم تکرارېږي.

په اتلسمه پېړۍ کې شاه حسین هوتکي (مړینه ۱۷۳۸م کال) او د هرات ابداليانو د نادر افشار (زېږېدنه، د ۱۶۸۸م کال د اکتوبر ۲۲ مه- مړینه د ۱۷۴۷م کال د جون ۱۹مه) په وړاندې له شاه اشرف هوتکي (زېږېدنه، د ۱۷۰۰م کال – مړینه ۱۷۳۰م کال) سره د مرستې نه کول افغانستان له تباهۍ سره مخ کړ.

په نولسمه پېړۍ کې د سدوزو شهزاده ګانو خپلمنځي مخالفتونو او د شاه محمود هوتکي (زېږېدنه، ۱۶۹۷م کال- مړینه د ۱۷۲۵م کال د اپرېل ۲۲مه)له خوا د شاه زمان دراني (زېږېدنه، ۱۷۷۰م کال- مړینه ۱۸۴۴م کال)ړندول او د بارکزيو وروڼو تر منځ مخالفتونو هېواد د بدبختۍ کندې ته ور ټيل واهه.

په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې د افغانانو تر منځ بې اتفاقیو جګړه نږدې څلویښت کلونو ته وغځوله،چې تر اوسه يې هم پای معلوم نه دی.

اوس راځو دېته چې ايا هېوادوال مو د پخوانیو تجربو تکرار غواړي او که یا يې له تاريخ څخه زده کړه کړې او نور نه غواړي چې د نولس سوه نویمو کلونو ناکامه او له بد مرغیو ډکې تجربې تکرار کړي؟

د هېواد او د افغانستان په غمیزه کې د ښکېلو هېوادونو او لویو قدرتونو سیاسي او نظامي حالاتو ته په کتو، اوسنۍ وضعه خو د همغو کلونو پر خوا راته روانه ښکاري.

څه ښه وايي:

«د ویدو ویښول اسانه دي، د هغه چا ویښول دېر ستونزمن وي، چې ځان يې په خپله په خوب اچولی وي.»

خبره په ملت پورې تړلې ده چې ځان ويښوي او که په زوره ځان په خوب وهي.

اجمل عالمزی لیکي:

«د لویو قدرتونو دا لوبه او حالات به تر هغو دوام کوي چې د سیمې په اړه د دغو زبرځواکونو سیاست تغيیر نه وي کړی او یا د سیمې ټول ویده قومونه راویښ شوي نه وي. اوس دا د دولت ستره دنده ده چې خپل ټول پام د خلکو په راویښولو، باسواده کولو او اقتصادي وده ورټول کړي؛ ځکه یو دولت له ویښ ملت پرته نه شي کولای خپله خپلواکي وساتي.»

که ټول ملت له دې ناورين څخه د خلاصون له پاره سره لاسونه يو نه کړي، ټول هېواد به له یو بل ناورين سره مخ شي.

دا د یوه دوه تنو وطن دوستو هېوادوالو کار نه دي، دلته ملي اجماع ته اړتیا ده، ځکه یو یا دوه تنه چې د ویده ملت په ویښولو لګیا وي یا ترور کېږي او یا د خاین ټاپه پرې وهل کېږي.

له چرګ څخه يې پوښتنه وکړه چې انسانان ولی تا وژني؟ چرګ ورته وویل:

«دا ځکه چې زه يې پر خپل اذان له خوبه را ویښوم.»

په وروستیو څو میاشتو کې هغه دیني عالمان هم په هېواد کې ووژل شول، چې د ملت د راویښولو لپاره یې تبلیغ کاوه او حق ته یې حق وایه.

د اوسنیو سياسي او نظامي حالاتو ته په کتو باید ملت د هېواد د خلاصون له تصمیم ونیسي.

– د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د ژنیو د توافقاتو او اوس د طالبانو او امریکایانو تر منځ توافقاتو تر منځ څه تفاوت دی؟

هلته هسې په نامه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ژنیف کې توافق لاسلیک شو، خو اصلا د امریکا او شوروي تر منځ معامله وه، اوس د امریکا او طالبانو تر منځ توافق نه بلکې د امریکا او پاکستان تر منځ معامله ده! (دا موافقه په دوحه کې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ لاسلیک شوه، د افغانستان حکومت یې برخه نه و.)

– د ډاکتر صاحب نجیب الله د واکمنۍ پر مهال کودتا یوه جوړه شوې ډرامه وه، موخه يې د اردو او نظام کمزوري کول وو! له کودتا سره په سلګونو حتی په زرګونو افسران یا ووژل شول، یا زندان ته لاړل او يا له دندو ګوښه کړای شول.

اوس د قانون خلاف د تقاعد پروسه هم د کودتا په څېر یوه جوړه شوې ډرامه ده او وه، موخه يې د کودتا په څېر د اردو او نظام کمزوري کول دي!

ما په ۱۳۹۷ لمریز کال په رسمي توګه په دې شکل د تقاعد د پروسې مخالفت وکړ، رسمي اسناد يې را سره دي، چا ورته غوږ ونه نيوه. د وزارت ټولو اړوندانو ته په دې هکله پته ده.

هلته د دفاع وزارت د پاليسيو په برخه کې ماشوم مرستیال خپله ور سپارل شوې دنده چې د اردو کمزوري کول وو، په ښه شکل تر سره کړه.

– د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ پر مهال روسانو د شمالي ټلوالې او د کارمل له ډلې سره معامله وکړه!

په شمال کې يې جنرال دوستم او په کابل کې يې جنرال نبي عظیمي، کاوياني، مزدک، بریالی او نور د نظام پر ضد راپورته کړل، تر هغوی دسیسو ته دوام ورکړل، چې تر څو يې شمالي ټلوالې واک ته ورساوه.

اوس هم یوه ډله د تقلب او د ډول- ډول پلمو په نامه په معامله کې شریک او د نظام د ړنګولو په ډرامه کې فعال لوبغاړي دي.

– د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ پر مهال جګړې زور واخیست، کونړ، روزګان، خوست او نورو ډېرو سیمو سقوط وکړ، تلفات ډېر شول او اردو نور جنګ نه کاوه هر څوک د خپل ځان په فکر کې شول.

د مجاهدینو غیررسمي ویاندویان په کابل کې فعال او په ښکاره يې د مجاهدینو په ګټه تبلیغ کاوه.

اوس هم جګړې زور اخیستی دی، تلفات له حده ډېرې دي، ټول پر نظام بی باوره دي. څوک چې په نظام کې دي، هغوی هم د نظام پر ضد تبليغات کوي. په مختلفو بهانو د نظام د کمزورۍ په هڅه کې دي. د طالبانو غیر رسمي ویاندویان په کابل کې په ښکاره او په بشپړ جرئت د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي.

– د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ پر مهال روسانو د ډاکټر صاحب نجیب الله له ملاتړ څخه لاس واخيست او په مختلفو بهانو به يې ډاکتر نجیب الله له فشار لاندې نیوه. مرستې يې کاملاً بندې او یا کمې کړې.

اوس هم بهرنیان په مختلفو بهانو نظام تر فشار لاندې نیسي، خپلې مرستې یا بندوي او یا په مرستو کې کموالی راولي، له دې لارې غواړي خلک پر نظام بې باوره کړي.

– د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کې روسانو په ښکاره له شمالي ټلوالې سره قراردادونه لاسلیک کول او د راتلونکي له پاره يې په حکومت کې د هغوی له پاره کار کاوه.

اوس هم امریکایان په ښکاره د طالبانو سره ښې اړیکې پالي او د داعش په وهلو کې ترې مرسته غواړي، حال دا چې طالبان د امریکایانو په لاس جوړ شوی نظام په رسمیت نه پېژني او د ړنګولو له پاره يې شپه او ورځ بریدونه کوي. (د کابل ادارې خطاب ورته کوي.)

خبرې ډېرې او سر يې یو دی، که په لنډه توګه ووایم: «د دې پوښتنې ځواب که پیدا شو چې د رمې به شپون لوی دښمن وي او که قصاب؟» بیا نو مسئله روښانه ده.

تاسو به وايئ چې له ډرامې څخه د وتلو لاره کومه ده، د وتلو لاره کاملاً روښانه ده او هغه پر هېواد د مينو افغانانو یووالی دی او بس.

«یا به یو کېږو او یا به ورک کېږو!»

احمد شاه بابا خو هسې دا غږ نه و پورته کړی چې:

راځئ چې ځیر شو هرې خوا ته

هرې خوا ته رقیبان دي

یو پر بل مو سره وژني

وايي، خپل یو غليمان دي

رحمان بابا له ويل:

فال به څه ګوري رحمانه

خپل افعال د سړي فال شي.

1 comment

  1. درویش Reply

    پشه چو پر شد بزند پیل را

    با همه تندی و صلابت که اوست

    مورچه گان را چو بود اتفاق

    شیر ژیان را بدرانند پوست

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

د استاد غضنفر څو خبرې | فیصل جلال

د استاد غضنفر څو خبرې | فیصل جلال

21 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وږي په شلمه په علو…

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

20 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 د ښاغلي نور محمد لا…

دوه تازه چاپ شوي اثار

دوه تازه چاپ شوي اثار

20 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

دوه اثار چې یو یې د …