خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

لنډ اداري چکر، قانون ماتونې ته مجبورول

پوهاند دودیال

پرون د ویښ مدنی فعال، بااحساسه لیکوال، ژمن خبریال او زموږ د هیلو ګلاب، ښاغلی دوست صیب تر پورتني عنوان لاندې یوه لیکنه خپره اوپه هغې کې یې دتاند لوستونکو سره د زړه خواله کړی و. د دوست صیب هره لیکنه زموږ د کړیدلي ولس د زړه خبرې دي. په تیره بیا د ننګرهار ولایت ځوروونکی حالات یی تل انځور کړي دي. وطن سره مینه لري، لارې- ګودرې ډیرې ښې ښيي. د اوسنې ځوان کول سرلاری دی، خو یو-د وو ټکیو ته یی پام را اړوم:

ننګرهار ولایت د یو لرغونی تمدن او د باګرام اوټکسیلا د مدنیت (ګډې نقطې) ډیرې قیمتی نښې لري، د مملې بڼ، د بیمارانو غونډۍ، هډه، د فتح اباد سمڅې، د دورنټې ډبرلیک خو یی ډیر تازه او هسې پروني آثار دی. که فرصت و، په دې اړه به مستندې لیکنی وړاندې کړم، خو په دې ویریږم چې لا به نور هم ورته پام شی او څه چې پاتې دي هغه به هم له لاسه ورکړو.

تاریخی باغونه؛ لکه کوکب بڼ، د امیر شهید بڼ او نور یی هم یوه جلا لیکنه غواړي، چې پخوانی پرتم(چې تاسو ځوانانو نه ولیدلی، خو زموږ یادیږی) او اوسنی خواشینونکی حالت یی درته مقایسه کړم.

آبدات هم مهم دی، په څومره بی پروایی مو سپین جومات چی ساری یې په سیمه کې نه و، مفته له لاسه ورکړ، پټو لاسونو په چل او دوکه کی راته وران کړ، له کلونو کلونوبیا چا پکی نه لمونځ وکړ او نه یی د ښایسته ګومبذو لاندی د کوم جید عالم د وعظونو انګازی ترغوږه شوې.هغه ګومبذ‌ې او مناری چی اوړی به یخې او ژمی به تودې وې او نه هم د هغه ښایسته او ځانګړی معماری طرز په له لاسه وتوچا اوښکه توی کړه، موږ ځان سره پټې اوښکې تویو څه فایده؟

دبیمارانو څلور څلي څه ناڅه تر دا څو کاله مخکی لاهم پاتې وو، څه شول او په څه ورځ اخته شول؟

څلورګونی میکانیزه فارمونه دی وګوره ، دکاپر ملکیت به څوک داسې خراب او لوټ نه کړی!

د طورخم د سړک د ډبل کیدو په بهانه یی څه راباندی وکړل؟ حال دا چې موږ د سیمییزو ارګانو د پالیسی د جوړلوو پرمهال د سترایتژیکو لارو وړاندیز وکړ، هغه وخت د علومو د اکاډمی استادانو زموږ دطرح کلک ملاتړ وکړ، دادارې امور چارواکیو ته مو نقشه ورکړه، اخر یی څه شو؟ دوست صیب د دغی لاری غمیزه (هغه لاره چې…) عنوان لاندی تیر کال یوه لیکنه همدی تاند کی خپره کړی وه، راځې لږ په لویه کچه او آفاقی نظر وکړو. دې شلو کلو کې څووالیان راغلل او لاړل، خو اساسی کارونه  ونه شول. 

دوست صیب ! ما هم (مشرقی ولس ته) عنوان لاندی مقاله کې یوڅه د زړه خواله کړی وه. ډیرې داسې خبرې شته چی ته او ستاپه شان یو څو ځوانان راټول شی په ګډه به یی خپل منځ کې خبری ورباندی وکړو نهایی طرح به اعلان کړو.

دروند دوست صیب ! تا له پولیسو ګیله کړی، هغه خواران به زر- دوه زره غواړی، دا یو فردی او تصادفی فساد دی، راځئ چی د څلورم درجه ډیر تباه کوونکی او خطرناک فساد(پراخ او تنظیم شوی فساد) خواته پام وکړو. همدااوس په هرریاست کی ګڼ شمیر ستونزی شته. تنها پولیس او ښاروالی نه ده. که یواځې د پوهنتون دننه شعباتو حالات درته ولیکم هک به حیران شی. داچې څومره سامان غلا شوی ، داچې څه بیعداتلی پکی روانه ده ، دا وړه خبره ده، هغه اکاډمیک نورمونه چی ترپښو لاندی کیږی، هغه یی لا ځوروونکی دی.  شاید ماوتا هیڅ هم ونشو کولای. ته خو بیا ښه یی  رشوت دی ورکړ کار دی وشو ما تر اخره مقاومت کړی رشوت می ندی ورکړی، خو خپل حقوق می ندی ترلاسه کړی. اتیا مستقل کتابونه می چاپ شوي، له هیواده بهر می درانه او محترم فرهنګیان، لیکوالان، د کابل پوهنتون پخوانی استادان چی یو نیم لا ژوندی دی، د علومو اکاډمی درانه استادان ټول راته  شاباس وایی او قدر می کوی، څلورو پوهنځیو کی می ۳۰ مختلف مضامین تدریس کړی، له تدریس پرته می بیلابیل اداری کارونه او بیلابیلو کمیټو کی کار کړی، خو که خپل حال درته ووایم هک به حیران شی. لیکل یی ډیر خطرناک دی، څلور کاله مخکی زموږ ډیر دروند فرهنګي، ملی شاعر او  مشر جناب ظریفی صیب زما دحقوقو د تلف کیدو، ځورونو او د بی شمیره خدمتونو؛ خو  په وړاندی یې راسره شوی ناوړه عملونو په هکله پرته زما له خبرولو یوه لیکنه کړې وه او ځینی حق تلفی یې دبیلګی په توګه یادې کړی وې، خو کله چی خبر شوم، هیله می ورڅخه وکړه چی بیرته یی واخلی، خو ده ویل چی نه  دا زما کار دی. نو پوهنتون دی چی داسی وي، له نورو څه ګیله؟

قدرمنه دا چی زه څومره مالی متضررشوی یم هک به حیران شی. ته خو ښه یی یو کرولا دی اخیستی،که زه درته ووایم چی د یو بایسکیل د اخیستو توان نه لرم وبه یې نه منی . همدا اوس قرضدار یم. دخپلو کتابونو د ایښودو لپاره ځای نه لرم، همدا د سږني پسرلی بارانو کی می خدای بلا قیمتی کتابونه دڅڅوبی له لاسه له استفادی ووتل. 

ګرانه! دا مې هسې یو مثال درته ووایه. له دې څخه مې مقصد دا و چی ته مایوس نشې، ټول تا غوندې پاک زړي ځوانان ځوریږی، ظلم ورسره کیږی، رشوتونه ورنه غوښتل کیږی،…خو دې ستونزو باندې به خبرې کوو، د حل لارې به ورته لټوو. زما وړاندیز دادی چی زموږ دپتمنو خلکو د ویښولو کار ګړندی کړو، دولتی ادارو ته د حل لارې پیشنهادکړو، ځوانان سره راټول کړو، د ننګرهار ولایت کی اقلاً یوه  جریده، اخبار او نشریه ولرو، د فرهنګ زانګو او د علم اوپوهی ټاټوبی به ان شاالله بیرته خپل پخوانی پرتم ترلاسه کړی. له دې پرته هغه د همیشه بهار نوم یی چې ګټلی و، هغه به هم بیرته راژوندی کړو. خیرکه اوس جرار، قتیل، بینا، خدمتګار، پژواک، قلعټکی، خادم، الفت، شفیق، ملنګ جان…کاکامراد… نشته، شکر ته خویی، لله الحمد استاد صمیم، زیار، … او ډیر نور مشران او ځوانان شته، خامخا به سره ټول شو په ګډه به ملا وتړو. ستا انفرادی هڅې ډیرې د قدر وړ دی، خو زما وړاندیز دادی چی مهم بحثونه او ستونزی سره شریکې او د حل لارې یې ومومو. هرځل مې ستا دیوې مقالې په لوستلو تصمیم نیولی چی یو څه درته ولیکم، خو بیا به راته مناسبه ښکاره نشوه، دا دی نن مې په احتیاط سره دغه لیک درته ولیک، هیله ده څوک مې ملامت نه کړي.

ګرانه ! د دې لپاره چی ستا عزم او اراده کی خلل پیدانشی، له ټینګ عزم څخه دی په شا نشی او مایوسی درته پیدا نشی، له دې لیک سره دکړی خدمت او د هغه په وړاندې چلند مل(اتچ) کوم، ګوندی چی ګیله دې رفع شي.

  په عمر او قلم دی برکت شه!

د لیکوال په اړه: پوهاند بشیر دودیال

1 comment

  1. نعمان دوست Reply

    نړۍ مننه مشر استاد

    دا یوه کوچنۍ ستونزه وه، داسې چې هوارول یې زما په توان کې و.

    زه خپه دې ته یم چې زما ګڼ هیوادوال له جدي او حیاتي ستونزو سره مخ دي، د پیسو د ورکړې توان نلري او خپل حقه حقونه یې د ادارې غوایانو له خوا پایمالیږي
    دې برخې ته جدي پاملرنه په کار ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *