خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

لايق او د تېر عمر او له هېواد نه د ليرې والي نوستالژي

کرګر

د پښتو شعر اوتېر ارمان له اثر څخه:

نوستالژي او د شعر هنر يو له بله سره يو ډول عاطفي او احساسي اړيکې لري. يا په بل عبارت د دواړو د هستېدو لپاره يوه منبع موجوده ده او هغه د انسان روح او روان دى. نوستالژي يو احساس دى، يو خوټېدونکى او راولاړېدونکى احساس چې د انسان په روح او روان کې په څپو راځي. 

دا احساس بايد د خپل ظهور لپاره بستر پيدا کړي، د خپل ظهور لپاره او د خپلې منډې او ځغاستى لپاره بايد واټ او ډگر پيدا کړي. د دغه احساس د ظهور او څرگندېدنې لپاره ښه ډگر او ښه واټ هنر او په خاص ډول د شعر هنر دى چې وروسته په موسيقي کې هم ځلېږي او اغېز ښندي. د تېر ارمان احساس د شعر په هنر کې ښه ترا غځونې کوي او په ښه ترا توگه رابرسېره کېږي دا ځکه چې د شعر طبعيت هم داسې دى چې د انسان د خپگانونو بار په اوږه کولى شي. شعر هنر دى. دا هنر د ښکلا ستايونکی او د ښکلا پنځوونکی دى. منطق نه دى او د رياضي علم هم نه دى.

شعري هنر داسې څه دي چې له مخه جوړ قالب کې نه ځايېږي، بلکې د هستېدنې په مهال د يو داسې سيند بڼه غوره کوي چې په غورځنگ راځي، په څپو راځي او هغه څه چې د شاعر په حواسو، تن او وجود، روح او روان کې وي، په تېره د هغه خپگانونه، تاثرات، غمونه او دردونه په شعر کې رابرسېره کېږي.

نوستالژي د انسان د تاثراتو منبع اوسرچينه هم ده. ډبرې او کاڼي نوستالژي نه زېږوي بلکې د روح او روان، عاطفي او ژور احساس زېږنده ده. ماضي او تېر مهال او د هغو ياد يې زېږوي. په دې ډول دغه تېر مهال يادونه او دردونه په هنر بدلېږي. 

د سلیمان لایق شعر او نوستالژي

زموږ د دوران مشهور شاعر چې په سيمه کې فيض احمد فيض په لاتينه امريکا کې پابلو نرودا، په منځني ختيځ کې نزار قباني او محمود درويش او نورو ډېرو په سر کې دي، په کلام کې يې موږ له ډېرو رنگينيو سره مخامخېږو. د هغه شعر چې عمر يې له نيمې پېړۍ اوښتى اوس د هغه په ټوله شاعرۍ کې د هغه احساسات په بېلابېلو عناوينو راپورته شوي دي، خو که راټول يې کړو نو څو مهم ټکي يې د عمر تېرېدنگ د ماضي يا تېر مهال يادونه، له هېواده ليرې والى، د ملگرو يادونه او خاطرې او ارماني عنصر يې مهم هغه دى. 

د شاعر په ټولو اثارو لکه چونغر، کېږدۍ، يادونه او درمندونه، څلوريځو او د شاعر په وروستي اثر د «غلامانو سرود» کې چې زموږ زيات تمرکز د وروستې اثر په شعرونو دى او نورو اثارو کې د شاعر له نوستالژيک احساس سره مخامخېږو. په ياد وروستي اثر يعني د «غلامانو سرود» کې دا احساس پياوړي دى. دليلونه يې دا دي چې شاعر دلته يا په دې پړاو کې خپل عمر خوړلى دى. د ځوانۍ او شباب دوران يې شاته پرې اېښي دی او د هغه مدينه فاضله يا ارماني کور (افغانستان) هم ړنگ شوى دى. لايق د غلامانو د سرود په درشل کې د خپلو ارمانونو په دوهۍ ناست دى، دوهۍ اور اخيستى او لوگي یې ورته سترگې سېځي. د خپلو هيلو او ارمانونو جنازه يې اخيستې او هغې ته يې اوږه ورکړې ده خو شاعر يې د مرگ غمجنه سندره وايي او د شعر څپانده سمندر ته لاره کوي. دا مهال هغه نظام چې لايق ورته ځواني خاورې کړه له منځه تللى دى. وطن، ښارونه، کلي په کنډواله بدل شول. غمونو او ناورينونو د هېواد په اسمان کې يوه بله پېړه او پنډه پرده جوړه کړه. دا داسې مهال دى چې شاعر له مجبوريته هېواد پری اېښى او له کابل نه وتلى دى. هره شېبه او هره گړۍ پرې ډېره اوږده لکه پېړۍ تېرېږي. ستونی يې پړسېږي. ټټر يې ډډېږي خو د شعر سمندر يې په تن او روان کې جاري کېږي او هلته په همدغه سمندر کې خپل زړه تشوي. 

 ارمان او د شاعر مدينه فاضله 

په دې کې کوم زياتى نشته چې لايق په ټول عمر کې له يوه ارمان سره پر مختللى دى. د يوې فاضله مدينې په لټه کې و. د هغې د جوړېدو په تکل کې و، د همدې امېدونو ښه ممثل شاعر و. دا هم يو مهم عنصـر دى چې د نړۍ له نورو شاعرانو او ليکوالو سره په يوه ليکه کې درېږي

د مدينه فاضلې مفکوره د انسانانو لپاره يو دفاعي اند دى. د ستونزو او د روزگار د مشکلاتو په وړاندې د يو ډول ټينگار بېلگه هم ده. مدينه فاضله يا د خيالي دونيا جوړښت په بشري تمدن کې ډېره لرغونې ماضي لري. د يو عالم په قول: «مدينه فاضله داسې ځاى او محل دى چې لاسرسى ورته نه کېږي خو تصور يې تل د بشر په هيلو او ارزوگانو کې د يو عالي خير او ښکلا او ازادۍ په توگه موجود و. د بشريت يوه تاريخي هيله او ارزو هم دا ده چې په هغه کې خپلو هيلو ته تحقق ورکړي، کله چې بشر د اسطورو له بند څخه خلاص شو او په خپلو هيلو باندې د متداولي پوهې په رڼا کې پوه شو نو د هغه د ارماني ښار تصور د اسطورو له سيمې د عقل سيمې ته را واوښت»( بر رسي مفاهيم نوستالژيک در اشعار سياوش کسرايي.نوشته محمد علي خزانه دارلو. راضيه خوش ضمير · سال ۱۳۹۳ ) 

لايق په يوه قصيده کې پورته ويل شوى احساس انځوروي: 

هدر شوي ارمانونه 

لرې لرې شئ له ما نه

اې ترغه تالا فکرونو 

نه پټېږې په وريځو

څراغونه د لمرونو 

نه وچېږې زما زړه کې

سرچینه د ارمانونو 

تاريخ څه دى بې ارمانه

يو ډگر د سرابونو

زموږ ژوند يو معرکه ده

 د فکرونو د جنگونو 

لکه لام د غر ډبرو

د سېلاو پر بهيځونو 

هر خرام وه څپه ده

د لېوالو د مرگونو 

ساقي واچوه پيالو ته

سره لمبه د شرابونو 

چې له سره بيا بنياد کړو

سور يرغل د ربابونو 

***

نن مې گرځي په خاطر کې

د تېر عمر تکلونه 

نااخيستې تللې مچې

ناټول کړې سره گلونه 

هدر شوي ارمانونه

 ستړې منډې کړاوونه 

ضايع شوي په غفلت کې

 ورځې شپې اوږده کلونه 

برباد شوي په شېبه کې

د يوه عمر زحمتونه 

ساقي ستره چاټۍ راوړه

ترېنه ډک کړه کنډولونه 

اور لمبه کړه په گيلاس کې 

چې مستي شي خمارونه 

درنه جار شمه تلوار کړه

چې تېريږ ي مهالونه 

***

اوس چې خپلې شا ته گورم

 وينم سوي ميدانونه 

خزان شوي په شېبه کې

 زموږ د برخې سره گلونه 

د زړښت په واورو سپین شول

 زموږ د نسل تور سرونه 

ځړېدلي په زېندۍ کې

د مردانو ورمېږونه 

د تاريخ په سیند لاهو شو

زموږ د خلکو ارمانونه 

د وطن په پلاز ناست دى

 د پردو مريو مريونه 

تالا شوي مړه عشقونه

 خاورې شوي زلمي جونه 

د زړښت په واورو سپین شول

 د هوډمارو تور سرونه 

ساقي ولې ورته گورې

تشوه د اور خمونه 

تر څو بېرته راتازه کړو

 په رغلي کې مړه اورونه 

***

تاريخ څه دى؟ روان رود دى

 کله مست کله په ورو ځي 

کله يو شان کله بل شان

 مرحله په مرحلو ځي 

کله مخ ورکړي څپو ته

په نڅا په غرغړو ځي 

سروهي له کلکو گارو

هر قدم په نڅېدو ځي 

کله دپ بې له غوغا نه

 بې اوازه بې ښکالو ځي 

په پاسته بستر هوار شي

 وا د گوتو په سرو ځي 

بې ارمانه ژوند به څه وي

 چې وختونه په خوبو ځي 

زه هغه بې سره سپور يم

 چې سنگر ته په ډلو ځي 

که هدف ته لار اغزى شي

پر اغزيو په لېمو ځي 

قرباني د ازادۍ ته

په سندرو په نغمو ځي 

لار که وځي په مستيو

سم درياب شي په څپو ځي 

ساقي چېرې يې برباد شي

بې عزته شو جامونه 

د خمار له شرمه وچ شول

په باغو کې شنه تاکونه 

لېږ حرامي اوبه راوړه

چې پې پاک کړو گناهونه 

***

اى د نوي موسم باده

دا وطن عطر باران کړه 

هره پرخه مرغلره

د گلونو د گرېوان کړه

 ټول ماشوم بوټي غوټۍ کړه

هره ونه گلستان کړه 

خاټول وسپړه پر دښتو

هر کمر د زرو کان کړه 

د برېښنا له عامه فيضه

چمنونه چراغان کړه 

خاوره پاڅوه له خوبه

دریابونه پرې روان کړه 

زموږ د مېنې مناجات ته

ټول کڅونه نيستان کړه 

ساقي ولې لا ويده يې

جام راواخله قافلې ځي 

زموږ له مست لېوني سره 

د عقلونو حوصلې ځي 

***

اى د عشق باغ حرمه

ما درواخله په منگول کې 

ما يو سور سپېڅلى گل کړه

د يوې مينې په درشل کې 

بيا مې سم دانه دانه کړه

 د یوې حورې په اوربل کې 

چې يوه سره لمبه خوره کړم

د عطرونو په ځنگل کې 

چې مې اور له خولې نه ووځي

د سندرو په بدل کې 

بيا مې خرڅ کړئ په کوډگرو

 په ژوره د بابل کې 

***

ساقي بلې لمبې راوړه

د مستانو غلبلا ته 

نه نښتيځي د انگورو

سره شراب د اور له ذاته 

چې پرې وباسو له شپې نه

شنه واټونه سپين سبا ته(-(سليمان لايق. دغلامانو سرود. عازم مطبعه.کابل:۱۳۹۴ )مخونه ۲۰۴نه تر ۲۱۱)

 ( ۲-۲۰۴نه تر ۲۱۱) ولفرات (جرمني ) ۲۷،۴، ۲۰۰۸

په پورته قصيده کې هم د شاعر تېر ارمان د هغه د خپلو ځوانيمرگو رژېدلو هيلو او ارمانونو د انځور په خوا کې په خپلو ارمانونو بيا هم غږ کوي او د خپل تېر ارمان لوری او استقامت بدلوي خو په بله يوه مشهوره قصيده کې چې د فضل غني غني د ليک په ځواب کې يې کښلې او هغه هم د غني خان د مرگ د احوال دردونه لري شاعر پکې د خپلو امېدونو سوى سکور فصل ته درېږي. دا قصيده د نږدې ملگرو د مرگ په اړوند نوستالژي ده چې د شاعر د ياس او خپگان، غمونو او دردونو بېلگه ده، نو خپل افسوس په دې ډول څرگندوي: 

غنې ته په يوه قصيده کې 

اوس د تا په سويو ساندو

 هم هر څه راسره ژاړي 

هم لېمه راسره ژاړي

 هم مې زړه راسره ژاړي 

هم په دې کافر وطن کې

 تور او سره راسره ژاړي 

هم زاړه راسره ژاړي

 هم واړه راسره ژاړي 

انسان پرېږده چې انسان دى

 اوس مارغه راسره ژاړي

 ان اسمان راسره ژاړي

 ان اوره راسره ژاړي 

په همدې لړ کې لايق د وطن ناورين نه هېروي. هغه د وطن په ورانېدو ژاړي، د وطن د يو ننگيالي شهيد د مړینې اوغرغره کېدو کيسه کوي او په دې ډول خپل ياس او خپگان څرگندوي.

تېر مهال ته د ستنېدو تېر ارمان

راځو يوې بلې مسالې ته او هغه د بشريت په خټه کې د نوستالژي شتون او د هغې اغېزو ته اشاره ده. لکه چې د مخه وويل شول نوستالژي يو اروايي حالت دى دا حالت يوازې په تېر مهال باندې په افسوس او ارمان کولو يا د پښتو په عبارت په لاس مروړل نه دي چې يوازې د ټولني په ناوړه او ډېرو بدو شرايطو کې رابرسېره کېږي، بلکې کېداى شي په هر ډول حالت کې په آني او سملاسي توگه راڅرگند شي. يا د يوې شېبې لپاره او يا په دوامداره او پرله پسې توگه دوام وکړي. 

د مثال په توگه د لايق په لومړيو شعرونو کې (چونغر) هم دا عنصر په ډاگه ليدلی شو. په دې مانا چې د لاندې شعر د ويلو مهال د شاعر د ځوانۍ او زلميتوب دوران دى. په دغو شرايطو کې هم نوستالژي چې له شعر سره د چا خبره خوني او ميراثي اړيکي لري انعکاسات يې ليدلى شو خو دا شعر سره له دې چې د غربت او حسرت په احساس پيل کېږي، د غزل په يوه برخه کې انتقادي او انقلابي لورى هم نيسي. 

د خولو باران 

ژړوي مې تېر يادونه د شباب

 زه که څه يمه د غرونو ځيږ افغان 

يو ځل دومره مهلت راکړه چې اوبه کړم

ستا د شونډو په شربت تږى ارمان 

پرېږده پرېږده چې راوسپړي گلونه

دا تېره تېره اغزي د بيابان

که لاسونه د باغوان واى خوځېدلي

 لا په خوا به دا بیديا وه گلستان 

هره لوېشته يې د مينې منزل‌گاه وه

دا وطن چې اوس لوڅ شوى په دا شان 

هره تیږه د وطن بچو ته ژاړي

خو افسوس چې څوک يې نه اوري فغان 

د لړمو او مارانو په ځاى پرېږده

پرې خواره شي سندرغاړي بلبلان 

هره څنډه به يې اشک د فرودس شي

که پې سم شي د خولو گرم بازار(چونغر دعلومو اکاديمي چاپ کال)

موږ د لايق په شعر کې د نوستالژي دواړه ډولونه يعني فردي او ټولنيز ډولونه هم ليدلی شو. فردي مانا دا ده چې په دغه ډول نوستالژي کې شاعر يا ليکوال د خپل فردي ژوند په يوه مهال خبرې کوي او هغه ياد ته راوړي. د خپل ماضي يوه شېبه يا شېبو باندې فکر کوي او هغه ترسيموي او پر هغو افسوس کوي او پرته له دې چې نور په دې غم او خپگان کې له ځان سره راگډ کړي ځينې داسې مفاهيم لکه کاشکې، گيلې، سپين وېښتان زړښت او د ځوانۍ د شېبو تلل او له لاسه ورکول او د هغو يادونې يې ذهن ته راځي او هنر ته يې لاره کوي. له بلې خوا ځان خبري او پوهاوی خپله د انسان يوه ستره ستونزه ده. که له يوې خوا د «زه» پېژندنه د انسان لپاره اړينه مساله ده خو د دغه درک او پوهاوي او موجود امکانات او هغو ته نه لاسرسی د انسان لپاره د اندېښنو او غمونو جوگه کېداى شي. همدا واقعيت په لاندې شعر کې ليدلي شو: 

بزگرو اى بې خبر واى پراخې دښتې مې کرلاى

د غرو د څوکو شپون واى وري او مېږې مې پوولاى

مزدور واى په غرمو کې مې ډبرې ماتولاى

بندي واى په زندان کې مې مېچنې گرځولاى 

خو کاشکې د قلم په ژبه نه واى پوهېدلاى

 د ژوند د راز کتاب مې هرگز نه واى اړولاى (چنغر– ۶۶مخ)

دلته سړي ته د بودا خبره تداعي کېږي. د بودا په باور ټول انسانان په يوه خبره کې سره ورته او برابر دي او هغه درد او رنځ دی، نو په دې اساس يواځينۍ سملاسي مساله چى د عملي اقداماتو د ايجاب فکر کوي په ژوند کې د همدې درد او رنځ موجوديت دى. د همدې اصل له مخې بودا وايي: «بايد د انسان يواځينى هدف له درد او رنځ څخه د عملي خلاصون او په پرله پسى توگه دونيا ته راتلل دي، بودا د خپل تفکر په لړ کې څلورو حقيقتونو ته رسېږي. اول دا چې ژوند درد او رنځ دى. دويم درد او رنځ علت لري. درېيم دا چې درد او رنځ له منځه تللي شي او څلورم د درد او رنځ د له منځه وړلو لپاره لاره موجوده ده.»( بودا چنين گفت. استاد مجروح۔ دفلسفي مقالو ټولګه ۔۴۰ مخ ) خو په وروسته شعر کې په زغرده توگه فردي نوستالژي ته مخه کوي. شعر دى:

نايابه هلکتوبه چېرې لاړې چېرې لاړې

په تېرو ورځو شپو کې چېرى گرځې څه شى غواړې 

په هېرو زمانو کې په چا خاندې په چا وياړې

غمونو ته دې پرې ښودم پخپله رانه ولاړې 

په سترگو کې مې گرځي کله خاندې کله ژاړې

ورو گامونه اخلې د تاريخ لمنه

همداراز د ناکامو هيلو په نوم شعر چې د فردي نوستالژي يوه غوره نمونه ده: 

اى زما ناکامو هيلو!

لرې لرې شئ له مانه 

هورې لرې په بيديا کې 

د غمونو په چوپيا کې 

ما ناکام ته 

ما بدنام ته 

بدمرغي چيچي غاښونه 

اى زما زړه لېونيه خندنيه!

نور مې مه سوځه بېځايه! 

د ځوانۍ له مشغولا نه 

د گلرخو له وفا نه 

بې نصيب يم 

زه غريب يم 

چېرې زه چېرې عشقونه!

دا د هيلو کاروانونه، اميدونه 

چې بهېږي رابهېږي 

خندوي مې ژړوي مې

غولوي مې، غولوي مې 

يا هسې 

يا دغسې 

پاروي زما دردونه (چنغر مخ ۹۵)

 په پورته شعر کې که له يوې خوا د ځوانۍ او زلميتوب د دوران افسوس دى نو له بلې خوا هغه دوران ته د بيا ورستنېدو لېوالتيا هم تر سترگو کېږي.

تېر مهال ته د ورگرځېدو لېوالتيا او اشتياق په انسان کې ناپایه غمونه او خپگانونه زېږوي. ناوړه او نامناسبه حالت يوازې د يوې اغېزمنې شېبې په توگه د احساساتو په څپو کې را دبره کېږي. 

د اساطيرو د شننې له مخې د غربت غمونو او خپگانونونو د بشريت په روح او روان کې له هغه مهاله ځاى نيولى چې کله ابوالبشر يا لومړنی انسان له جنته رابهر شو او ځمکې ته راغى، نو په دې نړۍ کې له لومړي بشـر سره تل د بيا ورستنېدو هيله او ارمان موجود و. يا په بل عبارت دا اندېښنه د هغه په روح کې ځاى شوه چې په سختو او له کړاوه ډکو شيبو کې تېر مهال ته ورستون شي. د ستنېدنې دغه اندېښنه او تلوسه په واقعيت کې له هغه سره د يو ارمان په توگه پاتې شوې نو له داسې ارماني حالت نه ليري والى اوس په بشريت کې د دې سبب کېږي چى تېر مهال ته د ورستنېدو ارمان يې په خټه کي ځاې ونيسـي. د دې اساطيري شننې له مخې دغه هيله اوس د انسان په وجود کې موجوده ده. انسان د دې درد د ارامۍ او تسکين لپاره هڅه کوي چى داسې اثار هست کړي چې هغه ته هوساينه او دمه ورکړي، نو همدا تسکين د هغه له نوستالژي سره اړيکه لري. په دې اساس دا يادونه پکار ده چې د ادبي اثارو رامنځته کول ا و هستونه تل د بشـر د ناارامه ذهن د ارامۍ او تسکين لپاره يوه لاره وه او ده. داسې ډېر لږ اثار به پيدا شي چې په هغه کې د غربت ستونزه او غم نه وي. تېر ارمان د انسان د روان د درد د ارامۍ لپاره د انسان په تن او روان کې ژور ځاى لري. هرکله چې په يوه شاعر کې ځان خبري او ځان ناخبري حالتونه را برسېره کېږي نو د غربت غم يعنې د هغه طبيعي او غريزې احساس دواړه په گډه له اروايي پلوه هغه مهال چې فرد له خپل ماضي نه ليرې کېږي، قوت اخلي. په دې حالت کې فرد په خپل ذهن کې تېر مهال ته ستنېږي او د هغه په يادولو او بيا ذهن ته راوړلو سره د يو ډول غم او خپگان سره مخامخېږي. دا حالت د يو ډول سکر او نشې حالت ته هم ورته وي. له بلې خوا د لايق په شعر کې په تېره د وروستيو کلونو په هستونو کې ټولنيزه نوستالژي لا پياوړي ده.

«په ټولنيزه نوستالژي کې فرد په ټولنه کې د ځانگړي موقعيت په درلودلو سره چې ورته اهميت لري فکر کوي. په دې مفهوم کې تېر مهال يادونو سره لوستونکي د خپلو تېرو يادونو او خاطراتو سره چې په ليرې او يا نږدې شېبو کې پېښ شوي وي اشنا کوي. له ټولنيز پلوه هغه څه چې د شاعر په خوله راځي هغه دردونه او گیلې او شکايتونه دي چې ټول خلک يې خپه کړي دي يا دا چې ټولنيز خپگان يادوي. په دې ډول چې د تېر مهال د ښو او نېکو خاطرو او کړنو يادونه په ډله ييزه توگه په اذهانو کې ژوندۍ کوي. په لنډ ه توگه چې ټولنيزه نوستالژي د شاعر يا ليکوال په ځانگړي او ټولنيز موقعيت باندې تمرکز کوي.»( محمد علي خزانه دارلو، راضيه خوش ضمير. بررسي مفاهيم نوستالژيک در اشعار کسرايي: تاريخ نشر: ۱۳۹۳مخ ۶۲) 

هدیره شوى خرابات 

هسې کفر چا ليدلې و عالمه

چې د عشق کعبه په وينو تکه سره شي 

چا ليدلې و د ناز تازه گلونه

چې غړۍ يې د باغوان په لاس اره شي 

چا اټکل کړ چې زموږ د امن کور به

په بې رحمو قاتلانو اجاره شي 

چا ويل چې د «اېشيا غمى» کابل به

 د دښمن د کساتونو تاتره شي 

يا داچې:

 چا ويل چې بيا به نوى منصور پاڅي

د وطن د عشق په تور به غرغره شي 

چا ويل د پنجابي د کسات هوډ به

د نجيب په قربانۍ باندې پوره شي(سليمان لايق. دغلامانو سرود. عازم مطبعه.کابل:۱۳۹۴ )مخونه ۶۹نه تر۷۰)

په معاصر شعر کې د تېر ارمان ځلېدنه او ټولنيزې خاطرې

شاعر د انساني ټولنې د يو فعال ذهن په توگه په ماضي، حال او مستقبل کې ژوند کوي. ځينې هنرونه کېداى شي له خلکو گوښي هم وي خو د شعر ځانگړنه جلا ده. د شعر د ځواک او قوت مزه او خوند په ټولنه کې دى او له ټولنې سره خاطرې او يادونه زېږي. د دغه خاطرو يو اړخ د يوه قوم يا ولس ډېره ليرې ماضي او ان د يوه قوم اسطورې جوړوي، چې په هر نسل کې په هنرمندانه توگه د هنرمندانو له خوا چې تېر لرغوني دوران د خپل وخت نه غوره گڼي او سنتي ژوند ورته د نوي په نسبت لومړيتوب لري، دوام ورکوي. په معاصر شعر کې تېر ارمان په بېلابېلو شکلونو انعکاس کوي او يو بنيادي سبب يې د معاصرې نړۍ تکنالوژيک او اقتصادي وده ده. له يوې خوا افرادو ته سهولت او اسانتياوي او هوساينه رامنځته کوي، خو له بلې خوا يې د انسان زړه له تېر مهال سره تړلى او له دغه تېر مهال نه په افسوس يادونه کوي. په ټولو زمانو کې له هېواد څخه په خپله خوښه او يا جبري توگه د شاعرانو او ليکوالو مهاجرت د شاعرانو ذهن بوخت ساتلی دى. ويلی شو چې سياسي او ټولنيز مسايل او فردي ستونزې د شاعرانو روحي او رواني ځانگړنې، د مدرنيزم او صنعت اغېز په معاصره نړۍ کې د انسانانو په اړيکو او روحيه باندې نور عوامل دي چې په معاصر شعر کې د تېر ارمان د عامل په توگه ليدل کېږي. 

په تېره پېړۍ کې د ملي غورځنگونو ماتې هم د دې سبب شوه چې پر هغو روښانفکرانو او شاعرانو چې مبارزه يې کوله ډېر زيات اغېز ولرلى شي.

سليمان لايق يو د دغو شاعرانو له ډلې څخه دى. هغه په خپل هوډ او ارزښتونو لا ټينگ ولاړ دى، نو ځکه يې د هيلو او ارمانونو د ماتې هيندارې ټوټې په شعرونو کې ليدل کېږي، وايي: 

بيگاه خوب کې راښکاره شول دوطن غرونه رغونه 

له لېمو نه مې روان شول په څپو څپو سيندونه 

اور اخيستى و شنيليو د وطن په پوله پوله 

ورېدلې ترې سکروټې جگېدل ترېنه دودونه 

د پنجاب له تورې خولې نه شنې لوخړې غړوسکه غړوسکه 

تويېدلې پېښور ته ويې نيسه اى پښتونه 

هره ونه فريادي وه چې زه سوځمه زه سوځم 

له هر وره هرې کړکۍ نه چاپېر شوي وو اورونه 

له هېواد نه ليرې والى د ارماني نظام سقوط جمع د هغه د ځوانۍ شاته پاتېدنه هغه مسايل دي چې د لايق د شعر د نوستالژي بوده او تنسته جوړوي خو په همدې حالت کې چې د غريو، غم او ماتم د زهرو گوټ کوي. د خپلو احساساتو او عواطفو په څپو کې خپله ژوره کرکه او نفرت هم څرگندوي، کرکه د بې وجدانه، وطن پلورو انسان وژونکو، د حرص او طمعې نه د جوړو ځناورو په وړاندې. د هغوی په وړاندې چې د پيسو او قدرت لپاره له هر ډول ارزښت نه تېر دې. لايق يې په وړاندې کرکه څرگندوي او په مخونو يې تف کوي.

خوندې مندې هلکان بې پته شوي 

کلي سوى، وطن لوټ او خلک تللي 

د کابل درانه وگړې په خپل کور کې 

ځپل شوي وهل شوي، شرمېدلي 

ټگ لوټمار د مجاهد تر نامه لاندې 

کور چور کړى خاندان يې ترې شړلی

د اجړا او نارينه وو حساب ورک و 

توپير نه شو د ښاغلي ناښاغلي (سليمان لايق. دغلامانو سرود. عازم مطبعه.کابل:۱۳۹۴ )مخونه ۶۶)

تېر ارمان يا د غربت غم يا د تېر مهال افسوس او داسې نور زيات مفاهيم د عصري ارواپوهنې پورى اړه لري چې نن ورځ په ادبياتو کې او د شاعرانو د هنري اثارو په تحليل او شننه کې لوړ ځاى لري. په کلي توگه هر کله چې يو فرد په ذهن ا و خپلو خاطراتو کې تېر مهال ته ورگرځي او د وخت په تېرېدو سره د يو ډول غم او خپگان حالت د نيشې له خوند سره يو ځاى کوي نو هماغه تېر ارمان (نوستالژي) ده. ټول شاعران او هنرمندان په خپلو اثارو کې يو ډول زړه تنگې او د تېر ارمان احساس لري چې د بيلابيلو شعرې انځورونو په ترڅ کې يې بيانوي خو د ځينو په فکر دا غم د ځانگړو شخصي عواطفو د بيان په وسيله بدلېږي. 

د زيات شمېر نوستالژيکو شعرونو سرچينه بايد د افرادو په دننه يا باطن کې وپلټو. د زمان په تېريدو سره د شاعرانو په ژوند کې د بېلابېلو پېښو رامنځته کيدل

 او د ارزښتونو بې رنگه يا پيکه کيدل، زيات شمېر سختۍ او ستونزې د شاعرانو حسرت او زړه تنگى د تېر په نسبت خوږ او له وياړه ډکېږي چې کله هم د يو ملت، خلکو د هغه په خوږوالي او لذت کې برخمن و. 

د ارواپوهنې له نظره د انسان په تن او وجود کې يوه مبارزه جريان لري. يعنې د مرگ شور او د ژوند شور ترمنځ مبارزه ده. دا د انساني غرايزو مفاهيم دي، دا دوه غريزې متضادې خواوې لري. يوه مثبته او بله يې منفي، يوه جوړوونکې اوبله ويجاړوونکې. دا دواړه تل په شخړه او مبارزه کې وي. د يوه غلبه پر بل باندې د فرد د شخصيت جوړوونکي بللى شي.

فرويد ويجاړوونکي غريزه ځان پالل، تېري کول او د مرگ غريزه هم بولي. دوى ته د تاناتوس(Thanatos) اساطيري کلمه چې يوناني افسانو کې يې يادونه شوى او د مرگ خداى هم دى غوره کړې او د ژوند د غريزي لپاره يې د اروس (Arose) کلمه چې په يوناني افسانو کې د افروديت (Aphrodite) د زوى او د عشق خدای و غوره کړې او اوس په فرويدي فرهنگ کې د ژوند شور او تاناتوس د مرگ شور دى. 

اروس، دوستي، مينه، محبت او د نسل توليد او د هغه ساتنه زېږوي خو تاناتوس. د مرگ، نيستي، کينې دوښمني او د نسل له منځه تلل زېږوي چې د فرويد په نظر همدا اړخ يې برتري لري. همدا برتري لرل د انسان په امېدونو او هيلو خاورې اړوي په يو ډول د تېر ارمان په ساتلو او پيدا کولو کې خپل اروايي رول لري.

 د غربت غم يا تېر ارمان په ايجاد کې مهم عوامل 

کډوالي، د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول، وطن او د زېږېدو ټاټوبي ته د ورتللو سخته لېوالتيا او پر هغو ماتم کول، زندان او تبعيد، د تېر مهال ارمان، د ماشومتوب او ځوانۍ د دوران د خاطراتو يادونه. د زړښت درد او د تېر عمر يادونې. اسطوره جوړونه، لرغونپالنه، خيالي دونيا ته پناه وړل او داسې نور مسايل.

د لايق لاندینی شعر د ويل شويو عناوينو يو ژوندى مثال کېداى شي. 

عبث شوى هيلې 

رايادېږي د ځوانۍ تللي کلونه 

چې پر ما راورېدې د کلي نجونه 

هره ورځ به مې په سرو مچيو لار وه 

ويښول مې د بمبرو زخمي زړونه 

هر سبا کوز په گودر ويشتلې زرکې 

هر ماښام پاس په بامو اشارتونه 

څه تنکۍ پېغلې زړې شوې زما په هيله 

څه عبث شو د کلو انتظارونه 

څه وعدې چې په وختونو کې تباه شوې 

څه په تږيو شونډو وچ شوو سره گلونه 

څه تودې غېږي سړې شوې په بستر کې 

څومره واوښته پر ما د عشق خونونه 

څه د مینې کيسې پاتې ناوېلې 

څه په ستونې کې گونگ شوي فريادونه 

څه جلوې د کرشمو او مکيزونو 

چې په سترگو کې يې مړه شو ديدنونه 

څومره غشې چې ما وزغمل بې چيغو 

څه عشقونه چې ما تېر کړل بې جنونه 

څومره هيلې څومره هڅې، څومره اوښکې 

څه عبث شو د ځوانۍ زرغون کلونه 

څنگه هېڅ کړ زموږ رزم څو ټگانو 

څه برباد شو د کلو رياضتونه 

څنگه پوچ کړل څو ناوليو ږيرورو 

د یوه نسل د پاڅون عبادتونه (سليمان لايق. دغلامانو سرود. عازم مطبعه.کابل:۱۳۹۴ )مخونه ۵۰)

کارل گوستاويونگ د لومړي ځل لپاره د اساطيرو او د ټولنيز ناخبري شعور ته اشاره کوي. يونگ د «زړبېلگې يا ارکي تايپ» اصطلاح د بدوي انځورونو لپاره چې په هر بشري يا قومي، ناخبري شعور کې ځاى لري کاروي. هغه وايي: 

«دا انځورونه د اسطورې، مذهب، خوبونو، شخص اوهامو په بڼه او په پايله کې په ادبي اثارو کې د سمبولونو په توگه انعکاس کوي.» 

په حقيقت کې نوستالژي له خاطراتو، تاريخ او اسطورې سره په اړيکه کې مانا مومي. لکه څنگه چي وويل شول د اسطورې او ټولنيزى نوستالژي تر منځ يوه ژوره اړيکه موجوده وه، ځينې په دې باور دي چې په اسطوره کې د بشر د ماشومتوب د دوارن هيلې نغښتې دي. هر قوم د خپل ژوند له تاريخ څخه تر مخه دوران کې له خپلو هيلو نه جوړ او په تاريخي دوران کې د اسطورې په توگه ر ابر سېره کېږي.»

پايله 

د لايق د شعرې خلاقيت اصلي مضمون د هېواد انسان دى. هغه د خپلې څرگندې کيڼ لارې په ملتيا او له هغي په پيروۍ د هېواد د انسان په شلېدلي گريوانه کې د هغه عظمت هم گوري او د هغه بېوزلي هم. هغه له ځوانۍ راهيسې د فاضله مدينې اند په خپل تن او روان کې روزلې ده. دغه مفکوره تل د هغه په شعر کې ځلېدلې ده. هغې ته په رسېدو کې کله له ماتې او کله له ستونزو سره مخ شوى چې په ټوله کې د هغه د شاعرانه نوستالژي سبب شوى دى. 

لايق په پاخه عمر کې کله چې د هغه د خوښې ارماني نظام ونړيد. له هېواده ووت، لومړی پېښور او بيا المان ته ولاړ. په پيښور کې مشهور شاعر عبدالغني خان ته يوه مشهوره قصيده ډالۍ کړه. په دغه قصيده کې هغه د خپل ارمان په جسد اوښکي تويوي. 

له هېواد نه ليرې والی او غربت د ځوانۍ او زلميتوب ارمانونه د شاعر د ارمانونو د نظام ړنگېدل، د هغه د يارانو او ملگرو له منځه تلل وژني او ترور ټول او ټول د هغه په نوستالژيکو اشعارو کې انعکاس کوي. 

د لايق په شعرونو کې خپگانونه، فريادونه لږ نه دي. ډېر توپانونه او بحرانونه او اندېښنې يې شاته پاتې دي خو په ځلانده سباوون باندې عقېدې، د شاعر د ژوند شېبې سره را نغاړي. شاعر په خپلو اشعارو کې د خپل هېواد او افغان ولس سره ناپايه عشق انځوروي. همدا عشق په خپل کلام کې پالي. 

همدارنگه شاعر ځاى په ځاى په خپلو قصايدو او غزلو کې د افغان د تاريخي عظمت او برم يادونه کوي. کله چې په تېرو عظمتونو د ماتو او ناکاميو سره پرتله کوي، د يو ژور تاثر تصوير کاږي خو په ټوله کې د شاعر نوستالژي د هېواد د حالاتو اسره د خپل ملي ډموکراتيک ارماني غورځنگ سره او د هېواد د بېوزلي او زيارکښ انسان سره په عشق او مينې کې رابرسېره کېږي. 

م ۔الفكاف 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *