خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د چاپیریال ساتنې پر وړاندې زموږ مسؤلیت

قیام الدین زیار

د ژوند کولو محیط یا هر هغه څه چې موږ یې احاطه کړي یوو له چاپیریال څخه عبارت دی. چاپیریال د انسانانو د خلق کیدو سره سم رامنځته شوی دی، چې له مختلفو بدلونونو اومرحلو څخه تیر شوی دی. د چاپیریال د بدلون یو ستر عامل انسان دی، چې پرې مستقیمې او یا غیر مستقیمې اغېزې لري. انسانان څه ډول چې د چاپیریال له ازادې هوا، بې شمېره او پراخو منابعو، خاورې، اوبو او نورو مواردو څخه ګټه اخلي. د ساتنې په تړاو یې هم باید بې تفاوته پاتې نشي، بلکې تر خپله وسه یې پر وړاندې د ساتنې او پاکوالي هڅې وکړي. د ټکنالوجۍ او تولید په برخه کې د چاپیریال نه زیانمنونکو وسایلو او خامو توکو کارول، په مناسبه او عادلانه توګه د اړینو نه نوي کیدونکو منابعو استعمال او نورو خلکو ته د چاپیریال ساتنې په مورد عامه پوهاوی هغه لارې چارې دي چې هر انسان یې د چاپیریال پر وړاندې لري. په دې لیکنه کې د چاپیریال ساتنې اړوند ذکر شویو نقطو ته تشریح ورکړل شوي ده. 

د یوویشتمې پیړۍ یو له لویو ګواښونو څخه چې ټولې نړۍ ته متوجه دی د چاپیریال ککړتیا ده. ددغې ککړتیا علت د مضرو او خرابو غازاتو تولید او د چټلیو او محیط ته د زیان رسونکو کیمیاوي او ټکنالوجیکي موادو استعمال ګڼل کیږي. فابریکو، ترانسپورټي وسایلو او تولیدي کارخانو د ضرر رسوونکو خامو موادو د استعمال پواسطه چاپیریال ته تر بل هر څه زیات زیان رسولی دی. په دې سره د اوزون طبقې ته چې د ځمکې څخه د لمر مضرې وړانګې دفع کوي حیرانوونکی زیان رسیدلی، چې د ځمکې ژوندیو موجوداتو لپارت یو لوی خطر بلل کیږي. د فابریکو، کارخانو او نورو تولیدونکو سرچینو پواسطه د چاپیریال سره دوستانه خامو موادو او نورو ګټورو بدیلو لارو استعمال چاپیریال او انسانان له دغو خطرونو او ستونزو ژغورلی شي. مالکان یې باید د تجارت او اقتصادي ګټې ترڅنګ د چاپیریال ساتنې، خپل ځان او نورو ژوندیو موجوداتو د ښه ژوند کولو فکر هم له ځان سره ولري. دا د هر فرد مسؤلیت دی تر څو د چاپیریال په ساتنه کې چې په هره کچه وي د خپل توان تر حده کار ترسره کړي. همداشان، د انرژۍ د بیا نوي کیدونکو سرچینو څخه استفاده که له یوې خوا د چاپیریال له پاک ساتلو سره مرسته کوي له بلې خوا د انرژۍ د منابعو په ساتنه کې هم زیاته مرسته کولی شي. نوي کیدونکي سرچینې صافه او پیاوړي انرژي تولیدوي، چې مؤثریت او ګټه یې له بلې هرې سرچینې زیاته ده.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې بله مهمه موضوع، د نه نوي کیدونکو سرچینو مناسب او عادلانه استعمال دی. که نوي کیدونکو سرچینو شتون نه درلود او یا هم د نه نوي کیدونکو سرچینو پرته کار ناشونی وو، نو باید په انصاف سره او داسې استعمال شي، چې د موجوده او راتلونکو نسلونو حق ونه خوړل شي. د ژوند په چاپیریال کې موجوده او راتلونکی نسل حق لري، چې باید د هیڅ یو حق ضایع نه شي. کله چې د چاپیریال هر مورد استعمالوو باید یوازې د ځان نه بلکې د نورو انسانانو پر اړوند هم فکر او سوچ ولرو، تر څو مو ژوند د تعادل او انصاف له مخې پر مخ وړی وي، نه دا چې د یو بل پر حق تیرۍ وکړو او بې عدالتي رامنځته شي.

همدا ډول، د چاپیریال پر وړاندې د هر چا مسؤلیت دا هم دی چې نورو خلکو ته د چاپیریال ساتلو پوهاوی او لارښونه ورکړي. دا مسؤلیت نه یوازې دولت او د چاپیریال ساتنې مسؤلینو ته راجع کیږې، بلکې هر انسان باید نورو ته تر خپل وس او پوهې د چاپیریال ساتنې اړوند معلومات او پوهه ورکړي. هر څوک باید د چاپیریال  ساتنې پر ارزښت، څرنګوالي، پاک ساتلو او نورو موضوعاتو یو بل ته معلومات ورکړي. کله چې د ټولنې هر وګړۍ د چاپیریال ساتنې حس په ځان کې وروزي او په ساتنه کې یې برخه واخلي، نو د چاپیریال اړوند ستونزې به په زیاته کچه راکمې او له منځه ولاړې شي. له دې سره په څنګ کې دولت او مسؤلې ادارې باید د مختلفو لارو خلکو ته د چاپیریال ساتنې اړوند عامه پوهاوی ورکړي او د ستونزو رامنځته کیدو یې خبر کړي.

په نتیجه کې ویلی شو، چې هر څوک چې په چاپیریال کې ژوند کوي د ساتنې پر وړاندې یې یو شمیر مسؤلیتونه هم لري. د کارخانو، فابریکو، نقلیه وسایطو او نورو تولیدي شرکتونو پواسطه د چاپیریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره د مؤثرو او اغیزمنو سرچینو او خامو توکو په کار اچول، ترڅو ګټوره انرژي تولید شي. د انرژۍ د سرچینو په استعمال کې د موجوده او راتلونکو نسلونو په نظر کې نیول. کله چې د انرژی نه نوي کیدونکې منابع کاروو باید په دې کې د راتلونکي نسل حق تلف او ضایع نه شي. د چاپیریال ساتنې په مورد د نورو خلکو پوهاوی او لارښوونه کول هم د هر انسان مسؤلیت او دنده ده. هیله ده، د ټولنې او هیوادونو ټول وګړي د چاپیریال ساتنې پر اړوند خپل مسؤلیتونه ادآ او یو صاف او پاک چاپیریال رامنځته شي

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …