خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

طالبان د ۵ کلیدي وزارتونو غوښتونکي دي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۷) که څه هم طالبان رسماً وايي چې د واک په لټه کې نه دي او یوازې د بهرنیو پوځیانو د وتلو او اسلامي نظام غوښتونکي دي خو لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالبان د ۵ کلیدي وزارتونو غوښتنه لري.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي سي بي ایس نیوز ته ویلي«نړیواله ټولنه باید زموږ له درکه اندېښنه ونه لري. دا ځل به موږ نړیوالو قوانینو ته د درناوي په برخه کې مسوولیت منونکي یوو.»

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه بل غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل «باید په نظام کې موږ ته د پام وړ برخه راکړل شي.»

د ده اشاره دې ته وه چې لږترلږه ۵ کلیدي وزارتونه دې طالبانو ته ورکړل شي او دغه راز دې وسله وال طالبان د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې شامل کړل شي.

ده دا هم وویل «یو داسې اسلامي حکومت دې جوړ شي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.»

دوی دغه راز ویلي چې د ښځو له تعلیم او د وزارت تر چوکۍ پورې د ښځو د کار مخالف نه دي خو له صدارت او ولسمشرۍ سره یې اختلاف لري.

په همدې حال کې په قطر کې مرکچیانو تاند ته ویلي چې طالبان لا هم اوربند ته حاضر نه ښکاري. دوی وايي که څه هم دا مسله به هغه مهال څرګنده شي چې د دواړو خواوو رسمي خبرې پیل شي خو تر دې دمه د طالبانو استازي وايي چې لومړی دې پر راتلونکي نظام خبرې وشي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمدنعیم وردک د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دوی تاوتریخوالی کم کړی دی خو حکومت تهاجمي عملیات درولي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ننګرهار په درو ولسوالیو کې د طالبانو په بریدونو کې د دواړو خواوو لږترلږه ۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا له ډېرې مودې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښتې وې.

سره له دې چې د شنبې په ورځ په قطر کې د سولې خبرې پیل شوې خو لا هم دواړه خواوې نه دي توانېدلي چې د رسمي خبرواترو لپاره طرزالعمل او اجنډا جوړه کړي.

10 comments

  1. رازمخمد کامه وال Reply

    تالیبان باید تعهد ورکړی چه د پاکستان د ګټو لپاره به هیځ نوعه فعالیت نه کوی
    هسی نه لکه راکتیار شپه او ورځ د پاکستان لپاره مبارزه کوی
    دپاکستان استخباراتی فعالیت به نه کوی او داسی نور مننه

  2. Ahmad Reply

    دتامیان او د غرب مزدور نظام دی تعهد وکی چه نور د CIAاو امریکا غلامی نکوی. نو بیا به ملت دوی وبخشی خو حساب او کتاب به دی مفاسدو سره وشی

  3. غلام حضرت Reply

    د مسلمان او انسان او افغان د ( ناحق) قتل د جرم ګناه هیڅکله له منځه تلونکی نه ده بناً د بی ګناه انسان قاتلین
    ( هر څوک چی وی ) ځانو ته برائت نه سی ورکولای او نه بل څوک ور ته برائت ورکولای سی.
    امّا
    د طالب پلاس د بی ګناه انسانانو وژنه به ( چی متأسفانه همدا نن هم دوام لری ) د طالب د جرم حجم او وزن ځکه پراخ او دروند کړای سی چی طالب ځان د آزادی! فرشته او د دین وارث ګڼی.

  4. سرمست Reply

    ښاغلي احمد سلام،
    تاسو هم د غرب او پنجاب مزدوران ياسته دا تاسوته په قطر کي په پنځه ستورو هټلو کي د شپي او چړچو ډالر څوک در کوي.
    پاسپورت مو دپنجاب ده په هغه سپري کوي او د امريکايانو په مليونونو ډالره باندي هلته په قطر چړچي وهي.
    وايي ميږي ټوپ وا چاوه لم يي پورته شو ، اوزي پري ناره کړه چه ميږي کو…….د شکاره شوه ميږي مخ ورته راوړل چه ستا خو تل لکی پورته وي

  5. باوري Reply

    دواړه جانبه سولي ته غاړه کيږدئ اولس مو بدخته کړه دخداي ويره خو يوه جانب سره هم نشته

  6. عنايت قناعت Reply

    کچرى یپنځه وزارتونو سره طالبان خبره جوړيږى نو فکر کوم مشکل هومره غټ نښکارى ونډه په حکومت او نظام کى بايد ولرى.

  7. Israrullah enayat Reply

    اوس په افغانستان کى دا بل راوج چى څوک مرور يا خفه شى نو دپخلاينى لپاره بياوزارتونه غواړى ولى دا ولس به سه کوى طالبانو چى څو لسزي دا ولس مړ ياووژنه دهغه حساب يي ورکړى چى اوس وزارتونه عواړى دوى لږ فکرکړى دى که هوايي خبرى کوى

  8. حمزه Reply

    هرڅوک چی منفی نظرونه ورکوی هغه دسولی دوشمن دی که دافغان وژنه دحکومت هدف وی نو دلومړی معاون صالح اودوهم معاون دانش علیفور ملیشی چی روزمره دپښتانوکوچیانوقتل اوقتال یی شروع کړی کورونه یی ورته ورانوی هیڅوک دهغوی نومونه نه اخلی

  9. faisal zakhil Reply

    دوی خو که جګړه کوله بهانه یی دا وه چی دلته اشغال دی نو اوس خو دخپل مسلمان ورور سره جهاد اعلانوی او دکفر سره سوله زه نه پوهیږم چی دا څنګه مسلمانان ځانته وایی راشی نور افغان وژنه بس کړی او سوله وکړی چی دا سلويښت کلنه جګړه نور پای ومومی دسولی په ارمان یو

  10. حضرت گل Reply

    افغان وژنہ باید ژر تر ژرہ بندہ شی

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *