خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

سقراط | ژباړه: مطیع الله هوتک

کله هم چې د سقراط مړینې پورې اړوند کیسې -چې د ده زده کوونکو لیکلي- لولو. نو له دې زاړه فیلسوف سره ناخبره همدردي ښيو او دا داسې فیلسوف پیژنو چې حاضر نشو خپل ځان کم راولي او له قاضیانو بخښنه وغواړي، له زندانه یې د تیښتې وړاندیز هم ونه مانه. دی وو چې ویل به یې: “د قانون ماتونې په مقابل کې مرګ د انسانانو لپاره بهترین انتخاب دی.”

………………………………………………………………………………………………………………

   د سقراط تکیه کلام دا وو: “زه پوهېږم چې په هیڅ نه پوهېږم” که هر څوک له دې تر مخه د سقراط له ښوونو سره آشنا شوي وي او د لومړي ځل لپاره یې دی لیده نو په آسانۍ سره یې باور نشو کولی چې مخامخ ورته ولاړ سړی هماغه پېژندل شوی فیلسوف دی، یبلې پښې، پیوند جامې او ځیګه څېره. پخوانیو انتیک صندقونو ته ورته تصویر په څېر وو. دا صندقونه اوس هم ځای ځای په انتیک فروشیو کې شته. دا صندقونه خورا ساده ډیزاین شوي وي، خو کله هم چې د صندوق سر خلاص کړئ، نو وبه وینئ چې د کور مالک تر ټولو قیمتي زېورونه او مرغلرې پکښې خوندي کړي وي. سقراط هم دا شان وو، د یونان پخوانیو انځور شویو خدایانو (سیلنوس) په شان یې ځیګه او اوږده پوزه لرله. خبرې یې هم ساده او کلیوالي وې، خو که چا یې هم یو ځل خبرو ته غوږ ایښی وو نو پوه شوی به وو چې مخاطب یې د څومره ارزښتناکه افکارو لرونکی دی.

    د سقراط د ښوونو اساس څه وو؟ خلکو ته یې څه ور زده کول؟

   آریستوفانس پخپله نمایشنامه کې د معلق وریځو/لړو په حیث معرفي کړی داسې چې د ځمکې او آسمان تر منځ ولاړې وي او د فلک وضع مطالعه کوي. خو آریستوفانس هم په غلطه وو، ځکه سقراط داسې نه وو. ده خپل وخت د ستورو څېړنې او مطالعې باندې نه ضایع کوه، د طبیعت مطالعې باندې باورمند نه وو. ویل یې: “د طبیعت پېژندنه د انسان په خوشبختۍ کې اغېزه نه لري. آناکساګوراس هم دا ډول باطل تصور لره، ده ناپوه به ویل چې لمر اور دی، خو له دې غافل وو چې اور ته کولی شو وګورو، خو لمر ته په سترګو نشو کتلی او سترګې مو خیره کوي.”

   سقراط به فیلسوفانو باندې ملنډې وهلې  او ویل به یې چې دوی په هیڅ ډول هم یو بل سره توافق ته نه رسیږي، هر یو یې بل احمق بولي. یو شمېر یې باورمند دي چې د هستۍ ټول تشکیل کېدونکي مواد یو دي او نور یې د دې خلاف عقیده لري. ځینې یې وایي چې هستي له هیڅ منځته راغلې او په هیڅ پای مومي. ځینې یې بیا باورمند دي چې ټول موجودات له پیله وجود لري او هیڅکله هم له منځه نه ځي. دوی له دې ټولو اختلاف نظرونو سره غواړي چې طبیعت مهار کړي. آیا دوی به وکولی شي چې باد یا باران تر خپل فرمان لاندې راولي؟ انسان نشي کولی د خدایانو رازونه ومومي. له دې پرته خدایان هغه څوک نه خوښوي چې د دوی رازونه پاش کړي.

   له ده به یې وپوښتل چې څه باید مطالعه او وپیژندل شي؟ نو ځواب به یې دا وو: هغه چې انسان پورې اړه لري باید مطالعه شي، نه د خدایانو چارو پورې اړوند څیزونه! له طبیعت باید تېر شو او د انسان روح باید مطالعه شي. “ځان وپېژنه!” د سقراط د ښوونو اساس وو.

په آتن کې خورا مشهورو سوفیستانو د فلسفې درس ورکاوه او پیسې یې ګټلې. سقراط به خلکو ته خپلې ښوونې وړیا ورزده کولې. ویل به یې چې نورو ته یې نه ورزده کوي بلکه غواړي چې له نورو یې زده کړي. دی د حقیقت پلټونکی دی او که کوم څوک له ده زیات هوښیار یې وموند نو په خوښۍ سره یې ترې زده کوي. یوه ورځ یې د ملګرو له ډلې یو تن په دلفوی کې د آپولون معبد ته ورغی او ویې پوښتل چې آیا له سقراط بل پوی شته؟ امام ځواب ورکړ: “هیڅ کس له هغه پوی نشته.”

   سقراط چې کله دا واوریدل نو یې یقین نه کیده، هیجاني شو او ویې ویل: “د امام منظور دا وه چې زه په هیڅ نه پوهیږم.” بلاخره یې دا تصمیم ونیوه چې تر خپل ځان پوی کس ومومي. لومړی یوه داسې کس ته ورغی چې د آتن په حکومت کې د لوړ مقام خاوند وو. ټولو به ویل دا کس په رښتیا هم خورا نامي، پوی او لایق دی، خپله دې کس هم ځان خورا پوه ګڼه. هر کله به لوړ مقام باندې ګمارل کېده. سقراط له نوموړي سره له لنډې مکالمې وروسته وموندله چې دا کس د ده او نورو د توقع خلاف له هوښیارۍ لرې دی.

   سقراط د آتن د زیات شمېر خلکو په منځ کې له دې سیاستمدار سره خبرو ته کښېناست. سیاستمدار له دې چې داسې یو بې پروا کس ورسره خبرې کوي خورا ربړېده. سقراط له نوموړي سره د خبرو وروسته حاضرو خلکو ته وویل چې “زه له ده څخه پوی یم، ځکه له موږ څخه یو هم په څه نه پوهېږو، خو زه پدې پوهېږم چې زه نه پوهېږم ، خو سیاستمدار وایي چې زه پوی یم. نو له همدې امله زموږ دواړو منځ کې زه پوی یم.” له یوه بل شاعر سره یې هم د شعر او هنر په اړه بحث وکړ.

   دلته هم همدا کیسه تکرار شوه. مخاطب یې که څه هم ښه نطاق وو او فکر یې کوه چې په هر څه پوی دی. مجسمه جوړوونکی همداسې وو. هر یو یې چې له خپل هنر سره پیژندګلوي لرله، نو فکر یې کاوه چې په هر څه پوهیږي. د سقراط له پیروانو څخه یې یو څو تنه ځوانان وو، چې خپل ځانونه ورته پوه نه ښکارېدل او د خپل ښوونکي په څېر د حقیقت په لټه کې ول. که یې چیرته وموند نو هر یو به د خپل فهم په اندازه ورسره وپیژني.

   سقراط د آتن ښار په کوڅو او عامه ځایونو کې ګرځېده تر څو یو هوښیار کس ومومي. د آتن یوه عامه ځای ته ورغی، یو څو ځوانان ملګري یې هم هلته وه. دوی سره له روغبړ وروسته په یوه فرش کښېناست او پرې راټولو خلکو سره یې خبرې پیل کړې. د تل په څېر خبرې له دې پیل شوې چې “خیر مطلق څه دی؟”

د دوی له ټولو کم عمره کلینیاس څخه یې وپوښتل:-

“آیا دا سمه ده چې هر یو د خوښبختۍ په لټه کې دی؟ یا شاید دا یو بې مانا پوښتنه وي؟ غوره به وي چې داسې یې وپوښتم؛ څوک نه غواړي خوشبخت وي؟”

کلینیاس ځواب ورکړ”مالومه ده چې هیڅوک”

-“خو خوشبختي په څه کې ده؟ شاید شتمني به وي؟.”

کلینیاس وویل: “بلی، زما مطلب همدا وو.”

“ښه، آیا خوشبختي یوازې په شتمنۍ کې ده، یا هم په روغتیا او قوت کې هم شته؟”

-“بلی! په دغو کې هم ده.”

-“په ویاړ او سرلوړۍ کې څنګه؟ آیا بده به وي چې یو شخص پخپله سیمه کې ویاړونه ولري؟”

-“البته نه!”

-“آیا د خوشبخت کېدلو لپاره زړورتیا هم لازمه ده؟”

-“حتمي! لازمه ده.”

-“ډېر ښه. نو پایله دا شوه چې د خوشبختۍ لپاره له دغو نعمتونو څخه چې مو یاد کړل، یو یې بسنه نه کوي؛ خوشبختي د دغو ټولو په لرلو کې ده، اوس که څوک له دغو ټولو څخه برخمن وي او ترې ګټه پورته نه کړي، د هغه نجار/ترکاڼ په څېر دی چې د کار افزار لري، خو څه نه جوړوي، نو آیا پدې صورت کې دا افزار به ده ته کومه ګټه ولري؟.”

-“نه، هیڅ ګټه نه لري.”

-“نو اوس که یو څوک دا ټول یاد شوي نعمتونه ولري خو ویې نه کاروي او ګټه ترې پورته نه کړي، نو خوشبخت ندی؛ آیا همداسې نده؟”

-“بلې، زما په اند همداسې ده.”

دا ډول خبرې د عقایدو تناقص رابربنډوي، کلینیاس یو ځل ویل چې قدرت نعمت دی خو بیا یې اقرار وکړ چې که څوک دا نعمت کاروي نو نادان به وي. دا نعمت نور نعمت نه زحمت دی.

   ځوانانو له سقراط سره په خبرو کې زده کول چې څرنګه فکر وکړي، د قضیو نس وڅیري او تناقصات رابربنډ کړي. تر څو حقیقت ته ورسیږي. اوریدونکي یې کله له خبرو دومره ګنګس کېدل چې نه یې شو کولی شر او عدل له ظلم څخه تفکیک کړي.

له پخوا یو ځل بیا خلکو فکر کاوه چې حقیقت هره ورځ کورونو او ښارونو ته سر ورښکاروي، وروسته خپل پلار زئیوس ته اولمپوس کې ورګرځي او هغه څه یې چې په ځمکه کې لیدلي وي، ورته وایي. ورته ګیله کوي چې پدې ورځ ځینو خلکو ورته اهمیت ورنه کړ او سپکې یې ورته وکړي. وروسته زئیوس دوی ته چې بدرفتاري یې کړې، سزا ورکوي او اوس خلک فکر کوي چې حقیقت د تل لپاره خلک پرې ښودي دي او اولمپوس ته تللی دی. وجدان هم د واورې غوندې سپینو جامو کې ورسره تللی دی. د ځمکې پر مخ د عدالت نښه نشته، ظلم ټوله دنیا په سر اخیستې ده، طمع/حرص او شرارت ټول ځایونه نیولي. خلک نور د حقیقت غږ ته لبیک نه وایي او د وحشي ځناورو په څېر یو بل خوري.

   سقراط حقیقت پسې ګرځېده. په ښار کې ګرځېده او دا ډول خبرې یې کولې: انسان د ټولو مخلوقاتو غوره دی، پدې ستر آتن کې به هغه کس خوشبخت وي چې د روح حکمت او قدرت ولري. هماغسې چې د مال په طلب کې دی، دبدبه او جلال هم له پامه وانه چوي، تر څو له ژوند څخه ښه خوند واخلي. خو افسوس چې خلک معنوي عظمت پسې نه ځي!

   سقراط خپله ټوله انرژي د دې رسالت لپاره مصرفوله. په بازار کې یې خلکو ته چې په پېر او پلور اخته ول همدا شان خبرې کولې.  په میلمستیاؤ کې به یو چې د خپلو خبرو کولو په مهارت نازېده، بل به په ټاکنو کې پخپلې کامیابۍ او بل به د آس ځغلونې په میدان کې د خپل آس په بریا خبرې کولې، نو سقراط به پورته شو او خپلې خبرې به یې پیل کړې. د خلکو به ترې بد راغلل خو دې ټولو بدبینیو دی له خپلې لارې راستون نه کړ. ده به دا خپله دنده ګڼله چې خلک آرام ته پرېنه ږدي او غوښتل یې د ټولنې ویده وجدان راویښ کړي:”له ځانه سره فکر وکړه، ځان وپیژنه، د ښار په ښکلاؤ دې مه نازېږه، د خپل ښار لپاره فکر وکړه.”

   آتن سره یې مینه وه. د نورو زیاتو خلکو په څېر یې تېر پسې زړه خوږېده. سوداګري او فنون یې د ټولنې فساد لاملین ګڼل. ویل به یې چې د فنونو او علومو پرمختګ ټولنې ته خوشبختي نده ورکړې، د دې راتلونکې ته یې هم امید نه لره. فکر یې کاوه چې خپل تېر خوشاله وخت ته وروګرځي. ویل یې چې خلک په خپلې ازادۍ نازیږي خو د شتمنۍ غلامان شول. ډېرو خلکو به ورته غوږ نیوه او دی به یې د پخوانیو قوانینو او رسومو برترۍ برخه کې تصدیق کاوه.

“د خپلو نیکونو د رواجونو او عنعناتو احیاء!” یوازې د اشراف زاده ؤ شعار ګرځیدلی وو. د نیکونو په دین ژوند یوازې په سپارت کې وو. یا دا چې آتن له سپارت سره په جګړه کې وو. آتنیانو به هڅه کوله چې له هر اړخه باید د سپارتیانو په شان وي. حتی په جامو اغوستلو او سټایل کې؛ درانه او کلک بوټان یې په پښو کول، خپل وېښتان یې پورته وهل او ببره ږیره به یې پرېښودله.  ځیني یې په پټه له دښمن سره هم په اړیکه کې ول.

   سقراط د اشرافو له ډلې څخه نه وو، بلکه د سوف رونیکوس (مجسمه جوړوونکي) زوی وو. ده هم په ځوانۍ کې یې مجسمې جوړولې. د ده په لاس د جوړو شویو مجسمو څخه یوه یې په آکروپولیس کې د درې ښکلو اندامونو مجسمه وه. له خپل پلرني کسب څخه یې لاس واخیست، ځکه دی پدې نور باورمند شو چې کار او کسب روح کمزوری کوي. ده به ویل دا سمه نه بریښي چې کارګران لکه کلال، ترکاڼ، چرمساز، آهنګر او … دې اتحادیې جوړې او بیا دې دټولنې او دولت په اړه تصامیم ونیسي. څرنګه ممکنه ده چې یو چرمساز دې ښه سیاستمدار وي؟ د سیاست لپاره داسې چاته اړتیا ده چې د هېواد چارو او قانون باندې ښه خبر وي.

   دولتي اشراف زاده ګانو چې به د سقراط دا باورونه پخپله ګټه ګڼل، نو یې منل. پدې توګه دا زیارایستونکي کارګران، هغه سرتیري چې په وار وار د خپل هېواد لپاره جنګیدلي، دا له خپل سر تیر خلک، پرته له دې چې خپله یې وغواړي، د مغرورو، خاین او ځان غوښتونکو خلکو ښوونکي شول.

   بلاخره آتني هېواد پرستو ماتې وخوړه او واک د سپارتیانو ملاتړکوونکو یانې اشرافو لاس ته ورغی. اوس زرګونو کارګرانو نه بلکه دېرش تنو ظالمو حاکمانو په ښار کې حکومت کاوه. د سقراط زده کوونکو کریتیاس او کارمیدس هم پدغه حکومت کې لوړې څوکۍ ونیولې. اوس نو په یقین سره د عدالت، حقیقت او روح په اړه د سقراط ښوونو ونې مېوې ته رسیدلې وې؛ نور هیچا هم په آتن کې د عدالت خبره په خولې نه راوړله.

   یاد حاکمان د مخالفینو پر وړاندې خورا بې رحمه ول. بې ګناه خلک به یې محکومول تر څو چې شتمني یې د دوی شي. د خپل حکومت په دوام یې باور نه لره، نو له همدې امله یې تر خپلې وسې خلک زندانونو کې واچول او یا یې هم په دار کړل. سقراط او څلور نورو تنو ته یې لارښوونه وکړه چې سالامیس جزیرې ته ورشي او لیون چې یو تکړه او منلی آتنی وو، ورته راولي. لیون د مرګ له ویرې سالامیس ته غورځیدلی وو، ځکه پوهیده چې کریتیاس او او کارمیدس یې په دار کوي او مالونه یې پخپل نوم کوي. سقراط لومړنی کس وو چې د دې غیر قانوني لارښوونې عملي کولو پر وړاندې ودرید. خپل دغه پخواني زده کوونکي یې ورټل او دوی یې بد شپانه چې خپله رمه وژلو ته بیایي. ځوانان یې سقراط سره له خبرو کولو هم منع کول.

   کریتیاس او کارمیدس دی راوغوښت او ورته یې وویل:”سقراطه!په ځان دې پام کوه، کنې رمه به یو بل شپون هم له لاسه ورکړي.”

   اوس په عمل کې هم د سقراط سر خلاص شو چې د اشرافو حکومت مانا – چې خلک د پسونو رمه او ځانونه شپانه ګڼي- څه وه. حتی افلاطون، د ده بل زده کوونکی چې هم اشراف زاده وو او هم یې له کریتیاس سره خپلوي لرله، دا ومنله چې دموکراسي د دېرش ظالمانو حکومت باندې شرف لري.

   بلاخره د دغو ظالمانو حکومت ونړېد. د دموکراسي پلویانو داسې قانون وضع کړ چې له مخې یې د حکومت مخالفین وبخښل شول، خو دموکراتانو نشو کولی چې سقراط وبخښي، ځکه دی وو چې ځوانانو ته یې د دموکراسي څخه د کرکې ښوونه ورکړې وه، دی له هغو زیات ګواښونکی وو چې خلک یې وژل او مالونه یې ترې لوټل، دوی دا هر څه په ښکاره کول، خو د دې هر څه سبب د سقراط ویناوې وې. ځکه د آتن ښار زرګونو اوسیدونکو سقراط ته د قدرمن، صادق او شریف په سترګه کتل، خبرو څخه یې اغېزمن کېدل. د ظالمانو وسله توره وه، خو سقراط داسې وسله لرله چې د دوی له وسلې څخه تېره وه. د بحث او استدلال فن کې سقراط له موره یو وو.

   د هغه قانون په استناد چې د شورا له خوا تصویب شوی وو، نشو کېدلی چې سقراط له دموکراسي سره په ضدیت محکوم کړي. نو یې په سقراط نور اتهامات وارد کړل لکه د ځوانانو اخلاقو فاسدول او د نویو خدایانو تبلیغ. سقراط به ویل چې د زړه خبرې یې دی دې ته اړ باسي چې څه وکړي او څه نه.

   بلاخره یې محاکمې ته حاضر کړ. اصلي مدعیان یې د ملیتوس په نامه شتمن، د محکمې منشي دیکون او انیتوس چې د څو ناکامو نمایشنامو لیکوال وو. ټول د سقراط د دفاع اورېدو ته منتظر وو. دی له خپلو کړو پښېمانه نه وو، د بخښنې غوښتنه یې هم ونه کړه. پخپله دفاعیه کې یې وویل: “فرض کړئ تاسې ماته وایئ چې زه د آنیتوس اتهام نادیده نیسم یوازې پدې شرط چې له خپلو عقایدو څخه لاس واخلم؛ نو پدې صورت کې به زما ځواب دا وي: تر څو چې ساه اخلم او د حرکت توان لرم، د خپلې عقیدې بیان څخه نه اوړم، تل خلک – زوړ او ځوان- هڅوم چې له شهوت او پیسو څخه لرې ووسي، خپل روح او روان ته دې فکر وکړي نه ځان ته. اې د آتن خلکو! که د آنیتوس په خبرو تاسې باور وکړئ او که نه، که ما آزاد کړئ یا نه، د خپلو خبرو څخه نه اوړم او خپلو کړو ته به بدلون ورنه کړم. له دې خبرو مې که ځورېږئ، نو ښه به وي چې ورته پام وکړئ. تاسې ما غوندې کس نشئ موندلئ؛ زه به د مچ په څېر ستاسې غوږونو ته بڼېږم ، تر څو تاسې د دې غفلت له خوب څخه راویښ کړم. شاید ماته غصه شئ او له ځانه مې وشړئ، تر څو ټول عمر د غفلت په خوب ویده ووسئ. له همدې امله زه باید دا هر څه وکړم، ځکه تاسې خپلو کارونو باندې زړه تړلی دی او نشئ کولئ ووینئ چې په ښار کې څومره انارشي حاکمه ده. زه چې هر یو وینم نو دا خبرې به حتمي ورته کوم، تر څو ترې یو ښه انسان جوړ کړم، هغه انسان چې د دې ښار اوسیدونکو دوست وي.”

   قاضیانو دی مجرم وپېژنده او مدعیانو یې د مرګ سزا غوښتنه وکړه. د آتن قضایي قوانینو له مخې محکمې کولی شول چې د شاکیانو نظر ته د عمل جامه ورواغوندي او یا هم نورې سزاوې ورته وټاکي، چې بیا متهم کولی شول یو له هغو څخه وټاکي.

   سقراط یو ځل بیا په پښو ودرېد: “له ما غواړي چې کومه سزا غوره کړم، جریمه یا تبعید؟ چیرته ما تبعید کوئ؟ زه چې هر ځای ولاړ شم نو ځوانان مې خبرو ته غوږ ږدي. شاید ووایئ چې خوله دې وګنډه، تر څو په کومه بلا وانه وړې. که باور کوئ او یا هم نه، دا کار له ما پوره ندی. زهه وایم چې د بشر هر فرد خوشبختي پدې کې ده چې تل د فضیلت په اړه بحث وکړي، چې کوم څه فضیلت او کوم ندی. د فضایلو پرته ژوند بې ارزښته دی، که څه هم د دې خبرو منل تاسې ته ستونزمن دي. قاضیانو یو ځل بیا شور ګډ کړ او دا ځل یې سقراط ته د مرګ سزا واوروله.”

له ده یې وغوښتل چې خپله وروستۍ دفاعیه ووایي. د آتن په محکمه کې د سقراط وروستۍ خبرې دا وې:”پدې محکمه کې چې زه یو زوړ او بېګناه یم، په مرګ محکوم شوم، اوس د تلو وخت دی؛ زه د مرګ خواته او تاسې د ژوند لور ته.”

   زندان ته ولاړ، ملګري او زده کوونکي یې حیران شول، چې ولې یې استاد په محکمه کې له ځانه دفاع ونه کړه. ځکه ده کولی شول چې په آسانۍ سره خپله سزا راټیټه کړي، مثلآ تبعید غوره کړي؛ خو ده د ځان ژغورلو هیڅ هڅه ونه کړه. کله چې یې له ده د دې رفتار پوښتنه وکړه نو یې ځواب ورکړ:”مرګ ماته بهترینه انتخاب وو.”

خواخوږو یې وغوښتل چې دی له زندان وتښتوي، خو ده ونه منله او ویې ویل:”نه، دا به یم کار نه وي، ځکه زه باید همدلته پاته شم، زه له دې تیښتې شرمېږم چې بیا خلک راپسې ووایي، سقراط به تل له سمو کارونو ته هڅونې کولې، په سپینه ږیره یې قانون تر پښو لاندې کړ او له زندانه وتښتېد! هو، د مرګ لور ته سفر زما لپاره خوښي راکوي نه دا چې د یوه فراري سرتیري په شکل ژوند وکړم. که چیرې داسې وکړم نو وبه وایئ چې زوړ سړی وو او وتښتید! نه، له ما مه غواړئ چې د خپلې پلرني ټاټوبي قوانین تر پښو لاندې کړم”

   د سزا ورځ راورسیدله. سقراط سهار په شنه خړه له خوبه راویښ شو تر څو ابدي سفر ته ځان چمتو کړي. خپلو زده کوونکو ته چې یې شاوخوا راټول وو، د وروستي ځل لپاره خبرې وکړې. رښتیا! پدې وروستي دیدار کې یې کومې خبرې وکړې؟ له فنا او بقا څخه؛ دا چې کله روح له بدنه جلا کیږي، څه به پرې راشي، آیا د وجود له هلاک کېدلو وروسته روح ژوند ته ادامه ورکوي، یا هغه هم نابود کیږي.

   په آرامۍ د مرګ شیبې شمېرلې. د لمر لوېدو وخت رانږدې شو. د حکم اجرا مامور د زهرو ډک جام سره راننوت. له زده کوونکو څخه یوه یې معترضانه وویل چې تر اوسه خو لا ماښام ندی شوی او لمر د غرونو په سرونو دی.

   سقراط وویل:”چې زهر حاضر وي، ځنډ جایز ندی.” بیا یې مامور ته وویل:”ووایه ملګریه چې څه وکړم؟ دا مالومه ده چې پدې کارونو کې به باتجربه وې.” وروسته یې زده کوونکو ته مخ ورواړوه:”دا مه هېروئ زه د کلاپیوس آس د قیزې احسانمند یم. ” دا د سقراط وروستۍ خبره وه.

مامور ویل:”زهر نوش کړه، کله دې هم چې پښې درنې شوې، نو وغځېږه، بالا دې پور پرې کیږي.”

   سفراط د زهرو جام له څکلو څو دقیقې وروسته پښې و غځولې او وروسته یې پور پرې کړ.

   د سقراط مړینه د له ژوند څخه د ده تېښته ښيي او په واقعیت کې ځان وژنه وه. زرګونه کلونه کیږي چې خلک د سقراط د زده کوونکو له خولې د ده د ژوند او مړینې کیسې لولي او موږ دا دی د ده مړینې ته په ژور نظر ګورو. سقراط هڅه کوله چې خلکو ته دا وروښيي چې عادل ووسي خو هغو چې د ده له ښوونو څخه زده کړه وکړه نو ظالمان او خینان ترې جوړ شول. ده دا فکر کاوه چې د عدالت رامنځته کولو لپاره یواځینی کار به دا وي چې خلک د عدالت په مفهوم وپوهیږي، حال دا چې کریتیاس او کارمیدس پدې ښه پوهېدل چې کوم ښه او کوم بد دي، خو بیا یې هم ظلم کاوه. دوی سقراط د خپلو جرمونو شریک ګڼه، ځکه دی وو چې دوی ته یې شرارت ورښودلی وو.

   سقراط د نورو فیلسوفانو په څېر نه غوښتل چې طبیعت مطالعه کړي. د ‘’د انسانانو رفتار ’’ یې مطالعه کاوه او دا مطالعې دوی بدو کړنو ته رهنمایي کړل. پدې توګه هغه کس چې تر ټولو غوره انسان پېژندل کېده، په کږو سم شو او ځان یې پدې ګډوډۍ کې ورک کړ.

   کله هم چې د سقراط مړینې پورې اړوند کیسې چې د ده زده کوونکو لیکلي، لولو. نو له دې زاړه فیلسوف سره ناخبره همدردي ښيو او دا داسې فیلسوف ښیو چې حاضر نشو خپل ځان کم راولي او له قاضیانو بخښنه وغواړي، له زندانه یې د تیښتې وړاندیز هم ونه مانه. دی وو چې ویل به یې: “د قانون ماتونې په مقابل کې مرګ د انسانانو لپاره بهترین انتخاب دی.”

   خو موږ دلته د روحي کمزورۍ او پیاوړتیا له اړخه په فیلسوفانو باندې قضاوت نه کوو؛ زموږ د قضاوت معیار دا دی، چې تر کومه اندازه د بشر پرمختګ لپاره کار کړی او یا یې هم څومره له پرمختګ څخه راګرځولي. د سقراط لپاره هم همدا مسئله مطرح کوو: آیا سقراط دا مرسته وکړه چې بشر له خپلې مخې خنډونه لرې او پر مخ ولاړ شي.

   انسان د آزادۍ په لور حرکت کاوه. د آتن دموکراسي پخپله د دې هدف پرمختګ لپاره وه. دا منو چې د هغه وخت دموکراسي د نن ورځې په مفهوم کې نه وه، ځکه چې د څو زرو تنو آتني اوسیدونکو آزادي د زرګونو نورو مرییانو په ژوند پورې نغښتې وه، پدې حال دا دموکراسي  د هغه وخت  اشرافي حکومت پر وړاندې ښه وه. آزادي یې اومه شراب ګڼله چې څو نالایقه مست شراب جوړوونکو به پرې خلک مست کول.

   انسان همداسې د حقیقت، طبیعت پيژندنې او مهارولو په وړاندې روان وو. سقراط د طبیعت پیژندنې مخالف وو. ویل به یې چې “خپل روح وپیژنئ”. داسې چې روح له طبیع بهر دی او په بله نړۍ کې ژوند کوي.

   په دې توګه د ده ښوونو د هغه وخت خلکو بلکې راتلونکو نسلونو ته هم ضربه ورکړه. ځکه دا ښوونې د هغو خلکو په ګټه وې چې غوښتل یې زړې کیسې را نوې کړي او بشر څو سوه کاله په شاه وتمبوي.

   سقراط په خپلو بحثونو کې منطق راژوندی کړ. له ده راوروسته پوهانو ته یې دا ورزده کړل چې څرنګه مسائل په دقت او صراحت سره بحث کړي. خو ده خپله له دې وسلې څخه د نړۍ پيژندنې مورد کې ګټه وانه خیسته. د سقراط او پیروانانو سره یې دا منطق د بې معنی او بې خونده بحثونو لپاره وو. دی چې خپله لار ورکی وو نو له ځان سره یې خپل زده کوونکي او راتلونکي متفکرین هم کش اوګمراه کړل.

Leave a Reply