خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

سردار/ اجمل پسرلی

د سهارني لومړني اذان له غږ سره سم هربجن سینګ کوڅې ته ووت. ورو ورو د اذانونو غږونه زیاتیدل، لوړیدل، غبرګیدل.

هربجن سینګ د ګذر د وکیل د وره پر زنګ ګوته کیښوده، ټینګه یې نه کړه. د هغه د کور مخې ته د ونې ډډ ته د ویالې ترڅنګ په جګو پښو کښیناست.

د اوسپنیزې دروازې له کړپ سره اوچت پاڅید، ورمنډه یې کړه په نیولو غاړو یې وویل:

-وکیل صاحب پلار مې نن شپه یوه بجه مړ شو په هندو سوزان کې کومک راسره وکړه چې خلک مشکل جوړ نه کړي

وکیل د اربجن پر مټ لاس تیر کړ:

-شاوخوا خو خلک خبر شوې نه دي

-نه د کور زنانه و ته مې وویل چې په جګ غږ مه ژاړئ

-چې څوک له اوله خبر نه وي بیا خیر دی چې له جمعې راوګرځم پولیسو ته به هم خبر ورکړم چې بیا څوک مشکل جوړ نه کړي.

**********

د هربجن سینګ پلار به د کوچیني دوکان په منځ کې ناست و. ښي لاس ته به یې په قفسچو کې ښیښه اي مرتبانونه ایښي وو په دغو کې به رنګه رنګه مرۍ وې. زه چې کوچینی وم زړه به مې کیده چې دا بوتل مات کړم، دا مرۍ پر پاخه سړک وشیندم، بیا ورته کښینم یوه یوه راټوله کړم سرې له سرو سره، شنې له شنو سره په تار وپییم، خلکو به ویل:

« هندو حیات مال یې میراث»

د سردار له دوکان سره به ورو تیریدم. د ده د دوکان مخې ته به بل رنګ بوی ته. تیز، غوړ، تریخ…کله چې به دا بوی زما پر سپږمو ولګید د خلکو خبره به رایاده شوه:

« د هندو سوړ بوی ځي»

سردار به زیړ پټکی کله هم له سره نه لرې کاوه. زما د ماشوموالې یو ارمان دغه و چې دا پټکی یې ورړنګ کړم.

دی چې به کله مازدیګر د خپلې کورنۍ له غړیو سره  له درمساله کور ته روان و، موږ به پر سړک کرښه ورته ایستله، ده به لاړې توکلې.

زوی یې هربجن سینګ نن د کابل په هوایي ډګر کې ناست دی، تر ببرو وریځو لاندې یې غټې سترګې مځکې ته نیولې، رنګ یې الوتی ، خلک وایي:

« هندو ستړی خدای ناراضه»

د هربجن سترګې لکه د ده د پلار دهاغه زیړ ترازو تلې چې مرۍ به یې پکې تللې ژورې ښکارې.

درو زامنو یې درې رنګه پټکي تړلي، د ده ترچوکۍ راڅرخي لکه چې خوشاله دي چې هند ته کډه کوي، دوو لوڼو یې بیا د ده پر اوږو تکیه کړې اوږده ویښته یې په نارنجي فیتو تړلي او د ترمینل له  لویو هندارو د هوایي ډګر په منځ کې ولاړې هندۍ الوتکې ته ګوري.

پای

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور