خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

زموږ د کلي شپون او «و، نه و، یو شپون و

پوهندوی آصف بهاند||

شپون، شپون دی. زما په عقیده استاد سعدالدین شپون د کلمې په ریښتینې مانا شپون دی. شپون د خپلو کتابونو، مقالو، شعرونو، لکچرونو او ناستو پاستو له لارې، په عام ډول د ټولو خلکو او په ځانگړې توگه د خپلو شاگردانو او مینه والو لارښوونه کوله. شپون په پښتو اوسني ادب کې د ځانگړي سبک خاوند لیکوال دی، چې کیدای شي سبک ته یې «د شپانه سبک» نوم ورکړل شي.

د ده د ژوند د هرې برخې حالات او احوال به څیړل کیږي، خو تر ټولو مهمه او اړینه دا ده چې: موږ باید پر دې فکر وکړو چې شپون څومره توانیدلی چې د خپل فکر او د خپلې ککرۍ د بڼ میوه، د خپلې ښیرازه ونې یعنې قلم له لارې، په څه ډول تر نورو پورې رسولې ده.

شپون که له یوې خوا ملنگ مشربه شپون دی، نو له بلې خوا بادشاه هم دی، دی د خپل قلم په هنر بادشاه دی، دی د نثر بادشاه دی د پښتو نثر بادشاه، ده ته د بادشاهي دا مقام چا وړیا نه دی ورکړی، د خپل قلم او په نثر لیکلو کې د ځانكړي سبک او هنر په پار ور کړل شوی دی.

شپون د افغانستان د ادبیاتو او په ځانگړي ډول د پښتو ادبیاتو د اوسني بهیر یو حقداره او د قدر وړ څیره ده. ما ته خدای تر پایه د شپون لیدل را په برخه نه کړل، خو هیڅ کتاب به یې بې یو، دوه لا درې ځلې لوستلو نه وي را نه پاتې، ټول هغه شعرونه، مقالې او لنډې لیکنې یې چې په مخه راغلي دي، بې لوستلو نه دي را نه پاتې، ډیری مې یا پرنت (چاپ) کړي دي او یا مې په خپل کمپیوتر کې خوندي کړې دي.

ما ته تر پایه خدای د شپانه لیدل را په برخه نه کړل:

داسې هم وشول چې په ټول ژوند کې مې یو ځل د تیلیفون پر کرښه خبرې ورسره وکړې. نه پوهیږم چې نه اټکلیدونکې پیښې به موږ په کومو نورو آشنا او نا آشنا کوڅو باندې تاو را تاو کړي، خو یو وار داسې هم وشول چې په وطن کې د بدلونونو بوړبوښکیو، د وچې پاڼې په څیر له خپل بڼ نه راجگ کړم او په ډنمارک کې یې وغورځولم.

د ۲۰۰۱ کال په لومړیو کې مې د ډنمارک په شمالي ښار، فریدریکس هاون په یو پندغولي یا کمپ کې، د مهاجرت د هو یا نه ځواب له پاره ترخې شیبې شمیرلې، زه نه پوهیږم چې شپون به زما د تیلیفون شمیره څنگه، له چا نه تر لاسه کړې وه، چې تیلیفون یې را ته وکړ. د بلې؟ له ویلو سره مې یو پوست او مهربانه غږ واورید چې ویل یې:

«شپون یم، امریکا غږ نه خبرې کوم.» 

ښه روغبړ مو سره وکړ. څنګه چې ده هم د ډنمارک د مهاجرت د چاپیریال مزه څکلې وه، نو په دې اړه یې ښې ډیرې پوښتنې را نه وکړې، خو زه په دې سبب په هیڅ نه وم خبر، چې نوم مې لکه د چا خبره په پنسل ډیر تت لیکل شوی و، د راتگ مې لا څو اونۍ وتلې وې او لا د کمپ په چاپیریال کې سم بلد نه وم.

له دې خبرو او دلدارۍ نه وروسته یې زما د یو چاپ شوي کتاب (د کوچنیانو ادبیات) په باب پوښتنې پیل کړې.

خو کور دننه جگړو ورسره لیږد را لیږد او له وطن نه د باندې مهاجرتونو او ورسره ستونزو مې زړه او بدن داسې زهیر کړی او سره مروړلي وو، چې په خپل لاس لیکلي اثر او د کړي تحقیق  په باب مې هم ډیر لږ څه په یاد وو او په دې لږ څه د ده تنده نه ماتیده. ما ور ته و ویل څو ورځې وروسته زنگ و وهه زه به لږ څه په تفصیل در ته وغږیږم. خو دی لاړ چې لاړ، بیا یې نه تیلیفون را ته وکړ او نه مو کوم بل ځای سره ولیدل.

د محصلۍ په دوره کې مې د شپون صاحب څو شعرونه او مقالې لوستلې وې، خو داسې مستقل اثر مې یې له نظره تیر شوی نه و. وروسته چې د نړۍ او افغانستان حالات سره بدلیدل رابدلیدل، په فرهنگي ډگر کې هم بدلونونه رامنځ ته شول. د همدې بدلونونو په لړ کې شپون صاحب ته خدای توان ورکړ چې پر  پخوانیو لیکنو سربیره، څو کیسې، ناولونه او لا خپله بیو ګرافي ولیکي او د لوستونکو په مخ کې یې کیږدي. زما له نظره یې دغه لیکنې تیرې شوې دي:

ــ ليکوالي،

ــ زوړ سړی او سیند (ژباړه)،

ــ پرخه په ترخه (د شعرونو جونګ)،

ــ شین ټاغی،

ــ گټیالی،

ــ د بنگي غاړه،

ــ و، نه و، یو شپون و،

او په سل گونې لنډې لیکنې.

په ځوانه ځوانۍ کې مې یې بیوگرافي د بینوا صاحب په اوسني لیکوال کې لوستې وه او فکر مې کاوه چې لکه دا نور استادان دلته چیرې به وي، کومه ورځ به یې ووینم، خو د حالاتو باد و باران نور هم پسې مرگوني شول، دی چیرې؟ خو زه خدای د ماسکو په سړو کې پنډيتوب او دوکاندارۍ ته ودرولم.

بیا نو کتاب لوستل او د څه لیکل څه چې هسې د ورځې چلولو ته هم حیران وم او لکه لامبوزن چې په اوبو کې  لامبي، ما د سړو له څپو سره غیږې ورکړې او ور ته ودریدم.

د ماسکو په همدغو سړو او همدغو دوکانداریانو کې د شپون د شپنۍ یو سوغات د تصادف له مخې راورسید او چا «شین تاغی» په  لاس راکړ.

دوه، درې دقیقې به مې هم چې بیکاره وې، د شین تاغي لوستل به مې پیل کړل او داسې به په کې ډوب وم، چې سم دم به په شین ټاغي کې ناست او د کابل پر لوري به رهي وم.

د شین ټاغي ځینې کرکترونه ما په غیاب کې پیژندل، خو له هغې ډلې نه یو کرکتر، ډاکتر زړور(دوکتور غلام غوث شجاعي) ما له نږدې نه پیژانده. ډوکتور غلام غوث شجاعي په فلسفه کې په جرمني کې لوړې زدکړې کړې وې او په ۱۳۵۷ کال کې یې زموږ په ټولګي کې د فلسفې تدریس کاوه.

زه په خپله دې لیکنه کې د شپون صاحب پر «شین ټاغِي» یا نورو آثارو او لیکنو باندې نه غږیږم، یوازې یې پر «و، نه و، یو شپون و» باندې لنډې خبرې کوم:

و، نه و، یو شپون و:

« و، نه و، یو شپون و» د شپون په قلم، د شپون بیوگرافي ده، خو دا خبره دې په یاد وي چې دا ساده ژوند لیک نه دی. دا که له یوې خوا د شپون د ژوند د هغو پیښو یو اړخ دی چې ده ته مهمې وې، خو له بل پلوه

« و، نه و، یو شپون و» د افغانستان د سیاسي او فرهنگي تاریخ د اوږده تار یو څو ځلیدونکې مرۍ دي.

« و، نه و، یو شپون و» د شپون د قلم او ژوند ډیره ښه هینداره گڼل کیدای شي چې د ده د کورني او ټولنیز ژوند ځینې برخې یې انځور کړې دي. شپون په دې کتاب کې ښودلي دي چې  د ټولنیز ژوند په کومو برخو کې، کومې ښیگڼې او کوم نواقص موجود دي: کلیوالي ژوند، ښاري ژوند، د خلکو او دولت په منځ کې اړیکې، ښوونه او روزنه او…

دلته به یې له « و، نه و، یو شپون و» څخه یو وړه هغه بیلگه را واخلم چې ډیره زورونکې، خو جالبه ده. دلته لیکل شوي چې څنگه د ښوونځي واړه کوچنیان د واکدارانو د هرکلي له پاره درول کیږي، چې یو په کې کوچنی شپون و. دا د شپون صاحب د ژوند یوه جالبه خاطره ده چې پر ده تیره شوې او ده هم په ډیر خواږه هنري نثر لیکلې، چې د سیاسي ټولنیز انتقاد تیره توره ورسره او د سیاسي ټولنیز طنز د ژړا خندا مالگه یې هم ور اضافه کړې ده:

«… ما په لومړني ښوونځي کې سبق وایه. درسونه غونډ په پارسي وو، خو ښوونکي او شاگردان په سلو کې نوي پښټانه. اوس مې هم د هغې مقالې یوه فقره، چې په مانا یې سم نه پوهیدم، په یاد پاتې ده چې د اعلیحضرت د راتگ په درشل کې یوه ښوونکي لیکلې وه او ما باید د یاده د باچا په حضور کې په شد و مد ویلې وای.

لوړ ماسپښین، ټول شاگردان د سړک دواړو غاړو ته څه ناست، څه ولاړ وو، چې د باچا په راتگ سره د سپورټ د ښوونکي په شپیلکي، چې موږ ورته ویسل (Whistle) ویل، په «تیارسئ» او «سلام کئ» نیغ ودریږو.

بې درکه یخني وه او مور پلار نه وو خبر چې بچیان یې چیرته دي، ولې کاله ته نه دي رسیدلي. څو، څو ځلې گونگوسی شو او موږ تیار سئ شوو، د ترانې د ټیم مشر پاړسي ترانه شروع کړه، چې یوه برخه مې یې یاده ده:

«گریان و زاري میکنیم، ما کودکان بیگناه، نزد خدا از حُب شاه»

خو بیا مو کتل چې هسې یوه لارۍ ده، چې د مالگې پسې د کندوز نه خان آباد ته راځي، هرې خوا ته یې په موږ او ښوونکو د لارې خټې چیکړې شندلې.

مازدیگر مهال واوره په وریدو شوه، خو دې ته خوشاله وو، چې د هوا زهر مات شوي او دومره ساړه نه دي. تیاره په خوریدو وه، چې د سپورټ د معلم شپیلکي بیا تیار سئ کړو او د ترانې ټیم «از حُب شاه»پیل کړه. د شاهي موټرو لړۍ پیل شوه. ما ته ویل شوي وو چې درییم تور موټر د باچا دی، و به دریږي، ښی لاس به په سلام اوچتوې او مقاله به د یاده لولې، چې دریم موټر رانږدې شو، نو معلم د صف نه وړاندې ټیل وهلم. ما هم په لوړ غږ او د لاس په اشارو، چې معلم راښودلي وو، شروع کړه:

«… هیچوقت از شکر این نعمت که شاه جوانبخت ما بر رعایا ارزاني فرموده بدر شده نمی توانیم…»

ما ویل اوس به موټر ودریږي او د خدای سیوری به راکوز شي، ما به په غیږ کې ونیسي او بخشش به راکړي، خو موټر خټې چیکړې را باندې باد کړې او گړندی را نه تیر شو. ما، لکه سپی چې د نابلده سړي پسې تر هغه غاپي چې د کلي د ټک نه یې نه وي اړولی، همداسې خپله مقاله باچا ته ویله او لاسونه مې په ډراماتیک ډول ارتول، ایله معلم ودرولم…»

(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۳ ـ ۴ ـ  ۵ مخونه)

له افغانستان نه د شپون صاحب د وتلو په اړوند دلته د یوې خبرې یادول اړین گڼم چې د شپون اقتصادي او سیاسي حالت د دې جوگه نه و چې دی دې مخامخ امریکا ته لاړ شي. د ده په لیکنو، په تیره «و، نه و، یو شپون و» کې د راغلو اسنادو او کیسو په استناد، شپون د ډنمارکي انتروپولوجست کلاوس فردیناند (Klaus Ferdinand) په مرسته ــ چې دی یې د نجات فرشته بولي چې شپون په افغانستان کې ور سره د کار اوږده او مخینه لرله ــ له پيښور نه ډنمارک ته راغلی و او بیا له ډنمارک نه شپون له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی.

د شپون او ډنمارکي انتروپولوجست کلاوس فردیناند (Klaus Ferdinand)، چې پښتنو کوچیانو به «کلاوس کاکا» باله؛ د اړیکو په باب او په تیره د کلاوس د ژوند او په افغانستان کې د هغه د تر سره کړيو کارونو په باب، په نظر کې لرم چې یوه مفصله مقاله لیکم.

شپون د خپل ژوند لیک په لیکلو سره په پښتو ادب کې د بیوگرافۍ لیکنې یوه نوې او جلا لار پرانسته. « و، نه و، یو شپون و» هسې ساده بیوگرافي نه ده چې پلانکی د پلانکي زوی، په دغه کال دنیا ته راغلی او په دغه کال هم تللی دی، بلکې دا اثر نورې ځانگړنې او خام مواد هم لري چې هغه زموږ په سیاسي فرهنگي تاریخ کې د ډیر ارزښت درلودونکې دي.

شپون په خپل ژوند لیک کې پـېـښې په مسلسل او پر له پسې ډول نه دي لیکلې، بلکې د ژوند هغه پیښې چې د ده له نظره د ټولنې له پاره مهمې دي، لیکل شوې دي. په دې برخه کې خپله لیکوال داسې ویلې دي:

«… نو ما په دې یادښتونو کې یوازې د خپل ژوند د هغو پېښو بیان کړی، چې په خپل اند مې د ټولنې د پاره مهمې، یا لږ تر لږه د لوستلو وړ گڼلې دي.» (شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، د سریزې ب مخ)

د لیکوال ژوند پېښې د انځورولو په ترڅ کې لیدل کیږي چې په ټولنه کې شته مناسبات هم څیړل شوي دي. لکه د ښار او کلي مناسبات. هلته لیدل کیږي چې دواړو لوریو ته، د مقابل لورې ‌ډیر څه نا مناسب ښکاري. لیکوال په خپله د همدې تنگو ټولنیزو مناسباتو په چوکاټ کې راگیر و.

هلته لیدل کیږي چې کله شپون ښاري سیمې کې پښه ږدي، ده ته هر څه نوي دي. کور کوربانه، ښوونځی، حمام او… په ژبه باندې نه پوهیدل، په ښاري چاپیریال کې خو د ده په وینا خلکو هسې هم چندانې پښتو نه ویله، او جنجال لا دا و چې د ده  په یاده کړې فارسي هم څوک چندانې نه پوهیدل. د همدغو دلایلو له مخې دی وايي چې:

«په اوله رخصتي زه بیحده خوشاله وم چې د کابل د گندگۍ نه خلاص شوی وم…» (شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، د سریزې ب مخ)

 د ښار او کلي لریوالی اوس هم زموږ پر ټولنې  یوه حاکمه نیمگړتیا ده. د شپون ژوند لیک د افغانستان د سیاسي او فرهنگي تاریخ یوه روښانه ډیوه ده چې لوستونکي کولای شي ډیرو نا ځوابه پوښتنو ته ځوابونه په کې پیدا کړي.

د شپون ژوند لیک په سلو کې پنځه نوي د لومړي لاس مواد دي چې د لیکوال د سترگو لیدلی حال دی. بله ځانگړتیا یې دا ده چې په صادقانه ډول لیکل شوي او پيښې په ډیرې امانتدارۍ خوندي شویدي.

زما له پاره ټول کتاب په زړه پورې دی، هر مخ، هر سرلیک او هره موضوع چې را واړول شي، له یوې خوا موضوع جالبه وي او له بلې خوا شپون صاحب هغه په خپل ځانكړي سبک او ځانگړي نثر، داسې لیکلې ده چې تر پایه یې باید لوستونکی ولولي. د همدې له پاره سړی ویلای شي چې د شپون نثر جالب دی، د ده ژوند او د ده  ژوند پېښې جالبې دي او هغه چاپیریال چې دی په کې را لوی شویدی، هغه هم جالب دی.
شپون په کلي کې زیږیدلی، په کلي کې لوی شوی، لوبیدلی، ښوونځي ته تللی، په کلیوالي روابطو کې ځوان شوی او په دې ډول یې د ذهن په کرونده کې د کلیوالي پښتني ژوند ټول منفي او مثبت زړي کرل شوي او دا فصل د پخیدو تر بریده په کلي کې و.

شپون د خپل ذهن له همدې پاخه فصل سره د زلمیتوب په پیل کې چاپیریال بدل کړ، د ښاري ژوند په ډنډ کې یې پښه کیښوده، خو لمبیدلی نه شو؛ ورور ـ ورو یې د ښاري ژوند چمونه زده کړل او دغسې یوې لمبا ته هم چمتو شو.

د شپون د ژوند او د ژوند د چاپیریالونو دغه جالب او رنگارنگ اړخونه او د ده استعداد د دې سبب شول چې د ده تخلیقات هم په نظم کې او هم په نثر کې همدومره جالب او په زړه پورې شي. 

د هنري نثر په برخه کې د شپون گوتې دومره په لیکلو روږدې شوې، چې له خپل ژوند لیک نه یې یو ناول جوړ کړی دی. د پیښو تسلسل، په هنرمندانه او شوخ انداز کې د عیني ژوند د واقعیتونو بیانول، په زړورتیا سره د خپل ژوند، کورنۍ، دوستانو، رسمي او غیر رسمي دندو په باب خبرې کول؛ دا ټولې هغه ځانگړنې دي چې د نړۍ د لویو لیکوالو په لاس د شخصي خاطراتو د لیکلو په لړ کې یې د شپون بیوگرافي یو بیساری مثال کیدای شي.

کله لوستونکی داسې فکر کوي چې « و، نه و، یو شپون و» یو ناول دی، ځکه چې: د جملاتو او پروگرافونو سکښت یې عادي وي، خو کله، کله هنري بڼه غوره کوي او په دې ترڅ کې قهرمان، یو کلیوال زلمی د ښاري ژوند او تمدن پر لور سفر کوي، د نورو ملکونو په خوا مخه کوي، د پېښو په لړ کې کله ډوبیدو ته نږدې شي، خو بیا ځان د اوبو سر ته را جگ کړي، کله له طوفاني حالاتو سره مخ شي، خو په ځانگړې لامبو سره بیا هم ځان خلاصوي؛ خو په ټولو حالاتو کې قلم په لاس وي، یا د څه زدکړې په خاطر او یا د څه لیکلو په پار. د لویې نیکمرغۍ ځای دی چې هم یې د زدکړو ثمر ټولو ته مالوم دی او هم یې د لیکلو.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان