خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

روسیې يو وار بیا د افغان سولې د خبرو کوربه توب ته چمتووالی ښودلی

تاند (شنبه، د عقرب ۱۰) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، که افغان لوری وغواړي حاضر دي، چې د افغانانو ترمنځ د یوې بلې غونډې کوربه توب وکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، په راتلونکي کې که اړوندې خواوې ورڅخه وغواړي په دغه هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترتیبولو امکان ورته برابروي.

نوموړې همدارنګه ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په لومړیو ورځو کې روسیې په تکرار د افغانستان د بېلابېلو سیاسي قوتونو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې او سولې ییزې حل لارې د موندلو لپاره د خبرو زمینه برابره کړه.

زخاروا د دوحې خبرو ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې دواړه خواوې به له نرمښته کار واخلي.

سره له دې چې د افغان سولې په موخه هر اړخيزه هڅې روانې دي خو بیاهم افغان جګړه نه مهار کېږي او ورځ بلې ته زور اخلي.
افغان شنونکی بیا د سولې په خبرو کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول ټینکار کوی او وایي که دوی له افغان دولت سره مرسته وکړي ښایی ژر د سولې خبرې بریالۍ شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *