د یوه قوماندان اوږه باید له سره ټیټه وي| جنرال دولت وزیري

په نړۍ کې روان وضعیت پر ګڼو هېوادونو ورته اغېزې کوي او د دغو هېوادونو بېلابېل اړخونه زیانمنوي.

هوښیار ملتونه، هڅه کوي ځانونه له جګړو بچ کړي، خو که چېرې په جګړه کې ښکېل کېږي، له ټولو امکاناتو په ګټې اخیستو د جګړې پایله د ځان په بریا تماموي.

که څه هم جګړه بربادي ده، نابودي ده، ناورین دی او را راوان نسلونه هم له هره اړخه اغېزمنوي، خو بیا هم ځینې هېوادونه اړ کېږي چې د جګړو لپاره لستوڼي بډ وهي.

د جګړې د ګټلو له پاره د نورو ټولو امکاناتو لکه بشري ځواک، وسلې، ښوونې روزنې، انګېزې، مورال، او د خلکو د ملاتړ تر څنګ پوه، هوښیار، له هېواد سره د بې کچې مینې لرونکی او په پوځي هنر پوه بولندوی (قوماندان) ته اړتیا ده، چې دا هرڅه په متوازن ډول او غوښتنو ته په پام سره په مثبته لار وکاروي.

یوازې یو هوښیار او زړور قوماندان کولای شي چې له خپلو امکاناتو په سمه توګه ګټه واخلي او دښمن ته د جګړې په ډګر کې ماته ورکړي.

پوځي پوه، مه پا يې یو شین لیکي:

«هغه قوماندان چې له انصاف، انسانیت، زړورتیا او عدالت څخه برخمن وي جګړه ګټلای شي.»

که قوماندان ذکر شوي صفات ولري کولای شي په اسانۍ سره د خپلو مادونانو باور تر لاسه کړي او جګړه وګټي او که ذکر شوې وړتیاوې ونه لري، د خپلو مادونانو باور به يې له لاسه ورکړی وي او د جګړې په ډګر کې به هم وارخطا کېږي او له مادونانو به وېره لري.

وېره او د بېباورۍ حالت د سرتېرو پر روحیه منفي اغېز کوي او نه به پوهېږي په کوم وخت کې کوم اقدام وکړي.

په جګړه کې زغم هم د قوماندان ستر صفت دی، که قوماندان زغم ونه لري او په را ایستلې او پرکنده توره جګړه وکړي کاملا روښانه ده چې په جګړه کې به ماتېږي. جګړې په جوش نه، بلکې په هوښ ګټل کېږي.

دا سمه ده چې بشري ځواک په جګړه کې ستر رول لري، خو یوازې په ډیر شمیر ځواکونو جګړه نه ګټل کیږي، بلکې د جګړې د ګټلو لپاره د بشري ځواک تر څنګ نورو مهارتونو ته اړتیا ده.

که هر څومره ځواکونه د شمیر له مخې ډېر وي، خو که قوماندان يې کودن وي او ښه نه وي روزل شوی، په هغه صورت کې ښه سوق او اداره نه شي کولای او خپل ځواکونه به تل په لوی لاس د نیستۍ کندې ته ور ټیل وهي.

هر قوماندان باید د جګړو ترخه تجربه کړې وي او په دې پوه وي، چې د خپلو سرتېرو د خوندیتوب لپاره په کومه شېبه کې څه ډول عاقلانه پرېکړه وکړي.

سقراط به ټینګار کاوه او ویل به يې:

«لومړی په نیکۍ پوهېدل په کار دي او بیا نیکي کول.»

په پوځ کې د قوماندان په هکله د سقراط خبره کاملا پر ځای ده. مخکې له ټاکلو قوماندان باید ښه روزل شوی وي او د جګړې په رمزونو او د سرتیرو د روزنې په اصولو بلد څه چې باید متخصص يې وي، نه دا چې اوږه يې له سره پورته وي، هغه قوماندان چې اوږه يې له سره پورته وي، تل د فکر کولو مخکې عمل کوي. ښکاره ده هغه څوک چې اول عمل کوي او بیا فکر، په ژوند کې تل ناکام وي.

د قوماندان په ټاکلو کې اړینه ده چې له ډیره احتیاطه کار واخیستل شي. داسې یو چا ته باید د زرګونو سرتیرو د ژوند او مرګ واک ورکړل شي چې هم د خپلو ځواکونو او هم د دښمن د ځواکونو په هکله بشپړ معلومات ولري.

سمه ده چې مرګ او ژوند د خدای (ج) په لاس کې دی، خو په ټول ژوند او بیا په ځانګړې توګه په جګړه کې احتیاط هم د لوی څښتن تعالی امر دی.

جاهل او له پوځي رمزونو بې خبره قوماندان نه شي کولای چې په جګړه خپل سرتېري په سمه توګه رهبري کړي، تل به په خپله ناپوهۍ او جهالت د سرتیرو ژوند سره لوبې کوي.

کله چې دا ډول قوماندانان د خپلو سرتېرو په ساتلو کې پاتې راشي، ملامتي پر نورو اړخونو اچوي.

د جګړې په ډګر کې قوماندان کلکیږي، پخیږي، زړور کیږي، نور هم هوښیاریږي، د اړینو تجربو خاوند او د جګړې په نوې رمزونو بلدېږي، زغم يې لوړیږي، په خپلو کمزوریو پوهیږي، خو له بده مرغه د جګړې ډګر د زده کړې له پاره نه دی.

پوځي زده کړه او په پوځي هنر او علم پوهیدل مخکې له جګړې باید تر سره شوي وي. تر ډیره حده قوماندان باید د جګړې پر مهال له داسې پیښې سره مخ نه شي چې ده يې مخکې له جګړې په هکله معلومات نه وي تر لاسه کړي، ځکه د جګړې ورځ د آس د زین کولو له پاره وخت نه وي.

په دې ورځو کې د اتلو وسله والو ځواکونو د تلفاتو په هکله اندېښنې را پورته شوي دي. هیله ده د قوماندانانو په ټاکلو کې له بشپړ غور کار واخیستل شي.

ناپوهو، وېرېدونکو او جاهلو کسانو ته د اتلو سرتېرو له ژوند او مرګ سره د لوبیدلو واک ور نه کړل شي. د قوماندان کیدلو حق د هغه چا دی چې اوږه يې له سره ټیټه وي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *