خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د ښوونځي سوځولو دود | پوهندوی آصف بهاند

پر افغانستان باندې د جگړې له سونامي نه رازېـږیدلې، گڼې نورې سونامي گانې راغلې دي، زموږ ټولنه او خلک یې له هره اړخه ځپلي دي. زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه یې ویجاړ کړي، په تیره ښوونه او روزنه او د نوي نسل د روزلو لړۍ، چې پایله یې زموږ د هیواد د څلورو نسلونو له تعلیمه سره مرورېدل، بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل دي.

په دې څو لنډو تېرو ورځو کې، د افغانستان په شمال کې، په تخار او فاریاب ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې، په یوه ورځ دوو ښوونځيو ته اور اچول شوی دی. څلوېښت کاله کېـږي چې په افغانستان کې د ښوونځيو سوځول روان دي.

د همدې ښوونځي سوځونې د ویر لړلې پېښې اړوند د پوهنې دوو خواخوږوو خپل نظر داسې څرگند ګړی دی:

لومړی نظر:  


«د ښوونځیو سوزول اوږده مخینه لري. د کودتاه په لومړیو کلونو کې حکومت ضد ډلو د لغمان د الینګار ولسوالۍ مشهوره او ستره لیسه (شیخ محمد حسین لیسه) وسوزوله او زموږ د ځینو کلیوالو په شمول د ګڼو زلمیانو تعلیم نیمګړی پاتې شو.

دې سوزونو په وروستیو شلو کلونو کې لا پسې زور اخیستی او کیدای شي دا لړۍ ادامه ومومي.

دا متل دروغ دی چې:«که کور وسوزیده نو دیوالونه یې پاخه شول» 

موږ له نیمې پیړۍ راهیسې سوزو؛ خو هماغه شان خام او تک شنه یوو.»

دویم نظر:

دافغانستان د پوهنتونونو د تاریخ یا ټولنپوهنې کومه محصله/ محصل دې له شاه امان الله تر همدا نن پورې د ښوونځيو د سیزلو موضوع د مونوګراف یا ماسترۍ تیزس په چوکاټ کې وڅېړي.

دا دې هم وپلټي، چې آیا د نړۍ کوم بل ولس هم اجازه ورکوي، دوښمنان یې ښوونځي وروسیزي؟ ولو، ان په خورا روسته پاتې ټولنو کې هم؟

زموږ د تاریخ تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې ولې خپل ښوونځي سیزو یا یې پرېږدو چې راویې سیزي؟ زموږ د ټولې بدمرغۍ راز د دې پوښتنې ترشا پروت دی.

د دې څېړنې پایله او ځواب به خامخا داسې وي:

” تر شاه امان الله روسته، زموږ ټوله جګړه زموږ په ګډ جهالت کې زموږ د دوښمنو د پانګونې پایله ده.”

په حقیقت کې زموږ په وړاندې زموږ خپل جهالت جنګیږي. پر موږ چې د دین په نامه خپل ښوونځي سیزل کیږي، نو ته وا هر بل څه به نه راباندې کیږي؟

د ښوونځي او ناموس توپیر څه دی؟»

دغه راز د سرچوکونو په اوازو او د ونو تر سیورې لاندې داسې زمزمې هم شته چې په تخار کې د ښونځي د سوځولو اصلي لامل، په هماغې سیمې کې د دوو اوسېدونکو قومونو د تضادونو پایه ده.

که په ريښتیا دا حقیقت وي چې د دوو قومونو د خپلمنځي تضادونو په پایله کې دا ښوونځی سوځول شوی وي، نو دا هم د ټوپکي رژیم د بې بند و بارۍ د پایلو یو تریخ جام دی چې د وطن نوي نسل ته ورپه برخه دی.

دا چې موږ خپل ښوونځي خپله سوځوو، دلایل یې ډېر دي خو په داسې درسي کتابونو او تدرسي موادو کې یې هم ریښې پټې دي:

څلور لسیزې پخوا به د دولت اپوزېشن، له دولت سره د مخالفت په دود دا کار ترسره کاوه، وروسته کله چې د بهرنیو استخباراتو، په تېره دوو گاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) لاسونه د مظلومو افغانانو تر ستوني او گرېوان پورې راورسېدل، د یوه شعوري اوږده پلان له مخې یې ښوونځي ځکه سوځول چې نوي نسلونه پرته له زدکړو رالوی شي او د ټوپکوالو او نیابتي جگړه مارو د لښکرو له پاره، د فرمان منونکوو سرتېرو حیثیت غوره کړي. دا کار ټولو ټوپکوالو او تنطیمونو په ویاړ سره ترسره کړی دی؛ ان تر دې چې بیا وروسته د جهاد مفتیانو د ښوونځيو سوځولو او د ښوونکو حلالولو ته د ثواب گټلو فتواوې هم صادرې کړې او زموږ پتنگانو؟ دا کار په ویاړ سره ترسره کاوه. 

دا هر څه چې پېښ شوي یا راپېښېـږي، دا زموږ د جهالت، ناپوهئ او نه تعلیم میوه ده چې موږ ته رارسېـږي، اوس یې د زهرو د جام حیثیت  غوره کړی دی چې زموږ پر ټولو هېوادوالو باندې څښل کېـږي. 

د معارف د سټې د ورانولو او سو ځولو لړۍ روانه ده، اوس دا دی د ښوونځیو سوځول، د ښوونکو وژل، زورول، د معاشونو تښتول او په رنگارنگ نومونو بدنامول د باج اخیستنې، ثواب گټنې او مادې انعامونو د ترلاسه کولو په خورا عام دود بدل شوی دی.

اوس د ښوونخیو په سوځولو، د بریښنا د ستنو په الوزولو او د نورو عامام المنفعه تاسیساتو په ورانولو سره، دولتي لوړ پوړي چاواکي د دې کارونو عاملین او اړوند گروپونه په بېلابیلو نومونو سره یادوي او د افغانستان او د خلکو دوښمنان یې بولي؛ خو دغو ښاغلو چې اوس یې د مخ ویښتان یا لنډ کړي او یا یې پاک رخیلي دي، لوکسې جامې او د ورځې مود نیکتایانې کاروي؛ هغه ورځې دې ور په یاد کړي چې دوی د دولت د مسلح اپوزېشن په دریځ کې وو، دوی خپله څه کول؟ 

دوی مځکې د کرکیلې له پاره نه کولبه کولې، دوی ودانیز او عمراني کارونه نه کول؛ بلکې ــ ټول هغه کارونه چې اوسني مسلح اپوزېشن یې کوي ــ دوی تر دې لس چنده زیات کول او د «جهاد؟» نوم یې ورباندې کېښود. له ټولو نه مهمه دا چې همدا د سوځولو، ورانولو، حلالولو، د خلکو د زورولو او لوټ تالان دود له همدوی نه اوسني اپوزېشن ته په میراث پاتې دی.

ټول اوسني هغه لوړ پوړي چارواکي چې د ټوپکوالۍ او «جهاد؟) مخینه لري، د اوسني مسلح اپوزېشن د ورانیو په مقابل کې یې چغې یوازې د دې له پاره دي چې د خپلو لوټ کړو شتمنیو، غصب کړو مځکو او واک د ساتلو له پاره د دفاع یوه کرښه تر ځان راتاو کړي. دوی همدا کار پخوا کړی و، اوسنی اپوزېشن یې اوس د لا غوړ امتیاز او واک د تر لاسه کولو په غرض ترسره کوي؛ خواره خواري د عامو خلکو ده، چې له لوږي مري او راتلونکي نسلونه یې بېسواده پاتې کېـږي او د همدې ټوپکوالو او د نشه یانو د لښکر سرتېري ورنه جوړېـږي.

ما د خپلو مقالو په ترڅ کې څو ځلې لیکلي دي چې:

د هغو خلکو او قوم تباهي ډیره نږدې ده چې له سواد، کتاب، مطالعې، تعلیم، ښونځي او پوهنځي نه ځان لرې ساتي!

اوس باید دا هم ورزیاته کړم چې:

د هغو خلکو او قوم تباهي په همغې ورځې او ساعت پیل کېږي چې په خپل کلي کې، په خپل ښار کې او په خپل وطن کې، په خپلو لاسونو خپلو ښوونځیو ته اور اچوي.

1 comment

  1. دورانی افغان Reply

    د لویی مشورتی جرګی وروسته په تخار او فاریاب کی دښونځیو سوځول، او هم په تخار کی د خان محمد آیسکریم خرڅونکی وهل ټکول او د طالب په نوم زندانی کول.

    حکومت باید په دغه هکله جدی پلټنه او څیړنه وکړی که نه حالات به نور هم مغشوشوونکی شی او د حکومت تر کنتروله به وځی.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان