خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د پنجاب نوکرانو ته د خواخوږۍ توصیه! / د مجید قرار لیکنه

د وټس اپ په ځینو ګروپونو کې یم، سلګونه قلموال پکې وي، یو دوه طالبان یې هم را ګډ کړي وي. هغه دوه طالبان ساعت په ساعت توهین آمېزه، له کبره او کنایو ډک پوسټونه کوي، دې نورو ټولو ځانونه لکه سرپټکي (یو ډول خړې مرغۍ دي)، غلي نیولي وي. ښه ځورېږي، او د دې دوو طالبانو له کنایو یې زړونه چوي خو له ډاره غږ نشي ورته کولای، حتی منطقي ځواب نشي ورته ویلای. فکر کوي چې که د امریکا او پاکستان معامله وشي نو دا بلاوې بیا راولي، بیا به ګوزاره ورسره ګرانه وي. سړی یې ملامتولای هم نشي. موږ خو چې تر څو په افغانستان کې و، بل ته مو هم ویلای شوای چې خوله پرانیزه، خپله خو مو لس کاله ورسره وډزول، اوس چې دوی ته ووایو، وایي چې تا خو نشي وژلای، موږ دلته پرې سټ کوې.

د دې سلو دوو سوو نورو ګډونوالو سکوت د افغانستان د مطلق اکثریت سکوت دی او د دې دوو طالبانو غپهار د وحشت او ترهګرۍ غپهار دی. دا نننی حالت څو خبرې په اثبات رسوي. لومړی دا چې افغانان د تاریخ په دوران کې کله هم چا په زور نه و تابع کړي. طالب، داعش، القاعده او نورو وحشیانو زموږ د ټولنې مطلق اکثریت چې له دوی یې کرکه کېږي، د وحشت او وېرې په زور خاموشه کړی. حکومت که دا جګړه ګټل غوښتای تر ټولو لومړی کار به یې دا وای چې د حکومت په ملاتړ غږ پورته کوونکيو ته یې باید مصؤونیت ورکړی وای. هر قوماندان، هر وکیل، هر لنډه غر ته دې یې باډي ګارډان، زرهې او وسلې ورکړي وای خو شرط یې دې دا وای چې بیا به نو د ملایانو خبره، تقیه نه اختیاروې. بیا به میدان ته را وځې، د حکومت او نظام لپاره به کار کوې. له بده مرغه، حکومت نه یواځې هغه چا ته باډي ګارډان او امنیتي خوندیتوب ورکوي چې د نظام لپاره هیڅ نه کوي، بلکې هغه چا ته دا سهولتونه برابروي چې د حکومت ضد او د طالب لپاره کمپاینونه کوي. تېر کال چې پر ځلاندخېلو او مطمئن خېلو د پلاستیکي ټوپکچو خطایي ډزې وشوې، دوی ټول امنیت شورا ور وغوښتل، د ترکیې د سفر تسهیلات یې ورته برابر کړل، او په کابل کې یې هم آماده ګۍ ورته ونیولې.

له بده مرغه، دا اوسنی نظام پر کومې ځانګړې ملي ایډیالوژۍ نه دی ولاړ. غني د ټاکنو لپاره یو څه ایډیالوژیک شعارونه ورکړل، خو هغه د ټاکنو تر موسمه محدود ول. دلته د ملت جوړونې نظریه د ناملي شوې ډیموکراسۍ قرباني شوه. له لویه سره په نظام لنډه غر، اخوان، کمیونسټ، لویدیځ ټکنوکراټان، ملت پال، قوم پرست، دودیز مذهبیان او یو عالم نور ارجل برجل مخلوقات را ګډ شول د دوی د سوق لپاره یو اداري چوکاټ او بنسټونه جوړ شول، خو د دوی د سوق لپاره فکري چوکاټ چې ملي کرښې، ارزښتونه، عمومي ملي تګلارې، تاریخي، کلتوري، او مذهبي نریټیف یې توحید کړی وای رامنځته نشو. پوهنتونونه مو د داعشیت، حزب التحریر، طالبیت او نامهار شوي اخوانیت ځالې شوې، د ښوونځیو د معلمینو په بستونو کې مو مذهبي مبلغان استخدام کړل، رسنۍ مو د ملي ضد افکارو ځالې شوې، او بالآخره، ارګ د معاملو په تشت کې له ملي ارزښتونو پاک و وینځل شو.

هغې غاړې ته طالب په زرګونو کسان یواځې په دې ووژل چې له حکومتي ادارو سره یې تماس و، شوراګانو ته تللي و، د طالب په اړه چېرته منفي غږېدلي و، د پاکستان په اړه منفي غږېدلي و، او یا یې د دوی فرمایشات نه و پر ځای کړي. پاتې ژوندیو کسانو هم ولیدل چې د حکومت پر خلاف غږېدا که ګټه ونه لري، تاوان هیڅ نه لري، او د طالب خلاف غږېدا د خپل مرګ د ثیقې لاسلیک دی، نو یې د بشري فطرت غوښتنې یعنې د ځان ژغورلو اړتیا ته ځان تسلیم کړ او یو طرفه یې پر حکومت خوله را پرانیسته.

دلته نو څه د حکومت فساد، څه د طالب وحشت، څه د خلکو بې ایماني، څه د فکري چوکاټ او سوق نشتون او څه د حکومتي ټیم پروژه یي ذهنیت خبره دې ځای ته راوسته چې اوس مو میدان جنرال موبین غوندې خرو ته ور پاتې دی. بس کرۍ ورځ د طالب له کبره او غروره ډکې خبرې، توهین آمېزه تبصرې، کنایې، ګوتڅنډنې او د فتحې خوبونه دي.

په داسې حال کې چې له خپلې نظریې هم طالب اوښتی، مشروعیت هم طالب له لاسه ورکړی، غلامي هم د طالب بربنډه شوې، سکوت پر دې بل لوري حاکم دی.

څوک دومره هم نشي ورته ویلای چې ملا وروره، خېزکې مه وهه، بې ادبي معاف غ…ل هم ولا که وکړې. د پنجاب د لاس آله یې، څه چې یې درڅخه ترلاسه کولای شول ترلاسه یې کړل، لکه د اشرف غني د ټیم، د تداوم برخه دې قوي ده خو د تحول محول زور نشته در پکې. په همدې فاسد، ناکاره او له هر څه خلاص نظام پسې هم چې یواځې وچه ډوډۍ، لوبیا او بلوت لرګی ورسېږي، ستا کیسه مفته ده، همداسې به لکه د قصابې سپی، د دوکان شاوخوا غاپې، څوک دې مرکزونو ته نیږدې نه را پرېږدي. ټول عمر دې په پاکستاني کوڅو کې وظیفې را ټولې کړې، بیا به هم همدا کوې او تر هغو به یې کوې چې د پردیو سپیتوب پرېنږدې. دا د وخت ګړدونه دي، دا ګړدونه کښېني. ته خو ته یې، ستا هغه ځانګو، ستا هغه انصار هېواد لا پروژه دی. د هغه د بقاء خیر نشته، ستا خو نشته چې نشته.

هو، په استخباراتي لوبو کې دا کیسې شته او اکثره چې د چا فنا راشي، هغوی ډېر زور واخلي. د ګلبدین چې د فنا ورځې راغلې ستاسې به ښه یاد وي، هغه د ګلبدین د اوج ورځې وې. تخار یې نیولی و، کندز یې نیولی و، په جنوب کې یې د مخالفینو تصفیه پیل کړې وه، د وردګو د سیسیو غونډ یې ونیو، د ځاځیو غونډ یې ونیود، د غزني په قاري بابا پسې یې پښې را لوڅې کړې، هغه یې شړلو ته نیږدې کړی و، مسعود ته یې په شمالي کې مخالفان را ولاړ کړل، د مسعود کاروان په شمالي کې ودرول شو او خپله مسعود په لږ څه کې خلاص شو. لنډه دا چې ټولې علامې یې د بریا وې، خو هماغه یې ورکه وه، بیا مسعود چهارآسیاب ونیود، شمال ور پاتې شو، کابل ور آرام شو، سړي فکر وکړ چې بس طالب خو یو څو چڼي دي، خبره خلاصه ده، بیا تاسې ته دنده وسپارل شوه. بیا چې تاسې مزار ونیود، تخار مو ونیو، کندز مو ونیو، بدخشان ته نیږدې شوئ، مسعود ووژل شو، خلکو ویل چې طالب بریالی شو، کیسه خلاصه ده، هماغه مو د ورکې پيل و.

دا د فتحې متحې کیسې پرېږدئ، د سړي زامن شئ، پاکستاني ملایان مو خطاباسي، په خدای دغه درته لیدلي خوبونه یې ټول دروغ دي. هغه ټول سیکیولران پوځي استخباراتي مداریان دي. د کرنل امام کتاب ولولئ، هغه سړي په همدې شي کې تخصص کړی و چې څنګه تاسې غوندې احمقان استعمال کړي. کرنل امام یې رسوا شو خو هغسې په سلګونو شیخان او د مدرسو مهتممان لا اوس هم مدرسې اداره کوي. لکه څنګه چې له نړیوال جهاده تېر شوئ، له کورني به هم تېر شئ، ځکه چې نړیوال جهاد اصل و. دا دین نړیوال دی. په دین کې خو الکفر ملة واحدة، او انما المؤمنون اخوة اصل دی، چې تر اصل تېر شوئ، الکفر ملة واحده شل کفرونه شول، روس دوست شو، چین ښه ګاونډی شو، پاکستان بادار شو، امریکا د القاعده او داعش خلاف ملګرې شوه، او انما المؤمنون اخوة هم په انما الپنجابیون اخوة بدل شو، له افغان پرته له بل هر چا سره مشکل حل شو. القاعده ترهګر شو، ټي ټي پي ترهګر شو، نور نو ستاسې په پخوانۍ سندره کې هیڅ سُر نه دی پاتې، نه ولا که اتڼ خوند ورته کوي. پرېږدئ دا فساد، انسان وژنه، وحشت، خرتوب او تاریخي حماقت او د خپل ملت غېږې ته له حتمي ذلته پنا راوړئ.

6 comments

  1. اسلم Reply

    کرنل امام وايي: کله چې ما ته چا دا مقوله وویله: چې الضروراتو تبیح المحظورات. نو بس زموږ کار ډېر اسان شو. بس په افغانانو او طالبانو به مو هر هغه څوک وژل چې موږ خطر ګڼل. او هر څه مو ورانول.

    افغانان چې هوښیار نه شي تباهي یې ده.

  2. محمد نذیر بشارت Reply

    ګران قرار صاحب ، سلامونه
    د اصف صمیم صاحب خبره که د سر امن وي نو دوه ټکي:
    ۱ – د مقالې د متن تریخوالی دې پریږده ، په عنوان کې چې طالبان د پنجاب نوکران وبولئ نو بیا د «خواخوږې توصیه» بې معنی کیږي نه؟

    ۲ – دا لاندې مثال دې دومره ناسم دی لکه چې سړی ومني چې ډاکټر صاحب اشرف غنی رښتیا هم د نړۍ دوهم مفکر دی.
    «هو، په استخباراتي لوبو کې دا کیسې شته او اکثره چې د چا فنا راشي، هغوی ډېر زور واخلي. د ګلبدین چې د فنا ورځې راغلې ستاسې به ښه یاد وي، هغه د ګلبدین د اوج ورځې وې. تخار یې نیولی و، کندز یې نیولی و، په جنوب کې یې د مخالفینو تصفیه پیل کړې وه، د وردګو د سیسیو غونډ یې ونیو، د ځاځیو غونډ یې ونیود، د غزني په قاري بابا پسې یې پښې را لوڅې کړې، هغه یې شړلو ته نیږدې کړی و، مسعود ته یې په شمالي کې مخالفان را ولاړ کړل، د مسعود کاروان په شمالي کې ودرول شو او خپله مسعود په لږ څه کې خلاص شو. لنډه دا چې ټولې علامې یې د بریا وې، خو هماغه یې ورکه وه، بیا مسعود چهارآسیاب ونیود، شمال ور پاتې شو، کابل ور آرام شو، سړي فکر وکړ چې بس طالب خو یو څو چڼي دي، خبره خلاصه ده»
    د طالبانو تر راتګ وړاندې چار اسیا یوه معملي دیکه غوښتله، د سقوط ټول عوامل یې یو ، یو په دیوالونو لیکلي وو. البته دا بیل او ډیر جالب بحث دی چې مسعود ولی نشوای پې راتلای.
    درناوی
    محمد نذیر بشارت

  3. zabi Reply

    دا خلک بیچکاری شوی دی دوی نه اصلاح کیږی.
    والله اعلم

  4. رامین سادات Reply

    زه همدومره وایم چی ۳۰ کاله پخوا بعضی د دین پتنگانو به کابل حکومت ته د کابل اداره ویلی او هیس یی نه منل، خو نن پشیمانه دی،
    نن چی سوک هموا ناری وهی ۲۰ یا ۳۰ کاله وروسته به پشیمانه وی او عواقب د همدی سرزورویو به وینی،
    ۲۰ کاله وروسته به داعش ته همدا لیکی دوی خپله،، نو زکه وایم چی راشی واقع بینانه شرایط او جهان تحلیل کری.
    دلته د خلکو ژوند مهم ندی چاته، تول غواری د جنگ مسولیت په بل چا واچوی، مثلا که طالب دا نظام په لیگ تغیر او اصلاح ومنی دوی دا فکر کوی چی خلک به مونگ دا د ۲۰ کالونو وژل مجرم وگنی،، خو دا نه وینی چی ددی شرط پوره کیدلو پوری سو زره نور افغانان به وژل کیگی؟؟؟ د هر انسان مرگ د تول جهان د زوال نه پورته ده، او وژل د شرک سخه وروسته لویه گناه او کفر گنل کیگی،،
    خو دلته هیس کار د الله ج رضا پخاطر نکیگی صرف خپل غرور، ضد او افکارو تحمیلول دی،

  5. غلام حضرت Reply

    خبره خو دا ده چی:
    نه اوسنی حکومت د جمهوریت او دموکراتیکو اصولو د درناوی او پلی کولو توان درلودلی دی او نه طالب د اسلامی حکومت د اِعادی او تنفیذ پوهه او توان لری. که څه هم دا دوه یو دبل ادغام ته غاړه نه ایږدی او وولس هم د تشویش په سمندر کی لاس او پښی وهی خو سره لدی د دواړو جوړجاړی به ( حتی که تصنعی بڼه هم ولری) ممکن د وینو توئیدو ته خاتمه ورکړی.
    د طالب څخه عمومی غوښتنه دا ده چی د ” زین ” د مالکیت د ادعا څخه لاس واخلی او په همهغه ” کونجوغه ” قناعت وکړی چی دا به ئې په خیر وی ضمناً د ” زین ” د مقام د ورکړی صلاحیت زما او احمد او محمود په اختیار کی نه بلکه د لوی کلی د لوی ملک پلاس کی دی ( که څه هم ددی ملک د شا او مخ دواړی کونی د ژیړیدو په حال کی دی ) او هغه چاته به ” زین ” ور وسپارل سی کوم چی د مَلَک ساب ګټی ور خوندی کړای سی.

  6. Mohammad Reply

    دواړه حکومت او طالبان خپلو بادارانو ته سرټیټي ولاړ او نېغ په نېغ نشي ورته کتلای. دا ډېره سخته مسئله ده چې دا ولس ورسره مخ دي. درناوي

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان