خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د ملي شورا تر ۷۰٪ غړي په کورونا اخته شوي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د افغانستان د ملي شورا په سلو کې له ۶۰ تر ۷۰ غړي په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د ولسي جرګې څو غړیو نن وویل چې په هیواد کې د کورونا وایرس د خپرېدو له پیله تر دې دمه د ملي شورا تر اویا سلنه غړي په کورونا اخته شوي چې یو شمېر یې ښه شوي او یو شمېر نور یې لا هم ناروغان دي.

اکثره افغانان وايي چې کورونا یې تېره کړې. دوی وايي چې په ځینو کسانو سخته خو په ډېرو نورو اسانه تېره شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت غواړي چې یوه سروې وکړي څو معلومه کړي چې څومره افغانان په کورونا اخته شوي، څومره ښه شوي او څومره ورڅخه مړه شوي دي.

په افغانستان کې ډېر خلک نه غواړي چې کورونا یې رسماً ثبت شي.

د عامې روغتیا وزارت رسماً د څه باندې ۳۴ زره تنو کورونا ثبت او اعلان کړې ده.

همداراز رسماً د نژدې زر تنو مړینه تایید شوې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې سیمین بارکزۍ وايي، د دې جرګې اکثریت غړي په کورونا اخته شوي، لږ شمېر لا هم ناروغ دي خو ډېر یې ښه شوي دي.

2 comments

  1. سلیم Reply

    غیر له ښاغلي بشردوست، خدای دې یو بیا تالار ته نه راولي، خصوصا نجس پلید اشرار…

  2. بهیر Reply

    خدایه دغه ښکلی تعمیر له دغه ځایه د کورنا مرض په زور لیری کړی. نور له دغه پارلمان او حکومت څخه خلک دومره خفه دی چی حد نه لری.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …