خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د لغاتو د سيالۍ يوه صحنه| نورالله غازي

(يې ما يې تا لغت شو اوس بو پته ولګېږي)

لغات هغو فی البديهه شاريو ته ويل کېږي چې د دوو او يا څو ولسي او کليوالي شاعرانو له خوا په وادونو او د خوښۍ په نور مجلسونو کې ويل کېږي. ځيني شاعران لغاتو ته ترخې شارۍ هم وايي. هغه شارۍ چې په هغو کې اخلاقي او يا هم د ميني خبرې وي، هغو ته بيا خوږې شارۍ وايي. لغات او يا ترخې شارۍ عمومآ له خوږو شاريو او يا له نورو محلي سروکو وروسته ويل کېږي چې دوه او يا څو شاعران د ژڼو په غورځيو او د ډول له مستانه ډنګا سره مجلس ته راوړاندې کېږي. لومړۍ يو شاعر سر اچوي او بيا په خپل سر پسې لومړۍ بندۍ پخپله اچوي، ورسته بيا د بل شاعر نوبت راځي، دواړه هڅه کوي چې د يوه بل سم او داسې ځواب ووايي چې ناستو کسانو ته منلی وي. ځيني تکړه لغات ويوونکې شاعران د لغاتو سر داسې اچوي چې سخته قافيه ولري او يا هم داسې اړه پکې اچوي چې له مقابل شاعر نه ځواب ورک کړي. مګر مقابل شاعر په اسانه ماتې نه مني، که د بل شاعر په سر پسې قافيه نشي موندلی،  دی دستي سر بدلوي او بل سر اچوي. ويل کېږي چې پخوا به په لغاتو کې له هيڅ ډول کنځاوو څخه درېغ نه کيدو، ان د خور، مور نومونه به يو بل ته اخيستل کيدل، له هيڅ هغه پيغوره درېغ نه کيدو چې په هغه وخت کې پېغور ګڼل کيدو. کله کله به له دې څخه د دوو پلرينو، قبېلو او يا هم د هغو ډلو تر منځ جګړه رامنځته کيده چې د شاعرانو ملاتړې به وې. خو ويل کېږي چې د پکتيا مشهور شاعر حکيم جان فريادي چې يو وخت د لغاتو مشهور لوبغاړی و، ده له لغاتو نه کنځلې وويستې او سمې لارې ته يې راوستې.

کوم شاعران چې لغات وايي په دوی پسې ناست ژڼي کلک سر وايي او دستي په دوو او يا څو برخو وويشل شي.د هر شاعر ډله معلومه وي، چې خپل شاعر تشويقوي، په پګړۍ/خولۍ کې پيسې ورټومبي. غورځي او چکي ورته کوي او د ټوپکو ډزې ورته کوي. ډېر کله هغه شاعر په ميدان کې بريالی ښکاري چې ښه قوي ډله ولري او د ده هر سر په غورځيو، ګډا او ډزو بدرګه کړي.

کله کله شاعرانو ته د ښې مقابلې لپاره ديوالي ګړۍ، يوه جوړه رخت او يا هم ټوپک منځ کې ورته ايښودل کېږي، شاعران يې د خپلولو لپاره د لغاتو ګرم جنګ کوي او دا لوبه تر ډېره روانه وي، خو په ډېرو کمو مجلسونو کې به ليدل شوي وي چې يو شاعر مات شوی دی، ګني د لغاتو شاعران په اسانه يو بل نشي ماتولی او نه هم ماته مني.

حاجي مت خان او سخي مت خان چې سره وروڼه دي، دوی  د پکتيا اوسيدونکې دي، د دوی لغات مشهور دی او ډېر مينه وال لري. حاجي مت خان ږيره لري، سخي مت خان کل ږيری دی، سخي مت خان کله کله د حاجي مت خان په ږيره نيوکه کوي. د ښادۍ په يوه مجلس کې چې په منځ کې ټوپک هم ورته ايښودل شوی دی، حاجي مت خان د لغاتو سر داسې اچوي:

ټيټه بې غرور جنډه شي امر چې دې خدۍ۱ وشي

ږيرې غيبت مه کوه په دا نې بدې۲ لکۍ وشي

وا پنډه مخلوقه تاسې واوروی۳ حقيقت

هر چا ته شته پته چې دا ږيره ده سنت

پټه کيسه نه ده دا پرېښولې ده حضرت

څومره لوی عذاب دی بل ځواب دې په قيامت

چا چې ږيره نه وي وښياران په دا پيېږي

هر سړی وښيار دی عالمان په دا رسېږي

کله چې قيامت شي دې قيامت وريځه جوړېږي

ښځو په ټولي کې بو اغه۴ سړی درېږي

پټه کيسه نه ده ما خبرو ته غوېږ۵ کېږده

ته که دې خدای دوست وې راشه راشه ږيره پرېږده

پټه کيسه نه ده وښياران په دا پيېږي

ګوره سکاوه۶ کې دا المونځ۷ چې نه قبلېږي

دا مطلب دی وروڼو چې سنت پکې تلېږي

دا ګز و ميدان دی اوس بو پته ولګېږي

څې بو۸ جهنم ته جنتو ته بې۹ سترګۍ۱۰ وشي

ږيرې غيبت مه کوه په دا نې بدې لکۍ وشي.

له دې وروسته بيا نوبت د سخي مت خان کېږي، هغه د حاجي مت خان په ځواب کې داسې وايي:

يې ما يې تا لغت شو اوس بو پته ولګېږي

وا اجي مت خانه يې تا ګردونه بو تلېږي

زه کومه ټوکې دغه جنګ بو سور کې کېږي

آ ښکلی صوفي دی په ځواب باندې پویېږي

څومره ښه سړی دی وزيری حاجي نمېږي۱۱

دا توپک چې وړې۱۲ يې تا ګردونه بو تلېږي

ږيرې نې۱۳ يې ما يې تا شو دغ ځي کې۱۴ ځواب کنه

دا رقم واړه شاعران ما کړي کباب کنه

ده خو داسې ووې چې قيامت وريځه جوړېږي

ښځو په ټولي کې بو اغه سړی درېږي

زه بو ږيره پرېږدمې چې نه کوم سازونه

لوشکې۱۵ په کيسه پوی شه يې ما وروره پښتونه

ساز کې ږيره بده ملامېږي جې مت خانه

پټه کيسه نه ده زه پوښتنه کوم تا نه

دا ږيره که کاله تا سه۱۶ بده ملاميږي

لاندې چې بجې وي دې بحو سره ښورېږي

دا کار دې غلط دی وښياران په دا پيېږي

دا سخي مت خان دی خو چې جنک ته ودرېږي

دا سخي مت خان دی خو الله وسره مل دی

خپله سړی وکسوی۱۷ دا دې خدای په نيز کې غل دی

ږيره نې شارۍ کي موږ ته جوړ يې کړی چل دی

يوساته يې کسوی۱۸ خو چې سم دیستي دربل۱۹ دی

ده ووې چې ږيري غيبت مه که خلک پیېږي

وروره طاهردينه وې چې تا بو لکۍ کېږي

زه بو تنه۲۰ بچ شم وایم ده بو بيګنۍ وشي

ږيري غيبت مه کوه په دا نې بدې لکۍ وشي.

له دې وروسته بيا نوبت د مشر ورور حاجي مت خان شي او خپل کشر ورور سخي مت خان ته بيا داسې ځواب ورکوي:

غوېږ بو ما ته ونسوی وا پنډو عزيزانو

ږيري هم پريښي دي هم شيعه و هم سنيانو

ځنه دي پريښي بعضې بعضې درويشانو

ډېرې دي پريښي لويو لويو حريفانو

ږيري غيبت مه که دغه دۍ لويه ګونا کنه

پټه کيسه نه دۍ اوس بو پاڼ نه شې خطا کنه

ډېر داسې واړه شاعران خورم لکه حلوا کنه 

دا چې تا عمل وي وروره ځان بو کې تبا کنه

ږيره لوی ثواب دۍ دې نه مه کوه غيبت 

دا ګز و ميدان شاعران نور که سلامت

څوک چې ما سره وکړي نن په دې ميدان لغات

شرط ورسره تړمې زه لغات کې يم عادت

ټوکې مسخرې کړم درسره کړم تا سره تبيت۲۱

دا چې تا عمل وي ته بو ونکسې جنت

وروڼو مسلمانو ما ده پته بو لګېږي

کسه طاهردينه دا سړی بو نه خلاصېږي

شپه بلاربه دۍ۲۲ وروڼو يا بې زوای يا بې جلکۍ وشي

ږيري غيبت مه کوه په دا نې بدې لکۍ وشي.

له دې وروسته بيا نوبت سخي مت خان ته رسېږي او هغه داسې ورته وايي:

ده ووې چې ږيري دې پريښي درويشانو

ونه ونه وګوره هم شيعه و هم سنيانو

آ چې درويشان وي داسې نه کوي بيا کار

پټه کيسه نه ده زه زرګر يم ته ټټار۲۳

يو سات کې اصلن شاعر نه نه جوړېږي پلار

یو ساته يې کسوی چې يې زر کړم توبه ګار

دا بياکل۲۴ شاعر دی زه په ده نې يم وښيار

پټه کيسه نه دۍ زه انار يم ته ټيپر

وروڼو مسلمانو ده په بياکلو نې دی سر

يې ما يې ده ځواب دی، دی بو زر کم در په در

دغ ځواب کې تا بو پته دلته ولګېږي

دا سخي مت خان دی خو چې جنګ ته ودرېږي

تا خو دې يې شپې وکړه په دغ ځای کې کيسه کنه

څه ښکلی شاعر يې بياکلې بياکلې مه کوه کنه

لږ ارته مالوم شولې په دغ ځای کې ساده کنه

خدای چې ارسره مل وي ارسره تيره بو کو شپه کنه

دا ميدان بو تا نه کمې دغ ځای کې ليه۲۵ کنه

اوسه پرې دې ګوډې پښې کم تا سره ماله کنه۲۶

ږيره که نو کله وا مرګليه۲۷ تا ته ښه ده

ما په خپل زړګي کې کړې داسې فيصله ده

ږيرې نې شارۍ کې دا دې تا ګونا دې زياته

پټه کيسه نه دۍ کنې ويرشه بل ملا ته

ته وکسه کتاب ورورکه داسې کتابونه

ږيري نې څوک نه کوي اصلن کې لغاتونه

څه بياکل سړی يې تا خراپ دې عملونه

وا حاجي مت خانه ما ته ونيسه غويږونه

پلک نې بو چې وکې۲۸ که يو وار دې څيټکۍ وشي 

ږيري غيبت مه کوه په دا نې بدې لکې وشي.

له دې وروسته بيا نوبت دې حاجي مت خان کېږي او سخي مت خان ته لږ څه په جدي انداز داسې ځواب ورکوي:

تا ووې چې ږيره ګوره داسې داسې کېږي

يوه کيسه دې کړه چې ساز سره بده ملامېږي

پټه کيسه نه دۍ دا بيان کړی ملا دۍ

کوونکو اوريدونکو ټوله يو رقم ګونا دۍ

ما سره په ګونا کې وروره سم يې ته شريک

ځان نه دې جوړ کړی ګوره بيا کوتا طريق (قطاع الطریق)

ويلې نه پيېږې ته په دې ځواب کې ګرم يې 

پټه کيسه نه دۍ جي مت خان شاعر سې۲۹ ګرم يې 

پټه کیسه نه دۍ وروڼو تاسو ته مې عرض دۍ

هر چا ته شته پته خلخانې ساتنه فرض دۍ

برخې خدايي دي دې ازل نه رسيدلي دي

ما په برخه وروره دا شارۍ ما ته ليکلي دي

دا بجې ډولونه مو په زړه کې کس۳۰ منلې دي

ما تا دوه خو وکسه عالمونه ارته غلي دي

پټه کيسه نه دۍ اوس په دغ کې ملامت شولې

څو واره د ږيري په ځواب کې ته غلط شولې

ږيرې سې خندی مه که مرګليه ځواب ګران دۍ

پټه کيسه نه دۍ ګوره دا ګز و ميدان دۍ 

باز چې کله وشي زلزله دې توتکۍ وشي

ږيري غيبت مه کوه په دا نې بدې لکۍ وشي.

سخي مت خان د حاجي مت خان د جديت پروا نه ساتي تر مخکې هم دا وارې سخت ځواب ورکوي:

وا ما نه يې کړه جوړه په ميدان کې توتکۍ کنه

کله يايي کيږي ای چې دغ شاعر لکۍ کنه

بياکلې بياکلې مه که جي مت خانه يايم تا ته

پټه کيسه نه دۍ يا۳۱ خو شپه پاتې دۍ زياته

زه توتکۍ نه يم زه په اصل بنيادم يمې

پټه کيسه نه دۍ وروره کله تاسې ګرم يمې

ته سيي ده ګوره نو ريښتينی بو وۍ باز

يوه کيسه ته کمې ډېر بو نه جګوې جاز

ته غريب سړی يې دې مړۍ سه نسه پياز

پته بدې لګېږي سمدستۍ بدې کم متاز۳۲

ته که چيرته باز وۍ سمدستۍ يمې ښکارزن کنه

وا حاجي مت خانه په بازانو يم مين کنه

تا غريب نه پاتې بو کم دغ ځای کې وطن کنه

ما ته خو مالوم يې ښه سيي يې نو راسمن کنه

نوره مه غږېږه خو دا باز بو دا ښخېږي۳۳

دا ښکلی ښکارزن دی په ميدان کې چې ښورېږي

تا ځواب چټي دۍ وښياران په دا پيېږي

ګډې و‌‌ډې مه که خوله دې ډېره غلطېږي

بله کيسه ی وکړه وۍ چې تاسې ته مې عرض دۍ

وروڼو مسلمانو خلخانې ساتنه فرض دۍ

پاک الله ته سوال وکه چې نه کوم سازونه

خدای تعالی سره کم نه دي مرګليه دا کارونه

هيڅه مشکل نه دي په دنيا کې دولتونه

وا مرګليه خپله ی شريت(شریعت) وکسه کتابونه

دغ کار نه توبه که بله ته که وظيفه کنه

وا حاجي مت خانه زړه کې ته نشې خپه کنه

ويلې يې خپه ګډې ته وډې مه کوه کنه

ما ځواب ته خپله دلته سترګې غړوه کنه

ما ځواب ته خپله کوه دغ ميدان کې پام کنه

پټه کيسه نه دۍ دی په ناقه(ناحقه) دې اړم کنه

وا حاجي مت خانه ګډې وډې ويلې کې کنه

وساته يې کسه دا توپک بو څنګې وړې کنه

ما نه ګټی نشې ته په دغ ځای کې توپک کنه

هر سړي ته شته دۍ دا يې ما يې تا درک کنه

پړ هغه شاعر دۍ چې په خوله بياکلې شارۍ وشي

ږيري غيبت مه کوه په دا نې بدې لکۍ وشي.

د سخي مت خان د دې ځواب نه وروسته حاجي مت خان ته غوسه ورشي، په کوم ځای کې چې ټوپک ايښی وي، هغه راواخلي، په لاس کې پورته کړي او له ناستو کسانو نه پر طاهر دين غږ وکړي:

واوره طاهردينه ما توپک تنه ګټلی دۍ

هر چا ته شته پته چې ځواب کې لږ ښويدلی دۍ

تاسې ته شته پته ما ښه سم ځان پيژندلی دۍ

دا مې کشر ورور دۍ داغه خدای قرانو ويلی دۍ

ټوکې ورسره کمې داغه سم دې رېګو څلی۳۴ دۍ

سترګې يې ملخي دي۳۵ دا ما واخته پيژندلی دۍ

داسې شاعرانو کې حاجي مت خان ختلی دۍ

نن ګز و ميدان دۍ کسه جنګ ته اروتلی دۍ

وچه غونته ښکاري دا سخکۍ۳۶ نه بو څه پۍ وشي

ږيري غيبت مه کوه په دانې بدې لکۍ وشي.

له دې ورسته چې نوبت بېرته سخي مت خان ته ورپورې شي، هغه دا سر او قافيه بدلوي او د بل سر له اچولو مخکې يوه رباعي وايي، خو تر اخېره پورې همداسې سرونه بدلېږي او مجلس ګرمېږي، خو يو هم ماته نه مني، د واده والا که چېرې ارزان شی، لکه جوړه او بل شی ورته ايښی وي، دواړو ته يې ورکوي، ټوپک هسې د دوی د جنګولو لپاره ورته اېښودل کېږي، یېرته يې خپل کس ترې اخلي.

که څه هم د لغاتو مينه وال اوس هم کم شوي نه دي، خوشاعران يې د ګوتو په شمير پاتې دي، د پکتيا ولايت په کليو کې چې لغات او شارۍ ګڼ مينه وال لري، له بده مرغه هلته ناامنۍ خپلې تورې وزرې غوړولي دي او د ټوپک واکمني پرې چلېږي، د لغاتو مجلسونه او د ډولونو غږونه پکې کفر بلل کېږي؛ نو دا ويره شته چې د پکتيا په لمن کې ولاړه دا ښکلې او ګوره ونه چې خلکو ته يې ځانګړی کيف او خوښي وربښله، بې ميوې او اخېر وچه شي.  

د لغاتو او لهجو معنا:

۱ ـ خدۍ: خدای، د پکتيا په ځينو لهجو کې خدای ته خدۍ، خدای، خدوی ويل کېږي، په کورمه کې کې چې لهحه يې د ځاځيو، منګلو او مقبلو لهجې ته نږدې ده، خدای ته خًلا وايي.

۲ـ په دا نې بدې: په دا به دې. ( په دا به دې لکۍ وشي.)

۳ ـ ووروی. واورئ.

۴ ـ اغه: هغه.

۵ ـ غوېږ: غوږ.

  • غوېږ:غېږ.

۶ ـ سکاوه: سقاوه، سلماني.

۷ ـ المونځ: لمونځ.

۸ ـ څي بو: ځي به. ( ځي به جهنم ته) 

۹ ـ بې: به يې.

۱۰ ـ سترګۍ: د حيواناتو د سترګو يو ډول ناروغي. کليوال په  دې باور دي چې کله چې غوا د بل په اخور او يا بل چيرته شنه واښه وګوري او ويې نه خوري بيا يې پسې سترګۍ کېږي. سترګۍ داسې وي چې په سترګو کې کلکې کرپندوکې پردې جوړېږي، بيا هغه کسان چې له دې ډول ناروغيو سره بلد وي په تيره پاکي باندې د غوا سترګۍ پرې کوي. دغوا چې سترګۍ شي، شيدې کموي. سترګۍ کيدل په يوه اصطلاح هم بدله شوې.

۱۱ ـ  کله کله شاعران په مجلس کې يو مشر او يا بل کوم کس ته ګوته سيخوي او يا يې نوم اخلي.

۱۲ ـ کله کله د لغات ويونکو شاعرانو ته په منځ کې يو څه ايښودل کېږي او د ګټلو لپاره دوی د لغاتو جنګ جاري ساتي. دلته هم په منځ کې ورته ټوپک ايښودل شوی او دواړه يې د ګټلو هڅه کوي.

۱۳ ـ نې: باندې.

۱۴ ـ دغ ځي کې: دغه ځای کې.

۱۵ ـ لوشکې/لوچکې: لږ، کم. لوشکې په کيسه پوی شه: لږ په خبره پوه شه.

۱۶ ـ تا سه: تا سره.

۱۷ ـ وکسوی: وکسئ، وګورئ.

۱۸ ـ يو ساته يې کسوی: يو ساعت کې يې ګورئ.

۱۹ ـ دربل: له کوم څه سره داسې پښه لګيدل، چې تن ورسره ګوږ شي. د څاروي دوو پښو ته پړی وراچول، چې د لرې تلو وېره يې وي. هغه غوا چې د شېدو د لوشلو پر وخت لغتې وهي، د شا يوه پښه يې له پړي سره پر موږي تړي، دې ته هم دربل وايي. په دربله واوړې: (ښيرا) يانې په داسې غم واوړې چې بيا په اسانه راپورته نشې. متل:( که يو ورې په مږوي دربل شوې، مږوی ملامت دی، که بيا دربل شوې ته ملامت يې).

۲۰ ـ تَنه: (ته نه) ترېنه. (زه به ترېنه بچ شم).

۲۱ ـ تبيت: طبع

۲۲ ـ بلاربه شپه يوه اصطلاح ده. وايي له هغه غمه مه ويرېږه چې ترمنځ يې شپه وي. يانې شپه بلاربه ده، سهار به معامله بل ډول وي.

۲۳ ـ ټټار: هغه کس چې ټيمين او اهن چادري شيان لکه بخارۍ…جوړوي.

۲۴ ـ بياکل: بې عقل.

  • بياکلې شارۍ: له عقل نه لرې، بې منطقه شارۍ/ لغات.

۲۵ ـ ليه: (له يه) خالي. وزکار.

۲۶ ـ د ګوډې پښې ماله: (اصطلاح) هسې وخت تېرول.

  • ماله: لرګينه تښته چې په غوايانو او يا هم تراکتور پسې تړل کېږي، يو کس په زور سره پرې کيني چې کرلی پټی تخته او هوار شي. د غوايانو او تراکتور په نه شتون کې ځوانان هم ماله کشکوي. 

۲۷ ـ مرګليه ـ ملګريه.

  • مرګلی: ملګری.  

۲۸ ـ چې وکي: څه وکړي. 

۲۹ ـ سې: پسې. 

۳۰ ـ کس: دلته ترې مطلب (کسه) يا ګوره ده.   

۳۱ ـ يا: لا. (لا خو شپه پاتې دی زياته).

۳۲ ـ متاز: محتاج.

۳۳ ـ يانې دا باز به زما په لومه کې خښېږي.

۳۴ ـ رېګو څلی: (اصطلاح) يانې لوړيدی او جګيدی نشي .( لښته يم لويېږم  ـ دې رېګو څلی نه يم چې ړنګېږم) (د اتڼ ناره).

۳۵ ـ د ملخي سترګې: (اصطلاح) سپين سترګی، بې حيا.

۳۶ ـ سخکۍ: (مونث) خوسۍ.

5 comments

  1. ستومان Reply

    (( د لغتاتو د سيالۍ يوه صحنه ))

    لغتات څه معنا؟

    که سهوه وي هم; د منلو وړ نه ده، ځکه څوک چې لیکل کوي، د قت به هم کوي، پر لوستونکو د ړندو ګومان کول ښه نه ده.
    د تاند یې کور ودان چې د خپرولو زحمت یې ګالي.

  2. نورالله غازي Reply

    ستومانه ګله! هسې ستومانه یې، که دې پر لیکنه لږ ځان ستومانه کړی وای، نو ځواب دې موندو. د لیکنې لومړی سر داسې پیل کېږي:
    “لغات هغو فی البديهه شاريو ته ويل کېږي چې د دوو او يا څو ولسي او کليوالي شاعرانو له خوا په وادونو او د خوښۍ په نور مجلسونو کې ويل کېږي. ځيني شاعران لغاتو ته ترخې شارۍ هم وايي. هغه شارۍ چې په هغو کې اخلاقي او يا هم د ميني خبرې وي، هغو ته بيا خوږې شارۍ وايي. لغات او يا ترخې شارۍ عمومآ له خوږو شاريو او يا له نورو محلي سروکو وروسته ويل کېږي چې دوه او يا څو شاعران د ژڼو په غورځيو او د ډول له مستانه ډنګا سره مجلس ته راوړاندې کېږي.”
    درنښت

  3. نورالله غازي Reply

    ستومانه وروره خدای دې له ستومانۍ وساته، د لیکنې تر لوستو مخکې ستومانه شوی یې، عنوان ته دې لیدلي، نور دې ليکنه نه ده لوستې، ګنې د لیکنې لومړۍ برخه داسې پیل کېږي:

    “لغات هغو فی البديهه شاريو ته ويل کېږي چې د دوو او يا څو ولسي او کليوالي شاعرانو له خوا په وادونو او د خوښۍ په نور مجلسونو کې ويل کېږي. ځيني شاعران لغاتو ته ترخې شارۍ هم وايي. هغه شارۍ چې په هغو کې اخلاقي او يا هم د ميني خبرې وي، هغو ته بيا خوږې شارۍ وايي. لغات او يا ترخې شارۍ عمومآ له خوږو شاريو او يا له نورو محلي سروکو وروسته ويل کېږي چې دوه او يا څو شاعران د ژڼو په غورځيو او د ډول له مستانه ډنګا سره مجلس ته راوړاندې کېږي….”

  4. قلندر Reply

    ستومانه، که د لیکنې غټ تصویر ته ولیدل شي نو مشکل لیکنه/لغتات/لغات کې ندي؛ اصل مشکل ایتا په دا منفي کرا کوپړی کې دي. بې انصافه، دومره ښایسته لیکنې کې دې د توصیف او ښیګڼې هیچشۍ مونده نکړل او راغلې راغلې ایکي یوه لغات په ځای لغتات دې دا تنګه کوپړﺉ در خرابه کړه. زوﺉ دې ستر شه، که دې قد ښه منطقي کریتیک نقد ته رسیږي نو میدان ته شه او ښه په نره یې د نقد په ژبه په دا مځکه مځکه ووله اما که هسې خدای بخښلۍ لوښﺉ وې نو د یوه چا د زحمت د بیقدرۍ قدر څلوربولۍ کیږه هم مه.

  5. رازمحمد Reply

    تاند باید “لغتات” “لغات” ته ايډېټ کړي. نور ډېره ښکلې لیکنه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *