خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د غزني ولایت د ولسي جرګې پر ټاکنو بحث او خبرې شوي

تاند (سه شنبه، د اسد ۱۴) د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غزني ولایت د ولسي جرګې پر ټاکنو بحث کړی دی.

په دې ناسته کې د یاد کمیسیون کمېشنرانو او یو شمېر مسؤلینو هم ګډون درلود چې د غزني ولایت د ولسي جرګې د تاکنو پر پلان، تګلارې او ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستې پر څرنګوالي بحث او خبرې کړي دي.

غزني یواځینی ولایت دی چې د ولسي جرګې تېرې ټاکنې پکې ددغه ولایت د اوسېدونکو له خوا د رامنځته شویو اختلافاتو له امله وځنډېدې خو چې بیا به څه وخت تر سره شي په اړه یې دقیق معلومات نشته.

3 comments

  1. شاهین افغان Reply

    غزنی د افغانستان یواځنی ولایت دی چې په ولسي جرګه کې ټاکل شوي استازي نه لري . دا د غزنیوالو لپاره یو لوی درد سر دی چې د دوی سرنوشت د یو شمېر مفتخورو بېګانه پرورو په لاس کې دی . لږتر لږه طالبان هم پدې برخه کې ملامت دي چې د داسې یو مهم ولایت د خلکو په برخه لیک ټاکلو کې یې د مرستې او لاسنیوي پرځای د دغه ولایت د اکثریت خلکو مخه ډب کړېده .

  2. Satar Reply

    پښتون چه ګډون نکوی په انتخاباتو کی نو هزاره څه ملامت دی چه ګټی یی زه خو وایم چه نوش جان دهزاره

  3. افغان Reply

    دا بايد چې و منو چې پښتانه ډير بد خلک دي، خو په يو کار کې ډير کلک خلک دي: خپله نه د حکومت مني د ملا هر چا چې لږ په کاسه کې و کړه بيا له خپل حق نه هم تېر ده.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …