خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د عمل میدان | محمد تمیم رحیمزی

ګیلې مو ډېرې وکړې. ښايي ځينې یې پر ځای او ځينې یې هم بې‌ځایه وې. غلط هدف مو نه درلود. ګیله له هغو کېږي، چې په زړه کې ځانګړی ځای ولري. هغه چې د ګرانښت او درناوي بېل مقام ولري. وطن راباندې ګران و/دی. هره نېک‌نامي یې ویاړ او بد‌نامي یې د ننګ پېغور دی. ګیله مو پر ځای/بې‌ځایه خو د زړه له درده وه. 

منم یې، ولې به یې نه‌منم. ستونزې شته. له هرې ‌خوا د کږلېچونه په محاصره کې یوو. ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، هنري، ادبي … او بلاخره د هر فعالیت دوام مو بهرني لاسنیوي ته اړ کړي یوو. موږ هم غواړو ځان‌بسیا شو. هر څه چې به مو غوښتل په خپل زړه به مو ترسره کول. بهرنۍ تش په نامه مشورې، خو په اصل کې د ملاتړ په پلمه (مداخلې) ته به اړ نه وو. 

هو، دا هر څه ممکن دي. کله چې د دې خاورې هر زلمی/پېغله د مسوولیت احساس وکړي. خپلې وجیبې ترسره او هېوادنۍ مینه وپالي. مېنه هم خپل کور او هم یې ګور وګڼي. د خپل چم‌ګاونډ حقوق پر ځای کړي، په دفاع کې یې لاس ورکړي. له سهاره تر ماښامه د پرمختګ انګازې جاري کړي. په‌دې باور ولري، چې کولای شو. له خوش‌خدمتۍ د خلاص لار ومومي. 

اوس له شویو ګیلو اخوا موږ خپل مسوولیتونه ادا کړي؟ ښايي ادا کړي مو وي خو په هغه اندازه نه، کوم چې مو باید کړي وی. کله چې ښوونځي کې وو، درسونو ته مو پام ندی کړی. کله چې پوهنتون کې وو، د خوش‌تبۍ له لاسه مو لېکچرونه له پامه باسلي. کله چې په دندو وګومارل شوو، یوازې د حاضرۍ غم راسره و. کله چې لوی دولتي/شخصي موقف ته ورسېدو، خپلوۍ مو وپاللې. د مدیریتي چارو مسوولیت چې راپه‌غاړه شو، ځان او څوکۍ مو وساتلې. چې د حق او باطل تر منځ د پرېکړو حساب راپه‌غاړه شو، د زر او زور تله مو درنوله….

هو، موږ هم پړ یوو. له ټولو شته کړاوونو برسېره، باید ویښ شو. دا بدرنګ وختونه چې زموږ یو عمر خوږې شېبې یې په باد او توپان یوړې، نور یې باید مخه ونیسو. خپله ملامتي ومنو. د کاڼو او لعلونو د وطن رښتینی انځور نقاشي کړو. دا هېواد د فرهنګیانو او عالمانو هېواد دی؛ هغه فرهنګ او علم یې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړو. دا د عینو، نازو، زرغونې، ثریا، ملالۍ او ناهید وطن دی؛ دا د خوشال‌خان، رحمان‌بابا، غني‌خان، فردوسي، سید جمال‌الدین، عشقري، حافظ، بېنوا، مولانا او مجروح ټاټوبی دی. دلته د ویاړونو ګڼې هېندارې دي، چې ځان په کې کتلی شو او هو دلته د ناخوالو وړې ټوټې دي چې ځان ترې خلاصولی شو.

په وروستۍ کرښه کې غواړم د دې یادونه وکړم، چې نور به د ګیلو پر ځای عمل ته ډېره پاملرنه کوو. سالم نقد به هم خپل ځای لري او دا هر څه به د پخو ټولنیزو او سیاسي اصولو په اډاڼه کې کوو. له‌دې وروسته به د عمل ډګر ګزوو.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …