خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د عمر خیام څلوریځې، د عبدالباري جهاني ژباړه

در کارگه  کوزه گری رفتم دوش

دیدم دوهزار کوزه گویا و خموش

ناگاه یکی کوزه بر آورد خروش

کو کوزه گر و کوزه خر و کوزه فروش

بېگاه ولاړم  کارخانې ته د کلال د صنعتونو

زرکوزې وې هم خاموشي هم گویا وې پر طاقونو

د یوې کوزې له خولې سو نا ببره دا ږغ پورته

کوم کلال ، څوک را نیونکی، څوک صاحب د دې مالونو

خيام اگر ز باده مستی خوش باش

با ماهرخی اگر نشستی خوش یاش

چون عاقبت کار همه نیستی است

انگار که نیستی چو هستی خوش باش

ای خیامه که له میو نن  مستي ده په خوښېږه

هم نگار له څنگه ناست دی هم ځواني ده هوسېږه

عاقبت پر دې نابوده د عدم او نیستۍ وار دی

داسي وگڼه چی نه یې چی هستي  ده په خوښېږه

جامیست که عقل آفرین میزندش

صد بوسه ز مهر بر جبین میزندش

وین کوزه گر دهر چنین جام لطیف

میسازد و باز بر زمین میزندش

داسی جام دی چی خالق یې په ازل خټی  خیشتې کړي

بیا یې سل مچي له  نازه پر تندې باندی خپرې کړي

دا کلال د زمانې دی چی نازک ښکلي جامونه

جوړوي یې  هم پخپله بیا یې مات ذری ذرې کړي

معشوق که عمرش چو غمم باد دراز

امروز بنو لطفی کرد آغاز

بر چشم من انداخت دمی چشم و برفت

یعنی که نکویی کن و در آب انداز

د جانان عمر دي اوږد وي لکه شپې زما په غمو کي

نن یې نوی کرم وکړ په نازونو کرشمو کي

زما پر سترگو  یې کړې سترگي برابری بیرته ولاړی

 یعنی خپله نېکي  وکه بیا یې واچوه اوبو کي

لب برلب کوزه بردم از غایت آز

تا زو طلبم واسطه عمر دراز

کوزه بزبان حال با من میگفت

عمری چو تو بوده ام دمی با من ساز

حرص اخیستی وم پر شونډو د کوزې چی پرېوتلم

د اوږده ژوندون په طمع په سره می نه مړېدلم

او کوزې د حال په ژبه په ورو ورو راته ویله

را نیژدې سه چی یو عمر زه هم ستا پر لاري تللم

ایدوست بیا تا غم فردا نخوریم

وین یکدمه عمر را غنیمت شمریم

فردا که ازین دیر فنا در گذریم

با هفت هزار سالگان  همسفریم

راسۍ غم د بلي ورځي د سبا نه خورو رندانو

دا یوه شېبه د عمر غنیمت واخلو دوستانو

چی له دې فاني جهانه د بقا جهان ته ولاړ سو

د اوه زره کلونو همسفر  به یو یارانو

ای چرخ  ز گردش تو خرسند نیم

آزاد کنم که لایق بند نیم

گر میل تو با بیخرد و نا اهلست

من نیز چنان اهل و خردمند نیم

ای فلکه ستا له  وېشه زه راضی او قرار نه یم

ما آزاد  له زولنې که زه د بند سزا وار نه یم

که دوستان او انتخاب دي جاهلان او نا اهلان دي

زه هم نه یم   دونه اهل زه هم دونه هوښیار نه یم

افسوس که بیفایده فرسوده شدیم

وز طاس سپهر سرنگون سوده شدیم

دردا و ندامتا که تا چشم زدیم

نا بوده بکام خویش نابوده شدیم

هی افسوس چی سوو بېځایه هم زاړه هم شوړېدلي

د فلک تر کاسې لاندي ټول او سېږو سو لېدلي

د زمان ظالم له لاسه  چی مو سترگي رپولې

 چپاو راغی موږ مطلب ته یو لا نه یو رسېدلي

از باده شود  ز سر تکبر ها کم

وز باده شود گشاده بند محکم

ابلیس اگر ز باده خوردی جامی

کردي دو هزار سجده پیش آدم

له سرو میو کبر کم سي د سرونو  په کاسو کی

ټینگ بندونه په خلاصېږی هم په زړونو هم په خولو کي

که ابلیس وای پورته کړی یو ډک جام د دې سرو میو

ستړی کړی به یې ځان وای و آدم ته په سجدو کي

از آب و گلم سرشته ء من چکنم

وین پشم و قصب تو رشته ء من چکنم

هر نیک و بدی که از من آید به وجود

تو بر سر من  نوشته ء من چکنم

چی دي زما اوبه او خټي په لومړۍ ورځ دي اخښلي

زما د ژوند په تانسته دي د قضا توري اودلي

که می خیر له لاسه کېږی که می شر خیژی له لاسه

زما په وس نه ده خالقه دا خو تا راته لیکلي

از خالق کردگار و از رب رحیم

نو مید نیم بجرم عصیان عظیم

گر مست و خراب خفته باشم امروز

فردا بخشد بر استخوانهای رمیم

له خالق سره کم نه دي رحمتونه نعمتونه

نا امید ورڅخه نه یم را بخښي لوی گناهونه

که نن پروت مست و خراب یم له جامونو د سرو میو

په سبا به را معاف کړي زما وراسته خاوري هډونه

جانا می صاف وقت گل خوش میخور

بر یاد بتان نغز و دلکش میخور

می خون رزانست و رز ترا گوید

خون بر تو حلال کرده ام خوش میخور

د گلونو په موسم کی گرانه صاف می دي راغلي

دا په یاد  د گلرخانو خپل ازل په موږ چښلي

سره شراب ویني د تاک دي تاک پخپله درته وایی

ځه چښه یې نوشوه یې ما مي وینی در بخښلي

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان