خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د عمر خیام څلوریزې، د عبدالباري جهاني ژباړه

آمد سحری ندا ز میخانه ما

کای رند خراباتی دیوانه ما

برخیز که  پر کنیم پیمانه  زمی

زان پیش که پر کنند پیمانه ما

سحرگاه  سو اواز پورته  میخانه کی له مغانه

واوره زموږ د ټولۍ رنده لېونیو کی سلطانه

پاڅه ډکي پیمانې  کو له سرو میو هسی نه چی

زموږ را ډکی پیمانې کی موږ خبر نه سو  له ځانه

اکنون که گل سعادتت پر بار است

دست تو ز جام می چرا بیکار است

می خور که زمانه دشمن غدار است

دریافتن روز  چنین دشوار است

دغه نن  چی دي بخت ویښ دی چی دي لاس ځای ته رسېږی

جام دي ولی لاس کي نسته شراب ولي نه ښکارېږی

می چښه چی زمانه ده هم  دښمنه هم چم بازه

دا د نن په شانی ورځی په مشکله پیدا کېږی

از آتش ما دود کجا بود اینجا

وز مایه ما سود کجا بود اینجا

آن کس که مرا نام خراباتی کرد

در اصل خرابات کجا بود اینجا

سر تر پایه سره لمبه سوو څوک آگاه  سول په دودونو

د مایې گټه مو څه سوه څوک خبر په حسابونو

چی مي نوم د چا پر شوندو شرابي خراباتي وو

دلته  چېری خرابات وو څوک سېراب سول  له خمونو

آنها که کهن شدند و انها که نو اند

هر یک پس از امدن یکایک بروند

این کهنه جهان بکس نماند جاوید

رفتند و روند و دیگر آیند  و روند

هغه څوک چی زاړه سوي او هغوی چی لا زلمیان دي

په نوبت به روانېږي  یو په یو مسافران دي

دا زړه دنیا پردۍ ده  تل تر تله د چا نه ده

ولاړل، ځي به، نور به راسي او دا هم پسي روان دي

گویند بهشت و حور و کوثر باشد

جوی می وشیر و شهد و شکر باشد

یک جام بده بیاد آن ای ساقی

نقدی ز هزار نسیه بهتر باشد

راته  وایی په جنت کی ښکلي  حوري دي کو ثر دی

یا ویالې دي د شرابو یا شیدې شات و شکر دی

د هغه جنت په یاد مي ساقي ډک د میو جام که

دغه نغده می په کار ده چی تر زر پوره بهتر دی

صیاد ازل که دانه در دام نهاد

صیدی بگرفت و ادمش  نام نهاد

هر نیک و بدی که میرود در عالم

او میکند و بهانه  بر عام نهاد

د ازل ښکاري چی راوړل له  دانو سره دامونه

پکښي ښکار یې انسانان کړل پکښی بند  پښې او لاسونه

په عالم کی چی څه کېږی له نېکیو له بدیو

ټوله لوبه د ازل ده ملامت سي عالمونه

ساقی قدحی که کار عالم یک نفس ایست

گر شادی او یک نفس آن نیز بسیست

خوش باش به هرچه پیشت آید که جهان

هرگز نشود چنان که دلخواه کسیست

ساقی جام د میو راکه د عالم کار یو نفس دی

که خوښي یې یو نفس  وي هغه هم رالره بس دی

 چی هرڅه درته  رسېږی په خوښېږه په جهان کی

نه جهان د چا په زړه دی نه یې کار د چا په وس دی

فصل گل و طرف جویبار و لب کشت

با یک دوسه اهل و لعبتی حور سرشت

پیش آر قدح که باده نوشان صبوح

اسوده ز مسجدند و فارغ ز کنشت

هم ویاله ده  هم چمن دی هم موسم دی د گلونو

هم دوه درې یاران حاضر دي هم ښایستې د جنتونو

پیالې ډکی راته راوړه مینوشان په صبحدم کی

بې پروا دي له کنشته او فارغ له مسجدونو

مهتاب به نور دامن شب بشکافت

می نوش دمی بهتر ازین نتوان یافت

خوش باش و میندیش که مهتاب بسی

اندر سر خاک یک به یک خواهد تافت

نوراني سپوږمۍ ختلې او د شپې لمن خپرېږی

پیاله نوش که  تر دې کله ښې شېبې در پیدا کېږی

له زړه لیری  اندېښنې که چی سپوږمۍ به داسی ډېره 

د هر چا پر لحدونو یو په یو  د شپې ځلېږی

کس مشکل اسرار ازل را نگشاد

کس یک قدم از نهاد بیرون  ننهاد

چون بنگری از مبتدی و از استاد

عجز است    بدست هر که ازمادر زاد

 د ازل چی څه اسرار دي هغه نه دي چا سپړلي

له آغازه تر دې  دمه یو گام نه دي مخته تللي

له شاگرده تر استاده جواب  نه دی چا میندلی

ټول عاجز دي چی له موره پر جهان دي  زېږېدلي

این چرخ جفا پیشه عالی بنیاد

هرگز گره کار کسی را نگشاد

هر جا که دلی دید  که داغی دارد

داغ دیگری بر سر ان داغ نهاد

دا اسمان دا جفاکاره دا چی هسک یې دي برجونه

نه فریاد یې د چا واورېد نه دوا یې کړل دردونه

چی پر مځکه یې لیدلی  د هر چا پر زړگي داغ دی

پر هغه داغ یې ور ایښي  سر پر سر دي نور داغونه

ای بس نباشیم و جهان خواهد بود

نه نام ز ما و نه نشان خواهد بود

زین پیش نبودیم  و نبود هیچ خلل

زین پس چو نباشیم همان خواهد بود

موږ به نه یو پر دې مځکه دا نړۍ دا به جهان وي

نه به موږ دلته اوسېږو نه به زموږ نوم او نښان وي

پخوا هم پر دنیا نه وو دغه شپې وې دغه ورځي

او چی ولاړ سو له دې سرایه دا زمان دا به مکان وي

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان