خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د طالبانو بدلون |عبدالواسیع قانع 

طالبان له هغه مهاله چې په هیواد یې واکمني وه، تر ننه پورې چې ددویم ځل واکمنۍ لپاره شیبې شمیري، څومره بدل شوي او څومره نور بدلون ته اړتیالري؟ د دې لیکنې موخه دا ده چې هم طالبان او هم د دوی مخالفین متوجه کړم چې عام افغانان بدلون غواړي او د هیواد لپاره داسې راتلونکی غواړي چې هرڅوک ځان پکې وویني او هیڅ څوک ځان محروم او محکوم ونه ګڼي.  

طالبانو له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې پر افغانستان د واکمنۍ په مهال داسې ځانګړنې درلودې چې له دوی وړاندې او وروسته دا ځانګړنې نه په افغانستان او نه د نړۍ په کوم بل هیواد کې بلې واکمنې ډلې نه درلودې. خو له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۰ پورې طالبانو یوه ډیره اوږده او پیچلې تجربه ترلاسه کړه چې ښايي په ځینو مواردو کې د طالبانو د طرز تفکر او برخورد د بدلون سبب شوې وي. دلته به په لنډ ډول څو ټکي یاد کړو:

  1. د صف یووالی: طالبان له را ټوکیدو تر واکمنیدو پورې متحد او یو موټی وو، او په صفوفو کې یې د واکمنۍ ترپایه درزونه رامنځ ته نه شول. خو کله چې طالبان له امریکا او د هغې له ټلوالې سره په جګړه کې کیوتل، نو یو شمیر طالبانو لاره بیله کړه، او بیا کله چې د طالبانو بنسټګړ ملامحمد عمرمجاهد وفات شو، یو شمیر نور طالبان هم د مشرۍ په سر د ناندریو له امله له طالبانو بیل شول، خو په ټوله کې طالبانو خپل وحدت او یووالي تر نن پورې ساتلی دی. کله چې طالبان له نظامي حالت نه ووځي او سیاسي حالت ته ورننوځي، دا به د طالبانو د صف یووالي ته یو لوی ګواښ وي، ځکه چوکۍ او واک ته رسیدل داسې دي لکه جنګیالي چې د غنیمت مال ویشي، نو اکثره د جنګیالو ترمنځ جنجالونه او خفګانونه د غنیمت په ویش رامنځ ته کیږي. هغه مهال که طالبان په ډلو وویشل شي، نو دا به یومدني حرکت وي او طالبان باید داسې حالت ته ذهنا تیار وي.

 

  1. د مشر اطاعت: په طالبانو کې د مشر اطاعت داسې یوه ځانګړنه وه چې تقریبا بې سارې وه. د طالبانو مشر په یوه شفاهي فرمان سره خپل ټول والیان، قوماندانان او وزیران بدلولای شول او هیچا د نه ویلو او مخالفت کولو هڅه نه کوله. که د طالبانو مشر په راتلونکي کې له همداسې نفوذ څخه برخمن نه وي، او لاررویان یې د پخوا په شان اطاعت ونکړي، کیدای شي دا ډله وپاشل شي. دا حالت تر ډیره بریده د مشر په رهبرۍ او ځانګړنو پورې اړه لري چې د وخت په تیریدو سره به ښکاره شي د طالبانو اوسنی مشر خپل نفوذ ترکومه بریده ساتي او لاررویان یې ترکله خپل اطاعت ته ادامه ورکوي. 

 

  1. روښانه دریځ: د طالبانو دریځ په ټولو مسئلو کې خورا واضح او روښانه وو، او له همدې امله یې دوست او دښمن هم معلوم وو، او له کشره ترمشره ټول په یوه خوله وو او پدې پوهیدل چې ددوی دریځ څه دی. کله چې دوستان او دښمنان ډیر شي او بیا د دوستانو ترمنځ دښمني وي، نو هغه مهال د توازن ساتل ګرانیږي. طالبانو ته به په راتلونکي کې ګرانه وي چې هممهاله له پاکستان او هند، له امریکا، روسیې او چین، له سعودي او ایران سره دوستانه اړیکې وپالي. 

 

  1. حکومتولي: طالبانو په هیواد کې شرعي قوانین او حدود نافذ کړي وو، چې دا کار یې تقریبا بې سارې وو. په حکومتي چارو کې رسمیات ډیر ساده او ډیرکله د لویو مکتوبونو پرځای په کوچنیو غیررسمي پرزو باندې کارونه مخ ته تلل. په دفترونو کې د میز او چوکۍ پرځای توشکې او بالښتونه ځای په ځای وو. په حکومتي چارو کې د تخصص پرځای انډیوالي حاکمه وه او هر څوک چې د طالبانو مشرانو ته ډیر د باور او اعتماد وړ وو، هغوی په لویو منصبونو ټاکل کیدل. د دفتر په ځای د اتاق کلمه کارول کیده. د طالبانو په ټوله کابینه او والیانو کې له ملایانو پرته د بلې رشتې کوم شخص نه وو. په دې برخه کې لاهم طالبانو ډیر بدلون ندی موندلی، خو طالبان به په دې برخه کې ډیر کار او زیار ته اړتیا لري ترڅو خپل متخصصین وروزي او دولتي چارو ته یې ورمخ ته کړي، ځکه ولس له فساده ترپوزو راغلی او د ښې حکومتولۍ تمه لري. که څه هم طالبانو په خپله واکمنۍ کې فساد نه ډېر درلود، یا نه ترسترګو کیده، خو اوس به طالبانو ته ګرانه وي چې په موجوده فاسد سیستم کې خپل پاکوالی وساتلای شي. طالبان باید دا وړتیا پیدا کړي چې سیستمونه اصلاح او فساد له منځه یوسي.دا کار د تعهد ترڅنګ تخصص ته هم اړتیا لري. 

 

  1. د مطبوعاتو آزادي: طالبانو په خپله واکمنۍ کې ګڼې آزادۍ سلب کړې وې، د بیلګې په توګه د طالبانو پرمهال رسنیو یا آزادي نه درلوده، او یا یې وده نه وه کړې، ځکه هغه مهال په افغانستان کې له دولتي تلویزیون، راډیو، ورځپاڼو او مجلو پرته، خصوصي رسنۍ یا نه وې رامنځ ته شوې او یا په هیڅ حساب وې، البته ځینې سیاسي ګوندونو د طالبانو له واکمنۍ مخکې ورځپاڼې او مجلې درلودې، مګر څرنګه چې سیاسي ګوندونو د فعالیت اجازه نه درلوده، نو ځکه د دوی رسنۍ هم له منځه تللې یا ډیرې پیکه وې. طالبانو حتی په خپله واکمنۍ کې خپل دولتي ټلویزیون هم بند کړی وو، چې دا خپله دوی ته یوه لویه ضربه وه. طالبانو حتی له تصویر اخیستلو سره مخالفت درلود. اوس ښکاري دا چې طالبان به د رسنیو له آزادۍ او په ځانګړي ډول د ټلویزیوني خپرونو سره ستونزه ونلري، ځکه دوی خپله اوس تصویري کلیپونه تولیدوي خو البته د خپرونو له محتویاتو سره لاهم ستونزې لري. په دې برخه کې طالبان دیته اړتیا لري چې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو نظریاتو او ذوقیاتو ته درناوی وکړي او په هیواد کې رامنځ ته شوی د رسنیو انقلاب وساتي، ځکه رسنۍ د دولت او ولس لپاره د سترګو، غوږونو او ژبې حیثیت لري.  دا بیا په دولت پورې اړه لري چې له دې نعمتونو څخه څرنګه ګټه اخلي.

 

  1. د ښځینه وو د تعلیم، تحصیل او کار محدودیت: طالبانو په دې دلیل د ښځینه وګړو تعلیم او تحصیل ته اجازه نه ورکوله چې دوی د ګډ یا مخلوط تعلیم او تحصیل سره مخالف وو، خو دا ابتکار یې هم نه درلود چې د جدا تعلیم او تحصیل زمینه مساعده کړي. همدارنګه طالبانو هغه میرمنې هم له کاره منعه کړې، چې له دوی وړاندې د استاد رباني حکومت استخدام کړې وې. داسې ښکاري چې طالبان به اوس د میرمنو له تعلیم او تحصیل او حتی کار سره مخالفت ونلري، خو البته لاهم ګرانه ده چې طالبان دیته تیار شي چې خپلو لورانو، میرمنو او خویندو ته هم د تعلیم، تحصیل او کار اجازه ورکړي، ځکه دا ستونزه د طالبانو ترڅنګ په افغان ټولنه کې د یوه ناوړه دود په بڼه ژورې ريښې لري. په ټولنه کې لاهم یوشمیر وګړي فکر کوي چې د ښځینه وګړو تعلیم، تحصیل او کار یا غیرضروري او یا د نارینه له غیرت سره په ټکر کې دی. 

 

  1. د وګړو په آزادیو لکه د ویښتو، جامو، ږیرې او ظاهر په اړه د طالبانو قیودات: د طالبانو څخه د زیات شمیر خلکو شکایت دا دی چې د طالبانو د وخت امربالمعروف او نهی عن المنکر د خلکو په شخصیاتو او فردي مسایلو کې تر حد زیاته مداخله کوله، خلک یې د ويښتو، ږیرې او جامو په خاطر وهل، توهینول او حتی زندانونو ته اچول. همدارنګه په یوشمیر خلکو باندې یې په زور لمونځ کاوه. داسې ښکاري چې طالبانو پدې برخه کې یوڅه بدلون کړی وي، خو لاهم طالبان دیته اړتیا لري چې پوه شي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر طریقې او ډول اوس بدلون موندلی دی او یو څوک نه باید په نورو باندې په زور دین ومني یا یې په زور دینداره کړي. اوسمهال د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارونه د سریالونو او فلمونو له لارې ترسره کیږي، ولس ته رښیتني قهرمانان، د نیکو اخلاقو خاوندان، دینداري او همدارنګه بد انسانان، ناوړه چلندونه او بې دیني په سریالونو او فلمونو کې ښودل کیږي او اختیار ولس ته ورکول کیږي چې کومه لاره او کوم ماډل ځان ته ټاکي. د بیلګې په توګه د قیام سریال یا د عثمان سریال د امربالمعروف او نهی عن المنکر لپاره خپل اثرات لري. که د منبر له لارې د وعظ او نصیحت ترڅنګ په افغاني سریالونو او فلمونو باندې سمه پانګونه وشي، نو یقین دی چې د لښتې او متروکې په نسبت به یې مثبت اغیز ډیروي.  

 

  1. مذهبي آزادي: طالبانو پدې برخه کې د خپلې واکمنۍ پرمهال ډیر پراخ لیدلوری نه درلود او مخصوصا د هیواد  سیکهانو او هندو وګړو ته یې یوشمیر نوي قواعد یا محدودیتونه و ټاکل. اوس ښکاري چې طالبان به پدې برخه کې یوڅه بدل شوي وي، خو لازیات بدلون،زغم او پراخ لیدلوري ته اړتیا لري.

 

  1. د ملي وحدت تمثیل: طالبانو په خپل ترکیب او حکومت کې د هیواد بیلابیلو لږکیو ته ونډه ورکړې وه، خو شاید کافي نه وه. البته د طالبانو په واکمنۍ کې د پښتنو بیلابیلو قومونو هم لازمه ونډه نه درلوده، ځکه له لویه سره طالبانو په قوم او قومیت باور نه درلود. اوس داسې ښکاري چې طالبان به دې ټکي ته متوجه شوي وي، چې د عدالت تقاضا داده چې د یوه هیواد بیلابیل قشرونه او قومونه په حکومت کې ځان وویني او حقوق یې ورکړل شي. اوسمهال هم د طالبانو په صفوفو کې اهل تشیع او مخصوصا هزاره قوم ډیر نه ترسترګو کیږي. طالبان او هزاره ګان دواړه دیته اړتیا لري چې د راتلونکي افغانستان لپاره خپلې غیږې یوبل ته پرانیزي، او د طالبانو په شمول هره سیاسي ډله دېته اړتیا لري چې په خپلو سیاسي تشکیلاتو کې د ملي وحدت د تمثیل لپاره د هیواد بیلابیلو قومونو ته د استعداد او لیاقت له مخې لازمه ونډه ورکړي، له دې پرته به هیڅ ډله ملي او ملت شموله ونه ګڼل شي، ولو که دا ډله هرڅومره ادعا‌ء وکړي چې ملي او ملت شموله ده.    

 

  1. د موسیقۍ او ګډا محدودیت: طالبانو په خپله واکمنۍ کې په موسیقۍ او ګډا (رقص) پوره بندیز لګولی وو او د خلکو کورونه یې د دې لپاره پلټل چې له کورونو څخه کیسټونه، ټیپونه یا ویډیو کسیتونه پیدا او بیا یې تخریب کړي. کله کله به یې په ودونو باندې چاپه وهله ترڅو د خلکو څخه د څو ساعتو خوښي سلب کړي او خلکو ته ووايي چې له ډهل او اتڼ پرته باید د واده او خوښۍ مراسم ترسره کړي. اوس هم داسې ښکاري چې دوی د موسیقۍ او هنر سره ډیره دلچسپي نلري. طالبانو ته ښايي چې پدې پوه شي چې موسیقي او نور هنرونه د یوه هیواد د کلتور او فرهنګ یوه نه بیلیدونکې برخه ده. موسیقي او نور هنرونه د بشري ژوند یوه حتمي او لازمي برخه ده. موسیقي له شعر، ساز او غږ یا لحن څه رامنځ ته کیږي او ترڅو چې شعر یې د دین له احکامو سره په ټکر کې نه وي، دا موسیقي باید ممانعت ونلري، البته هرڅه ځای او وخت لري. که انسان لمونځ په خپل وخت وکړي، د قرآن تلاوت په خپل وخت وکړي، نور ضروري کارونه په خپل وخت وکړي، د ورځې په یوه برخه کې او یا د ژوند په ځانګړو مناسبتونو کې موسیقي اوریدل او یا د خوښیو په مراسمو کې اتڼ او رقص کول د انسان حق دی چې د انسان فکر ورسره بدلیږي او ژوند ته یو نوی رنګ ورزیاتوي. ددې مطلب داندی چې ټوله ورځ دې څوک موسیقي آوري، او یا ټول خلک دې پدې مسلک کې مصروف شي، یا دې رسمي دفترونه له سندرو او اتڼونو ډک وي بلکې لکه څرنګه چې ټولنه هرمسلک او تخصص ته اړتیا لري، دا ډول موسیقۍ او هنرمند ته هم اړتیا لري. له موسیقۍ او ګدا سره د ذهني او فکري آرامتیا او جسمي خوشحالۍ او ودې ترڅنګ، د یوه قوم ژبه، شعر او ادبیات هم ترقي کوي، نو ځکه ورته اړتیا ده.

 

  1.  د سیاسي ګوندونو فعالیت: طالبانو په خپله واکمنۍ کې په سیاسي ګوندونو بندیز لګولی وو او نور ګوندونه باید یا له طالبانو سره یوځای شوي وای، یا یې د فعالیت اجازه نه درلوده. اوس ښکاري داسې چې پدې برخه کې طالبانو بدلون کړی وي، خو لاهم طالبان د سیاسي مخالفت تجربه نلري او له سیاسي مخالفینو سره د تعامل تجربه هم ډیره نلري. پدې برخه کې د طالبانو په شمول ټول افغانان لازیات زغم او بصیرت ته اړتیا لري. 

اړیکې: طالبانو په خپله واکمنۍ کې یوازې له پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره سیاسي اړیکې درلودې. دا د طالبانو ترټولو ستره ناکامي وه چې ونه توانیدل ملګري ملتونه او نور هیوادونه قانع کړي څو دوی په رسمیت وپيژني. طالبانو شاید خپله هغه ناکامي درک کړې وي او اوس پدې فکر کې وي چې نړۍ د یوه کلي حیثیت لري او پدې کلي کې اوسیدل له ګاونډیو اونورو کلیوالو سره له ښو او دوه اړخیزو اوڅو اړخیزو اړیکو پرته امکان نلري. نو طالبانو ته په کار ده چې د هیواد د راتلونکي لپاره د افغانستان سره د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د اړیکو د ساتلو لپاره پیشبین وي.  له بله پلوه طالبان پخوا تر ډیره بریده له تخنیکي، سیاسي، نظامي او د پناه ځای له پلوه په پاکستان متکي وو، خو اوس طالبانو خپل تخنیکي ظرفیت لوړ کړی او په نظامي او سیاسي ډګرونو کې هم یوازې پاکستان ته اړ او محتاج ندي، بلکې ځان ته یې د تمویل او سیاسي ملاتړ لپاره له ایران، چین او روسیې سره هم غښتلې اړیکې رامنځ ته کړیدي. د ځای او پناه ځای له اړخه هم طالبان هم په هیواد کې دننه او هم په غالب ګومان په ایران او یو شمیر نورو هیوادونو کې د اوسیدو لپاره امکانات لري. دا امکانات طالبانو ته د نفس ایستلو مجال ورکوي، نوځکه ترډیره بریده په خپلو سیاستونو او تصامیمو کې خپلواک دي. همدارنګه طالبانو پخوا له القاعده او نورو سخت دریځو ډلو سره خورا بربنډې او غښتلې اړیکې درلودې او ډیرې تخنیکي او اقتصادي مرستې او تریوه بریده نظامي ملاتړ یې له القاعده څخه ترلاسه کاوه، خو څرنګه چې طالبانو ددې ملګرتیا په سبب خپل امارت له لاسه ورکړ او په نړۍ کې د ترهګرې ډلې په نامه و پیژندل شول، نو ځکه طالبانو په تدریج او مهارت سره ځان له هغه حالته را ویست. اوسمهال د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو ترمنځ رسمي او ښکاره ملګرتیا نشته، البته له پخوانیو ملګرو سره یې دښمني هم نشته، نو له همدې امله القاعده او نورې ډلې د طالبانو له بریا ویره هم نلري او شاید خوشبینه وي چې د طالبانو په بریا سره به دوی هم د هیلو او اسرو یوڅرک پیدا کړي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور