خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د شیرین تګاب ځوانان: که ملایان د طالبانو په وحشت غبرګون ونه ښيي له جوماتونو یې شړو

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱مه: د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ ځوانانو د دیني علماو پر ضد لاریون کړی او ویلي یې دي چې دوی ولې هېواد کې د روان تاوتریخوالي پر ضد غږ نه پورته کوي؟
دغه ځوانان چې له څو ورځو راهیسې یې د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی وايي، طالبانو پر یو جومات برید کې دقران کریم نسخې سوځولې دي.

دوی په یو لیک کې د فاریاب دیني علماو ته لیکلي: (( د شیرین تګاب علمای کرامو یاد مو دي چې یو وخت د امریکايي ځواکونو په برید کې قران کریم سوځېدلی و، تاسې څه حال جوړکړی و؟ خو اوس چې مزدورو طالبانو ستاسې پرجومات برید کې څو جلده قرانکریمونه سوځولي دی، ولې خاموشه یاست؟))

دغو ځوانانو په سرخلاصي لیک کې دیني علما مخاطب کړي دي چې د امریکایانو ددغسې وحشت په اړه یې تول خلک راپورته کول، خو اوس چې طالبانو ورته وحشت ترسره کړی دی تاسو ولې غږ نه کوئ: (( د شیرین تګاب خلک ستاسې دغبرګون په تمه دي چې د یاغي طالبانو د دین ضد عمل په اړه څه وایاست، که غږ مو ونکړ نور مو په ممبرونو نه پرېږدو او د څپلیو په ګوزارونو مو له جوماتونو باسو.))

د یادونې ده چې د شیرین تګاب ځوانانو دوه ورځې وړاندې په دغه ولسوالۍ کې له هغې وروسته د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ چې طالبانو د ترکمنستان د بشري مرستو ۶ موټر له ۱۰ ورځې ایسارولو وروسته په دغه ولسوالۍ کې تلف کړل.
ځايي ځوانانو د شیرین تګاب له ۵ سیمو څخه طالبان ویستلي دي، چې د طالبانو په ډزو کې ۴ تنه ژوبل شوي او یو بل وژل شوی دی.

3 comments

  1. شنکی Reply

    ځوانانو دا مو ډير ښه غبرګون ښکاره کړیدی. دا پارازيت مفتخواره ملايان همدارنګه د افغانستان دننګ ناموس او د خاوري د بشپړتيا په ساتنه کي مجبور او مکلف او مسمليت لري لکه بل هر افغان.
    که مو ملايان له جوماتونو رښتيا و شړل زه تاسو ته وعده درکوم چه په افغانستان کي به کراره کراري سي علم او معرفت ته لار خلاسه شي.
    دا ترکيه چه نن زمان دومره مخ په وړاندي تتلي ده يو له هغو لويو علتونو څخه د ملايانو شړل وو او د نوي ملا نسل تربيه کول وو.
    بريالي اوسی

  2. افغان Reply

    د مور شيدې مو سه،واقعا چې تاسې په ريښتيا او حقه يي د شيرين تګاب ځوانانو، افسوس پر هغه دومخه او ډارنو څيرو، ملايانو… چې د خدای په حق يې غږ بند ده او د وطن ورانول او د پنجاب له سپیو سره اوږه په اوږه خپل افغان وژني، جومات او قران کريم ته اور اچوي او داسې نور، ،، پر تاسو دې د الله تعالی لعنت او درد وي

  3. شېرشا Reply

    دا خو یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه کار کړی. دا کار باید ‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه پخوا شوی وی، هغه منطقو کې چې د طالب وحشت په کلوکلو روان دی شوی وی خو اوس هم سر وخت دی. د شرین تګاب ځوانانو ته الله پاک همت ورکړي او الله پاک دې بریالي لري.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

د استاد غضنفر څو خبرې | فیصل جلال

د استاد غضنفر څو خبرې | فیصل جلال

21 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وږي په شلمه په علو…

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

20 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 د ښاغلي نور محمد لا…

دوه تازه چاپ شوي اثار

دوه تازه چاپ شوي اثار

20 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

دوه اثار چې یو یې د …

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand Comments (1)

د وخت د بدنام لیکوال…