خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د شعر په هکله د جاحظ څو نظرونه

ژباړه: نقيب احمد عزيزي

د جاحظ په زمانه کې ځينې کره‌کتونکو او ادب‌پوهانو فکر کاوه چې شعر يوازې موزن کلام ته وايي، خو د جاحظ په نظر شعر تنها موزون کلام نه دی. هغه څوک هم شاعر نه دی چې يوازې د خليل ابن احمد الفراهيدي ايجاد کړي عروضي بحرونه يې زده کړي وي. فراهيدي د جاحظ تر زوکړې لږ مخکې مړ شوی دی او د عروضي علم بنسټګر دی، خو حاجط پر هغو وزنونو انتقاد کوي چې فراهيدي اعتماد پرې کړی دی. حاجظ به په جار ويل چې د خليل فراهيدي له دائرو او وزنونو ناراضه دی او زړه يې اوبه نه ورباندې څښي. (الجاحظ 1968م، ج7 :65). ده به ويل چې که څوک د فراهيدي په اوزانو کې ننوځي، د قران کريم پر دغه ايت د شعر اطلاق ځنې کېږي: «تبت یدا أبی لهب» ځکه دغه ايت هم د مستفعلن مفاعلن په وزن دی. همدا ډول پر حديثو هم طعنه واردېږي، دغه حديث ولولئ: “هل أنت إلا أصبح دمیت؟ و في سبیل الله ما لقیت.” که حديثو ته وګورئ او که د خلکو خبرو ته غوږ شئ، خورا ډېر څه به واورئ چې د مستفعلن مستفعلن او مستفعلن مفاعلن وزنونه به لري، خو يو به هم شعر نه وي.

که يو کراچۍ والا نارې کړې چې: «من يشتری باذنجان؟» « ژ: بانجان څوک اخلي؟» دا ناره هم د مستفعلن مفعولات په وزن برابره ده، خو څنګه يې شعر وبولو؟ نه د کراچيوان نيت دی چې شعر ووايي او نه له دغه وزن سره متناسبې نورې خبرې کمې دي، خو شعرونه نه دي. څوک چې د شعر ثمره پېژني، له وزنونو يې خبر وي او د ويلو قصد يې لري، د هغه خبرې شعر کېدای شي…» (الجاحظ، 2000م، ج1: 195).

تر هغو چې څوک د شعر د جوړښت او نظم تابيا و نه لري، يوازې وزنونه کلام نه شي شعر کولای. شعوري وزن شعر ته اعتبار ورکولای شي، همالته که بيا له شاعره بې پامه هم ځينې جملې پکې بې وزنه شې، شعر، شعر نه پاتې کېږي.

جاحظ د شعر په هکله د دغه ډول ټينګار په لړ کې يوه کيسه کوي، وايي: «ما واورېدل، د يوه کس په نس درد شو، ملګرو ته يې کړه چې “اذهبوا بی إلی الطبيب وقولوا قد اکتوی.” (ژباړه: يعنې هلئ ډاکټر ته مې رسوئ او ورته وواياست چې اور يې واخيست.) دا وينا هم د خليل ابن احمد الفراهيدي له دغه عروضي وزن سره برابره ده؛ فاعلاتن مفاعلن فاعلاتن مفاعلن، فاعلاتن مفاعلن فاعلاتن مفاعلن. د دغه نفر دا وخت زړه نه و چې شعر ووايي؛ نو موږ يې هم خالي د وزن په خاطر خبرو ته شعر نه وايو. (م ن، ج1: 195).

«شعر  دتصوير له جنسه دی او يو کوټلی او اوبلی جوړښت دی.» (الجاحظ، 1968م، ج 3: 132).

د جاحظ په نظر د شعر ماهيت همدغه دی. شعر د زور، کوښښ، ارادې، تلقين يا رياضت ثمره نه ده، بلکې له شاعرانه طبعې او فطري قريحې سرچينه اخلي او څوک چې له دغو دوو محروم وي، هيڅکله شعر نه شي پنځولای. د شعر ظاهري جوړښت ځکه له اوبلې جامې سره تشبيه شوی چې د کلام رغښت، وزنونه او تعبیرونه يې د تارونو غوندې يو تر بله جار شوي وي او دغه رخت يې تشکيل کړی وي. شعر د بيتونو او  لاس په لاس لفظونو يو هنري جوړښت دی.

شعر ځکه يو تصويري جنس دی چې په انځوريز تخيل تکيه وي او دغه تخيل لطيف او نوي تصويرونه را ولاړوي. کله چې يو ژبنی جوړښت له تصوير، تشبيه او استعارې خالي وي، د شعر پر ځای نظم ته نږدې وي.

شعر د حاجظ په نظر پر څلورو اساساتو ولاړ دی: شعري طبعه، لفظي جوړښت، وزن او تصوير. که دا ارکان ټول سره را ټول کړو، د شعر په باره کې د جاحظ دغه نظر ترې جوړېږي: «يو بوډا د معنا ازموينې ته لاړ، معناوې په لار کې پرتې وې او عرب و عجم او جایوال و کوچي پېژندلې. دغه معناوې په وزن ولاړېدلې، د الفاظو په مرسته په حرکت راتلې او په سلامته شاعرانه طبع يې يو سبکي تګلوری پيدا کاوه، ځکه خو  شعر  دتصوير له جنسه دی او يو کوټلی او اوبلی جوړښت دی.»

جاحظ د شعري الفاظو سبک او له يو بل سره عاطفي تړاو او تنظيم ته داسې اشاره کوي: «ښه شعر چې ما لیدلی، هغه دی چې اجزاوې يې ټينګې سره پېيلې وي او  اسانه ادا کېدای شي، لوښی او سبک يې دواړه يو وي او په ژبه داسې وښويېدای شي لکه اوبه چې پر شېوه بهېږي.» (الجاحظ، 2000م، ج1: 71).

يادښت: أبو عثمان عمرو بن بحر الكناني البصري (۱۶۰ـ۲۵۵ق/776-868/869م)  په جاحظ ځکه مشهور و چې لويې لويې سترګې يې لرلې. دغه معتزلي اديب د عربي ادبياتو په نثر او کره‌کتنه کې خورا نوموتې څېره ده. کتاب الحيوان (The book of living) او البیان والتبیین (The book of eloquence and exposition) يې خورا مشهور کتابونه دي.

د جاحظ په هکله ويل کېږي چې خپل کتابونه پرې را ونړېدل او تر لاندې مړ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *