خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د شاعر مذهب / رابندرنات ټېګور

ژباړه: برکت شاه کاکړ

سړيتوب يا د انساني ذات بشپړتيا حادثاتي يا جُزوختي عمل نه دى، بلکې انسان و خپل دغه لوړ مرام ته د پرله پسې عمل، ضبط، صبر او غور و فکر په وسيله رسېدلاى شي، خو دلته دا خبره هم د پام وړ ده، چي انسان بايد په کاينات کې خپل ذاتي او اړين رول وپېژني. آرټ- هنر د انسان د دغه اړين رول تعين کوي. په کاينات کې د انسان تر ټولو غوره ځانګړتيا د خالق په حيث ده، ځکه نو ميوزک، انځورګري، کيسه ګويي او دغسې نورې تخليقي هڅې پر دغه صفت دلالت کوي، بل پلو ته آرټ د انسان د باطيني پاکۍ، خيالي او فکري اوچتوالي او د انسان په خارج او باطن کې د يووالي تر ټولو غوره وسيله ده.

اوسنی وخت چي موږ ورته جديد عصر يا نوې زمانه وايو، د انسان د خارج او باطن يا د انسان او فطرت تر منځ د بېلتون عملي امکانات زيات کړي دي، د دغې زمانې د ژوند اساسي کيفيت تازيله (بيړه) يا په کم وخت کې ډېر څه تر لاسه کول، په ژوند کي د اسانتياوو لپاره د مشين غوندي بې حسه غورځنګونه وهل، د “وخت کمبوت” د دې زمانې اساسي پېژندګلوي ده، نو په داسې چاپېريال کې چي انسان د ژوند تېرولو لپاره اسانتياوې لاس ته راوړل د ژوند مرام وګڼي، هغه په هيڅ ګون د خپل ذات د بشپړتيا او د سړيتوب هغه لوړ او هسک منزل ته د رسېدو جوګه نه شي كېداى. په ژوند کې د آرټ کمبوت د انسان او فطرت تر منځ د نابلدتيا او بيګانه کېدو سوب هم ګرځي او بل پلو ته په همدغه سوب انسان د خپل ځان څخه هم بيګانه شي. نن سبا زه په خپل هېواد (هندوستان) کې وينم چي عام وګړي د ګاسلېټو په خالي شويو ټيمانو کې د څښاک لپاره اوبه زېرمه کوي. زما په نزد دا په ژوند کې د بدنظمۍ او بدذوقۍ نخښه ده، خلک د خپلو هر ډول کشالو د هوارولو لپاره لنډ ګنډ خوبونه ويني، دا رويې هم د نوې زمانې د دې احساس تر اثر لاندې په وجود کې راغلې دي، چي د انسان هره ستونځه د ټيکنالوجي او ساينس له لارې هوارېدلای شي. خلک د ډېرو حساسه معاملاتو حل په جنرل سټور يا سپر سټور کې لټوي، ځکه نو د دې زمانې انسان په ژوند کې د ښکلا، مينې، تنظيم او نفاست پر کمبوت باندې نه خو خواشينی دى او نه شرمنده. د تاريخ په دې پړاو کې دا ډول پوښتنې ډېرې ارزښتناکه نه شوې پاتې. په اوسنۍ زمانې کې انسان د لېونتوب تر حده د ژوند د اسايشونو او اسانتياوو په لټون پسې د خپل ځان تر سرحد هم تېر شوى دى. نن زموږ د تهذيب تر ټولو لوی ازمايش دى، ولې چي د نړۍ پر سر د انسان ژوند د اعلٰی او غوره قدرونو او مرامونو څخه په کلي او جزوي توګه غاړه غړولې ده. د نن د انسان ستونځه دا نه ده چي هغه خپل سر چيرې پټوي يا به هغه د خپل خوراک او څښاک بندوبست څه ډول کوي، بلکې د نن د انسان ستونځه خو دا ده چي هغه د خپل ذات څه د بېلتون او نابلدتيا په رنځ اخته دی، ولې چي يواځې د مادي اسانتياوو او ښه خوراک او څښاک تر شا د انسان منډې او هلې ځلې پر دې خبره دلالت کوي، چي انسان يو “مادي ځناور” دى او هغه هيڅ ډول روحاني، خيالي او فکري ارزښتونه نه لري.

د انسان د لافاني او لا محدوده نه کېدو امکانات په دې کې نه دي، چي هغه په مادي او طبعي توګه څومره قدرت او پراختيا موندلې ده، بلکې انسان د خپلو داخلي، روحاني، جذباتي، فکري او مادي ارزښتونو تر منځ د يووالي په نتيجه کې دغه مرام تر لاسه کولای شي. د لامحدوديت او پراختيا په اړه دلته د حقيقت او ريښتيا تر منځ توپير او د دغو تر منځ د اړين تړون په هکله بايد سپيناوی وشي. حقيقت د ځای او وخت په پراخ او ارت بڼ کې واقع کيږي او کس څه ډول په خاص وخت او موقعيت کي واقعې ويني، دا د حقيقت پر بدلېدونکي او ګڼ اړخېز فطرت باندي دلالت کوي. بل لور ته ريښتيا نېغ په نېغه يو اړخيز او نه بدلېدونکی عمل دى، نو اوس د لامحدوديت او تلپاتي ژوند لپاره سمه ده، چي انسان د حقيقت بېلابېلې بڼې وپېژني او د ريښتيا هغه نېغ او روڼ اړخ هم ومني، چي د نړۍ په هر ګوټ کې سنجول کيږي.

يوه ورځ ما له يو کس سره په دې هکله خبرې کولې، چي موږ د خپل ځان په باره کې څه ډول د خوشحالۍ او مقصديت څخه ډک احساس موندلای شو؟ ما هغه ته وويل: “موږ که د ځان او فطرت تر منځ د اساسي ضرورت پيژندګلوي وکړو او په شعوري توګه د دغه تړون د دوام لپاره هلې ځلې وکړو، نو دا امکان شته چي موږ دي د شتمنۍ او لامحدودې خوشحالۍ له پټ رمز سره اشنا شو” که څه هم هغه ويل چي ما د خوشحالۍ دا ډول احساس نه دى محسوس کړى، خو زما په نزد هغه د مبالغې څخه کار اخيست، ماته داسې وبرېښېده چي د ځان او چاپيريال تر منځ د اړين تړون د بېلوالي په سوب هغه د خپل ځان څخه هم بېګانه شوى وو. په اصل کې د جوړ او روغ صورت (صحت) ارزښت موږ ته هغه وخت معلومېږي، څه وخت چي يوه ناروغي زموږ د صورت روغتيا ته خطر پېښ کړي. لکه څرنګه چي په يوه روغ صورت کې هر اندام خپله وظيفه په غوره توګه تر سره کوي او په ټول وجود کې يووالی پيدا شي، نو هله يو ډېر په زړه پوري تنظيم د اندامونو تر منځ ډېر اړ او پيچلي تړون ته دوام ورکړي. اوس که په يو روغ صورت (صحت) کې يو اندام هم د خپلې وظيفې تر سره کولو څخه ډډه وکړي، نو ټول وجود په لړز اخته شي، ولې چي په دې مهال کې د يووالي عمل ته خطر پېښ شي، ځکه د بيارغېدو او ناروغه اندام د ښه کېدو لپاره موږ هلې ځلې کوو. همدا ډول په ژوند کې خوږې او ترخې ورځې هم راځي، خو دا هم د ژوند د خوند د لا بشپړېدو پيلامه ګرځي. په ژوند کې د يووالي د خصوصيت په ضد مبارزه کول او د يووالي په لار کې خنډونه پيدا کول هغه چي په هره بڼه وي منفي عمل ګڼل کيږي.

د تخليق په وسيله د اندرون او بيرون تر منځ تړون په وجود کې راشي، بل دا چي د تخليقي اظهار په وسيله چي موږ کومه خوشحالي محسوسوو د هغه احساس يواځې خالق ته كېداى شي.

اوس که يو وار بيا د اوبو د لوښي د جوړښت سوال را پورته کړو، که دغه لوښی يواځې د اوبو د زېرمه کولو مقصد تر سره کوي او د دغه په جوړښت کي څه ډول فنکاري نه ده په کار راوستل شوې، نو حتماً به د دې لوښي په هکله دا پوښتنه نه کيږي، چي هر انسان چي په خپلو حواسو کې وي هغه ته ښکلا په هره بڼه کې خوند ورکوي. د دې دنيا حقيقت څه دى؟ ايا دا دنيا يواځې د مادې نوم دى؟ ريښتيا دا دي چي دا دنيا يواځې د مادي شيانو شمېرل او اسانتياوو تر لاسه کول د دې دنيا موجوده تاويل وړاندې کوي. د مادي او غيرمادي شيانو تر منځ د تړون امکانات لټول موږ ته يو تخليقي اظهار را بخښلای شي.

د څرګندونې او اظهار حقيقت د مادي شيانو څخه بېل حقيقت لري، ولې چي مادي شيان بېلابېل دي او د اظهار ژبه فقط يوه ده، د شيانو په هکله ټول علم د شيانو او د نړۍ تر منځ د تخليق په چوکاټ کي سنجول كېداى شي، بل دا چي موږ د خپل ذات ادراک هم د شيانو او کاينات په اړوند کولای شو. زموږ د اندرون او فطرت تر منځ يو غوره تناسب وجود لري. عين داسې لکه په کيمياتي توګه چي په شيانو کې يو توازن او يووالی موجود وي. د شيانو تر منځ د تړون سوبونه څه دي، په دې هکله ساينسي تاويلات وجود لري، خو انسان د خپلو جبلتونو په اړوند هم د ځان او کاينات يو ځانګړی نظر لري. له عامو وګړو پرته موږ له دنيا څخه خوند اخلو. که څه هم موږ د هغه په کيميايي يا طبيعي جوړښت خبر نه يو. لکه څنګه چي د لوږې پر مهال په دماغ کې د خوراک يا مړۍ انځور را برسيره شي، دلته د پخلنځي انځور نه جوړېږي، هم دغه ډول د موسمونو څخه خوند اخستل هم زموږ د انساني فطرت سره عين سمون لري. د رڼا او سيوري تر منځ پټپټونی ګورو. د سپوږمۍ پر مخ د وريځې تور او سپين واورين اووره په منډه رامنډه وينو، غرض دا چي په کاينات کې بېلابېل منظرونه زموږ د ښکلا د حسن د راپاڅولو هڅه کوي، خو دلته په فطرت کې دغه ټوله منظرونه يو له بل سره پيوست او تړلي دي. د دغه يووالي او تړون په ژبه پوهېدل پکار دي، ولې چي انسان د نورو ځناورو څخه هم د دغه خپل جمالياتي حسن او غور فکر په سوب توپير لري، نو دا سمه ده چي موږ بايد يواځې د وجود درلودلو او په ژوندي پاتې كېدلو باندې قناعت ونه کړو، بلکې د حقيقت د ژبې سپېڅلتيا او د هغه د تلپاتي او خدايي يووالي په تقاضا زموږ د روح ژبه هم ده، چي موږ ته په عادي ژوند کې غورځنګ او تحريک را کوي.

عادي حقيقت دا دى چي موږ د خپل ذات او کاينات په اړه د ارزښتناک تړون احساس او ادراک له لاسه ورکړی دى. زموږ د چاپيريال په کچه سپڼسي تړل شوي يو، ځکه نو د فطرت بلني څه غور و فکر په پرته رد کړو. د کامراني او برياليتوب جزوختي جذبه زموږ په کار کې روحاني نيمګړتياوې پيدا کړي. ورډز ورت د انسان او فطرت د دغه بېلتانه په هکله څه دا ډول څرګندونه راکوي:

له فطرته څخه لرې
سره ګلونه، ښه بويونه
خرڅوو څه بيا را نيسو
سرو ګلونو ته نه ګورو
نه د رنګ شو نه د بوى شو

 

 

په څيزونو کې راګير شو
موږ په سرو سپينو قربان کړو
هغه څه چي زموږ نه دي
سره ګلونه چي مو خپل دي
د مادې په غېږ کې لوى شو

 

ورډز ورت زموږ او د فطرت تر منځ د نابلدتيا وير ژړوي، ولې چي د فطرت څخه د بيلتون په سوب انسان د خپل ځان څخه هم ورک شي او بيا ژوند د يو مادي مقصد تر اغيزه لاندي د بې مرامه منزل پر لور خپل وزر ټکوي. نن بايد دا غبرګون بيا وشي چي په نننۍ انساني ټولنه کې کرکه، ځانځاني او انفراديت د هغه لوی حقيقت او يووالي څخه د غاړه غړوني نتيجه ده.

لکه څه ډول چي د خوړلو ضرورت او د لوږې جذبه په جبلي لحاظ انسان خود غرضه کولای شي او موږ د ښکلا او تهذيب لمن پرېښودلای شو، خو څه وخت چي د خوراک ارزښت او د لوږې جذبه د يوه ټولنيز نظام تر اثر لاندې تشکيل شي، نو په هغه کي د صبر او قناعت ماده پيدا شي، کوم چي د ژوند د اعلٰی انساني قدرونو د لږولو سوب ګرځي. تهذيب او ښايست هم، د ټولنيز ژونددود د غوره اقدارو په وسيله دوام مومي. همدغه ډول په انسان کې جنسي جذبه هم د فرد د ذاتي خوښې د بشپړېدو په سوب تاواني کېدلای شي او په ډېرو صورتونو کې د تباهۍ پيلامه ګرځېدلای شي، خو څه وخت چي دغه جنسي جذبه د مينې تر اغېز لاندې راشي، نو پکې د مينې او تکريم څرک پيدا شي او د جنس جذبه د يو تهذيبي عمل تابع شي. د مينې جذبه يوه ځانګړې جذبه، چي په هر انسان کې وجود لري د مينې پر افاقيت باندې دلالت کوي او همدغه مينه د انسان د تخليقي اظهار سوب جوړېږي.

ماته ياد شي چي څه وخت زه ماشوم وم، زموږ د کور د باغچې د دېوال سره د کوپرې ونې په کتار کې ولاړې وې، څه وخت چي به لمر څرک واهه او د لمر وړانګې به د دغو ونو تر ښاخو پيوست شوې، ماته به داسې ښکارېده لکه چي زه، لمر، ونې او چاپېريال په يوه تخليقي ملګرتيا کې يو له بل سره کومک کوو. زما په نزد دا زما د تخيل کمال وو، چي زما د ژوند بهرني او داخلي حقيقتونه يې په يوه کل کي سره وپېيل، ولې چي خيال د انسان او فطرت د تړون تر شا د يوه پړي په صفت کار کوي. خيال د تلوسې يا د څيزونو تر شا د پټ حقيقت معلومولو له لارې په عمل کې راشي. په کوشنيانو کې د تلوسې زياتوالی دا حقيقت څرګندوي، چي انسان په فطري لحاظ خيالي واقع شوى دى او تخليقي تخيل په ټولو انسانانو کې مشترک وي. ورډز ورت په دې هکله څه دا ډول فکر وړاندې کوي:

چي خيالونه معطر شي
د ورک شوي دين شغلې يې
له سيندونو له رودونو
زړه د مينې په رمز پوه کړي

 

 

زموږ ژوند پرې معتبر شي
پاس د زړونو پر منبر شي
هسک پروټين)١( چي را بهر شي
ستر ټرايټن)٢( شونډې په ښکر شي

 

برکت امکان لري. د خيال په لمسون زموږ په ذهن کې ډول- ډول انځورونه جوړ شي، لکه څه رنګه چي د سيندونو ديوتا پروټين د اوبو څخه د وچوبې پر لور را روان وي يا بيا ټريټين خپلې پنډې شونډې پر ښکر کښېږدي او د ښکر زړه راکښونکی ږغ د سمندر په څپو کې طوفان راولي، همدا ډول خيال، حقيقت او تخليق درېواړه يو د بل سره تړلي دي، د خيال پرواز تر هر ځايه پورې كېداى شي، بل دا چي خيال او خوب هم يو له بل سره نيژدېوالی لري. يوه شاعر خپل ځان ته “خوب ليدونکی” ويلی دى، که څه هم د هغه خوبونه د حقيقت سره ډېره علاقه نه لري، خو بيا هم هغه د خوبونو ارزښت په دا ډول څرګندوي:

 زه ژوندی يم په خوبونو
دا خوبونه دي استازي
د دوى ګېډې به مړې شي

 

 

 دوى ژوندي په خوراکونو
د ژوندون د حوادثو
زما خوبونه به لا پايي

 

زما خوبونه ازلي دي

خوب دايمي او ابدي صفت لري، ولي چي خوړل څښل دا د مادي څيزونو سره مينه کول هيڅ ابديت او دوام نه لري. د فنکار پر تختۍ تصويرونه د مشيناتو او کارخانو څخه زيات دايمي وي، که څه هم هغه د انځورونو د جوړولو کارخانې دي، خو کوم انځور چي يوه فيکټرۍ نه شي تخليقولای، “خوب وصال” يې د خپل دايمي نسبت په برکت و زيږوي، ځکه نو موږ ويلای شو چي د هنرمند تختۍ د هغه د خوب دايمي حقيقت دى. يو شاعر د مني په هکله وايي:

نن د سهار په مهال
څه وارخطا غوندي
وېل د بلبلو چڼهار تالا شو
بيا د مينا ترانې ورکې شولې
د خزان غوږ د خالي ډډ په شاني

 

 

ما يو خزان وليدى
څه پريشان ښکارېدى
د بوراګانو نه ګلزار جدا شو
د لمرين تار وږمې هم څړيکې شولې
تياره تياره ده د لحد په شاني

 

همدا شان يو شاعر د پسرلي د عمر په هکله دا ډول څرګندونه کړې ده:

پسرليه! پسرليه!
ستا خندا لکه د پېغلو
پر رخسار اوښکې بهېږي
خپل وهمونه، اميدونه
پسرليه! پسرليه!
بيا دي اوښکې وروسته توى کړې

 

 

په کټ کټ سره خندا کړې
بيا دي وروسته په يو آن کې
زه يم سترګې غوږ و تاته
زه نن سپارم ټول و تاته
په کټ کټ دي خندا وکړه
ستا خو اوښکې طلايي دي

 

په ذکر شويو نظمونو کې پسرلى او سوړ منى (خزان) په خيالي پيرايه کې ياد شوي دي. د شاعر د خيال کمال هم دا وي، چي هغه د موجود نه پرته د حقيقت يوه بله بڼه را برسېره کړي. که موږ و منو چي د سپوږمۍ څخه يو کس و مځکي ته راستون شي او دلته هغه په ګراموفون باندې ساز او سروز (ميوزک) واوري. دا خبره جوته ده چي د ميوزک په اورېدو به هغه يو داسې خوشحالي محسوسه کړي، چي هغه به تر اوسه پورې نه وي محسوسه کړې. د هغه مخ ته به ظاهري حقيقت هم دا وي، چي د يوې تورې ډبې (بکس) څخه داسې ږغونه را وځي، چي پر زړه او دماغ يې ډېر خوندور اثر پرېوځي، هغه كېداى شي دې ږغونو ته نغمې يا وږمې ونه وايي. كېداى شي چي هغه دغه توره ډبه د جادو نانځکه وبولي، هغه به نه د ساز پيژندګلوي ومومي، نه د ميوزک د خوند. اوس که دغه کس شاعر وي، نو د لرګي څخه جوړ د دغه توربخون بکس په باره کي به داسې نکلونه وليکي چي زمزمې به يې تر عالم تېرې شي. اغلب امکان دا دى چي هغه به خپله مشاهده په داسې ټکو کې وليکي:

“لرګي نه جوړ يو توربخون غوندې ذندان چي پکښي ښکاري شاپېريانې زنداني دي، دا شاپيريانې چي څه ډول نغمې زمزمه کوي، هغه د جادو او افسون څخه ډکې دي، ځکه نو د اورېدونکي پر غوږو داسي ښه اثر پرېږدي، چي بې اختياره زړه ورڅخه يوسي، دا د جادو او افسون څخه جوړ زندان د نغمو ګلستان دى، چي پکښې د مينې ډکې لمرينې او خوشبوداره زمزمې يو تر بله داسې چاپېره را وځي، چي سړی ورته ګوته په غاښ پاتې شي. دا به حتماً هغه د کوه قاف د شاپېريانو نغمې وي”.

که څه هم په واقعيت کې داسې نه ده، خو د احساس له مخې همدا ريښتيا خبره ده، که څه هم په تکنيکي لحاظ ميوزک خپل ټاکلي او منل شوي دستور او اصولونه لري، خو د سروز او ميوزک حقيقت دا هم دى، چي دا زموږ د جذباتو او احساساتو تر ټولو ښه نمايندګي کوي او زموږ د ښکلا حِس ته خوشبويي او جمالياتي حس ته وده ورکوي. دغه شان په پسرلي کې پستوور بارانونه بيا لمر چي د وريځې په شال کې خپل مخ پټ او ښکاره کوي، د پسرلي سوړ شمال چي تاندې را ويښې شوې ونې ځنګوي، دا زموږ د ښکلا او مينې جذبو ته غورځنګ ورکوي او په موږ کې د فطرت شناسۍ جذبې راپاروي، لنډه دا چي دا ټول عمل زموږ د خوشحالۍ سوب ګرځي.

د خپلي خبرې د سپيناوي لپاره که د يوه شاعر مثال را واخلو. يو شاعر د پسرلي په شنو دښتو او ساړه شمال کې يوه ښايسته نجلۍ و ويني، هغه ته نجلۍ او د پسرلي ښايست د يوه حقيقت دوې بېلې- بېلې بڼې څرګندې شي، نو اوس که دغه شاعر يوه ځوانه نجلۍ يا د ګلانو د جزياتي، کيمياتي يا جغرافيايي اړخونو باندي ګز راواخلي، نو په ګلاب، نجلۍ، پيشي او اوښ کې خو د مځکي او اسمان توپير شته، ولې چي د دانشورانه تجريدي فکر او د شپېلۍ جادوګر ږغ نو له بل څخه نابلده دى. د آرټ- هنر څخه د اثر اخيستلو لپاره خيال ته اړتيا پکار وي. بل دا چي دانشوران او د عقل شاګردان دا ډول خوبونه نه ويني، چي پکې د مرغانو خوندور ږغونه، د بوډۍ پر ټال باندې پېيل شوي رنګونه، د اسمان پر هسک ځيګر د سپينو او تورو اوورو منډې او د سپوږمۍ شپول ته پکې ځاى ورکړل شوی وي.

موږ بايد دا حقيقت ومنو چي زموږ اصليت او حقيقت يواځې د ساينس، جغرافيې، حياتيات يا جذياتو د پوهانو په حيث نه دى، دا زموږ د شخصيت يوه برخه خو كېداى شي، خو دا زموږ د جوړښت په هکله بشپړ حقيقت نه څرګندوي. موږ بايد ومنو چي د انسان په حيث موږ خوبونه وينو، د خيال په وزرو نابلده دنيا ته يون کوو، ښايسته انځورونه جوړول او د ساز او سروز زړه راکښونکې نغمې تخليقوو، نو په دې صورت کې موږ د خوب ليدونکو په حيث د خپل چاپېريال د عملي حقيقتونو څخه نه شو بېګانه يا غافله كېداى. لکه څه ډول چي د مومير په کلاسيکي نکل (اسطوره) کې يو قوم د ونو د ګل خوړلو په سوب د خپل ځان او چاپېريال څخه بې خبره پاتې شي، شاعران او د آرټ خالقان د ژوند د عملي حقيقتونو سره نه يواځې بلد وي، بلكې هغه د ټولنې د اجتماعي يون اندازه هم کولای شي، ځکه خو شاعر ته د ټولنې نباض هم ويل کېږي.

د شاعر او فنکار کمال دا هم وي، چي هغه د اوسپنې له لرګي، پيتل او نور دهاتونو څخه دا ډول نغمې تخليق کړي، پر مړو او بې ترتيبه تورو (الفاظو) باندې داسې دم چوف کوي، چي ژوند او حرکت پکې پيدا شي، دغه نغمې او سندرې بيا د مشک او عنبرو په شان خپله موجودګي هم په خپله څرګندوي او له يوه ځايه بل ځای ته سفر هم کوي. له دې پرته هغه د رنګونو په ملتيا داسې انځورونو ته ژوند ورکړي، چي د زرهاوو کلونو زوړ فطرت زموږ مخ ته هم هغه ډول پېش کړي، په دې هکله يو ډېر ښه نظم د دې حقيقت غبرګون کوي، چي آرټ تلپاتى حقيقت لري او دا د تېر وخت هغه انځورونه او حالات زموږ مخته په دا ډول وړاندې کوي، لکه چي هغه د نن ورځې خبره وي، د خيالونو د تخليقي عمل له لارې يوه دنيا همدا ډول ابادېدلای شي:

په سندرو او نکلونو
د ورک شويو ښارو پلونه

 

 

په سازونو او رنګونو
پاچهان مو را ژوندي کړل
چي تېر شوي وو وختونه

 

يوه ورځ زما يوه فلسفي ملګري دا خبره وکړه، چي د منطقو پر موضوع باندې د پرله پسې کار کولو په سوب هغه د ايمان او يقين جبلت له لاسه ورکړى دى. زما په نزد د دې سوب همدا كېدلای شي، چي يقين زموږ په وجود کې هغه لوبه کتونکی تماشايي دى، چي د ډرامې د مقصد تعين کوي، خو منطق موږ يوې زرغونې خونې ته بيايي، چېرې چي سټېج (دريځ) شته خو ډرامه/ لوبه نه شته. دغه ډول منطق بيا خپل تندی وهي او په تدريجي انداز هغه د وژن څخه محروم شي. “يقين زموږ د اندرون هغه کوربه دی چي د وحدت هرکلی کوي”. آرټ او شاعري د ژوند ډرامې ته داسې دريځ (سټېج) جوړ کړي، چي د ژوند هر عکس پکې کتل کېدای شي. په ژوند کې زياتره وخت حقيقت مجاز ښکارېږي او کله روڼ حقيقت د مجاز په جامو کې زموږ مخته ولاړ وي. د ژوند ډرامې (لوبې) ته چي آرټ او شاعري څه ډول اساسي سټېج تياروي، په هغه کې د ډرامې واړه برخې رنګونه دي، رنګونه يو تر بل چاپېر را چاپير شي، کردارونه د هغوى جامې څري. لنډه دا چي دا ټول څيزونه بدلېږي، خو يو شی داسې دى چي هغه دايم پاتې شي او هغه دى د “ژوند ستره لوبه” (ډرامه).

د انسان، فطرت او آرټ تر منځ څه ډول تړون دى؟ د دې اصل غبرګون موږ د جان کيټس په يوه اوږده او معروف نظم کې کتلای شو. دغه نظم چي “ياني و يو يوناني ګلدان ته د غنايي نظم پيرزوينه” په سرليک پېژندګلوي لري، د کېټس مخ ته يو زرکلن زوړ يوناني ګلدان پروت دى، پر دغه ګلدان باندې د خپل وخت يوه ډېر اوچت هنرمند کار کړى دى، د دې ګلدان پر يوه برخه د يوې ښکلې نجلۍ انځور دى، چي په سترګو کې يې د خپل اشنا د بېلتانه درد او د شوګيرو اثرات له ورايه څرګندېږي. د ګلدان بل پلو ته د يوه بزګر انځور دى، چي د لمر د کوزېدو پر مهال يې خپل کر (فصل) رېبلی دی او پر اوږو يې را اخيستی دی. همدغه ډول د ګلدان پر غاړه يوه ونه ده، چي تر سيوري لاندې يې دوه مينان (هلک او نجلۍ) يو بل ته په کتو کې له جهانه ورک دي. د دغه نظم په پاى کې کيټس دا نظر وړاندې کوي، چي آرټ تر فطرت زيات پياوړى او دايم وي، ولې چي فطرت په هرۍ ګړۍ کې بدلېږي او آرټ د فطرت انځورونه تر زرونو کلونو پورې ساتي. د نظم د پاى مصرعې زرکلن يوناني ګلدان ته څه دا ډول پيرزوينې وړاندې کوي:

د وختونو په اغوش کې
مړې چينې زموږ د فکر

 

 

ته په سل ژبو خاموش يې
شوې روانې ستا په ذکر

 

كيټس په خپل لنډ ژوند کې د آرټ او شاعرۍ په دنيا کې تلپاتى ژوند و موند، هغه ښکلا او ريښتيا يو د بل څخه بېل حقيقتونه نه ګڼي. د کيټس دا وينا چي “ښکلا حق ده او حق ښکلا دی” د آرټ په تاريخ کې د يو ډېر لوی ليک حيثيت مومي. د کيټس د نظر څخه موږ دا حقيقت هم را برسېره کولای شو، چي ښکلا په فطرت کې يو حادثاتي څيز نه دی، بلکې دا د فطرت او حق څخه نه بېلېدونکی حقيقت لري. ښکلا د خوب او خيال او تش ګومان په غېږ کې نه زېږي، دا د عملي ژوند او عادي حقيقتونو په پراخه لمن کې واقع کېږي، ځکه نو موږ ته هر هغه شی ښکلی ښکاري، چي پکې د ترتيب حسن هم وي، د ريښتيا او مينې خوشبويي هم.

له دې پرته که موږ بې ننګي، ويره او نا اميدي په خپل زړه او دماغ کې و سنجوو، نو دا به راته حتماً د ښکلا او مينې اضداد ښکاره شي، ولې چي د ښکلا او مينې جذبه او د انسان د خپل ځان سره د تړون سوب جوړېږي. نااميدي او ويره انسان له خپله ځانه څخه بيګانه کوي، ځکه نو موږ دې نتيجې ته رسوي، چي انسان د ابدي امن او سکون ادراک د مينې او ښکلا سره د تړون په وسيله کولای شي. امن او مينه د انساني ژوند دوه لوی معتبر حقيقتونه دي، ولې کرکه او ويره حقيقت نه لري، مينه آفاقي ده، ريښتيا د نړۍ په هر ګوټ کي يو ډول بڼه څرګندوي. بل دا چي حق او صداقت په برخو کې نه شي وېشل كېداى او نه د دې برخې يو له بله بېلې وي. په دې لړ کې موږ دې حقيقت ته رسو، چي د انسان د ذات تکميل د هغه د مينې او ښکلا د جذبې په برکت امکان لري. د تکميل دغه عمل په خپل هيت کې ژوره تخليقي اغېزه لري او دا تخليق د ژوند او مينې د يووالي نخښه ګڼل کېدای شي. د انساني ذات تکميل اعلٰی مرام هغه وخت هم په عملي توګه تر لاسه كېداى شي، چي انسان د مادي شيانو د حوس او حرص څخه ځان و ژغوري، د خپل روح پاکي د قناعت له لارې وکړي او د مينې او ښکلا د احساسولو لپاره خپله مشاهده او رضايت ګړندی وساتي، نو همدغه د يوه شاعر مذهب دی، کوم خلک چي د مذهب په هکله يو ويروونکی او زړه لړزوونکی فکر لري او مذهب د ژوند د عادي معاملاتو څخه بېل ګڼي، هغوی ته به د شاعر دغه مذهب ډېر نابلده و برېښي، چي پکې ازادي او پراختيا دواړه سره نښتي ښکاري. د شاعر مذهب د انساني خوبونو، خيالونو او تخليقاتو د شنډ کېدو مرام نه لري، ولې شاعر د فطرت او خدای سره د مينې او ښکلا په تړون يو داسې جهان تخليق کړى، چي پر اعتماد، بشپړتيا، اخلاص او نورو انساني قدرونو باندې اړه نه لري. هغه د مادي ګټو او د زياتو شيانو د تر لاسه کولو لالچ او حرص څخه ځان و ژغوري.

د شاعر په نزد هره ورځ چي لمر څرک ووهي، يو نوی ژوندون وزيږوي، هغه د سهار دا تازه هوا او خمار- خمار رڼا څخه خپلو خيالاتو ته توان رسوي. د شاعر مذهب پر څه خاص عقيده يا نظريه ولاړ نه وي، ولې چي پر عقيده او نظريه هغه خلک تکيه کوي، کوم چي دا يقين لري چي هغوى حقيقت موندلی دى. شاعر د حقيقت په لټون کې ټول عمر سرګردانه وي، د دۀ مخ ته دنيا د مينې د تودو جذبو، تاندو هيلو او د ښکلا د بېلابېلو رنګونو څخه په وجود کې راځي، ځکه نو شاعر د حقيقت د پېژندلو په هڅو کې نوي حقيقتونه تخليقوي. بل لور ته که موږ و ګورو چي په عادي توګه هغه مذهبونه چي پکې د حرکت او غورځنګ اصول له منځه وړل شوي وي، د ولاړو اوبو په شان له تازګۍ او نفاست څخه محرومه پاتې شي، ځکه نو د مذهبي معاملاتو په هکله داسې هر ډول تخليقي عمل معطله شي، چي اړه يې پر سوال کولو يا شک کولو وي. د شاعر مذهب (غير محرک) يا وچ ولاړ نه وي، لکه څه ډول چي هسک اسمان د مځکې شاوخوا چاپېر دى، رڼا او سيورى يو له بل سره پټپټانی کوي، د هوا په اړه د ځوان شپون په شان شپېلۍ ږغوي، موسمونه بدلېږي رابدلېږي، لنډه دا چي په فطرت کې د پرله پسې بدلون عمل د شاعر و فکر او يقين ته وده او شتمني ور بخښي، ځکه نو د هغه فکر او وژن د ژوند د واړو حقيقتونو په وړاندې له اوله لا ټاکل شوی نه وي، بلکې هغه په يو جدلياتي انداز د فطرت د ازادۍ په صفت د ژوند په هکله داسې احساسات را برسېره کوي، چي د ټولو وګړو هيڅ پام او فکر ورته نه وي، شاعر ته د فطرت شاګرد ځکه خو وايي چي د هغه د فکر او يقين مراندې د فطرت او د هسک اسمان له خېمې سره تړلې وي.

په دې مهال کې هغه ته تازه هوا او رڼا پرېمانه وي، د فکر او خيال ازادي ور په برخه وي. شاعر ته چي د ټولنې نباض ويل کېږي، په اصل کې هغه د بدۍ او شر تر ټولو غوره ادراک کولای شي، هغه د کل او جز تر منځ د پېچلي او لازمي تړون ادراک لري، ځکه نو ورته د ټولنې ښکاره او پټ تضادات په اسانۍ څرګند شي.

4: د ځوانيمرګ شاعر شېلې)٣( په هکله موږ دا ويلای شو، چي هغه د پرله پسې مبارزې او لټون په برکت د مذهب يو ځانګړی استدلال لاس ته راوړی وو، د هغه کره پوښتنې د مذهب پر ولاړ او دايمي معيارونو باندې شک وکړ، شک چي په عامه توګه منفي رويه بلل کيږي، په اصل کې د ټولو علومو مور ګڼل كېداى شي. شېلې د شک کولو او سوال را پورته کولو سره- سره د لټون مبارزه او د عملي مباحثو ميدان هم تود ساتلی، که څه هم د ځوانۍ په خوږو ورځو شپو کې د هغه د روح مارغه د ژوند له ښاره پرواز وکړ، خو بيا هم د هغه په تحقيقاتو کې موږ ته د تخليقي او مثبت رويې څرک څرګندېږي. د هغه فکر او نظر تر ډېره حده پخوالی لري، په خپل وروستي نظم “د دانشورانه ښکلا د منااتو پېرزوينه” کې هغه دا ډول غبرګون کړی دی. د دغه نظم د سرليک او متن څخه د شېلې د ښکلا او مينې په هکله د فکر او نظر غوره عکس العمل را برسېره کيږي. شېلې پوخ يقين درلود، چي ښکلا د اظهار لپاره خپله ځانګړې ژبه لري، دا د وېرې يا کرکې ضد ده، بل دا چي په ښکلا کې دا اثر او روح هم شته، چي هغه هيڅ عقلي استدلال ته اړتيا نه لري. د شېلې په دغه وروستي نظم کي هغه د اعلٰی فکر د ښکلا غبرګون کړی دى، دا د هغه د پرله پسې روحاني او عملي يون او لټون نخښه ده، چي هغه په وار- وار د اهليت يا غيبي حقيقت سره مخامخ درېدلی دی، د کوم په سوب چي د هغه په زړه او دماغ کي يو نه تمکېدونکی اضطراب را پارېدلی دی. د ښکلا د حقيقت په هکله د هغه يو شمېر خاطرې را څرګندوي، چي ښکلا د هغه په نزد دنيا يو داسي حقيقت دی چي د کل حيثيت ورکول كېداى شي.

په دغه نظم کې شېلې د مينې او ښکلا تر منځ د تړون پر اساسي اصولو باندې رڼا اچولې ده، هغه يقين درلود چي د ښکلا تخليق ژوند ته ابدي بشپړتيا (تکميل) ور په برخه کوي. داسې بشپړتيا چي خټه يې د مينې په اوبو اخښل شوې وي. ک�� څه هم يو څو دا ډول شاعران هم شته، چي پر مايوسۍ او خواشينۍ يې د فکر څرخ را چورلي، د ښکلا او مينې په هکله د شک، طنز څخه ډکې غمچني غورځوي، دا ډول شاعر د هغه ناروغه ماشوم په شان دی، چي د خپلې مور سره بې ځايه ضد کوي، پښې ټکوي، وهل او ترټل کوي، زما په نزد دغه د يقين ناروغي ده، چي د “ريښتيا” پېژندلو ته زيان اړوي، خو دغه ناروغي هم د هغوى لپاره دليل لري، چي تکيه يې پر خواشيني او کرکه باندې وي، خو حقه دا ده چي ښکلا او مينه تلپاتى حقيقت لري او د خپل اظهار لپاره ژبه هم په خپله پيدا کوي.

د ښکلا خواره واره انځورونه انسان ته تلپاتى احساس ور بخښي او د پام وړ خبره دا هم ده چي د ريښتيا بری داسې نه چي په پاى کې وي، حقيقت دا دى چي ريښتيا د مينې او ښکلا په دې اوږده يون کې خپل حقيقت هر ځای څرګندوي. دلته دا پوښتنه بيا زموږ په مغزو کي غزونې کوي، چي د ريښتيا احساس په څه ډول كېداى شي؟ د ريښتيا او حق دغه څرګندونه او غبرګون چي په فطرت کې هر ځای او هر چېرې پاشلي دي، چي د بنګال د يوه شاعر په لاندينيو شعرونو کې احساسېدلای شي:

په فضا کې په اوبو کې
ستا د حسن کرشمې دي
روز و شب مي ستا په خيال کي

 

 

په صحرا او په ورشو کې
ستا د مينې ترانې دي
د زړه کب مي ستا په جال کي

 

ته درياب يې ته وياله يې
له ښکلا جوړه لاليه!

 

 

ته ګلاب يې ته لاله يې
واړه ته يې واړه ته يې

 

زما په نزد همدغه د شاعر مذهب دى، چي د خپل ايمان او يقين مراندې د فطرت په ازاد خويه چاپېريال کې ټينګې کړي. لوی شاعران خپله دغه مبارزه دايمه ساتي او بل دا چي که موږ يو وار بيا د شېلې د مذهبي رجحان څېړنه وکړو، نو دا حقيقت دلته هم غبرګون کوي، چي تخليقي ذهن او بې قراره زړه د ريښتيا ميندلو لپاره تر ټولو غوره اساسه ده.

(۷)

انسان ته د ښکلا او حقيقت پېژندګلوي د خپل ټولنيز چاپېريال په سوب کيږي، ولې چي د پرله پسې تجرباتو او مشاهداتو په اړوند ټولنيز شعور د حقيقتونو ځانګړي ادراک لري، ولې که موږ د لرغوني وخت تخليقاتو ته ځير شو يا د پخوانيو مدنيتونو جاج واخلو، نو دا خبره راته جوتېږي، چي د مينې او ښکلا احساس انسان د خپل تاريخ په هر پېر کې کړی دى، د مينې او ښکلا دغه احساس او جذبه د انساني تهذيب داسې نخښې دي، چي په کاينات کې د انسان د تلپاتي پايښت ضمانت ورکوي. په اسمان کې ډېر داسې ستوري شته، چي يو وخت د خپلې رڼا له امله د خلکو په زړونو او دماغونو کې ځلانده وو، خو څه وخت چي دغو ستورو خپل طبعي عمر بشپړ کړ او د ځلا صفت يې له لاسه ورکړ، بيا دغه ستوري د سکرو او ايرو تورتمونه پاتې شول.

خو انسان د ستورو يا نورو مادي تخليقاتو څخه ځکه بېل دى، چي هغه د مړينې څخه وړاندې په تخليقي توګه خپلې نخښې پرېږدي او د تاريخ په يوه خاص وخت او ځاى کې د خپلې موجودګۍ پلونه تر شا پرېږدي، لکه ستوري انسان هم د خپل ژوند په پېر کې ځلاند برېښي، خو دا د انساني ټولنې کمال دى، چي د انسان د بقا او تلپاتې يادونو ازانګې د تاريخ په هر پېر کې ژوندۍ ساتي.

په دې ارت جهان کې انسان هر وخت د ايکړتيا او ويرې په ټوليو کې پاتې شوى دی، ځکه نو د ورکېدو له ويرې يا نورو ځناورو څخه د زيان ور اوښتلو له امله انسانان په اتفاق او اتحاد پاتې شوي دي. د انساني تهذيب څېړنه دا حقيقت هم را برسېره کوي، چي په انسان کې د خدای د ميندلو او د هغه د عبادت کولو تر شا هم د ده ټولنيز شعور پاتې شوى دی. له همدې امله د هر مذهب شعور د خلکو د قبايلي خدايانو څخه پيل شوی دی. يوه پوښتنه چي د ټولو تهذيبونو څخه ځواب غواړي، په تيره بيا زموږ د عصر له تهذيب څخه هم هيڅکله دا نه دی چي موږ په مادي لحاظ څه لرو او په څومره تعداد يا مقدار کي يې لرو، بلکې له موږ څخه دا پوښتنه کېږي چي موږ په څه ډول د خپلو جذباتو څرګندونه کوو؟ په يوه انساني ټولنه کې که وګړي مادي پيداوار زيات کړي او ژوند ته اسانتياوې پيدا کړي، د دولت او شتمنۍ نوي معيارونه وټاکي او غوړ خوراکونه ولري، دا ټول څيزونه انسان د يو مادي ځناور يا خوړلو او څښلو مشين په صفت ثابتوي. حقه دا ده چي انسان يواځې معده يا خېټه نه ده، د ژوند او حقيقت تعبير که د هر ډول روحاني جذبې څخه وکړل شي، نو هغه د انسان يو بېل او معتبر مخلوق په صفت معرفي کوي، د روحاني جذبې او پوخ يقين په وسيله انسان د يو ژوندي سړي مخلوق پر ځاى د انسان په نسبت شرف مومي.

د انسان وده د مادي څيزونو او ژوند د اسايشونو پرته په روحاني، فکري او شعوري بشپړتيا پورې اړه لري، ولې چي وده د نابشپړتيا څخه د بشپړتيا (تکميل) پر لور د يون نوم دى. ژوندي مخلوقات په طبعي توګه خپل بشپړ وجود د زېږون په وخت کې و مومي، خو دلته که موږ يو ماشوم د سړي په صفت معرفي کړو، نو دا په يقيناً د خندا خبره وي، ځکه نو موږ بايد دا حقيقت ومنو، چي ژوند د پرله پسې بدلون نوم دى. دا د اضافي يا ډېرښت څخه بېل ځانګړی حقيقت لري. که زموږ د پيداوار او دولت څخه د خوند اخيستلو جذبه د څه شان تخليقي ايډيل تر اثر لاندې شي، نو دا خبره به ثابته شي چي دا ټول عمل د بشپړتيا او د تکميل پر لور روان دی. که داسې ونه شي، نو دا امکان شته چي انسان دي د مادي څيزونو تر شا د بې مرامه عمل برخه جوړ شي او د مشين د يوې پرزې په شان خپل انساني صفت او پېژندګلوي له لاسه ورکړي، دا همدا ډول خبره ده لکه څرنګه چي د رېل ګاډۍ د انجن په شان په خپل شکم کې د سوځولو لپاره تېل يا کويله اچوي، نو دا جوته ده چي د رېل ګاډي په شان به هغه ځکه هم خپل منزل ونه مومي، ولې چي په داسې مهال کې انسان د ژوند لپاره کار نه کوي، بلکې د کار لپاره ژوندی پاتې كېدل خپل د ژوند مرام ګڼي.

د تخليق او اظهار له لارې انسان حقيقت ته د رسېدو تابيا کوي او همدغه ډول د حقيقت د ميندلو په سوب هغه د تکميل او بشپړتيا پر لور خپل يون ګړندى ساتي. انساني ټولنه اظهار او تکميل ته لېواله کوي او څه وخت چي انسان د تخليق له لارې د خپل اظهار بشپړتيا ومومي، نو هغه ته د انسانيت او ماورائيت تر منځ د تعلق ادراک وشي. د شاعر تخليق بايد چي تجريد ونه لري، ولې چي تجريد او ابهام د يقين ستنې ناتوانه کوي. بل دا چي د شاعر شعوري هڅه هم بايد دا وي، چي هغه د برياليتوب ميندلو يا د خپل عصر له شاعرانو څخه د سالي يا ځانګړتيا ميندلو لپاره توان خرڅ نه کړي، ولې چي د شاعر يقين پراخ او ارت وي. هغه د سيالي او تعصب جذبه بېخي لري نه او خپل د يقين مراندې د ښکلا او مينې په ارت جهان کې پيوست کړي. دا ټول د شاعر هغه ځانګړتياوې دي، چي هغه له نورو وګړو څخه بېلوي. برياليتوب ميندل خو هسې هم د شاعر په نصيب کې وي. لکه څه ډول چي د ځوانيمرګو شاعرانو شېلې او کيټس د خپل کم عمر پرته د عالم په ادبي او علمي لوح باندې د نه ورانېدونکيو نومونو په حيث نوشته دي. د شاعر پرته زموږ په معروض (چاپېريال) کې د برياليتوب تصور پر شيانو باندې د کنټرول ساتلو او زيات څه زيات مادي اسانتياوې برابرول وي. که څه هم انسان د خپل تخليقي صفت په سوب د خپل ژوند اساسي اړتياوې او ضرورتونه په خپله بشپړ کړي دي، په دغه تناظر کې کار کول يو تخليقي عمل ګڼل کيږي. زموږ د اوسني وخت د تهذيب د فکري او عملي اساس- چي پر جديديت اړه نه لري- زيات مادي پيداوار او مالي ګټه د انسان برياليتوب ګڼي. څه وخت چي انساني ټولنه د پيداوار زياتوالی او مالي ګټه تر لاسه کول خپل مرام وګڼي، نو وګړي د دې مرام لپاره د مېږيانو په شان هر وخت بوخت پاتې شي، په هندي ژبه دغه عمل ته “شهدرا” ويل کيږي. څه وخت چي نوميالي تورزن “کهشريا” د خپل ايډيل (خيالي فرد يا خيالي دنيا) ميندلو لپاره د عزت او ننګ لاره خپله کړه، که څه هم هغه په ظاهري توګه بريالی نه شو، خو د هغه دا عمل تر برياليتوب لا لوړ مقام و درلود. بل لور ته که موږ د شهدرا د يو دا ډول کردار په صفت پېژنو، چي د حرص، لالچ، لوږې او کرکي څخه جوړېږي، د “شهدرا” د ځانځانۍ او لالچ نخښه بلل کيږي. اوس دغه سمبول د هر شي لپاره په کار راوړل كېداى شي. په زياته زموږ د عصر هغه وګړي او ټولنې، چي د مشينانو په شان د مالي ګټو او پيداوار په عمل کې بوخت هم د شهدرا په نامه دا سمبول د هغو ټولو خلکو لپاره کارول کېږي، کوم چي د انسان عظمت او لوړوالی د هغه د خېټې او معدې تر مړېدو پورې بولي، داسې خلک که هغه په لاسونو کار کوي يا د خپلو دماغونو د ډيوو تېل کاروي، هم د “شهدرا” په نامه بلل کيږي. دا دماغونه، خېټې او معدې چي په لړزانده پښو لوڅ لغړ يوه ناخبره منزل ته رهي (روان) دي، موږ ته پر هغوى باندې رحم راشي، ناڅاپه مو له خولې ووځي، “اې باداره! د خپل رحم او پوهې په څادر کې دا لوڅ لغړ در ونغاړې، دوى ته د ژوند د ښکلا احساس ورله ورکړې، چي د خپل (مشيني) رنځ درمل يې وګرځي”.

دلته زه يو وار بيا د شېلې مثال وړاندې کوم، د هغه پر لامحدود باندې پوخ يقين انسان په دې فاني جهان کې د يوه مرام ټاکلو لور ته راپاروي، دا خبره د پام وړ ده چي په ژوند کې بشپړتيا يا تکميل په بيړه او منډو ترنډو وهلو، زيات پيدا کولو او ژوند ته اسانتياوې راوستلو څه بېل او جدا شى دى، په اصل کې د بشپړتيا ميندلو لپاره بايد چي انسان خپل ځان “ازاد” کړي، څه وخت چي زموږ ايډيالونه د پراخ او ارت جهان خيالي کردارونه وي، نو دا امکان شته چي د يو کردار په حيث به موږ په عملي توګه غوره انساني روايات او اقدار و پېژنو. له دې پرته که انسان خپل ايډيالونه د مادي دنيا او ساتنې اتحاداتو او مشينانو په چوکاټ کې ولټوي، نو هغه هيڅکله د خپل ژوند لپاره لوى مرام نه شي تر لاسه کولای. بله د پام وړ خبره دا هم ده، چي د انساني ذات بشپړتيا د ازادۍ سره- سره په پرله پسې فکري يون باندې هم اړه نه لري، خپل فکري او روحاني يون ته دوام هغه وخت ورکول كېداى شي، چي انسان خپل ايډيالونه غوره او اوچت ولري او په خپل زړه او دماغ کې د فطرت سره د مينې پرېمانه او پوخ يقين ولري.

لکه څرنګه چي په هر وګړي کې د ميوزک د سازونو د پيژندنې او د هغه څخه د را وتلو نغمو او زمزمو خوښونه د هغه په باطن کې شته، همدغه ډول په هر تهذيب کې يو دا ډول تخليقي قوت شته، چي موږ د انسانانو په حيث د اعلٰی اقدارو، ښکلا او مينې، لنډه دا چي د بشړتيا (تکميل) لور ته و ګوماري. پرته له دې که په يوه تهذيب کې د تخليق ژبه وچه او روح مړ شي، نو هلته بيا د دولت او طاقت د تر لاسه کولو، د ژوند غوره مرام وګرځي. په دې صورت کې د انسان دغه تخليقي جوهر چي د لمر غوندې ځلا لري، يو دم د هغه ستوري په شان د خاورو، ايرو بې نامه مات څلي شي، چي خپل طبيعي عمر يې پوره کړى وي.

زموږ د دې عصر ناروغي په اصل کې عقلي هم ده، د څه وخت څخه چي انسان د کاينات او فطرت په هکله د خپل عقل په محدوده آيينه کې کتل او د هغه څخه نتايج (پايلي) تر لاسه کول پيل کړي دي، انسان ايله يو مادي ځناور ګڼل شوی دى. د عقل په پيمانه خو قناعت، صبر، شکر او عاجزي ټول هغه صفات دي، چي د انسان د بقا په هکله سوالونه راپورته کوي، له دې پرته لالچ، ګټه او ځانځاني ګټور عمل دى، ځکه نو انسان د سرمايې په لګښت يو داسې جهاني نظام تشکيل کړ، چي پکې د ژوند د اعلٰی او غوره اخلاقي اصولونو هيڅ ځای نه شته، بل پلو ته سيالي ځاني ګټې او د ذاتي ملکيت د جذباتو اور ته نور پکي هم ورکول شوي دي. د فيکټرۍ يا کارخانې له مشينانو څخه چي کوم لوګی راوځي، هغه د انساني تهذيب د بقا نخښه ګرځېدلې ده. په دې مهال کې د شاعر پر لا محدودو او خيالي ايډيالونو باندې يقين درلودل د يو معجزې څخه کم نه دى. د جمالياتي احساس او روحاني جذباتو د بيا را ژوندي کولو لپاره د نن شاعر بايد چي د موسوي روايت په تقليد کې د خدای په حکم مړه، بې نوره او له حسن څخه سېوا زړونه او له مينې او وجداني شعور څخه محروم خيالونه او فکرونه په خپلو الهامي سرودونو (نغمو) باندې و پسولي، نن د عقليت وينه د يقين د ستنې ډډ خالي کړی دى، ځکه نو پر لا محدودو حقيقتونو يقين او د غير مادي حقيقتونو منل د روان تهذيب د ورکېدو او لاميندلو سوب ګرځېدلای شي. يقين د قربانۍ په  وسيله وده مومي، زه پر دې پوخ يقين لرم چي د ماديت د زياتوالي او د انسانانو د مشيني خصوصياتو له امله به يوه ورځ انسانان په خپل رنځ پوه شي، هغوى به له ځان سره و بوڼېږي، خپل ګرېوان ته به سترګې کښته کړي، د يقين د نيشت په سوب به هغه ته خپل وجود د خزان شوې ونې د خالي ډډ په شان و برېښي، دلته د يقين بيا زيږون په عمل کې راځي، ماته داسې ښکاري چي په دې مهال کې به يقين د نوو او تنکيو هيلو پر غونډۍ ولاړ، لاس زموږ لور ته را وڅنډي، چي “را پاڅئ د خپلو ناتمانه او غوره صفتونو د لټون تابيا وکړئ، هغه صفتونه چي قدرت په تاسو کې د ناممکناتو د ترسره کولو لپاره ايښي دي، را پاڅئ تاسو لافاني نه ياست، ځان مو وپېژنئ”.

کوم قومونه چي د يقين دغه اذان ته غوږ نه کښېږدي او پر خپل اوسني مال، دولت مادي ګټو غره پاتې شي، هغه به حتماً د يوې ناخوښې پايلې سره مخامخ کېږي. داسې قومونه دا حقيقت هم هېر کړي، چي د کومو مشينانو په غورځنګ کې د هغه ژوند راګير شوی دى، بل هيڅ ږغ د مشينانو په شور کې د هغه تر غوږو نه رسېږي، دا هم هغه مشينان دي، چي انسان پخپل لاس او ذهن تخليق کړي دي او اوس يې د بادارانو په شان د انسانانو پر ژوند خپل کنټرول ګړندی ساتلی دی.

حق دا دى چي دغه مکان او د مينې ډک جهان د تخليق او اظهار پر وسيله ژوند مومي، دا د انسان هغه خاصيت دى، چي هغه دا محسوس کړي، چي سهار د لمر د څرک سره چي کومې وړانګې زموږ په تاريکه او بډه دنيا کې کومه رنګيني او خوند راولي، دا په اصل کې د ستايلو وړ ده، هغه بايد چي محسوس کړي چي د سهار په ساړه شمال کې تنکۍ غوټۍ او دنګې وني څه ډول په کټ- کټ خنداوې سره کوي. همدغه ډول د ژوند هر سهار د يو نوي ژوند په څېر احساسول هم د قدرت يوه لويه عطا ده، چي شاعر ته يې ور سپارلې ده.

د يقين اذان د هر وګړي تر غوږه رسيږي او هر انسان ته په دې ارت جهان کې د هغه د فاعلي او تخليقي وصف زېری ورکوي، هغه هر انسان ته همدا حقيقت ور په ګوته کوي، چي هغه خالق دى او بايد چي د ريښتيا، مينې او حقيقت پېژندګلوي و مومي او خپل دا ناتمام حقيقت ومني، زموږ په اندرون کې همدا غوښتنه سر راپورته کوي، چي خپل تخليقي او فاعلي حيثيت وپېژنو او د دغه وصف په وسيله د فطرت او د خالق سره خپله رشته او نسبت وپيژنو او د خپل روح د ازادۍ مرام تر لاسه کړو، په نړۍ کې د خپل وجود او حيثيت پېژندلو لپاره د ازادۍ او تخليق جذبه تر ټولو وړه وسيله ده، لکه څه ډول چي موږ د ميوزک د سازونو څخه خوند اخلو او دا پېژنو چي د ميوزک سازونه زموږ په اندرون کې څه ډول زوږ پيدا کوي، همدا ډول زموږ اندرون د ژوند د اعلٰی او غوره مرام د پېژندلو په لار کې هم زموږ لاسنيوی کوي.


)١( پروټين د يوناني ديومالا(اسطوره) کرداري چي د سيندونو او رودونو کوشنى “ديوتا” بلل کيږي، دی د سيندونو او رودونو د لوی دېوتا (Posedion) نوکر ګڼل کيږي.

)٢( :Triton د يوناني ديومالا يا نکلونو سک کردار دى، دغه د سمندرونو لوى ديوتا دى، چي له سره تر اوږې پورې د انسان غوندې وجود لري، باقي بدن يې د ماهي په شان دى، د دۀ په غاړه يو لوى لښکر وي، څه وخت چي ټريټين پر لښکر شونډې کښېږدي، نو په سمندر کي طوفان راشي.

)٣(  شېلې چي د عمر په دېرشم کال کې يې له دې جهانه کوچ وکړ.

1 comment

  1. عبید Reply

    په ويپاڼوکې دومره اوږدې ليکنې کم خلګ لولي،که داليکنه ۲برخې خپره شوې وای ښه به وه

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان