خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د سپوږمۍ لوُر، د پښتو شعر په هسک کې یو نوی ستوری

پوهندوی آصف بهاند –

د نوزادي د څو اړخیز فرهنګي شخصیت یو اړخ تخلیق جوړوي. د تخلیق په نړۍ کې نوزادي تر اوسه پورې خپلو لوستونکو او مینه والو ته درې ډالۍ وړاندې کړې دي:

۱ــ د وړانګو جنازې (۱۳۸۷ ل ــ ۲۰۰۸م)،
۲ــ بریتور آشنا (۱۳۹۲ ل ــ ۲۰۱۳ م)،
۳ــ د سپوږمۍ لوُر (۱۳۹۴ ل ــ ۲۰۱۵ م).

د دویمې شعري ټولګې د مقدمې له پاره یې ما ته غږ کړی و او ما هم یوه داسې اوږده مقدمه ور ته لیکلې وه چې د چاپ په وخت کې کوم خوا خوږي ور ته ویلي وو:«دومره اوږدې مقدمې ته څه اړتیا وه او …» د بریتور آشنا د ټولګې یو شعر(د توتکۍ له وزرو) زما ډیر خوښ شو او له هماغه شعر نه په الهام سره مې په هنري ژبه په مقدمه کې داسې ور ته لیکلي وو:

«ﻧﺎ څاﭘﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎران وورﻳﺪ اوﭘﻪ ﻫﻤﺪې اړ ودوړﻛﯥ ﭼﻴﺮې دﻛﻮﻣﯥ ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو ﻧﻪ درﺣﻤﺖ اوﺑﻪ دﻧﻮزادي ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﻪ وروڅڅیدې،ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻋﺎﻃﻔﻲ ﺳﺘﻮﻧﻰ ﻳﯥ ﻟﻮﻧﺪﺷﻮ،ﺗﺎﻧﺪ ﺷﻮ،دﺷﻌﺮﻏﻮټۍ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻏﻮټه ﺷﻮې اودادى اوس دﻏﻪ ﻏﻮټۍ ﻏﻮړﻳﺪﻟﯥ دي اوﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﯥ دي.»

د نوزادي د شعري تخلیق په بڼ کې د بریتور آشنا د ګلغوټیو تر غوړیدو وروسته دا دي څه نورې غوټۍ هم غوړیدلې دي چې ده خپله ور ته «د سپوږمۍ لوُر» نوم ټاکلی دی.

«د سپوږمۍ لوُر» ټولګه د پشتۍ په ګډون یوسلو شپږ اویا (۱۷۶) مخونه لري، دوې سریزې په کې راغلې دي، یوه خپله د شاعر له خوا لیکل شوې ده، دویمه سریزه د ښاغلي شهسوار سنګروال په قلم لیکل شوې ده چې په لنډه توګه یې د نوزادي د شعرونو پر ځینو اړخونو رڼا اچولې ده.

په سریزو پسې د شعري ټولګې(د سپوږمۍ لوُر) متن پیل کیږي چې د شاعر یو سلو پنځه (۱۰۵) ټوټې آزاد او مقفی شعرونه په کې راوړل شوي دي.

سره له دې چې ښاغلي حاجي محمد نوزادي د ټولګې په سریزه کې، د خپلو توضیحاتو په ترڅ کې پر ګرامري ستونزو، په تیره پښتو«ی» ګانو باندې غږیدلی دی(د شاعر سریزه، ۵ ــ ۶ مخونه) خو د کتاب له سریزې نیولې، بیا تر متن پورې د «ی» ګانو د کارولو په برخه کې څرګندې تیر وتنې شوې دي.

یوه بیلګه یې د کندهارۍ لهجې د اصولو له مخې په استثنا کې راتلای شي، لکه د ټولګې په«۱۷» مخ کې د «ستاینه» تر سر لیک لاندې شعر په ردیف کې چې باید اوږده «ې» باندې لیګل شوې وای، مګر هلته تر پایه په څرګنده «ي» باندې راوړل شوې ده،. کله مې چې دا ستونزه له ده سره مطرح کړه، د نوزادي استدلال هم سم و، ده را ته و ویل چې زموږ په لهجه کې په همدې ډول تلفظ کیږي او ما خپله همداسې لیکلې دي. په رښتیا هم که په کندهارۍ لهجه کې، لکه د پښتو ژبې د نورو لهجو په څیر «کې» په اوږده «ې» ولیکل شي، نو د دوی د تلفظ یا لهجې پر اساس په دوو هجاوو د (کې یې) په بڼه باید تلفظ شي، چې په هغه صورت کې د شعر یو هجا ډیریږي او وزن خرابیږي.

حاجي محمد نوزادي د مسلک له مخې انجنیر دی، خو د فرهنګي هڅو ډیره برخه یې د هنري او ادبي هڅو له پاره وقف کړې ده، په ادبیاتو پوهیږي او ژوره مطالعه په کې لري، هم د پښتو ژبې په ادبیاتو کې او هم په نړیوالو ادبیاتو کې د مطالعې قوي بِګروند لري او د «ی» ګانو د کارونې په برخه کې خو ډیر ځلې له مسلکي کسانو نه هم تیر وتنه کیږي.

د نوزادي «د سپوږمۍ لور» په اندامونو کې ما یو څه نوې او ښکلي انځورونه ولیدل چې دغه یې زما له نظره نوي او د پاملرنې وړ دي:

نوزادي کله کله د وخت حقایقو ته داسې پام وي چې د بل چا ډیر لږ ورته فکر وي. دی په دې څلوریزه کې په اوسنۍ زمانه کې چې د علم، تکنالوژۍ او بیدارۍ عصر دی او پښتنون لالا په کې ویده دی، داسې اشاره کوي:

چـــې یـــې قــــلــم لــکــه پښتــون ویـــده سـي
نـــوزادي هســې بــې مـضــمــون ویــده ســي
خدایه چرګ بانګ یې کړې په ستوني کې وچ
چــې پـــر مـــړونـد تـر سبــاوون ویـــده سـي
(د سپوږمۍ لور، ۳۴ ام مخ)

د سپوږمۍ لور په لمن کې په رښتیا سره چې د نوزادي د فکر څه نور ګلان را غوړیدلي دي او نوزادي د خپل فکر نوې وړانګې نندارې ته وړاندې کړې دي. د نوزادي په دریمه شعري ټولګه (د سپوږمۍ لور) کې د شکل او محتوی له مخې ډیر څه د پام وړ دي، هیله ده چې مینه وال یې تر لاسه کړي او خپله هنري تندې ور باندې ماته کړي.

دا هم په دې ټولګه کې د نوزادي د یوه آزاد شعر بیلګه:

یاد

د ساړه ژمي،
یو ماښام مې سو یاد.
چې زه او ته،
پر یخه خمکه باندې،
لکه د واورې ټوټې،
ویلې سولو.
بیا چې پسرلي کې راغلم،
پر هغه ځای وو،
دوه ګلان شنه سوي.
(د سپوږمۍ لور، ۷۴ ام مخ)

1 comment

  1. شپون Reply

    یو څه نوي خو لري

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان