خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د خپل هېواد د ګټو ساتل، ملي مسوولیت دی|جنرال دولت وزیري

که څه هم نړۍ په يوه کلي بدله شوې ده او د ارزښتونو پر سر د جګړې بڼه هم تر پخوا بدله ښکاري، خو د خپل هېواد ساتل اړين دي.

د وخت د انګلستان ملکې اليزابت خپل یو هوښیار استازی(انتوني جن کن سن) د ايران د وخت پاچا ته د يوه ليک سره ولیږه.

محمد نادر ايوبي کندهاری په خپل اثر(پاچاهانو څه کول؟) کې د ایران د تاريخ په حواله ليکي:

«د ملکې اليزابت استازي په خپلو يادښتونو کې ایران ته د خپل سفر په هکله وايي، کله چې د ایران د پاچا(طهماسب صفوي) دربار ته ورغلم. له سلام او درناوي وروسته مې د ملکې اليزابت ليک پاچا ته ورکړ. کله چې پاچا د ملکي لیک واخیست، پوښتنه يې وکړه چې د پرنګيانو له کوم هېواد څخه يم او دلته ایران ته د څه له پاره راغلی يم؟»

دی وايي:

«ما ورته وویل، ښاغلیه اعلیحضرتا! زه د انګلستان هېواد د لندن اوسېدونکی یم. د انګلستان د اغلې ملکې له خوا دنده را سپارل شوې ده چې د ايران له دولت او حکومت سره د دوستۍ تړون رامنځته کړم. تر څو د انګلستان او ايران دواړو هېوادونو تجاران په ازاده او د دوستۍ په فضا کې د یوه او بل په هېواد کې خپل تجارت ته دوام ورکړي. په دې توګه به د دواړو هېوادونو تر منځ  تجارت او دوستۍ به د ورورۍ تر کچې ورسېږي او د دواړو هيوادونو د پاچاهانو د لا جلال او شوکت باعث به هم وګرځي.»

د ملکې الیزابت استازی په خپلو یادښتونو کې زیاتوي:

«له بده مرغه کله چې د ايران پاچا له ما څخه د مذهب په هکله پوښتنه وکړه او ما ور ته وویل چې زه مسیحي مذهبه يم. ورو- ورو د پاچا اواز لوړ شو او په ډېره غوسه يې وویل، ای د خدای نه پيژندونکیه! د کفارو سره په هیڅ صورت او هيڅکله نه غواړم چې د دوستۍ تړون لاسلیک کړم او اړیکې ور سره ولرم. امر يې وکړ چې یو څوک په ما پسې ولاړ شئ. د ماڼۍ د غولي په هر ځای چې زه پل ږدم، هغه ځای نښانې کړي. موظف کس زما د هر پله پر ځای رېګ واچولو او نښاني يې کړ. وروسته له هغو نښاني شویو ځایونو يې خښتې و ویستلې او پر ځای يې نورې خښتې هلته ولګولې. دوی د ماڼۍ تر وروستۍ دروازې پورې دا کار تر سره کړ.»

که څه هم دغه عمل یې د کرکې او له نورو د انزجار څرګندونه کوي، هغو شرایطو ته په پام سره پاچا طهماسب ظاهراً هڅه کړې چې خپله هېوادبالنه ثابته کړي.

په هر وخت او هر حالت کې د خپل هیواد ساتل اړين دي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand Comments (1)

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …