خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د حزب الله د تشکیل په هکله| زلمی نصرت

د بقا محور

اتمه برخه

په دې کې کوم شک نه شته چې محمد گل خان مومند یو سني و، او تمایل او باور یې درلود چې افغانستان کې سنیان سره راټول کړی، د سنیانو حاکمیت چې اکثریت تشکیلوي ښه ټینگ او مضبوط کړي، هغه د پښتو ژبې د تعمیم او ترویج لپاره کار کاوه، هغه د افغانیت او د همدې محور په تقویت او تمرکز او د بیگانه کړیو د اعمالو٬ ځپلو او کمزورولو کې د افغانستان سلامتیا او بقا لټوله او لیدله.

 له هغه ځایه چې له  یو خوا  ایران افغانستان کې د شیعیگانو د مخفی او علنی کړیو نه پراخ حمایت کولو او د فارسي ژبې د ترویج او د پښتو ژبې د محوه او اضمحلال لپاره سیستماتیک کار روان و او له بلې خوا  روسیه، غرب او عرب  هم افغانستان کې سیاسی ـ مذهبې  فعالیتونه کول او د خاصو کړیو سره یې روابط درلودل، نو ددې لپاره چې افغانستان د مذهبې او د ژبنی اختلاف په حساب سره بیل او د مذهبې او ژبنې او ایدیالوژیکو جنگو ډگر و نه ګرځي ، تشویش درلود.

محمد داود مومند  خپله تحلیلي کیکنه کې د« پوهان صدیق رشتین یکې از ستاره های  شش ګانه» تر عنوان لاندی دعوت میډیا ۲۴ کې چې گوگل کې پروت دی  د  فضل الله رشتین له روایته داسي لیکې:

« یوه ورځ د ایران لوی سفیر استاد رشتین ته داسي ویلې و « تاسو غواړی پښتو چې ژبه نه ده او یوه لهجه ده د فارسي ژبې جانشین کړې.»

د استاد رشتین ځواب ایران لوی سفیر ته دا و چې: « دا حقیقت نه لري، تاسو ته چا ناسم معلومات در کړی، موږ هیڅکله نه غواړو چې پښتو ژبه ( نه لهجه) جاگزین  د فارسي ژبې شي او د هغه ځای و نیسي، فارسي ژبه خپل ځای لري او پښتو ژبه خپل، د دې لپاره چې پخوا له امیر شیرغلي خان وروسته یو رکود لیدل کیږي، موږ د دولت د نوي پالیسي په چوکات کې خپله ملې وجیبه ګڼو چې د خپلی ژبې علمي کولو، تعمیم او انکشاف له پاره کار وکړو او دا  زموږ د خلکو او دولت یو مسلم حق دی چې، فرهنگې فعالیت او  تلاش کې قرار لرو».

 حوادث هم هماغې خواته لاړ او مخه وکړه٬ کوم چې محمد گل خان مومند لیدل،  د سردار محمد داود د دور نه آن د داکتر د داکتر نجیب الله د حکومت تر سقوطه افغانستان د ساړه او ایدیالوژیک یعنی د شرق او غرب د جنگ میدان د اسلام او الحاد تر نامه او وروسته بیا ژبنې او مذهبې جنگو کې گیر شو.

  افشارو کې  ۱۳۷۱ لمریز کال د مرغومي په ۲۱ نیټه د سنيانو او شیعیه گانو جنگو کې( یوخوا د برهان الدین ربانی د جمعیت اسلامی او د عبدالرب رسول سیاف د اتحاد تنظيم او بل خوا د وحدت ګوند د عبدالعلی مزازی په مشري)  کابل او کابلیانو دغیر انسانی،‌ غیر اخلاقی او وحشیانه تمدن ضد  جنګو شاهدان ول، چې تاریخ یې هیڅکله هیروی نه شي.

جنسي تیری،  د مړو ګډا، د ښځو د ولادتو نندارې، د ښځو د تیونو او د نارینه وو د تناسلې الې پریکول، د سپیو غوښې په انسانانو او د انسانانو پر سپیو خوړل، د بولو ځوړل، د خلکو په خوله کې میتیازی کول، د خلکو سرو کې د میخونو ټک وهل آو … هغه کړنې دي چې تاریخ کې مثال نه لرې.

 څکه محمد ګل خان مومند غوښتل چې د حزب الله  په نامه یو حزب افغانستان کې جوړ کړې،  هغه  افغانستان کې د خپل باور او د افغانستان د جوړښت پر بنیاد  دیوه گوند د موجودیت ضرورت لیده نه د څو حزبونو سیستم کې، او د افغانستان سلامتیا یې هم همدی فرمول کې لیده.

 هغه د حزب الله د حزب د مرام نامې ۱، ۲، ۳ پانو کې د حزب الله د جوړولو، د ضرورت په ارتباط داسي لیکې:
[  « که څه هم هر مسلمان ( د حزب الله) په معنی او مفهوم پوهیږي او پیژنې یې چې څوک ( څه) دی او مرام او مقصد یې هم څرګنده دی، ځکه چې ددغه حزب مرام په قرآن کریم  او کلام الله تعلیم کې ( ولا رطب ولا یالبس الا فی کتاب مبین) چې د هغه د ایاتونو ځنې یو آیت دی او بیا په احادیث نبوي صلی الله علیه وسلم کې مفصل او مکمل راغلی او منلی علما او ددین مشتهدینو تفسیرونه او کتابونه یې پرې لیکلی او تشریحونه او تفصیلونه یې کړي چې، څه نه دې پاتې آو همدغه چې زموږ دین دی د بشر د افرادو او ټولو ( جامعو) د سعادت د پاره بشپړه او مکمله د کړو لاره ده، نو بل کوم مرام لیک  او تفصیلاتو ته څه ضرورت نه وه آو نشته.

 خو سره د هغه د وخت او زمان د ایجاباتو آو ددغه عصر او زمان د یوه شمیر افرادو تمایلو په نسبت لازم وگڼل شو چې هغه اصلی آو اساسی آو مکمل او بې نقصه دستور العمل ځينو دساتیرو او موادو ترجمه آو تفسیر او تفصیل ددغه وخت په اقتضا د حزب الله مرام لیک په نامه و لیکل شي.

 ځکه چې په دغه وخت کې چې په سیاسی نړي کې د حزبونو او گوندونو رواج بازار تود دی آو نن د اروپا آو امریکې مدنیت ظاهري پلوشې او تشعشع زموږ ددغه پیړۍ ځلمو سترگې یې بریښولې او د هغوې د تگ په تعقیب د یو مود آو دود په ډول غواړي چې یو حزب او گوند کې شامل شي، په وطن کې مو په هر مقصد او مرام چې وي د ځنو پردیو له خوا په ښکاره او پټ حزبونه جوړ شوي او زموږ ځلمي یو خوا او بل خوا کښل کیږي او هر ډول وسایل استعمالیږي چې دوی هرو مرو په دغه  حزبونو کې شریک او شامل شي، بیا نو هرڅه چې شوې وي  شوې به وي. 

 دغه وخت کښې مملکت د داخلیه او خارجیه سیاسیه مجادلو د پاره د گراو صحنه گر ځیدلی، د هرې خوانه مجادله آو شدید فعالیتونه کیږي چې سابقه او مثال نلري.

 زموږ ځلمي څه چې حتا زاړه هم تروردی، حکومت په مشکلاتو اخته دی، د هر چا نه لاره ورکه ده، مملکت بحران تیروي. نو د دغه د پاره چې د ټولو مخالفو او مضرو جریاناتو په مقابل کې یوه جبهه تشکیله شي او د افکارو تشتت لرې شي.

په دغه اثنا کې مې لازم ولید چې د حزب الله په غږو سره د مسلمانانو او پښتنو پام د سعادت اصلي اساس خواته وگرځوم او دوی د نجات او فلاح لویې لاریته ملتفت کړم، تر څو چې په دغه گډوډی او هرج آو مرج کښې خدای دې نه کوي چې لاره ورکه نشي او په غلطه و نه خوځیږو، چې په نتیجه کښې به خپله هم له  گړنگو نه غورځیدلی وی آو د ولس په سر به یې هم خاورې شیندلی وي آو مملکت آو هر څه به یې نشت پشت کړې وي. نو ددغه مقصد له پاره سره ددغه چې صحت مې خورا وران او دماغ مې هم چې گورم ضعیفه ده، په خدای مې توکل وکړ او لاندې مواد مې د حزب الله مرام لیک په نامه و لیکل.

هیله لرم چې زما مسلمان ورونه او پښتانه عزیزان قصور دې عفوه کړی او ځما نیت ته چې په دغې موضوع کښې د هر ډول شخصیه اغراضو د ککړ والی نه پاک دی نظر وکړي او ژر تر ژره بیله دیل او داله ننوځي او شامل شي آو په دغې ذریعیې خپل ملت آو مملکت ته خدمت وکړي، تر څو چې خدای دې نکړي د داخلیه او خارجیه اغراضو او فعالیتونو په اثر په کومې کږې و نه خوځيږي او خپل ملت آو مملکت ته تاوان و نه رسوي.


که چیرې په دغه مرام لیک او کړو لاري کښی څه نقصان وي، ځما پوه آو پیاوړي مسلمان ورونه آو پښتانه عزیزان کولای شي چې د حزب د تشکیل نه وروسته پکښی غور وکړي او نواقص یې اصلاح کړي……»]

هغه د حزب الله د تگ لارې په ۴، ۵ او شپږمه پاڼه کې داسي ادامه ورکوي:
« د حزب الله د گوند مرام لیک ځیني مواد نسبتآ مفصل او تقریبآ د یوې لنډې مقالې په ډول لیکل شوی او ځینو کسانو څه اعتراض هم وارد کړ ( چې دغه مواد د قانون حیثیت لري، لازم وه چې لنډ لیکل شوی وای. دغه  اعتراض سم دی خو پښتا نړۍ کښې معارف عمومیت نلري حتی چې سواد هم لږ دی او هم علمي سویه دومره جگه نده چې  هر څوک په هغه حال کښې د موادو په اصل مقصد پوه شوی دې وي نو ځکه لږ شانې مفصل لیکل شوي.. که چیرې حزب جوړ شو او ترقي وکړي بیا کیدای شي چې صلاحیت لرونکي کسان یې لنډ او اختصار کړي. … که د خدای دغه حکم بشپړ ومنل شي آو عملی شې، شک نشته چې د مملکت چارې ژر انتظام مومي او کارونه ژر پر مخ ځي.

 د خدای گوند د مطلقیت آو استبداده سره مخالف او د دیموکراسی اصولو په خوا دی٬ خو هغه دیوکراسي چې اسلامې آو پښتنې اصول آو اساساتو سره موافق وي.

 لکه چې د ځینو عقیده ده د خدای گونده څخه دیموکراسي، د اسلامیت آو پښتونولي آو ولسولۍ څخه د تجرد معنی نلري. د خدای گوند مساعده نشې کولی چې یو شمیر خلک په هره سا لئقه چې وي په دغه نامه ددین څخه ووځي او بې دینی او بد دیانتې غوره کړي او زموږ ددین او وطن او ولسولۍ آو ملیت د دښمنانو سره یو ځای آو مسلمانانو آو پښتنو په مقابل کښې جبهه تشکیله کړي آو متدینو خلکو سره په مجادله لاس پورې کړي آو وغواړي چې دیانت او اسلامیت له ملکه وباسې آو بیرینی او بیریانتی آو بد اخلاقي او رذالت ترویج او عامه کړي او زموږ سټه وباسې.  د خدای گوند په دغې چارې کښې هم استقلال غواړي او نه غواړي چې په پټو سترگو د اروپا او امریکې د ظواهرو تقلید وشي. حقیقي او ریښتني دیموکراسي د اسلام د اصولو څخه او جرگه او مرکه د پښتنو د عنعناتو ځينې دی. د خدای گوند دیموکراسي په کلکه سره غواړې، خو اسلامي او پښتني دیموکراسی نه بله.»

1 comment

  1. محمد اکرم خان خان Reply

    ایرانى متعصبہ
    ایرانى ازم ،
    فارسى ازم ،
    شیعہ ازم،
    سى د ایرانى state ریاست ملاتڑ تر شا لرى،
    پہ اربونہ ڈالر بودیجہBudget لرى،
    سى ریشے ہںے تر صفویانو رسى،
    پہ زورہ وا پشتنو تہ سخت تاوانونہ وراڑاولى دى،
    محمد گل خان مومند غوندى ایمان او پہ افغان
    مین پوہان پہ دوغو وریزو لکہ د موسم پوہان پوہیدلئ،
    خو افسوس ((موژ لا ہم – پر آغہ خرہ سپارہ یو))
    خپل ورونڑہ
    خوندى میندى
    تورژیرى سپینژرى،
    ملا،پیر،فقیر،پوہان،
    ب لہ فرکہ د بل بہ سازش وزنو،
    خپل کور، د اذان زائ، د اوبو بند نڑاوو،
    او لکہ غوائ،
    ((سخوند واہںو – سر شوراو-خلاصوو نہ ))
    اوس ہم نمونز قضا سوئ نہ دئ،
    ہمت پکار دئ،
    د زمرى پہ خولہ کى ہمت کیدلئ سى،
    زموژ نیکونو کڑئ وئ،
    پہ موژ کى ہم آغہ وینہ او قوت ستہ دئ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *