خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د تاریخ پاڼه: تیمور او افغانستان| جنرال دولت وزیري

د ترغای زوی ګوډ تیمور د برلاس تُرک له ټبر څخه او د کش(شین یا سبز) ښار اوسېدونکی و.

کله چې د ده ټبر ماورالنهر ته کډه وکړه، همدلته مېشت شول. تیمور د ۱۳۳۶ میلادي کال د اپرېل میاشتې پر نهمه وزیږید او مور يې مکنه خاتم نومیده.

 تیمور مسلمان او په فارسي ژبه ښه پوهېده. ده به د خپل ټبر شجره تر چنګېز خان پورې رسوله.

امان الله عمران د ده په اړه یوه لیکنه ژباړلې، چې په یوه برخه کې یې راغلي:

«د زېږېدو پر مهال، پر ده د تيمور نوم کېښودل شو، چې معنا يې وسپنه ده. بيا وروسته له هغه چې په خپله ځوانۍ کې د ښي اړخ پر لاس او پښې په ويجاوړونکي ډول ټپي شو، د نيمګړتيا کلمه هم ورسره مله شوه او ګوډ تيمور (يا په فارسي کې تيمور لنګ) وبلل شو. په همدې ډول دی په لوېديځ کې هم پر (Tamburlaine) يا (Tamerlane) مشهور دی.»

تیمور پوه واکمن و او لمونځونه به يې نه قضا کول. صدقه يې هم ورکوله، خو شراب به يې ډېر څښل او د دې تر څنګ د وینو په تویولو او وژلو کې خورا نامې و. په خپل ژوند کې يې اتلس ځلې نکاح کړې وه.

تیمور لومړی په سمرقند کې د قزغن امیر ته ورغی، د هغه له خوا د افسر په توګه ومنل شو او د منګباشي یعنې د زرو کسو مشر رتبه ورکړل شوه، د دې تر څنګ يې له خپلې کورنۍ څخه یوه نجلۍ چې الجای خاتون نومیده ور ته په نامه کړه.

تیمور د خپلې زړورتیا له مخې په ۱۳۶۰ میلادی کال د تومان رتبې ته چې د لسو زرو کسو مشري وه تر لاسه کړه. نوموړي به په جګړو کې په دواړو لاسونو تورې وهلې، د سيستان په جګړه کې په یوه پښه ټپې شو ، له دې کبله به يې ګوډ تیمور باله.

تیمور په ۱۳۶۹ میلادي کال خپل ځان د امیر تیمور ګورګان په نوم ونوماوه، له دې سره يې د جګړو او وژلو له لارې له عراق څخه نیولې تر هندوستان پورې ټول هیوادونه په خپلې واکمنۍ پورې وتړل او یوه لویه امپراتوري يې رامنځ ته کړه.

تیمور په ۱۴۰۵ میلادي کال له دې نړۍ سترګې پټې کړي او له ده څخه وروسته يې زوی شاه رخ او کودی يې سلطان حسین میرزا (بایقرا) څه نا څه یوه پیړۍ پر افغانستان واکمني وکړه.

د افغانستان هرات ښار يې د واکمنۍ پلازمېنه وه. ګوهر شاد بېګم چې ډېره پوهه او هوښياره ښځه وه، د شاه رخ میرزا میرمن وه.

امیر تیمور ګورګان په افغانستان کې ډیرې جګړې وکړې او ډیرې وينې يې وبهولې.

نوموړي په خپل کتاب (منم تیمور جهان ګشا) کې په افغانستان کې د ده د جګړو، وژلو او وینو تویولو په هکله بشپړ معلومات ورکړي دي، چې یوه کیسه يې ډېره په زړه پورې ده.

دی لیکي:

«کله چې افغانستان ته راغلم سخت او له واورو ډک ژمی و او ما غوښتل چې غور ته د جګړې له پاره لاړ شم.»

غور له لسمې میلادي پېړۍ څخه ډېر اباد او ښکلي ښارونه يې درلودل. مندېش، اهنګران يې ډېر مشهور او فیروزکوه يې د واکمنۍ پلازمېنه وه لوی او غښتلی سلطنت و.

 زر پوځي کلاګانې يې درلودې، وسلې به يې جوړولې او بهر ملکونو ته به يې لېږلې. سلطان غياث الدين غوري، سلطان علاوالدين غوري او سلطان شهاب الدین غوري په کې ستر واکمنان تیر شوي، چې واک يې پر ټول هند چلېده.

غوریانو به ډول ډول وسلې جوړولې چې یوه يې هم قلابه وه. قلابه یوه پره لرونکي ګرده چاړه ډوله یا د لوړ په څیر وسله وه.

ګوډ تیمور لیکي:

«کله چې غور ته ورسیدو، هلته په فیروز کوه کې د ابدال غلزي (غلجي) په نامه یو کس واکمن و. همغه و چې د غلزايې پوځ جګړې ته چمتو او سخته جګړه پیل شوه.»

 دی لیکي:

«له یوه پلوه ډېر سوړ ژمي، واورې او له بله پلوه د غوریانو زړورتیا او سختې جګړې له ډېرو ستونزو سره مخ کړو. دوی په جګړه کې له قلابې څخه کار اخیسته. ډېره موثره وسله وه، په یوه زنځیر پورې به يې تړلې وه او زنځیر به يې په خپله ملا پورې کلک کړی و. دوی به قلابه له څو مترو لیرې واروله او په یوه ان به يې زما د سرتېرو کولمې بهر را ویستلې.»

ګوډ تیمور زیاتوي:

«که چیرې موږ له باروتو کار نه وای اخیستی، ښکاره خبره وه چې جګړه به غوریانو ګټلې وای، ځکه دوی په ډېره زړورتیا جګړه کوله او خپله وسله يې په ډېر مهارت کاروله.»

تیمور وايي:

«موږ د زرګونو سرتېرو تلفاتو په ورکولو او له باروتو څخه په ګټې اخيستنې سره جګړه وګټله او ابدال غلزي په جګړه کې کلک ټپی شو او زموږ لاس ته راغی.»

دی لیکي:

«د شپې له خوا مې د ابدال غلزي څخه چې ډېر سخت ټپی و، پوښتنه وکړه، که چیرې ستا په څېر زه ستا لاس ته درغلی وای، تا به ما سره څه کول او اوس له ما څخه څه هیله لرې؟ د ده ځواب دا و، چې ما خو ځکه ته وژلې چې ته بریدګر او زما په هېواد کې دې پر ما برید کړی دی. پاتې شوه زما د وژلو په هکله، زه له تا څخه د ژوندي پاتې کیدلو هیله نه لرم، خو زما په وژلو کې ته ګټه نه کوې ځکه چې که ته ما ووژنې ستا لښکرې او ته سالم خپل هیواد ته نه شې ستنېدلای، زما هېوادوال حتمی له تا زما د وژلو کسات اخلي، نو که ته غواړې چې پوځ دې او ته ژوندي پاتې شي زما د وژلو پر زما سره په دوستۍ کې دې ګټه ده.»

تیمور وايي:

«ما د ده خبره ومنله د وژلو پر ځای مې د دوستۍ لاس ورکړ او په درملنه کې مې ورسره ډېر زیار وایست.همغه و چې د ده دوستي موږ ته ډېره په ګټه تمامه شوه. د ده له هدایت سره سم بیا پر موږ چا جګړه ونه کړه او یو کنډک زړور پوځیان يې چې (۱۲۰۰۰ تنه) وو، د ملک بهاوالدین، ملک یوسف او ملک حبیب نیازي تر قوماندې لاندي زما سره ملګري کړل، کله به چې په ما مشکل راغی له دوی به مې د ریزرف په توګه کار اخیسته، ځکه دوی ډېر زړور او په جګړه کې له تېښتې او ماتې سره هیڅ بلد نه وو. دوی یوازې پر بریالیتوب او په شهادت باور در لود او بس، دوی زما سره په ۱۳۹۸ میلادي کال د هندوانو سره په جګړه کې هم ملګري وو.«

تیمور د خپل وخت نامتو، زړور او په پوځي هنر پوه قوماندان او واکمن و. د ده یوه ځانګړنه دا وه چې خپل سرتېري به يې ډیر ښه روزل.

د هرې جګړې وروسته به يې په یوه دښته کې اردو وهله تر هغې به هلته و چې د ښوونې او روزنې په هکله به يې بشپړ باور نه و تر لاسه کړي. په جګړه کې به يې په خپله ګډون کاوه او په دواړو لاسو به يې تورې وهلې.

کشف او استخباراتو ته به يې ډیر اهمیت ور کاوه او ویلای شو چې د چنګيز په څیر د جګړې د تکتیکونو مخترع و. ده به تل په بریا فکر کاوه، د ماتې په هکله يې په ذهن کې هیڅ شی ته ځای نه ورکاوه.

تیمور به ویل:

«ما تجربه کړي ده چې د امارت او ایالت لایق هغه څوک کیدای شي چې د جنګ په رمزونو او د دښمن د ماتولو په څرنګوالي وپوهیږي.د جګړې پر مهال ونه ویریږي، په خپله بریا باور ولري او خپل پوځونه به ښه او سم شکل اداره کړي او که چیرې لښکر د ماتې سره مخ کیږي د ماتې مخه ونیولای شي.»

هغه قوماندان چې خپل پوځ ښه وروځي، په خپله په روزنه کې برخه واخلي، انګیزه ورکړي، عدالت تامین کړي او زړور وي، ټول وخت به په جګړه کې بریالی وي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور