خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د افغانستان په سټراټیژیکو مسایلو کې امریکا چیرته ده؟  

روح الله احمدزی

د نوي سیاسي سیستم له جوړېدو او د نړیوالې ټولنې له پراخ شتون او سټراټیژیکو اړیکو څخه د نږدې دوو لسیزو وروسته لا هم په هیواد کې د امنیت ټینګښت او د سولې را وستلو مسئله لومړیتوب لري. پرته له شکه، په داسې یو هیواد کې د سولې رامنځته کول چې له نږدې څلورو لسیزو په جګړه کې ښکیل وي  یوه اسانه معادله  نه ده چې په کم وخت کې دې وروستۍ پایله ترلاسه شي. مګر د ورته تمې نشتوالی دا حقیقت هم نه توجیه کوي چې هیواد  تر 19 کلونو وروسته لا هم د ناامنۍ په کړکیچ کې ښکیل وي. یا عمومي وضعیت، په ځانګړي توګه د بیا رغونې پروسه اغیزمنه شي. په بل عبارت، اوسنی وضعیت د ناامنۍ د خپریدو او د مخالفینو د فعالیتونو شدت او د جګړې د کچې له امله په بشپړه توګه مړاوی شوی او بلکل درېدلی دی.

د تاوتریخوالي دوام او زیاتوالی، نه یوازې دا چې په هیواد کې د نننه بې شمیره بحرانونه رامنځته کړي، بلکه د نړیوالې ټولنې د ځینو غړو سیاستونه او تګلارې یې هم د دوی هیوادونو د خلکو تر پوښتنې لاندې راوستې دي او تاوتریخوالي یې رامنځته کړي دي. د مثال په ډول د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو د سټراټیژیکو همکاریو د تړون سربیره، په امریکایي ټولنه کې د امریکایي سرتیرو شتون په افغانستان کې  جنجالونه او سیاسي بحثونه را پورته کړي او د دې شتون د لاسته راوړلو پوښتنې ټولنیز شکل غوره کړی. ولې هره ورځ ترهګري زیاتیږي؟ ولې د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې د غړو پر کړنو نیوکه کوي؟

هغه څه چې زموږ خلکو ته مهم ښکاري هغه دا ده چې د امنیت ټینګښت او سولې لپاره واقعي لاره کومه ده؟ ولې دا خونړۍ نښتې پای نه لري؟ که څه هم دا شخړې کمې نه دي؛ ولې ورځ په ورځ خپل ځای او تسلط زیاتوي؟ ستونزه چیرته ده؟ ایا په سولې باور او د جګړې څخه کرکه کولو نظر کې کوم شک شتون لري؟ ایا د سولې لاسته راوړنې لپاره میکانیزم نیمګړی دی؟ او که حقیقت دا دی چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه  د اوږد مهالو اړیکو،ګټو، نړیوال امنیت ټینګښټ او راوستلو تړونونو ته ژمن نه دي. په ځانګړې توګه امریکا سره د افغانستان سټراټیژیک تړون چې لومړۍ موافقه یې په ۲۰۱۲ کال کې لاسلیک شوې او وروستی  امنیتي او دفاعي همکاریو قرارداد یې د ملي وحدت حکومت پیل ۲۰۱۴ میلادي کال کې لاسیلک شوی. د دغه تړون  اساسي ټکي د افغانستان  سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول او د هیواد ډموکراټیک راتلونکي ته ګډ کار دی. په سیاسي او امنیتي لحاظ یاد تړون د افغانستان لپاره د ملي وحدت حکومت پیل سره سټراټیژیک فرصت رامنځته کړ، او په لومړیو کې د دې تړون اغیزمن څرکونه هم ترسترګو شول ولې متاسفانه وروسته هر څه بدلون وموم او د حکومت له لخوا دغه مهم فرصت له پامه وغورځول شو د حکومت په امنیتي او سټراټیژیکو مهمو ادارو کې اهل کار او سټراټیژیکو اړیکو د تامینولو کادرونو  نه شتون د دې سبب شوی چې هر څه د سند او توقع خلاف مخته ولاړ شي. 

البته  د سولې او امنیت لاسته راوړل، سربیره پر دې چې د انسان طبیعت کې یوه فطري او انساني پدیده ده او د ټولنیز ژوند اړتیا ده، په ځانګړي توګه په نننۍ نړۍ کې چې ژوند  پیچلی دی او د ژوند او پوهې کچه لوړه شوې ده. له بلې خوا، طبیعي او غیر طبیعي ننګونې او خنډونه هم اضافه شوي؛ نو هرڅوک باید غوښتنه وکړي او ټول انسانان باید په ټول جدیت او عزم سره د سولې په لټه کې شي.

د افغانستان خاص او بحراني وضعیت زموږ د خلکو لپاره دا اړتیا دوه برابره کړې ده. هغه ټکي چې باید هیر نکړل شي دا دي چې هیله لرل اوتمه کول یو څه دی ، او د عیني شرایطو سره سم ترلاسه کول یې بل څه دي. دا ډول غوښتنې باید د اهدافو او عیني شرایطو سره سم په میکانیزم او د حللارو چوکاټونو کې تنظیم او پلان شي، او که داسې ونه شي ممکن خورا خطرناکې پایلې ولري.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ سټراټیژي یوه ښه بیلګه ده چې ترې یادونه وشي. جمهور رییس ټرمپ په یوه تاریخي اقدام کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره سټراټیژي اعلان کړه. بې له قید او شرط او ضرب العجل پرته یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د تروریستانو د نابود ولو په پار مبارزې او دوام  ټینګار وکړ. ده زیاته کړه «په بېړه له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به تشه رامنځ ته کړي چې”ترهګر” به یې ډکه کړي، ځکه به تر هغه افغانستان کې امریکايي ځواکونه جګړه کوي چې ویې ګټي او تر هغه به له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره جنګ کوي چې مات یې کړي».  همدارنګه ولسمشر غني د  ټرمپ نوې تګلاره تلپاتې ژمنه وبلله او ویې ویل چې  له دغې ستراتیژۍ سره به د افغانستان د امنیتي ادارو وړتیاوې لوړې شي او پاکستان یې هم یاد کړ چې  امریکا د افغانستان ګاونډي ته ښکاره پیغام ورکړی چې نور ترهګرو ډلو ته پناه ورنه کړي اوس باید پاکستان د افغانستان د سولې غږ ته لبیک ووايي . 

اوس ښایي ټولو افغانانو او د سیمې هیوادونو ته دا یوه لویه پوښتنه اوسي چې د امریکا ښکاره تګلارو سره ولې د افغانستان حالت نامعلوم دي. تر ټولو لویه اندیښنه دا ده چې په افغانستان کې د روانو حالاتو څیړلو، څارلو او حل لارو پیدا کولو ارګانونه د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا سره څومره همغږي دي، د افغانستان حکومت د امریکا سره په شوي امنیتي او دفاعي  تړون او د ټرمپ جنوبي آسیا سټراټیژي د کامیابولو او لاسته راوړلو لپاره کومې ادارې ته د همغږي او ګډ کار دنده سپارلې ده؟  له بده مرغه موندنې ښیي چې د افغانستان ارشد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو لا د ټرمپ دغه تګلار لوستې نه ده. آیا دا دې خواشیني وړ نه ده چې د حکومت پر ځای یو توره تروریستي وړه ډله د یو لیک له لارې امریکا ته دا ډاډ ورکولی شي چې د خبرو او ګډ کار کولو په مرسته  امریکایان ته په سیمه او افغانستان کې هر ډول ګواښ او تهدید مخنیوي کولی شي او د یو تفاهم له لارې سیمه ییزو مسایلو کې ګډ کار کولو ته چمتو دي، اما دولت چې ۱۹ کاله کیږي له امریکا سره کار کوي د دوی  دغو اندیښنو ته پلټ فارم نه شي رامنځته کولی. 

 دغه راز افغانستان کې  یو لویه ستونزه  د امنیت ټنګښت او سولې ته رسیدل په مسیر چې  پرته ده، هغه دا ده چې واکمنان او سیاستوال د سولې په اړه له ټولنې څخه د جلا کیدو لیدلور لري. په روښانه معنی دا چې حکومت د سولې مسئلې د پای لپاره د یوې وسیلې په توګه ګوري. سوله باید د هیواد ټولو خلکو لپاره ښه بستر او پلیټ فارم وي چې وکولی شي ښه او په درنښت ژوند کې وکړي. تیاره، دوښمني، تبعیض او بې عدالتۍ، د عظمت او شخصي امتیاز په لټه کې اوسېدل باید له منځه ولاړ شي . قانون او عدالت باید په ټولو برخو کې تطبیق او پلي شي ، په ځانګړي توګه د مساوي قانوني حقونو، ملي امکاناتو او تاسیساتو په ساحه کې. 

د امنیت ټینګښت او سولې لاسته راوړل باید د ترهګرو او مخالفیونو لپاره د تیار سئ زنګ اوسي چې ځان د بهرنيو قدرتونو ، عناصرو او استخباراتي ادارو له منګولو څخه آزاد کړي. او د سولې مخالفین د خپلو خلکو او ټولنې په وړاندې د دریدو پر ځای خپله لاره بیله کړي او د خپلو خلکو تر څنګ ودرېږې.د سړکونو او عامه ځایونو ویجاړولو پرځای، دوی باید د ناورین وهلي او ویجاړ شوي وطن په بیارغونه کې برخه واخلي. د اقتصاد او ګډ ژوند څرخونه یوځای تاو کړي او د تیږو اچونکو  لپاره هیڅ ځای پرې نږدئ. 

بلخوا د سولې ترلاسه کولو لپاره بله ننګونه چې شتون لري هغه د سولې اوسنی میکانیزم دی. د دې ننګونې ریښه د سولې په اړه انګېزې، علمي او محرکو ټکيو کې دي چې په پورتني کالم کې ورته اشاره شوې. حکومت تل هڅه کړې چې د سولې مسئله په مبهمو لارو راپورته کړي. د مثال په توګه، تل وایي د سولې دښمنان ښه پیژندل شوي دي .حکومت باید خلکو ته په ښکاره خبر ورکړي چې د سولې دښمنان څوک دي. ولې ځینې خلک د دوی د پروپاګند په جال کې نیول شوي دي؟ د سولې لپاره د حکومت وړاندیز څه دی؟

 سربیره پر دې حکومت حتی تر اوسه د طالب کوم تعریف ندی وړاندې کړی! کله د پاکستان حکومت مستقیم د سولې لاسته راوړلو په وړاندې یو خنډ په توګه ګوري او د طالبانو پلوی یې بولي، بله ورځ هغه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ښه شریک بولي. همدارنگه کوم د سولې راوستلو پلانونو او برنامې چې ترتیب او وړاندې شوي دي ، دا پلانونه او طرحې تل د هغو فکري خونو  څخه راوتي دي  چې دا خونه په خالص تیاره او شخصي خود خواهۍ او سیاسي فساد کې ‌‌‌‌‌‌ډوبې دي. په بل عبارت ، د امنیت او سولې ترلاسه کولو لپاره پلانونه د شفاف او قانوني چینلونو له لارې ندي وړاندې شوي. دا په داسې حال کې چې له نیکه مرغه نن ورځ موږ اداره لرو، ولسي جرګه لرو، مشرانو جرګه لرو، مدني بنسټونه او سیاسي ګوندونه شتون لري، نړیواله ټولنه په هیواد کې لوی رول لري ، او …مګر حکومت د دې پرځای چې د یادو قانوني او روښانه چینلونو کارولو لپاره د سولې لاسته راوړلو لپاره پلان او طرح وړاندې کړي ، له بده مرغه د مغریضو سیاسي او اقتصادي مافیاو، د جهادي او سیاسي مشرانو په نوم د ځینو خلکو سره چې زموږ په ټولنه کې رغنده، ګټور او اغیزمن جای نه لري مشورې اخلي.

په همدې ترتیب بل اړخ چې د بیانولو وړ دی دا دی چې حکومت د سولې پروسې په کامیابولو  کې له خپل سیمه ییز او نړیوال لید څخه بې برخې دی.د سولې ترلاسه کولو لپاره سیمه ییز او نړیوال وسیلې او شرایط له پامه غورځول شوي دي. نن ورځ سوله یوازې داخلي پدیده او هیله نه ده. بلکه، دا د سرحدونو هاخوا پراخه ساحه لري او حتی نړیواله کیدی شي. بې له شکه ، په افغانستان کې د سولې را وستل د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ پرته امکان نه لري. مګر موږ ډیری وختونه لیدلي چې حکومت پورته مسئله په پام کې نه ده نیولې یا یې پرې ځان چوپ کړی. په ډیری قضیو کې، د سمدستي شخصي او ټیم ګټو لپاره د وطن علیای ګټې قرباني شوې او افغانستان د نړۍ او د سیمې هیوادونو ته ټيټ او نه جوړېدونکی وړاندې شوی؛ او په هغو شرایطو کې، چیرې چې عزم او اصرار ته اړتیا وي، د ضعف او بزدلي له دریځ څخه راوتلی دی.

په نهایت کې په سیمه او نړۍ کې د داسې خام او ناپایدار سیاست او پالیسۍ ددې سبب شوې چې د حکومت موقعیت او موضع د امنیت ټنګښت او سولې غوښتنې داعیه په اړه هم د خلکو پر وړاندې د بې باورۍ لامل شي، او هم مخالفین ورته ارزښت نه ورکوي او دغه راز نړۍ هم شک لري او په ځیرتیا سره ورته ګورئ.

همدا دلیل دی چې حکومت اوس په ساحه کې یوازې پاتې دی او باید د سولې لاسته راوړلو پورې له ټولو ستونزو او ننګونو سره مبارزه وکړي. او دا هغه څه دي چې حکومت له بده مرغه په بشپړ ډول د دې د ځواک او ظرفیت څخه لرې دی او له بده مرغه د ذکر شوي دلایلو له مخې  داسې انګیرل کیږي چې لا هم سولې ته د رسېدو اوږده او ستړې لار پاتې ده.

1 comment

  1. غلام حضرت Reply

    ښه لیکنه ده.
    که ئی عنوان داسی وای ښه به ؤ یا ښه به وای:
    ” زموږ د هیواد په ستراتژیکه لمنه کی د امریکې مؤقعیت “

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …