خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د افغانستان د اوبو منبع، د ریسرچ یوه ضروری موضوع

پوهاند محمد بشیر دودیال

د طبیعی منابعو د اقتصاد او د چاپیریال  د شتمنیو په بحث کې اوبه یوه جریانی منبع (Flow resource) ده،که استفاده ورڅخه وشی، یا ونشی له لاسه وځي. د دغې حیاتی منبع خصوصیت له  ذخیروی او ترکیبی منابعو سره توپیر لري، نوځکه باید ستراتیژیکه منبع وبلل شی. موږ به هغه وخت دغه قیممتی او حیاتی منبع ښه مدیریت کړای شو، چې دعلمی څیړنو موضوع یې وګرځوو.  ډیره ضروری ده چی د طبیبعی منابعو د څیړنی د ادارو په لړ کې ورته ځای ورکړو. له نیکه مرغه اوس د هایدرولوجی او هایدرومتری تکنالوژي آسانه مهیا کیږی او پوهه هم ورباندی ستونزمنه نده. 

تر اوسه موږ دافغانستان د  اوبو په هکله ډیرې لږ علمی څیړنی لرو(خصوصاً د نورو هیوادوپه پرتله).  آن داچې لا هم دې موافقې ته نه یاستو رسیدلی، چې دخپل هیواد د اوبو حوزې په کومو دلایلو او په څو حوزو وویشو. (FAO ) له نن څخه  پنځه پنځوس کاله مخکې د افغانستان د آبیاری حوزې دری (!) ښودلې وی (؟). وروسته پنځه حوزې تعریف شولې. موږ څو ځلې د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې د اوبو دمنبع او د ابیاری د حوزو برخه کې  علمی کنفرانسونه لرل، چې دیوه کنفرانس د مقالو مجموعه هم چاپ شوه. دوه ځلې مو د انترکانتنیتال هوټل کې د اوبو د متخصصینو او یو شمیر پروژو د مدیرانو او د اوبو او انرژۍ د وزارت د چارواکو په ګډون کنفرانسونه لرل،  زموږ یو وړاندیز دا و چې د ابیاری حوزې له سره تعریف شی. ارواښاد پوهاند جیلانی عارض او پوهاند تڼیوال د دغه وړاندیز هرکلی وکړ. 

دغه شپږ حوزې  کومې دي؟

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانو اداره  د حکومتولی د اړتیاوو له مخې یوه ویشنه لري، یو شمیر خپلواکو ادارو او کمیسیونو( لکه دبشر حقوقو، انتخاباتو،…) هم له دغې ویشنی سره سم دفترونه فعال کړی دی. د دې تر څنګ اقلیمی زونونه لرو، چې لاهم د علمی تحقیق په پایله کی تعریف شوی  نه دي، فلورا (flora) او فونا( fauna) یې ندی مشخص. دا په خپله یوې ځانګړې څیړنیزی ادارې ته ضرورت لري. په تیره بیا افغانستان د یو ډیر عجیب او نادر خصوصیت له مخی، په کوچنۍ ساحه کی څو مایکرکلایمتونه( micro climates) لري. لکه جنوبی او شمالی سالنګ (چې په لږ واټن کی یې دوه ډوله اقلیم متمایز شوی، حال دا چې د آسترلیا په شان یو براعظم (لوی هیواد) په سرتاسر کې د اقلیم تنوع ډیر لږ لیدل کیږی. 

په هر ترتیب؛ د طبیعی منابعو د ویشنې او په تیره بیا د اوبو د حوزو ویش یوه اقتصادی اړتیا ده. د دې لپاره باید علمی څیړنی وکړو. اوبه د انرژی د تولید، څښلو، صنعت، کښت او مالداری لپاره ضروري دی. موږ د بربښنا دتولید لپاره د انحرافی، ذخیروی … بندونو مطالعاتو ته ضرورت لرو. او همداسې هم یو بل مهم ضرورت مو د څښلو او بل د زراعت (کرنې) لپاره دی. دلته به د کرنی برخه کی د اوبو لګولو په حوزو رڼا واچوو:

د موجوده د آبي ځمکو پراختیا د غلو- دانو د کښت (agronomy)، بڼوالي (Horticulture) او د څارویو لپاره د  غذایی محصولاتو(خوراکې animal feeding) د ترلاسه کولو په خاطر او د هیواد د اقتتصادی پرمختیا لپاره حیاتي ده. اوسني وخت کې کرنیزې ځمکې چې په کلنۍ توګه خړوبیږي، دوه میلیونه هکتاره ده ( زموږ ترکښت لاندې زمکې د هیواد دټول مساحت له ۱۱٪ څخه نه زیاتیږی، چې دا سلنه هره ورځ د غیرزراعتی استعمال تر یرغل لاندې ده). د دغه رقم د زیاتوالي لپاره لاډېرې هیلې شته او هغه دا چې هغه زیربنا چې د جګړو په کلونو کې له منځه تللي، بیا ورغول شي. 

یوه واقعبینانه موخه داده چې له ۵۰۰۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰۰۰ هکتاره پورې نوره ځمکه په راتلونکو کلونو کې،خصوصاً د هیواد په جنوب کې تر اوبخور لاندې راتلای شي. په افغانستان کې د اوبخور د سیستم د بیارغاونې په برخه کې ډېرې ښې تجربې ترلاسه شوي دي. په تیرو څو کلونو کې د اوبخور د سیستمونو په واسطه ۸.۱ میلیون هکتاره ځمکه، د هر هکتار لپاره ۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو لګښت (که مثلثي کانالونه پکښې راولو ۶۰۰ – ۸۰۰ ډالره لګښت) باندې بیارغول شوې ده. دا په داسې حال کې چې ویالې په معاصره طریقه استرکاری او لیننګ شوي هم ندي. لکه هغسې چې د اوبو د لیږد د زیربنا بیارغاونه مهمه ده، همدومره د بزګرانو له خوا په کروندو کې له اوبو څخه غوره کار اخیستل او د هغو سپما کول هم مهم دي. له بده مرغه د یو شمیر موسساتو(NGOs) له خوا د بی کیفیته کار له امله چې ډیرې پیسې ولګول شوی، خو ایجاد شوی سیستمنونه بیرته ویجاړ شول او کلیوال  او بزګران یی مایوسه او په بیارغاونه بی باوره کړل. عنعنوی اوبخور سیستم له منځه ولاړ او د ژور څاګانو د کیندلو له امله کاریزونه وچ شول.

افغانستان دا وړتیا لري چې دوه میلیونه هکتاره نوره کرنیزه زمکه خړوبه کړي، خو دا کار پانګې او علمی تحقیق ، ارادې او متخصص کاری ځواک ته اړتیا لري تر څو نوي بندونه جوړ، ویالې وکیندل شي او د اوبخور جوړښتونه ورغول شي او  پرینږدو چې زمونږ د سیندونو اوبه مُفته ضایع شی، یا بی ګټې له پولو اوړی یا هم په شګو کې جذبیږی . د اوبو لګولو د نوي سیستم په ودانولو باندې پانګونه په هر هکتار باندې د تخمینی ۴۵۰۰ امریکايي ډالرو په اندازه لګښت غواړي ، اما موجوده سیستم که وساتل شی او ځینو ځایو کی ترمیم شی ، هم  لوی کار دی. 

د اوبو لګولو په نوي سیستم باندې پانګونه یوه مهمه تولیدي ساحه ده چې باید په راتلونکي کې یې په پام کې ونیسو، خو د هغو لګښت ته په پام کولو سره، د اړونده بنسټونو فساد او ضعف او د امنیت نشتوالی په دې لاره کې لویې ستونزې دي. دغه ستونزې د اوږدې مودې پروګرامونو ته اړتیا لري چې په دې کې د امینت، د وړتیاوو پیاوړتیا او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د اوبو او بریښنا(انرژي) د وزارت او د کلیو د پرمختیا او بیارغاونې وزارت ترمنځ د فعالیتونو همغږي ته اړتیا ده. پیشنهاد کیږی چې د علمی  څیړنې کار یی د لوړو زده کړو زوارت او د افغانستان د علومو اکاډمی په غاړه واخلی. دوی کولای شی د اوبو لګولو هره حوزه کې یو یو تحقیاتی سټیشن ایجاد کړي. شپږو یا اقلاً د څلورو لویو حوزو لپاره څلورو څیړنیزو مرکزونو ته ضرورت دی.

(و.ګ: نقشه)

د افغانستان د آبیاری د شپږو حوزو څخه د هری یوې پراخوالی  پورتنۍ نقشه کی اټکل شوی دی: 

هلمند تر ټولوزیات، هریرود او آمو متوسط او دهیواد جنوب کې آزاده حوزه ترټولو کم مساحت لرونکی ابیاری حوزه ده. موږ زیاتره وخت دغه وروستۍ حوزه هیره کړی ده، کله هم د شمال حوزه هم نه شمیرو. باید په هره حوزه کې د علمی څیړنی مرکزونه توظیف شی، ترهغو چې موږ خپل مطالعات نه وی پوره کړی او دپوره مدیریت کولو توانایی مو نه وی موندلی، هیڅ حکومت له ګاونډیو سره د ابو پرسره د کوم توافق، حقوقی قرارداد یا دخبرو او ویش  او دې ته ورته مسایلو حق نه لري. د دې سپارښت څخه دفاع اوسنی ځوان نسل ته یو امانت وسپارل شو، امید شته چې څو راتلونکو کلونو کې به دا وس او توان پیدا کړو چی علمی تحقیقات مو بشپړ او خلکو سره په لابیګری هم بلد شو.

د سيندونو د اوبو کارونې ته خاصه پاملرنه بايد وشي. همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو په داسې ډول کارول چې راتلونکو نسلونو ته زيان ونه رسيږي. موږ باید ثبات لرونکی پرمختیا (sustainable development) ډاډمنه کړو.

طبیعی منابع کوم میراث ندی، دا یو امانت چې له تیرو نسلونو موږ ته راپاتی دی او موږ یی باید راتلونکو ته وسپارو. د اوبو له منابعو څخه د کروندې د اوبو لګولو لپاره کاراخیستل، تر څو د اوبو لګولو د پوتنسيال څخه په اعظمي ډول ګټه پورته شي، دعلمی تحقیق یوه بله موضوع ده چې علمی مراکز یی باید آجندا کې شامل کړي. د اوبو د منابعو څخه د اغېزمنې ګټې اخستنې لپاره د اوبولګولو د عصري تخنيکونو څخه په کرنه کې ګټه اخیستلو ته بايد په کرنيزو پاليسيو کې ځای ورکړل شي، دا هدف هم  فقط دعلمی څیړنو په واسطه ترلاسه کیدای شی.

ستاسی د نیکمرغی په هیله

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان