خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د اسلام او سیاست اړیکه| زبیر افغان

په اسلام کې د سیاسي نظام بنسټ د رسول الله له زمانې ښودل شوی دی چې د هغه د مرګ مهال په عربو کې د مسلمانانو یو پياوړی نظام موجود و، نو د هغه تر مرګ وروسته د اصحابو په توسط همدې نظام دوام وموند چې په مسلمانانو کې د یوه سیاسي نظام وجود مختلف فکرونه را پيدا کړل.

دا یوه طبیعي خبره ده چې د مسلمانانو د نظام وجود به پر خلکو یو ډول تاثیر لري او کله چې دا نظام وجود ونه لري نو فکرونه هم ورسره تغییر کوي. د اصحابو له زمانې بیا تر ننه په مسلمانانو کې دا فکر شته او ښه وده يې هم کړی ده چې اسلام له سیاست سره ژورې اړیکې لري او د اسلام وجود و ژوند له سیاسي نظام و سیاست سره تړلی دی. د دوی په اند که له اسلامه سیاست ایسته کړل شي نو د اسلام نیمه برخه له عمله لوېږي او د نیمې برخې نه تعمیل د هغه د مرګ او د ژوند له ډګره د ایستلو په معنا دی.

زه د همدې موضوع په اړه یو څو مهم ټکي یادوم چې د همدې معما په اړه خپل دريځ روښانه کړم او تر وسه له خپلې پوهي سره سم خلکو ته د اسلام اساسي پيغام ورسوم.

د ادیانو(شریعتونو) تاریخ او لارښونو ته په کتو دا مالومېږي چې د لارښونو لویه برخه يې له فردي عملي ژوند سره تړلې ده، یوه برخه يې د ټولنیزو مسلو په اړه ده، اقتصاد چې د ټولنې د ملاتیر دی طبیعي خبره ده چې شریعت يې په اړه کمې لارښونې لري، خو سیاسي ايډیالوژي ځینې ادیان بیخي نه لري، هغو یوازې پر باور، عبادت، ښو خبرو او خیر و خیرات خلاصه کړې ده؛ په اسلامي شرایعو کې هم ډېر کم يې له سیاست سره اړیکه لري، د پيغمبرانو لویه برخه له هر ډول سیاسي نظام درلودلو پرته له دې نړۍ تللي دي، ځینې راسا يې یوې وړې برخې او انساني کتلې ته لېږل شوي دي چې هغوی د یوه سیاسي نظام جوړولو جوګه هم نه وو.

د اسلام له اساسي متن قران کریم سره سم بیخي کم رسولان و نبیان دي چې له نبوت سره یوځای يې د نظام مشري هم کړې ده، خو ترڅنګ يې دا هم ویلي چې نبیانو د نورو سیاسي مشرانو تر څنګ هم ژوندی کړی دی او سیاسي، نظامي، اقتصادي چارې يې د نظام د مشرانو له لوري رهبري کیدلې یوازي دیني و مذهبي برخه يې د نبي پر غاړه وې چې د طالوت په کیسه کې د دې خبره ښه کره ثبوت موږ ته قران کریم بیان کړی دی.

د هغو نبیانو له ډلې چې له مذهبي مشرۍ سره يې نظامي و سیاسي چارې هم رهبري کړي دي یو هم د اسلام ستر پيغمبر محمد رسول الله دی چې په مدینه کې يې لس کاله سیاسي، نظامي، مذهي، اقتصادي او ټولنیزې چارې په یوه وخت کې مدیریت کړې دي. د رسول الله له همدې عملي سنتو څخه په اسلام کې د سیاسي اسلامي نظام/اسلامي خلافت نومونه راپيدا شول چې د اسلام د ډېرو احکامو تړاو هم د دوی په اند له دې نظامي سره ور کول شوی دی.

د اسلامي نظام مدعیان نن هم د دې لپاره مبارزه کوي چې د رسول الله په شان اسلامي نظام جوړ کړي، که خبره د اسلام د لومړني نظام په شان د نظام جوړول وي نو بیا څو اساسي پوښتنې شته چې باید په واضحو او څرګندو شرعي نصوصو ځواب ورته وموندل شي څو د اسلامي خلافت مسله یوې خوا ته شي:

یوه: که اسلامي نظام د خدای امر او خپل رسول يې د همدې نظام په اقامه کولو مامور کړی وي، نو بیا ولې د اسلامي نظام په چارو کې له خلکو سره مشوره کوي؟ ایا رسول الله د لمانځه لپاره مشوره وکړه؟ د روژې مشوره يې له خلکو سره وکړه؟ د حج په اړه ورته وايې: ښايي زه بل کال له تاسو سره حج ته رانه شم، نو له ما د حج مناسک زدکړئ، که په شرعي او دیني چارو کې مشورې ځای درلودای، نو ولې يې د حج مناسک د اصحابو یا مسلمانانو مشورې ته نه ایله کول چې په خپله يې ټول مناسک وز زده کول؟ خو بل لور ته د نظام په چارو کې له اصحابو سره مشوره کوي، مثلا: د بدر جنګ کې اصحاب پوښتنه ځنې کوي چې دلته پړاو او مرکز نیول الهي امر دی که ستا خپل نظر دی؟ رسول الله ورته وايي: زما خپله رایه ده. یو صحابي تر دې ځای بل ځای مناسب ورته ښيي او دلیل يې هم ورته وايي، عیني دا چاره په خیبر غزا کې هم وشوه، د خندق په غزا کې د سلمان فارسي په مشوره عمل وشو، له غطفان قبیلې سره د مدینې د خورما پر میوه ور کولو سوله د سعد بن معاذ و سعد بن عباده په مشوره رد شوه کنه رسول الله پریکړه کړې وه چې له هغوی سره د خند د غزا مهال سوله وکړي مګر دوی ونه منله. د بني قینقاع یهود يې د عبد الله بن ابی په خبره وبخښل او له مدینې يې بهر تللو ته ایله کړل، دا ټولې چارې موږ ته په ګوته کوي چې رسول الله نه یوازې د اصحابو  خبره منلې ده بلکې د منافقانو مشوره يې هم منلې ده، نو که د دین او شریعت جز يې وګڼو بیا څنګه الله ورته اجازه ور کوي او رسول الله عملا څنګه داسې یو کار کوي چې د شریعت په چارو کې د اصحابو پر مشوره عمل کوي؟

دا پوښتنه باید له شرعي نصوصو څخه حل کړل شي چې شریعت پر وحې ولاړ دی که پر مشوره؟ که وحې وي نو رسول الله ولې د نظام په چارو کې د اصحابو پر مشوره عمل کړی دی او که وحې وي نو رسول الله يې العیاذ بالله عملي مخالفت ولې کړی دی؟

دوه: د نظام لپاره ولې شریعت یو چوکاټ نه دی بیان کړی؟ حتا رسول الله د مرګ مهال د غلامانو په اړه د نرمښت خبره کوله، د لمانځه خبره يې وکړه خو د نظام د مشرۍ، جوړښت او نورو چارو په اړه يې هيڅ هم نه دي ویلي. له دې امله د هغه تر مرګ وروسته اصحابو د مشر په انتخاب کې اختلاف وکړ، علي له لومړي خلیفه څخه د خپلې میرمنې تر مرګه خپه و، سعد بن عباده هم بیعت ورسره ونه کړ او ځینو نور اصحابو هم په لومړي وخت کې بیعت نه دی کړی، نو که هر څه د اسلام په متن او سنتو کې وای، اصحابو ولې هر یوه خپله رایه اخیسته او ولې يې مخالفت کاوه؟

درې: د اصحابو په زمانه کې د راشده خلفاؤ په ټاکنه کې ولې اختلاف تر سترګو کېږي؟ که مسله شریعت حل کړې وي، نو د راشده هر خلیفه تګلاره له یوه بل سره توپير لري، مثلا: د ابوبکر و عمر په خلافت کې مروان بن حکم له مدینې شړل شوی و، خو د عثمان په خلافت کې دا تګلاره بدله شوه او په مدینه کې نه یوازې د اوسیدنې اجازه ور کړل شوه بلکې د عثمان بن عفان رض سکرتر وټاکل شو، نو که د رسول الله سیاسي شرعي تګلاره د هغه شړل وه، عثمان ولې اجازه ور کړه؟ د ارتدداد پر خلاف د اصحابو له جنګي تګلارې سره لومړی اصحابو مخالفت کاوه او یوازې لومړي خلیفه حضرت ابوبکر پر خپل دريځ ټینګ ولاړ و، که خبره شریعت حل کړې وي، نو بیا مخالفت د څه لپاره و؟

څلور: سیاسي نظامونه د وخت او ځای له تغییر سره تغیر کوي، که اسلامي شریعت د خلافت یا اسلامي نظام لپاره یوه تګلاره ولري او یو چوکاټ يې ورته تعین کړی وي، نو یو لور ته خو دا د وخت و مکان له غوښتنو سره سر نه خوري بلکې تصادم کوي او بل خوا کوم جوړښت له اسلام سره برابر دی؟ مثلا: د راشده خلافت زمانه کې یو خلیفه و، له اصحابو سره به يې مشوره کوله اخر پریکړه به ده کوله، خو نن د طالبانو نظام کاملا له هغه نظام سره د جوړښت و ترکیب له مخې مخالف و، که د اسلامي نظام احیاء د شریعت هدف وي، نو جوړښت، د واک تعین، تګلاره، د مشرانو او نورو چارواکو د واک موده او د ټاکنې ډول يې هم باید شریعت باین کړی وي، که دا یو هم په شریعت کې نه وي، نو بیا څنګه د اسلامي نظام احیاء د دین و شریعت له اساساتو څخه بلل کېږي؟

پنځه: د رسول الله نظام یا د بل هر نبي نظام چې په خپل وخت کې يې مشر پاته شوی یا يې هم د مشورتي مجلس یو غړی، په کوم نوم یاد شوی دی؟ ما ته دې یوڅوک د قران او سنت په رڼا کې یو نوم د رسول الله یا بل هر نبي د نظام په اړه راوښیي چې له دې مروجو نومونو یو هم هغو نظامونو ته کار شوی وي؟ که داسې نه وي نو څنګه د اسلام هدف د اسلامي نظام احیاء ده خو د هغه شي لپاره يې حتا نوم هم نه دی انتخاب کړی چې دین اساسا د هغه شي د اقامې او جوړښت لپاره رالېږل شوی دی؟ دا به عقل ومني؟ قران ډېر واړه عبادتونه په خپلو نومونو یاد کړي، اما هغه شي ته يې نوم نه دی ټاکلی چې پر ټوله اسلامي ټولنه به حاکم وي؟ د هر سړي به ورسره سروکار وي؟

شپږ: دا به کوم عقل ومني چې د اسلامي په متن کې دې د یو چا د کور د دروازې ټکولو په اړه لارښونې شوې وي خو د یوه دَرَسْت نظام په اړه دې متن او شرحه همداسې ګونګ پاته وي؟ رسول الله دې د دې نظام د مشر په صفت د مرګ مهال د لمانځه یادونه وکړي، د مزدور او تر لاس لاندې کسانو یادونه دې وکړي خو د نظام په اړه دې همداسې خاموش پاته شي؟

زه د دې ټولو پوښتنو تر وړاندې کولو وروسته په خپله دې پایلې ته رسېږم چې که په بشري ټولنه کې هيڅ نظام وجود ونه لري، نو ګډوډي جوړېږي، عربي ټولنه چې پر قبیلو او ډلوټپلو ویشلې وه نو هيڅ ځای يې په امن نه و، رسول الله چې د بشريت د لارښونې او نیکمرغۍ لپاره رالېږی شوی و، نو حتمي و طبیعي خبره ده چې د بشریت د نجات لپاره لازمه وه چې یونظام جوړ کړي، څو خلک د نظام تر چتر لاندې له خپل پخواني حالت سره وژغورل شي او بیا د ډلو ټپلو وخت ته ونه ګرزي چې یو بل سره ووژني، نظام مختل شي او بشریت د ویرې، ترهې او ډار په سیوري کې ژوند وکړي. له دې امله چې کله حالا مساعد شوي، شرایطو د یوه نظام جوړول مناسب بللي، نو د خدای پيغمبرانو همدا اقدام کړی دی که څه هم د دې نبیانو شمېر تر څلورو کسانو نه زیاتېږي خو دوی هر یوه د حالاتو د غوښتنې په اساس دا کار کړی نه دا چې دا یوه الهي غوښتنه وه. له دې امله په شریعت کې تر سیاسي نظام د باور، عبادت او ټولنیز ژوند په اړه ډېرې لارښونې شته خو د نظام په اړه د ګوتو په شمار خبرې راغلې او هغه هم د اړتیا و ضرورت له مخې نه د الهي دین د روح او تقاضا له امله. نو اسلامي نظام یا اسلامي خلافت یوه اجتهادي پدیده ده چې د خپل وخت د جبري شرایطو زیږنده ده، نه یوه منصوصي موضوع ده چې په انکار يې یو څوک کافر او په نه راوستلو يې امت ګنهګارېږي.

د همدې فکر لپاره یو ښه دلیل د حبشې د مسلمان پاچا دی چې پر رسول الله له ایمان سره يې نه مدینې ته هجرت وکړ، نه يې په خپل هیواد کې د اسلامي نظام په نوم نظام جوړ کړ او نه يې نور هغه کارونه وکړل چې اوسني د اسلامي نظام مدعیان يې د اسلام په نوم باندې کوي.

تر ډېره حده مذهبي ادعاوې د اقتصاد د پياوړي کولو او واک ته د ځان رسولو لپاره کارېږي او کار به شي، د عثمان بن عفان خلاف باغي ډلې همدا د عدالت شعار پورته کړی و، د علي رض خلاف امیر معاویه د قدرت ساتنې لپاره همدا د قصاص شعار ټینګ کړی و، د امویانو خلاف عباسیانو ځانونو ته تور بیرغونه جوړ کړل او د مهدي د لښکر په نوم يې ځانونه واک ته ورسول او تر اوسه همدا لوبه په مختلفو نومونو روانه ده، که له اسلامي شریعت سره د سیاست اړیکې پيدا کولو ته همداسې بانې لټول کېږي او هڅه کېږي چې تر دې نوم لاندې یوه ډله ځانونه واک ته ورسوي نو دا په ضمانت ورته وایم چې دین و شریعت تر خدمت به يې د دین اصلي روح ته زیان ډېر اړولی وي. موږ باید ځمکني حقایق ومنو، خپلو شرایطو ته په کتو تعبیر وکړو او د هغه څه په اړه ځانونه ستړي نه کړو چې تحقق يې له ناممکناتو ګڼل کېږي.

۲۰۲۰/مې/۲۷

1 comment

  1. شنکی Reply

    نو همداسي ويلای شو سيکولرزم ته بايد په منفي او د کفر په نظر ونه ستاسو په تحليل سره و نه کتل شي لکه څنګه چه ملايان او سرټمه اسلامستان ورته ګوري. سيکولاريږم جلا کول د مذهب او د حکومت په منځ کي ده چه واضح ووايو مذهب د هرچا شخصي کار دي او حکومت مصلحتي يا مشورتي چه د اولس په اراده جوړيږي لکه اوسنی جمهوري نظام په افغانستان کي.
    اسلامي حکمتونه يواځي په ورسته پاته اسلامي هيوادونو کي منځ راځي يا راغلي چه هلته تش په نامه اسلامپالو له نا پوهي د عادي او نا لوسته اولس نه ګټه پورته کوي او ځان قدرت ته رسوي چه ښه مثال يي سودان عمر البشير وو هغه هم شکر ورسته له پنځلسو کلونو اسلامي ديکتاتوري نه داولسي پاڅون په زور ړنګ شو خو په تآسف سره زموږ ملا عمر B 52 په زور له قدرته وشړل شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *