خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

درنې خوږې څپیړې| عبدالوکیل سوله مل        

  کمال پښه نیولی شي ،د مرغانو آوازونو ته غوږونه څک کړي

 شاواخوا پورته ګڼوونو ته نظر واچوي. یو یې لوړې ونې ته چې تر ټولو ډیرې مرغۍ په کې. چوڼیږی ،ښه ډیره شيبه په خوند وروګوري . ناببره ېې نرۍ اوښکې په مخ راماتې شي .دزلموټی زوی ېې ورپام شي ، سودا وروولیږي:

ـ پلاره 

کمال لکه په خوب کې چې وبیریږی ،جټکه وخوری ،

ـ اه 

زوی ېې سترګو ته ځیرشي:

ـ ولې ژاړې ؟ څه خبره ده؟

سترګوته لاس پورته کړي. لکه په تیاره کوټه کې چې څوک نا ببره له خوبه راکښیني، بیا ېې پټې او بیرته پرانیځي :

 ـنه ژاړم هسې ددې بڼ او ځنګل ښكلا ته سوچ واخيستم  ،

لاس ېې یوې ونې ته ونیو ، زوی يي هم وروکتل:

ته ګوره هغه  دنګ چنار ته چې ټولې مرغۍ ورټولي شويدي ۔ ما ته ېې دخپل كلي نه وړاندې  يو جگ غر را په زړه کړ.۔

زوی ېې پلارته په حیرانتیا مخ ورواړاوه :

ـ واو څومره عالي،له کلی سره نږدې غر!

پلارېې چې په ونه کې د مرغانو له نندارې خوند اخیست ، سر وخوزاوه:

هو بچو خوغر ډير جگ اوټول تك سپين وو ۔ څه حكمت يې درلودچې سرته ېې څوک نشو ختلی خو مرغان به يې  په 

  سرتل تاویدل راتاویدل. 

زوی ته ېې سترګې په ځیر ونیوې :

څومره به ښه واى چې سړى مرغه واى  اوپه ليرې ملكونو يې دورې كولی ، هم ددې چينار جگ سر ته ختلی اوهم ېې زموږ دكلي دغره له پاسه دوره كولی۔ 

کمال د ونې ډډ ته ودریږي. پاس همغې ونې ته چې مرغۍ په کې  سندرې وايي، بیاوروګوري. له جیبه وړکی دستمال راوباسي .سترګو ته ېې ونیسي .

ـ دې بڼ او دې مرغانو خپل کلی او خپل کوچنیتوب ته بوتلم . پلاراو دهغه تودې خوږې څپیړې ېې رایاد کړل!

زوی ېې هیښ پا تې شوـ

ـ هلته پلرونه زامن وهي؟ 

کمال وخاندي . زوی ېې نور هم کنجکاوه شي:

ـ نو ولې ؟

ـ ځکه چې داد اولادونو د سالمې روزنې یوه وسیله ګڼي. دا د هغو باوردی.

د زوی تندی ېې ګونځې شي، شک وروولیږي:

ـ عجیبه 

کمال یی په ولی لاس کیږدي.

ـ منم چې عجیبه ده خو هغه ساده پلرونه ډیر مهربانه زړونه هم لری. 

 دکمال او زوی سترګې ېې لږ وړاندې د ځنګل په منځ کې په پرتې اوږدې څوکۍ پریوزي. ورنږدې شي . کمال په څوکۍ کښیني . زوی ېې په وړاندې ودریږي . مخامخ ونو ته وروګوری .بیا پلار ته مخ ورواړوی:

ـ ښه نو ته بابا په څه وهلې ؟ 

کمال په ونه کې ناستو مرغیو ته لاس ونیسي:

ـ په دغسې مرغیو 

زوی ېې هم ونې ته نیغ وروګوري:

ـ مرغۍ دې له ونو شړلې؟

ـ نه ما مرغۍ ویشتلې .

زوی ېې اوږې پورته واچوي . 

ـ  په څه شي ، په ښکاری ټوپک؟ 

ـ نه په غولکه 

کمال د غولکې ساده تصویروکاږي:

ـ غولکه  د پخوانیو ښکاریانو غشي او لیدنۍ ته ورته یو شی دی، اوس راته ګرانه ده چې پوره تصویر ېې درکړم

زوی ېې سر وخوځوي:

ـ ښه ښه دا مې په ځنو فلمو نو کې لیدلی، ښه نو دبابا له ښکاره بد راتلل ؟

ـ هو بچو ځکه خو ېې په ټول عمر کې نه چرګ حلال کړ او نه کوم کورنی څاروی. 

ـ څومره ښه 

کمال لیرې په ځمکه ناستو مرغانو ته سترګې ونیوې :

ـ د مرغانوډیر شوقي وو. په کورکې مو هر ډول مرغان لکه: ښارو، طوطي، زرکه اومړزساتلي وو. د کفترو لوی قطار به هم شپه او ورځ زموږ په بام ښا یسته غومبرواهه.

زوی ېې له خوشالۍ ټوپ واچاوه:

ـ واو څومره ښه !

کمال سر وخوزاوه ـ 

هو بچو ،پلار به مې ویل، ما ته له مرغانو پرته خوب نه راځي. مرغان د طبیعت سندرغاړی دی او د هغو له سندروپرته ژوند پیکه دی. 

زوی کمال ته وکتل. بیا یی په وړاندې ناست مرغانو ته چې په ځمکه کې ېې ټونګې وهلې ورنږدې شو . مرغان وترهیدل . بیرته شاته راغی، دیوې ونې ډډ ته ودرید. غوږونه ېې د مرغانو رنګینو آوازونو ته څک کړل. خوند ېې ورکړ. راوګرځید چې د خوشالۍ او د ښکلا خپل احساس له پلار سره هم شریک کړي. دپلار په وړاندې ودرید :

ـ څومره ښایسته!  داسې نه ده پلاره؟

کمال سر وخوځوي .زوی ېې څنګ ته کښیني . پلار ته مخ ورواړوي:

ـ نور هر وخت راځو ،

ـ سمه ده 

پلارېې له څوکۍ راپورته شي. د هغې ونې ډډته بیا ودریږي چې لپاسه ېې مرغانو شور جوړکړی وی. سترګې ښکته پورته واړوی. بیا غوږونه څک ونیسي. زوی ېې خواته راشي . 

ـ څنګه پلاره، خوند کوی کنه ؟

پلارېې د ځنګل ګڼې ونې له نظره تیرې کړي. پاس ونې ته چې مرغان په کې چوڼیږی هم وروګوري . لاس ونې ته، ټول ځنګل ته او د ځنګل نه دباندې لوی ډند ته په وار ونیسي. ووايي :

ـ دا ټول ښایسته دي، که ونې دی که مرغان او که په ډنډ کې روانې اوبه، لندن داسې ډیربڼونه او ځنګلونه لري.

سوړ اوسیلی وباسی، په سترګو کې ېې اوښکې راټولې شي :

ـ خو یو هم زما د کلی د ښکلا ځای نشي نیولی . 

زوی ېې بیا د پلار نیولې څیره خوابدی کړي:

ـ نو دا خو اسانه ده، لالا ته وایم چې ټکټ درته راونیسي. ټول به هغه کلی ته لاړشو. هم به هغه غر ووینو او هم به د بابا زیارت.

د کمال زړه را ډک شي. لکه څوک چې دکورنۍ د نږدې کس د مړینې خبرورکړي، ستونی ېې زړا ونیسي : 

ـ کا شکې یوازې د ټکټ خبره وای؟ !

له دې سره ېې په زړه کې بنده ژړا خولې ته راشي، پړینګ په ژړا شي. زوی غیږ کې ونیسي :

ـ  زه خو دښې ورځې دلته نه یم راغلی ، 

د زوی څیره ېې هم مړاوې شي .مړه پلارته وروګوري، دپلارپه اوږه لاس کیږدي:  

ـ وبخښه پلاره فکر مې نه وو. مه خفه کیږه یووخت به خدای آرامي کړي، بیا به ټول په ګډه لاړشو.

پلار ېې سر غیږ ته نږدې کړ : بیا ژړا ورغله.

خو خدای خبردی چې زه به تر هغې ژوندی یم او که مړ.

لندن ـ انګلستان 

دشپې دولس نیمې بجې 

د۲۰۲۰میلادی کال د جون لومړۍ نیټه

1 comment

  1. احسان الله عظیم Reply

    گران سوله مل صاحب!
    قصه می سرتر پایه ولوسته دیر خوند می تری واخیست. الله دی عمر زیات او قلم دی تاند اوسه.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور