خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

داسې امنیتي کمره چې په یو چارج ۶ میاشتې کار کوي

تاند- د ارلو په نوم کمپنۍ داسې امنیتي کمره جوړه کړه چې په یو وار چارج ۶ میاشتې کار کوي.

دا کمره پرو ۴ نومېږي او د ایچ ډي آر په کیفیت خورا دقیق عکس او ویدیو اخلي.

د دې کمرې بیه ۲۰۰ ډالره اېښودل شوې ده.

د دې کمپنۍ بله امنیتي کمره الټرا ۲ نومېږي چې دا هم ایچ ډي آر تصویرونه اخلي او بیه یې ۳۰۰ ډالره ده.

دواړه کمرې د شپې په مخه هم ویدیو ثبتوي.

دا کمرې له خپل موبایل او د کور له نورو ځیرکو وسایلو سره وصلولی شئ.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *