خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

خوښي مو ابتکار وژني| نورکمال ارشاد

خوشالي او خپگان دوه داسې پدیدې دي چې د انسان لۀ ژوند سره تړلې دي، هر انسان پۀ ژوند کې هم خوښي ویني او هم خپگان. خو ځینې انسانان بیا پۀ ژوند کې یو څۀ ډېر راحت وي، د ژوند تېرولو اسباب او سهولتونه ور ته موجود وي، فکراً ارام او لۀ تشویشونو بې غمه وي؛ برعکس داسې انسانان هم کم نۀ دي چې د ژوند ډېره برخه یې د غم او درد تورو ورېځو پوښلې ده، دوی نسبت نورو ته، کم خاندي او ډېر ژاړي، خوښي یې ډېره کمه ده، ژوند یې سرګردان او لۀ ستونزو ډک وي، ذهني آرامۍ ترې کډه کړې وي، همداسې ډېر نور مجبوریتونه او مشکلات لري چې ښۀ او خوشاله ژوند کولو ته یې نۀ پرېږدي.
د دې لیکنې هدف دا دی، تر څو پوه شو چې لۀ دغه دوه پدیدو کومه یوه یې انسان ته ابتکار او نوښت ور پۀ برخه کوي او انسان د ډېرو نورو پۀ منځ کې ځلوي؟
که یو انسان خوښ وي، فکر یې آرام وي، ژوند پۀ عادي ډول وړاندې بیایي، کوم مثبت ابتکاري فکر نۀ شي کولای، او ډېر کله یې پۀ ټولنه کې نوم نۀ پاتې کېږي، لۀ خپل مرگ سره د خپل وجود سربېره، نوم او شهرت هم گور ته وړي، ځکه دۀ داسې څۀ نۀ دي کړي چې نوم دې یې ځلاند او تل پاتې وي، که کړي یې هم وي، داسې کارونه به وي چې تر څۀ وخت وروسته یې اغېز کمېږي او نوم یې هم ورکېږي، کېدای شي لوستونکي د استثناء پۀ توګه ځینې لیکولان او ادیبان را مخکې کړي چې هم یې ښۀ ژوند کړی او هم یې ښۀ هنري ابتکارونه پنځولی، پۀ همدې ډول مې لۀ یو ملګري سره بحث کاوۀ، خوشال خټک یې را ته مخته کړ!
 دا بحث رښتیا استثنأءت لري، خو دا زما خپله تجربه ده، یانې د خپلې تجربې پر بنسټ یې وایم، د خوشال خان خټک پۀ اړه به دومره ووایم چې د ژوند ټول سهولتونه یې لرل، شتمن او د قبیلې مشر و، خو باید دا هم ومنو چې خوشال بابا پۀ هومره شتمنۍ او ملکۍ کې هم ځان نادار او مسکین ساتۀ، وایي، څۀ چې به یې سهار لرل، ماښام به ور سره نۀ و او پر غریبو او بې وزلو به یې تقسیمول، خو باوري اوسېږئ، زۀ بیا هم پۀ خپله خبره ډېر ټینګار نۀ کوم، ځکه احساسات شاید لۀ شتمنۍ او سهولتونو سره نۀ وي تړلي.
خو بل اړخ ته هغه خلک چې لۀ خپگان سره لاس و ګرېوان دي، ژوند یې ستونزمن دی، غربت یې حلق ور تریخ کړی؛ مبتکر فکر لري، او ډېرو دغسې کسانو پۀ ټولنه ځانونه منلي دي، چې موږ یې ډېر مثالونه لرو.
ډېری نړيوال شهرت لرونکي خلک لۀ دې دوهم ډول څخه دي چې د بېلگې پۀ توگه به یې ځینې پۀ لاندې ډول راوړو:
جک لندن
جک لندن (جان ګریفیت) امرېکایی ناول لیکوال د ۱۸۷۶ م د جنورۍ پر دوولسمه نېټه پۀ سانفرانسېسکو کې زېږېدلی دی.
نوموړی یو حرامونی و چې لۀ جان لندن سره یې د مور تر وادۀ کولو وروسته د هغه کورنۍ نوم خپل کړ.
ماشومتوب یې لۀ سختو او ډېرو کړاوونو ډک و.
د کورنۍ د مالي لاسنیوي پۀ خاطر یې لۀ هېڅ کاره مخ ونۀ ګرځاوۀ، ورځپاڼې یې خرڅولې، جامې یې پرېمینځلې، پۀ بندري چایخونو کې یې چای وېشلې او پۀ کښتویو کې یې ستړې مزدورۍ وکړې.
پۀ ۱۴ کلنۍ کې د انګلیسي ګرامر لۀ ښوونځي فارغ شو، خو د اقتصادي ستونزو لۀ وجې ترې نورې زده کړې پاتې شوې، مجبور شو، د قوطیو جوړولو پۀ یوه کارخانه کې پۀ مزدورۍ بوخت شو. ژوند یې تر دې پۀ سختو بدبختیو او کړاوونو کې تېر کړی دی او د ژوند تر پایه یې هیلې نۀ دي پوره شوي.
ویل کېږي چې پۀ وروستیو کې د خپل هغه کور پۀ جوړولو بوخت شو، کوم چې دۀ یې ارمان درلود او تل یې پۀ تصور کې جوړاوۀ، کار یې نیمایي ته نۀ و رسولی چې یو بې رحمه اور یې اروا ور وسوځوله، ناروغ شو، خو یوه ورځ یې چې ۱۹۱۶ م کال و، دومره درمل وخوړل، چې ژوند یې پای ته ور ورساوۀ.
(۱ : وحشت بلنه، سریزه)
خو لۀ همدې ځایه یې نوښتګر فکر کار پیل کړ، مطالعه یې وکړه، او نن ورځ امرېکا پۀ دۀ ته ورته معنوي شتمنیو شتمنه ده او نوم یې پۀ ویاړ یادېږي.
که دۀ ته خپل ژوند او سخت حالت لار نۀ وه ښودلې، نن به د ملیاردونو نورو ورکو شوو انسانانو پۀ قطار کې د دۀ نوم هم د نړۍ لۀ کرې پاک شوی وای.
بل لیکوال چې موږ غواړو د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره راوړو‍،  ماکسیم ګورګي روسی لیکوال دی.
ماکسیم ګورګي
د روسي ادبیاتو اتل، الکسي ماکسیموویچ پشکف پر (۱۸۶۸ز) کال د نېژني نوګرود ښار پۀ والګا نومې سیمه کې زېږېدلی، چې اوس هم د نېژني نوګرود ښار ته د ګورګي ښار وایي.
ګورګي لا ماشوم و چې د پلار لۀ سیوري بې برخې شو، روزنه یې نیکۀ ته پاتې شوه، د نیکۀ یې داسې یوه غم لړلې کورنۍ وه چې کله یې د خوښۍ مخ نۀ وه لیدلی، د دوی پر کورنۍ وهلو، ډبولو او کوتک بازۍ پاچاهي کوله.
ګورګي نهه کلن و چې مدرسې ته لاړ، خو ناکام را ستون شو، د کلنۍ ازموینو پۀ پایله کې یې ددۀ د ناکامۍ علت فقر او غربت لیکلی و، دا مهال یې نیکۀ هم ومړ، اوس پر نورو ستونزو سربېره د ډوډۍ ګټلو مسولیت هم ور تر غاړې شو، ډېر ورونه یې وټکول، خو چا ور سره هېڅ مرسته ونۀ کړه، بالاخره یې د کباړ پۀ را ټولولو پسې پایڅې بډوهلې، څو روپۍ به یې ګټلې چې هغه به یې نیا ته ورکولې.
دی یو وخت لۀ ژونده دومره تنګ شو چې د ځان وژنې هڅه یې وکړه خو ناکام شو، دۀ پۀ لیکوالۍ کې ځان ته د ګورګي نوم غوره کړ چې د تریخ سړي مانا لري.
ډېرې ستونزې یې وګاللې، در پۀ در وګرځېد، کباړ یې ټول کړ، لۀ هېڅ کاره یې سر ونۀ غړاوۀ، بالاخره ګورګي داسې یو پړاو ته داخل شو چې د هر چا د سترګو تور وګرځېد، دا ددۀ د هغه جوهر لۀ امله و چې د دۀ پۀ ذهن کې خپلې بې وسۍ او کړاوونو را پیدا کړی و، نن ورځ روسیه او روسي ادب پۀ ګورګي پېژندل کېږي.
انتون چیخوف د لنډې کیسې بهترین روسی لیکوال هم لۀ یوې غریبې او بېوزله کورنۍ څخه سر راپورته کړی دي، نیکۀ یې غلام و، بدبخت ژوند یې درلود، خو نن ورځ پۀ روسیه کې د دۀ پۀ نوم څو ادبي ټولنې، کابو اولس موزیمونه او کتابتونونه، شپاړس واټونه او اتۀ تیاترونه دي، او پۀ لسګونو مجسمې یې جوړې شوې دي.  (نړېوال ادبیات: ۴۰)
همداسې پۀ سلګونه نور مثالونه وړاندې کولی شو، خو ددې لۀ امله چې لیکنه اوږدوي، ترې تېرېږم.
اوس پوه شوو، چې ستونزې او کړاوونه ډېر خلک لري، ډېر خلک شته چې غربت یې نفس ور تنګ کړی وي، بې وسي او نهیلي یې همځولې ګرځېدلې وي، پورته لیکنه دوی ته دا پیغام لري چې خپل درد او غم ته مه تسلیمېږئ، وړاندې ځئ، ژوند لۀ تاسو سره دی، لرې نۀ ده چې یوه ورځ به تاسو د هغه کسانو لۀ جملې یې چې د هېڅ شي کمی به نۀ لرئ او خلک به پۀ بڼو ځای درکوي، نا اشنا به وي، خو زۀ وایم درد او غم د لارې مشال کړئ، خپلو لویو هیلو ته پرې رسېدلی شئ، سعود څۀ ښۀ وايي:
غم څۀ دی، سعوده ور ته ژاړه مه
پاڅېږه، دنیا پرې را نسکوره کړه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *