خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

خوله/ عابده سپوږمۍ

د موټر ښيښه يې ښکته کړه، لاس يې د موټر له کړکۍ بهر کړ…څک څک څک…باران پرې وورېده. ښيښه يې لږ نوره هم ښکته کړه، سر يې له کړکۍ بهر کړ، سترګې يې پټې کړې، شمال ډېر و پرې يې نښوده چې د باران څاڅکي زړه ته ننباسي.

بېرته يې سر را دننه کړ. موبايل يې روښانه کړ عکسونه يې واخيستل. خپل انستګرام ته ننوته خو سيمه غرنۍ وه نېټ پرې و.

موټر چلوونکي ته يې وويل:

– موټر لږ ورو چلوه پریږده چې لار اوږده شي

قلم يې راواخیست، غوښتل يې د لارې تصويرونه تورو کې خوندي کړي.

پر سپينه پاڼه يې ولېکل:

«غرونه څومره ښايسته دي، څومره مضبوطه دي، څومره کلک دي، خو بيا هم ډېر مهربانه دي، چاته يې زيان نه رسېږي، دنګ ولاړ دي چا پورې بد نه وايي، چاته بده خبر نه کوي.»

«اه! دا ونې ، کاش! له هرې يوې مې غېږ تاو کړې واى، هرې يوې سره مې د زړه خواله کړي واى،  مينه مې ورکړې واى، دوى څومره نازکې دي، څومره کمکۍ دي څومره تازه دي، خو بيا هم لکه غرونه داسې صبر لري، هر څه چې پرې وکړې آه نه باسي.»

«دا بادونه چې راباندې لګيږي لکه سکون چې راکړې،  زړه ته مې را ننوځي، روح راکې پو کوي، سترګې مې ړنا کوي، زلفې مې نازوي.»

« اوبه لکه شين اسمان او اسمان لکه شنې اوبه اروا ژوندۍ کوي.»

کتابچه يې وتړله د موټر ښيښو خٶله کړې وه، له هغې خوا د باران څاڅکي پرې ولاړ و او له دې خوا یې پرې وليکل:

« کاش! ځينې لارې پاى ته نه رسېدلې»

موټر ودرېده، له موټره ښکته شوه، د موټر ښيښي ته يې وکتل.

پر ښيښه ليکل شوې کرښه ړنګه شوې وه.

پاى

1 comment

  1. عبدالرحمن ننګیالی Reply

    ډیره ښه او په زړه پورې .. په لوستلو کې مې یوه شیبه داسې حس کړه، ګویا چې دا هر څه زه په خپلو سترګو وینم..
    مننه .

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *