خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ولې له نظر ورکولو وېره لرو؟!| خلیل الرحمن همایون

مايک ورته ونيسې، نظر راکړه اماده نه یم، خوله مې وچيږي او…
سهار زنګ ورته ووهې، که ماذیګر ته یو لس/ پنځلس دقیقې پر دغه موضوع مرکه راسره وکړې، سمه ده.
ماذیګر، ولا زه خو نه یم اماده، زا بیا به راډیو ته درشم!
کمره ورته ونیسې لنډ ويډیوي کلیپ دې اخلم، ولا زه کمرې پر وړاندې نه یم بلد.
فېسبوک او ټوېټر کې منشن کړې پر موضوع نظر راکړه، ولا زه به څه کې ووایم.
ټولنیزو رسنیو کې دې ملګری د تبصرې هیله کوي، ته ښه په زوره ګوته په سکرین کش کړې، ترې تېر شې.
ولې؟!
بې جرئته یو، په ځان باور نه لرو، مطالعه نه لرو، د نورو تر اغېز لاندې یو، اخر ولې؟!
راځئ! ما درته پرې لنډه څېړنه کړې.
د هرچا عقلونه او د موضوع د ارزونې محکمې توپیر کوي، ځینې یوه عمل ته ښه وايي او ځینې بل ته، یوه ډله خلک یوه کړنه بده ګڼي بله نورې بدې ګڼي.
ټولنه کې د موضوع د د تحلیل زاويې او معیارونه هم توپیر کوي، څوک  یې له يوې زاويې ارزوي څوک له بلې.
هر وګړی موضوع د خپل عقل، فکر، اېډیالوژۍ، فرهنګ او خپلو مشاهدو او تجربو پر اساس ارزوي او له دې لارې یې ګټې، زیانونه او ارزښت ټاکي.
د خلکو له نظرونو او افکارو خبرېدنه او خپل نظرله نورو سره شریکول په ژوند کې ډېر مهم دي او انسان ته د ژوند دتکامل او ښه کېدو مهم ارزښت ورښايي. که یو څوک ټول ژوند پر خپل عقل او فکر پرمخ یوسي، بې لارې کیږي، خطا کیږي، د ژوند د هدف له مسیره کږيږي او په ټوله کې ژوند نیمګړی وي.
که ژوند د الهي کتاب، نبوي سنتو له احکامو په اقتباس او د صحابو او د رب کریم د نېکانوبندګانو د ژوند او سیرت نه په استفادې پرمخ یوسوو، بیا به موږ هغه هدف او لاره درک کړې وي چې الله جل جلاله د دغه هدف لپاره د ټول مخلوق خلقت کړی.
ستا نظر کولای شي د یو چا ژوند کې مثبت بدلون راولي، خوښي ورکړي، رواني ستونزو یې خلاص کړي او یوې سالمې لارې ته یې رهبري کړي. دا هر څه د نظر شریکولو ارزښت او اهمیت راښيي.
ولې له نظر شریکولو وېرېږو لاملونه او حل لارې يې څه دي؟
په ځان باورنه لري. هغه کسان چې په ځان بې باوره وي، ځان ته ارزښت نه ورکوي، خپل ځان ورته هیڅ ښکاري او ځان پرې بوج وي هغوی خپل فکرنه شي خورولی.
 پر ځان اعتماد په انسان کې د قوت لامل کیږي، انسان کې قاطعیت پیداکوي او د انسان د رشد، پرمختګ، ځلېدا او ژوند چارو کې د بریا لامل کيږي.
پر نفس اعتماد لپاره ځان کنټرول کړئ د نفس ټولې منفي او بې لارې غوښتنې ترک کړئ او ځان کې مو مثبت عادات او مثبتې خواوې رازرغونې کړئ.
پر ځان وویاړئ، پر خپلې ښکلا، ځوانۍ، شتمنۍ، استعداد او ژوند قناعت وکړئ او رب ته د دغو نعمتونو د شکرانې سجده وکړئ.  خپل ځان ته ارزښت ورکړئ مسولیت قبلونې ته چمتو شئ، مسولیت قبلونه له ساده کارونو پیل کړئ. خپلو نيمګړتیاو ته بهانې مه لټوئ د حل لاره ورته پیداکړئ. ټولنيزو فعالیتونو کې ګډون وکړئ. تېر ژوند او استعداد په اړه ډېر چورت مه وهئ. خپل ځان ټيټ نه بلکې مهم وګڼئ او خپلو نیمګړتیاوو ترڅنګ خپلې ښيګڼې مخې ته کیږدئ. دا لارې چارې درته پرځان اعتماد پیداکولو هنر درښيي.
بل لامل چې د خلکو نظر شریکونه کې خنډ ده هغه بې جرئتي ده. بې جرئتي له منځه وړل تمرین ته اړتیا لري هغه کسان چې یو باسواده کورنۍ کې لوی شوي وي، خپل فکر شریکولو ته پرېښودل شوی وي ماشومتوب کې تحقیرنه وي ارزښت ورکړل شوی وي طبیعي ده چې هغه ماشوم به جرئتمند وي هغه کسان چې ترښوونځي او پوهنتونه رسيږي خو جرئت نه لري لوی لامل د کورنۍ کمزورې پالنه ده.
جرئتمند کېدو لپاره غونډو او ټولنیزو راټولېدنو کې ګډون وکړئ، سیمنارونه وړاندې کړئ، غونډو کې په یوه موضوع لکچر ورکړئ، هغه ځای کې چې ځوانان راټولېږي یا کور ته مېلمانه راځي ورشئ د هغو سره مجلس وکړئ او د ژوند پر مصروفیاتو ورسره وغږېږئ.
ښه او باسواده ملګري درلودل مو د بې جرئتۍ له تیارو راباسي او هغه لوړ استعدادونه چې ستا پیاوړي ملګري يې لري ته یې په مستقیم او غیري مستقیم ډول خپلوې.
شرم د نظر د نه شریکونې بل لامل دی. شرمندونکي کسان تل په خپل فکر او نظر شرميږي. ځینې کسان د شرم او حیا تر منځ تفکیک نه شي کولای، حال دا چې دا دواړه دوه جلا واقیعتونه دي.
اسلام موږ ته په حیا امر کړی حیا دېته وایي چې یو ګناه د الله جل جلاله له ویرې او د خلکو له ملامتیا پرېږدې او حدیث شریف کې راځي چې « حیا یوه څانګه د ایمان ده»  خو شرم د انسان داخلي ستونزه ده او یو رواني رنځ ده. شرم اسلام کې کوم نېک کار نه دی بلکې کله کله د ګناه باعث شي مثلا: کله موږ یو نېک عمل د شرم له وجې پرېږدو، نو شرم او حیا تر منځ توپیر باید وپېژنو حیا خپله او شرم او کم زړي له منځه یوسو ځکه شرم په نفس د بې باورۍ، بې جرئتۍ برسېره د نورو ډېرو بریالیتوبونو مخه ډب کوي.
بل لامل یې د نورو له اغېز لاندې راتلل دي، کله چې د نورو له اغېز لاندې راشوو بیا موږ په خپل استعداد، علم او وړتیاوو شرمېږو او خپل هر څه راته هېڅ ښکاري. ډېره پراخه مطالعه کول هغه څه دي د نورو له اغېز نه خلاصون راښيي او خپل مسولیت ته په سړه سینه اوږه ورکول او تر منزله یې رسول که تحصیل وي، که وظیفه وي او که د ژوند نورې چارې وي دا ټول په پوره اخلاص او مینه ترسره کول او خپل مسولیت ته ژمن کیدل دا هغه کړنې دي چې د نورو له اغېزه بری درکوي.
زه راډیو کې یو فکري او تعلیمي خپرونه پر مخ وړم اونۍ کې یوه موضوع ټاکم او د لوستو ځوانانو او مسلکي کسانو نظرونه پرې راخلم، ډېرو باسواده اشخاصو جواب به دا و چې ماته راډیو او تلوېزیون کې نظر شریکول او په یوه موضوع خبرې کول خوند نه راکوي! ولې هغه علم چې تا حاصل کړی د هغه د رسونې مسوليت نه لرې؟ موږ دومره تعليم، تحصیل، ذده کړې د کوم هدف لپاره کوو؟ هر بااحساسه مسلمان د دې لپاره تحصیل کوي چې اسلامي ټولنې ته پرې خدمت وکړي او نورو ته پرې ګټه ورسوي او یو چا ته سمه او ناسمه لاره وښيي او خلک په هغه څه چې نه پرې پوهیږي وپوهوي، که موږ دا هدف درک کړو بیا خپل ذوق نه پالو بیا خپل علم، تجربې او فکر شریکول خپل مسولیت او رسالت بولو.
ویره درلودل د نظرشریکونې پر وړاندې لوی خنډ دی. هغه کس چې په دې رنځ اخته وي بېلابېلې وېرې ورسره وي، له دې وېره لري چې نظر مې نیمګړی دی، له دې ډار لري چې خلک د ده نظر په اړه څه فکر لري، ځینې د نه پوهېدو وېره لري چې څه ووايي او څه ولیکي، یو ډله کسان له هغو ډلو په وېره کې وي چې د ده نظر د هغوی له فکر او پالیسۍ سره خلاف وي، بله وېره د ځان، دندې او شخصي او مسلکي موقف ساتنه ده دا ټولې وېرې د نظرشریکولو پر وړاندې ستونزې دي.
د نظر د نیمګړتیا او نه پوهېدنې ډار نه د خلاصون ښه لارپراخه مطالعه او پلټنه ده، چې په خپل فکر او پوهې دې باوري کوي. د واکمنو طبقو او ځینو زورواکو ډلو سره فکري مخالفت د نظر ورکولو په دریاب کې بل ګرداب دی د دې ګرداب د ډبېدو له وېرې ډېرو علماوو خپلې خولې ګنډلې او خپل  سپېڅلی اسلامي مسولیت ته یې شاه کړی. دلته باید له داسې هنرونو نه استفاده وشي چې هم ځان وساتو او هم خپل رسالت ادا کړو، یوه ملګري مې د ډار او احتیاط په اړه یو ښه فارمول راوښوده وای ځان ساتنه فرض ده، هغه
څوک چې تاته زیان رسوي باید پر وړاندې یې د ځان ساتنې له هنرونو کار واخستل شي او د خپل ځان او شخصي ژوند ساتنې لپاره له لازمې پاملرنې او احتیاط نه کار واخیستل شي، که دغه احتیاط دومره ډېرېږي
چې تا له خپل اسلامي مسولیت ادا کونې راوګرځوي بیا دا احتیاط نه، ډار ده او مسلمان ځانګړنه دا ده چې ډارن او بزدله نه وي بلکې ډېر زړور، دلارور او پر خپل دین غیرت کوونکی وي.
 بل لامل د نظر شریکونې په ډګر کې د وینا له هنر سره نه بلدتیا ده. هغه چې ښه وینا نه شي کولای زیاتره یې راډیو او تلوېزیون کې خبرو او مرکې ته زړه نه ښه کوي. د ښې وینا کولو لپاره خپل غږ جوړ کړئ، کیسې او مطالب په لوړ غږ ولولئ، ریکارډ يې وکړئ او او پخپله یې بیرته واورئ. د هندارې مخ ته راشه په لوړ غږ په یوه موضوع خبرې کړه یا په خپل شخصي موبایل ځان نه وډيډیو وکړه بیرته وګوره. که د غږ جوړونې یوه حل لاره وښیوو هغه پر خپل غږ تمرین ده وغږېږئ او خپل غږ ریکارډ کړئ او نیمګړتیاوې مو له منځه یوسئ.
هغه کسان چې ټولنیزو رسنیو کې ډېر له پوسټ او تبصرې وېرېږي هغوی د لیکوالي په بنسټونو نه دي اګاه او املا او انشاه کې ستونزې لري. د یو باسواده ځوان په صفت باید دا نیمګړتیا ونه لرې او د لیکوالي په اساساتو باندې باید پوی یې.
پر همدغو لاملونو او حل لارو بسنه کوو. که یو کس له دې رنځه کړيږي او نظر شریکول ورته د غره سوري کول ښکاري هغه دې له دغو لارښوونو ګټه واخلي، ان شاء الله دغه ستونزه به ورته په عادي چاره بدله شي.
نظر شریکول زموږ اسلامي مسولیت دی، راولاړه شه خپل دغه مسولیت ته په شوراو شوق اوږه ورکړه، راولاړشه خو پرځان د باور سره را ولاړشه، د بې جرئتۍ، کم زړئ، او ویرې شوم فکرونه له ذهنه وشړه، همدا اوس یو چا سره خپل فکر او نظر شریک کړه که ټولنیزو رسنیو کې انلاین یې پر یو پوسټ تبصره وکه، که د ملګرو او کورنۍ سره یې، په ټولنیزو چارو ورسره خپل فکر شریک کړه، هو! همدا یې غوره لار دی.

1 comment

  1. ستومان Reply

    ښې موضوع باندي لیکنه شوې. که نصیحت امیزه کرښې یې کمې او لارښودي زیاتي وای او له تکراري جملو ډډه شوې وای، لیکنه به نوره هم ښه راغلې وای.

    د متن په وروستۍ برخه کې لیکونکی لیکي: (( هغه کسان چې ټولنیزو رسنیو کې ډېر له پوسټ او تبصرې وېرېږي هغوی د لیکوالي په بنسټونو نه دي اګاه او املا او انشاه کې ستونزې لري.))

    انشاه؟

    په پیل کې لولو: ((ماذیګر، ولا زه خو نه یم اماده، زا بیا به راډیو ته درشم!))
    ماذیګر؟ زا؟
    ور پسې: (( …موږ دومره تعليم، تحصیل، ذده کړې… ))
    ذده کړې؟

    په منځنۍ برخه کې: (( هغه کسان چې په ځان بې باوره وي،… هغوی خپل فکرنه شي خورولی.))

    له خورولی، نه مو خامخا مطلب خپرول یا خپرولی و. خورولی محلي لهجه ده.

    د متن په دوه یمه نیمایي کې راغلي: (( …علماوو خپلې خولې ګنډلې او خپل سپېڅلی اسلامي مسولیت ته یې شاه کړی.))

    شاه = د پاچا، حاکم او سلطان معنا ورکوي، منظور به مو شا (عقب) و.

    که لیکونکي ژورنالیستیکي زده کړي نه در لودای او د یوې مهلنۍ مشرتوب نه وای ورله غاړي، ښايي نالیدلي مې ګڼلې وای. هغوی چې له ژبي سره کار کوي، په لیکلو کې د دقت او معیاري پښتو لیکدود طمع ور څخه کیږي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …