خدای مو لره، په دا تشو اصولو| جنرال دولت وزیري

په ډیرې بخښنې سره په پخوا وختونو کې د جلال اباد په ښار کې یو لېونی و، چا به چې ورته وویل:

«ليونی يې نه لري» ده به ورته خپله لمن پورته کړه!

اوس په ځینو پښتنو همغه د لېوني کار شوی دی!

چې ور ته و وايې، خپلې لوڼې ښوونځي ته وليږئ!

وايې: پښتنولي مو خرابیږي!

چی ورته و وايې: ميرمنو ته مو تذکرې واخلئ:

وايې: ټوله نړۍ لېونۍ ده!

چی ورته و وايې: میرمنې مو پریږدئ چې په ټاکنو کې ګډون وکړي:

وايي: د ټوپک ډز دې راباندې وکړ!

چی ورته و وايې: په تذکره کې د مور نوم وليکئ:

وايي: پښتون او دا کار!

‌راشه اوس يې پوره کړه د مشري دعوا کوم، خو بې سواد دې وم، جاهل دې وم، قلم دې په ټوپک ولم، غيرتي دې وم، ميړني دې وم، ننګیالی دې وم، ټاکنې دې په زور ګټم.

وايي: ستاسو يې پرې څه، چې خپله ميرمن نارینه ډاکټر ته ور ولم!

په بهر کې يې په انترويو کې له یوه پوښتنه وکړه، چې د مور نوم دې څه شی دی؟ ورته ويې ویل:

«د مور نوم مې پښتونستان واټ.»

دا ځکه چې ترجمان ور سره افغان ناست و.

دا چې له انترویو وروسته ترجمان دې قدرمن اتل ته څه وويل: د ويلو نه دي!!!

د افغان په ننګ می وتړله توره

ننګيالي د زمانې خوشحال خټك يم

خوشحال بابا ویلي دي، ننګيالي د زمانې او توره!

هغه مه ملامتوئ، د تورې او ټوپک وخت معلوم وي او بيا خو د هغه په یوه لاس کې قلم و او په بل لاس کې يې توره.

هغه له تورې قلم ته ډیر اهمیت ورکاوه ويل به يې:

څو په تورو، په توبریو په نېزو شي

صد چندان شي په تدبیر په هنرونو

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *