خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

حکمتیار له طالبانو وغوښتل چې ورسره ايتلاف وکړي

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۹) ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې له طالبانو سره لاس یو کولو ته لېوالتیا وښوده، ویې ویل د ده تر مشرۍ لاندې ګوند حاضر دی چې له طالبانو سره ايتلاف وکړي.

حکمتیار هغه مهال چې لا له جګړې یې لاس نه و اخیستي، څو ځلې له طالبانو سره د ايتلاف غوښتنه کړې وه خو طالبانو د ده غوښتنې رد کړي او ویلي وو چې حکمتیار «سپېره» دی او هرې خوا ته چې واوړي تاوان کوي.

په نوي یمه لسیزه کې طالبانو لږ وروسته له دې کابل ونیوه چې حکمتیار د رباني له حکومت سره یوځای شو.

حکمتیار نن په کابل کې خپلو پلویانو ته وویل«حزب اسلامي له طالبانو سره مخامخ خبرو، همداراز مشارکت او همکارۍ ته تیار دی. موږ باور لرو چې که دا دوې ډلې لاسونه یو بل ته ورکړي، د افغانستان کړکېچ به ژر پای ته ورسېږي او هیڅ طاقت به یې په وړاندې ونه شي درېدای.»

ده په عین حال کې وویل«کله چې د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو بشپړ شو، موږ د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل ته تیار یوو. اوس په طالبانو پورې تړلې چې څه پرېکړه کوي.»

حکمتیار په وروستیو کې هڅه وکړه چې د عبدالله عبدالله په شمول د حکومت له ناراضو عناصرو سره لاس یو کړي او بیا له طالبانو سره د حکومت له ګډونه پرته خبرې وکړي خو په دې هڅه کې بریالی نه شو او یوازې پاتې شو.

طالبان حاضر دمه له دولتي پلاوي سره په قطر کې پر خبرو بوخت دي او داسې نه ښکاري چې له حکمتیار سره بیا هم کوم ايتلاف جوړ کړي ځکه چې حکمتیار اوس تر پخوا کمزوری شوی ښکاري. د ده د اسلامي حرب اکثره غړي له حکومت سره ملګري شوي او یا لږترلږه له حکمتیاره نهیلي شوي دي.

حکمتیار وايي، حکومت کمزوری او بې اتفاقه دی خو طالبان او اسلامي حزب په خپل منځ کې ګډ باورونه او ارزښتونه لري.

13 comments

  1. A. Halim Hakimi Reply

    The timing is perfect. Foreign political valuable assets are on the move once again and likely we will hear more of similar positioning announced in coming weeks. Please stay toned.

  2. کلیوال باور Reply

    حکمتیار صاحب باید په تیر لوړ اوځوړ سیاسي زوند نظر واچوي اوله خپله ځانه سره دي منصفانه تصمیم ونسي ؟
    دوم صاحب کله چه غیرت بهیر خپل زوم ئ له مذاکراتي ټيم نه ویوست ویل ئ چه له ماسره دهغه په انتخاب په مذاکراتي ټيم کي خبري نه دي سویې ۰
    اوس معلوم سو چه ده له طالیبا نو سره داتلاف په هیله وه ؟
    دریم حکمت یار صاحب ثبات نه لري ( میاستي میاستي ئ دموقت حکومت غوشتنه کوله چهداکارونه سو ،بیائ غوشتو چه دجمعیت (عبدالله عبدالله )سره اتللافجوړکړي چه داهم ونه سو۰
    څلرم دخپلو دحزب ملګرو سره دی جوړ نه ده اوهغوئ اوس دحکومت په اډانه کي فعال کار کوي دی فقط دقدرت په خاطر سرګردان ده
    طالیبان په دغو شرایطو کي سرګریدو ته نه دي خلاص ؟دي ده له پخوانې شناخت سره طالبان به اورپوري وخاندي ؟

  3. بهیر Reply

    ههههه رښتیا هم کومی خوا ته چی حکمتیار تللی هغه خوای دړی وړی کړی. یوځل له ربانی سره یوځای شو هغه یی له کولابه ورساوه اوس چی دولت سره یوځای شو اوس یی دولت لړزان کړی دی. که زه د غنی پر ځای وای ورته می ویل چی وروره هسی غرته ځه چی حکومت د له سقوط سره مخ کړی دی.

    اوبله ستونزه د حکمتیار داده چی څوک زغملی نشی سرتمبه او په یوطرفه جاده حرکت کوی. له هیڅ ګروپ سره اړیکی نه لری. په ۴۰ کلونو کی یی تر اوسه داسی کار ندی کړی چی یا حزب ته ګټه کړی وی او یا خلکوته.

  4. zahra Reply

    nice one

  5. الکوزی Reply

    سخت بیشرمه سړی دی، حکمتیار چی له موره پیدا سوی، دری تګلاری یی زده دی او د قبر په خاورو به دا له ده سره خوندی سی، د پاکستان دفاع، د موقت حکومت راتلل، او له تمامو ډلو سره موقت ایتلاف او د مرکزی حکومتونو تضعیف. هیڅ افغان لده ښه خاطره نلری د جنګلک او د امر شیر علی خان د فابریکو فاتح او چور مشر.

  6. غلام حضرت Reply

    مګر استعمار ځانته دا اجازه ورکوی چی دوه یا درې یا څلور مرئیان ئې یو بل سره د ائتلاف فرصت او امکان تر لاسه کړی؟
    هیڅکله
    ورورکه
    د پخوانی او اولیه مرئیتوب مقررات لا داسی نه وه نو مُډرن مرئیتوب خو بیخی هوښیار! دی.

    1. Aslam Reply

      یره حکمتيارصاحب کاشکې لږ چوپ شې۔ په والله که مو کله هم د خير خبره کړې وي۔

  7. اسلم Reply

    حکمتيار صاحب لږ چوپ شه۔ کله به مرې له خيره۔

  8. Aslam Reply

    یره حکمتيارصاحب کاشکې لږ چوپ شې۔ په والله که مو کله هم د خير خبره کړې وي۔

  9. یفتلی Reply

    د امرالله صالح خبره درسته ده چه وایی د حکمتیار غټ دښمن په خپله دهغه څرګندونی او فیصلی دی .
    متآسفانه حکمتیار د خپل ژوند په اوږدو کښی قدرت او مقام ته د رسیدلو د پاره په افغانستان کی هر جنایت او ملی خیانت ته ملا تړلی په همدی سبب دده ملتیا د جنایت کاره کړیو سره هم د تاریخ د حافظی نه نسی وتلای .
    دده ددغسی هلوځلو نتیجه دا سوه چه دده نه اوس ملت بی ساری نفرت لری او په ده باندی هیڅوک اعتمادنه لری ، لکه څنګه چه د انتخاباتو نتایجو هم دغه واقعیت تآیید کړ . . رښتیا هم د قدرت بی حده حرص د انسان سترګی دومره ړندی کړی چه بیا خپل غلطی نه شی لیدلی .

  10. رازمخمد کامه وال Reply

    ای ورونو دغه جنایت کار ته ولی صاحب وایاست
    داد پنجاب غلام دی د پنجاب له لاسه هره ورځ په پښتنو ظلمونه روان دی
    داد سولی غوښتونکی نه دی دا او کرزی نور خوبونه وینی۰
    د حزب د واقعی غړو او مشرانو په نمایندګی شاغلی مولوی صاحب عطالله خان
    لودین قطر ته تشریف وړی دی اوس ټول حزب جلا رهبری لری۰
    چه ارغندیوال صاحب او همدرد صاحب دی۰مننه

  11. شاهین افغان Reply

    ښاغلی حکمتیار او ملګري یې د پاکستان له خوا په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان د سیاسي – نظامي او اقتصادي کمزورتیا لپاره استعمال شول . د حزب اسلامي په وسیله د وطن روشنفکران ووژل شول ، د افغانستان نظامي ځواک له صفر سره برابر شو. د افغانستان اقتصاد داسې ضربه ولیدله چې پخواني حالت ته تر رسېدو سل کاله نور وخت په کار دی . د افغانستان په شمال کې د پښتنو ځواک اوبه شوچې دادی نن تقریبا د حساب وړ ندی. د دوی له برکته د روسانو مخه د پاکستان له لارې تودو اوبو ته ونیول شوه ، پاکستان د سل ګونو اف شپاړس او نورو مدرنو الوتکو او نظامي تجهیزاتو څښتن شو . اتمي سلاح یې ترلاسه کړه او بیا د طالب او حکمتیار کرزي په وجود کې پاکستان د ډیورند ترکرښې هم راووښت.
    بنا د حکمتیار په شان ناکامه سیاستوال تاریخ د تل لپاره تېرشویدی .
    څوک چې ځان د وخت له تقاضا سره برابر نکړي ، مطلقه ناکامي یې په برخه ده .

  12. سنګو Reply

    با دیګ شینی سیا ه شوی
    با ما بشینی ماه شوي
    حکمتیار ه ای د لویو غلو یاره
    د طالب جامه به کړي سمه مرداره
    ستا مفسده څیره لمر غوندې رڼا ده
    د ترور او د فساد د ډلې پلاره
    د تیر عم خواري ولاړله عبث شوه
    نور نو کښنه سم ارام د خدای دپاره
    حزب دې ولاړ ارغندیوال درنه جلا کړ
    څنګه پاتې شوې تنها د ژوند په لاره
    طالب دومره کوچنی نه دی چی تا واخلي
    ښه دې پیژني ګیدړ یې ای مکاره

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *