خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

جګړې د اخترونو مزې پيکه کړې| ديرفيع الله ارمان 

پوره يوه مياشت مخکې به مو د اختر لپاره چمتووالی نيوه، په ګوتو به مو شپې شمارلې او ورځ تر بلې به مو خوښي پسې زياتيدله. که به ځمکو او باغونو ښه حاصل ورکړی و، نو دا خوښي به مو سل برابره شوه، د نويو جامو او بوټانو چانس مو ډير و؛ خو که به وچکاليو او نورو طبعي آفتونو د ځمکو حاصلات زيانمن کړي وو، نو د تيرو کالونو د اخترونو جامې به مو چې مورجانې راته په صندوق کې ساتلې وې، په دې ورځو کې بیا بیا راخيستې او ځانونه به مو پکې شاهان ليدل. اختر ته به چې يوه اونۍ پاتې شوه نو به لکه کال دومره اوږده شوه. 

په دې يوه اونۍ کې به مو د اختر د ميوو را ټولولو لپاره له خپلو همزولو سره د پيتاو او ديوال خواته خوږې خوږې کيسې کولې، د څو لنډو کليو د ميوو را ټولولو پلان به مو بار بار تکرار کړ او خولو به مو د خوښۍ اوبه کولې. کال غوندې اوږده اونۍ به چې وروستۍ شپې ته را ورسيده؛ تر سهاره به مو کله زاړه يا نوي بوټان په پښو کول او په کوټه کې به مو د کورنۍ د غړو تر مخ شاهانه قدمونه اخيستل، بيا به مو زړې يا نوې جامې په تن کړې او تر نيمو شپو پورې به مو د خواږه او هياجاني احساس له مخې نه ويستلې، مور به بار بار غوسه شوه، ويل به يې اوتو کړې جامې مو ګونځې کړې سبا ته به ټول در پورې خاندي. 

په ماښام کې به له موږ نه لږ مشران زلمي په کوڅو او کورونو ګرځيدل، چيغې او شور ماشور به و، په درمند ځايونو به لبمې بلې وې او د سوي بوی به په تپه تياره کې د اختر يوه بله قضا شيندله. زلمکيو به د کورونو دروازې ټکولې او يو تن ته به يې مختلفې جامې ور اغوستې وې، ډارونکې څيره به يې ور جوړه کړې وه، له کورونو نه به يې سدره( په اخترونو کې يوه رواجي لوبه وه چې د اختر په شپه به ځوانانو له کورنو، وريژې، اوړه، غوړي، ميوه، غنم، نقدې پيسې او … را ټولول) بيا به يې د کلي په يوه دوکاندار خرڅ کړل په پيسو به يې بله ميله کوله. 

دا شپه به که څه هم خوب نه راته او د اختر خوښۍ به آسمان ته پورته کړي وو، خو د دې لپاره چې سهار په وخت پاڅيږو نو د کور مشرانو به په زور څملولو.

سهار وختي به د جومات له لوډسپيکر نه د مسئالو او ترانو ډول ډول غږونو را ويښ کړو، په ټول وجود کې به مو د خوښۍ رګونه په نڅا وو.

پلار جان او نور مشران به وختي جومات ته تللي ول، موږ کشرانو به له لمر ختو سره د ميوو او چایو پتنوسونه جومات ته ور روان کړل. جومات به زوږ په سر اخيستی و، پاکو او نويو جامو به د کليوالو څيرو ته د ملائيکو بڼه ور کړې وه.

چای به مو د ميوو له پتنوس سره د مشرانو مخ ته، چې لا له وړاندې به يې ځايونه مشخص ول، کيښودل. د ټولو په څيرو کې به خوښي په نڅا وه. سپين ږيرو او مشرانو به سرونه به ګونډو ايښي ول، د ملا صاحب وعض په ټولو ښه لګيده، ځای ځای به له يوه سپين ږيري د جزبې چيغه اوچته شوه، ټولو به مخونه ور تاو کړل، د ډيرو په مخ به اوښکې روانې وې، خو په موږ کشرانو کې خوښي د پټيدو نه وه. 

ملاصاحب به همدلته د ابراهيم او اسماعئل کيسه را لنډه کړه، د پيالو او قابونو به شرنګا شوه، هر سړي خپل دسترخوان پرانيست او تر څنګ به يې د ګاونډي په دسترخوان ميوې څارلې، کله کله خو به د کلچو يا حلوا قابونه هم له نورو کليوالو را تير شول، د شور او زوږ په منځ کې د ټولو خولې خوځيدې او له چايو غړپونه کيدل. له چای څښلو وروسته به څو تنو کليوالو څادرونه، ځولۍ ونيول په ټول جومات کې به د هرې کورنۍ دسترخوان ته ودريدل د ملا صاحب له ځانګړې ميوې سر بيره به يې په څادر کې يو څه نوره ميوه هم ور واچوله، څادرونه به په ټول جومات را وګرځيدل، پريمانه ميوه به د ملاصاحب مخ ته و غوړول شوه؛ ملا صاحب به په دسمال کې ځانګړې غوټه شوې ميوه خپل څادر ته کړه، پاتې ميوه به بيرته د کلي ځوانانو په جومات کې په ناستو کسانو وويشله. چې د ميوې ويشلو مراسم به خلاص شول نو د چيغو او شور ټول زور به دلته آزمويل کيده، غيږې به شوې او د اختر مبارکي به دلته پيل شوه. 

زموږ کشرانو به ټول حواس په خپلو همزولو پسې وو چې له موږ نه مخ کې ونه وزي او په کورونو سم نه شي. مشرانو به لا د اختر غاړې يو بل ته ور کولې موږ به په ګڼه ګوڼه کې له جومات نه ځانونه ويستل او له مخې به په کورونو سم شوو. کلی مو ستر و، تر غرمې به مو يوه او له غرمې وروسته به مو بله خوا را ونيوه، څو کورونه به مو چې را وکتل نو پلاستيکي کڅوړې به مو ډکې شوې، هغه به مو په بيړه په کور کې تشې کړې او بيا به په منډو سر شوو.

کوم کورونه به چې لږ ښه وو او وضعه به يې جوړه وه دوهم او دريم ځلي هم ور تللو، چې وبه يې پيژندلو چې مخ کې مو هم ترې ميوه يوړه نو چپلکې او بوټان په يې را پسې واخيستل. ډيری وخت خو به دوهم او دريم کلي ته هم په ميوه ټولولو پسې تللو. په کوڅو او لارو کې به پاک، سپيڅلي او لکه د آسمان ملائيکې ماشومانو ټوپونه او خيزکې وهلې، کوڅه به رنګونو او ښکلاو نڅوله. د ځينو کورونو په سرايونو او لويو کوټو کې به په ټال د پيغلو ټيکريو هم لکه د انقلاب بيرغونو رپا کوله.

که به د کورونو له ميوې ټولولو ژر اوزګار شوو، نو د کلي په بيلا بيلو برخو کې د نورو ځوانانو او کشرانو ډول ډول لوبې روانې وې، ژر به مو هغه ته ځانونه ورسول، چا به چارمغز کول، چا مردګي، چا بيډۍ او ځينو به نورې دوديزې لوبې کولې. يوه لوبه چې زما به هيڅ نه خوښيده د شرم او حقارت احساس به مې کاوه او تل به ترې پټيدم؛ هغه د جومات مخ ته غيږې ويستل(پهلواني) وه، مشران به د برنډې په ژۍ ناست وو، دوه تنه زلمکي به يې په غيږو سره ور وستل او په خړو خاورو کې به يې تر هغه زورونه وهل چې يو به يې په ځمکه ښه کلک وويشت، جامې به يې په خاورو خړې شوې، مشرانو به چک چک ورته کول او په ګټونکي به يې آفرينونه ويل.

دا مستۍ، لوبې، خوښۍ او … به تر بيګا روانې وې.

بيګا ته به ټول کليوال په جومات کې راټول شول، بيا به له جومات نه د کليوالو کورونو ته د ډوډۍ لپاره ويشل کيدل، هر څاښت ته به لسو يا پنځلسو کورونو ډوډۍ کړې وه، تر ديرشو کسانو پورې به کليوال هر کور ته ډوډۍ ته ور تلل.

د ټولې ورځې خوند او مېلې يو خوا؛ بيګا بيا کورونو ته د کليوالو تګ بله ننداره وه، کوم کور به چې عصري و او وضعه به يې ښه وه نو ډيرو به هڅه کوله چې د همدغه کور په پچه وخيژي، ځينو شوخو او چالاکه ځوانانو به هڅه کوله چې په يو ډول نه يو ډول ځان ورته برابر کړي، که به يې بل کور ته هم وليږل نو په ځنګلونو، پولو او د ديوالونو تر خوا به پټ ناست ول، چې د همدې کور خاوند به خلک را روان کړي  ول نو دوی به هم پکې ور ګډ شول. 

ډير ځله خو داسې پيښ شوي چې يوه کور ته له خپلې اندازې زيات کسان ور غلي دي، حتا تر دې چې ډوډۍ او خوراکونه هم نه دي پسې رسيدلي. 

د ډوډۍ دا دود به دری ورځې دوام درلود، دريمه ورځ به يې دومره سخته او زړه تنګې وه چې يوه اونۍ به بيرته خپل حالت ته نه راتلو، ټول حواس به مو په کورونو، لوبو، ډوډۍ او مېلو کې وو. 

خو اوس له ډيرو خلکو اوريدل کيږي چې وايي نه هغه اخترونه شته او نه يې هغه مزې، او هر څه بدل شوي دي. هو دا سمه ده چې هر څه بدلون کړی او د وخت له تيريدو سره دودونه او رواجونه هم بدلون مومي، خو تر څنګ يې نوې عنعنې او رواجونه ځای نيسي، او هر هغه شی چې نوی وي نو طبعاً جالب او تر يوه وخته د پوره خوند مورد وي. د اخترونو د پخواني خوند د نه پاتې کيدو بل لامل ممکن د همدغه کسانو عمر وي چې وايي د اخترونو خوند نشته، پخوا چې د دوی عمر او کالونه هغه پخوانيو اخترونو ته جوړ وو، خو اوس په دې عصر او زمان کې د هغه اخترونو تصور ناشونی دی، خو د اوسني عصر ماشومانو او زلمکيانو ته اختر زموږ تر اخترونو هم خوندور دی. 

دا ښکاره خبره ده چې جګړو او نا امنيو د مسلمانانو ټولې خوښۍ زيان منې کړې او تتې کړې دي، خو هغوی چې ماشومان دي، او لا د سترو لوبو، سياستونو او بدلونونو فکر نه شي کولی د هغوی اخترونه همداسې له حياجان او مستۍ ډک دي. 

خدای دې د همدغه نيک مرغه لوی اختر په برکت نور په وطن د سولې اختريز او رنګين ټيکری وغوړي، او متعال رب دې همدغه اختر په ګران هيواد افغانستان کې د تل پاتې سولې بنسټ وګرځوي.

نيک مرغه لوی اختر مو مبارک، مېلې مو ګرمې او خوښۍ مو ميلمنې. 

کابل ۱۳۹۹ د زمري ۸ 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *