خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

راځئ د جګړې زیانونه وپېژنو | جنرال دولت وزیري

جنګ یا جګړه د معنا او مفهوم له مخې د بشري ټولنو او وګړو تر منځ د ټکر او اختلاف یوه ډېره لرغونې او دودیزه ښکارنده (پدیده) ده، چې له ادمه تر دې دمه د بشري تمدن د ودې او بېسارې پرمختیا په حال کې هم د وګړو، ولسونو ټولنو، هېوادونو، ملتونو او دولتونو تر منځ د اختلاف او ټکر د يوې مهمې دودیزې پدیدې په توګه پاتې ده.

د جګړې د پېژندنې له پاره بېلابېلې څرګندونې او تعبیرونه راغلي دي. یو ځای وايي:

«جګړه هغه وسله واله مبارزه ده، چې د دولتونو او یا په ټولنو، ولسونو او هېوادونو کی د بېلابېلو ټولنيزو پوړونو او طبقو تر منځ د سياسي، اقتصادي موخو او غرضونو له مخې را منځ ته کېږي.»

 وايي بشر چې له کوم مهاله ځان پېژندلی، له يوې خوا د حق او باطل تر منځ جګړه پيل شوې او تر څنګ يې د خپلې بقا او پايښت له پاره جګړه يو اړين او لازمي کار بللی دی.

بشر تل جګړه په دوو جبهو کې، کله له طبيعت او کله بيا د خپلو همنوعانو سره پر مخ وړې او په عين حال کې يې ځان تل له دواړو سره د مقابلې او مجادلې له پاره چمتو ساتلی دی.

د بشر د ژوند هغه برخه چې هغه له طبیعت سره په جګړه کې ده، همداسې دوام لري او هغه برخه چې په بشري نړۍ کې د خپلو همنوعانو تر منځ پیښېږي، تل هڅه او هڅاند شوی چی جګړې متمدنه او انساني بڼه او څېره خپله کړې ده.

 خو له بده مرغه ټول وخت جګړې د عادلانه موخو له پاره نه دي تر سره شوې. هغه جګړې چې د یرغلګرو او ښکیلاکګرو پر وړاندې تر سره شوي، د ملي خپلواکۍ غوښتنې جګړو په نامه يادې شوې دي.

د تاریخ د بېلابېلو پېړیو په پوړیو کې د دا ډول جګړو بېلګې ډېرې دي، لکه د انګريزانو، روسانو او نورو په مقابل کې زموږ د هېوادوالو جګړې.

ځینې جګړې بيا د ماهیت له مخې د هېوادونو د تجزيې او ټوټه کېدو لامل ګرځي. دې ډول جګړو ته کورنۍ جګړې ويلای شو، لکه په اروپا کې د یوګوسلاویا کورنۍ جګړې، چې یو هېواد پر اوو برخو ټوټه شو. همداراز د جګړې په ډولونو کې د سړې او تودې جګړې په نومونو جګړې هم شته چې هره یوه يې ځانته ځانګړنې لري.

په اوسني عصر کې اکثره ټولنپوهان جګړې په دوو ډولونو ویشي، چې يوې ته يې عادلانه او بلې ته يې غیرعادلانه وايي. دواړه ډوله جګړې هم ځانته ځانګړنې لري، چې تم کېدل ورباندې اړین نه بولم.

د جګړې په اساسي ډولونو کې یرغلیزې (تهاجمي) او ځان ساتنې (تدافعي) جګړې عامې او دود دي، خو د دې تر څنګ نور ډولونه لکه کمین، تعقیب، شا ته تګ، خرپ او ترپ، جګړه ییز لېږد او نور هم اړین دي.

په هر صورت جګړه د یوه هېواد له پاره د مرګ او ژوند په معنا ده او د ټول بشریت په ګټه نه ده.

د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو، د امريکا د متحده ایالتونو او ویتنام جګړه، د سوريې کورنۍ جګړه، د عراق او ایران تر منځ جګړه، د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو جګړه، د افغانانو اوسنۍ جګړې، د بنګلدېش پر سر د هند او پاکستان جګړه او داسې نور يې د بشري او مادي تلفاتو له پلوه سترې بیلګې دي.

له دې کبله اړینه ده چې د جګړې مخنيوی وشي، خو که کوم مشر جګړې ته زړه ښه کوي او غواړي چې خپل مشکلات د جګړې له لارې حل کړي او یا جګړې ته په جبر اړ ایستل کېږي، بیا نو اړینه ده چې خپل ټول مادي او معنوي ځواک سره یو ځای کړي او په بشپړ قوت جګړې ته ورداخل شي.

جګړه باید پرېکړنده وي او د جګړې له دوام څخه باید ډډه وشي، ځکه په اوږده جګړه کې بشري قوت کمزوری کېږي، وسلې پخېږي او خزانې تشېږي.

ناپليون بوناپارت به ویل: «د بشري قوت تر څنګ د جګړې د ګټلو له پاره درې څیزونه ډېر اړین دي، اول پیسې، دویم پيسې او درېيم هم پيسې دي.»

خوشحال بابا چې د تورې او قلم خان و، وايي:

زر په بده ورځ په کار شي

هوښیار ځکه ساتي زر

د زرداري بلا په زر وي

د نادار بلا په سر

چې سپر وي ګزار په سپر شي

چې سپر نه وي لاس شي سپر

لنډه دا چې جګړه هېڅکله د ملتونو په ګټه نه ده. جګړه تل ستر بشري ناورين رامنځ ته کوي.

په 1945 زېږدیز کال د امريکا د متحده ایالتونو له خوا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي د اټومي وسلو کارولو ستر بشري ناورين را منځ ته کړ چې تر او سه يې له امله د جاپان خلک کړېږي.

سوله د خدای تعالی لوی نعمت او جګړه د خدای تعالی لوی غضب دی. جګړه غله او ډاکوان را منځ ته کوي او سوله هغه په دار خېژوي.

«په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې په هیله»

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *