خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ترکیه کې د زلزلې له امله ۱۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند(شنبه، د عقرب ۱۰) په ترکیه کې د «اژه» سمندر په ساحل کې زلزلې ۱۹ تنه مړه کړي او شاوخوا ۱۲۰ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي د رېختر په کچه د زلزلې شدت اووه درجې و.

دغې زلزلې استانبول ته نږدې ځینې سیمې او د یونان جزایرو ځینې برخې هم لړزولې دي.

ترکي چارواکي‌ وايي د یونان د «ساموس» په جزیره کې دغې زلزلې دوه کسان مړه کړي او اته نور ژوبل دي.

په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په ځینو سیمو کې یو شمېر خلک تر ړنګو شویو ودانیو لاندې ګیر پاتې دي.

د «ازمیر» ښاروال ویلي دي چې تقریبآ ۲۰ ودانۍ نسکورې شوې دي او په خبره یې ۷۰ تنه تر دې دمه ژغورل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *