ترکيې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه کړې

تاند(شنبه، د قوس ۱) د ملي مصالحې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ترکیې ولسمشر ویلي، د افغان سولې د هڅو ملاتړ کوي او په دې هېواد کې د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی.
د مصالحې عالي شورا رییس وایي د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ جلبولو په هدف يې ترکیې هېواد ته سفر کړی.
نوموړي تر دې وړاندې پاکستان، ایران او هندوستان ته هم ورته سفرونه کړي.
بل لوته افغان شنونکي بيا د ملي روغې جوړې شورا په بېکارۍ تورنوي.
دوی وایي د یادې شورا شتون یواځې نوم دی او بله هېڅ ګټه يې د سولې پروسې ته نه ده رسېدلې.
عام افغانان هم پر ملي روغې جوړې شورا نيوکه لري او وایي د جګړې شدت ته په کتو دوی هېڅ لاسته راوړنې نه لري.