خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

 بې فرهنګه نه یو؛ راته نه دي ویل شوي | امید اڅک

تاسو به ډير ځوانان لیدلي وي چې د نورو هېوادونو د فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو شته و پر وړاندې د حقارت احساس کوي او ځینې بیا دومره تر تاثیر لاندې راغلي وي، چې آن په خپل ځان او خپل تاریخ هم خاندي او داسې فکر کوي چې موږ له پخوا څخه همداسې پریوتي او هر څه مو ګډ وډ و.

ملامت هم نه دي، ځکه چې کله همدغه نسل لوی شو؛ له جګړې، وژنې، نفرت، بدبختۍ او کړاوونو پرته یې نور څه ونه لیدل او نه ورته دا فرصت په لاس راغی چې د خپل تیر تاریخ په اړه یې په منظم ډول د مطبوعاتو، حکومت او یا د مشرانو له ادرسه  ورته یو څه ویل شوی وی.

که د نن مشران دي، که مطبوعات دي او که هر هغه ادرسونه چې د چارو واګې یې په لاس دي او یو څه امکانات په لاس کې لري،  ټول هماغه خلک دي، چې زموږ د تیر هویت، تاریخ، عظمت او پیژندګلوي، بنسټ یې په مفته لیلام کړ.

زه او ماته ورته ډير نور ځوانان او د جګړې په کلونو کې زیږدلی نسل هم همداسې یو او کله کله داسې فکر کو، چې ګوندې رښتیا هم هیڅ مو نه لرل/ نه یې لرو.

تیر کال په یو رسمي سفر ګاونډي هیواد تاجکستان ته ولاړو، هلته د مهال ویش سره سم د تاجکستان ځینې فرهنګي، ټولنیز او اقتصادي ځایونه موږ ته وښودل شول، د همدې لیدنو او ښودنو په لړ کې یې یوه ورځ تیاتر ته بوتلو.

تیاتر یې ډير ښکلی جوړ شوی و، ډیر منظم او رنګین ماحول او څوکیو ته یې په ښکلې بڼه سره  پوښونه ورکول شوي و.

ډله ډله خلک راتلل، ټولو ټکټونه اخیستل او د پیسو په بدل کې یې په تیاتر کې د تمثیلي پارچو او د موضوع اړوند نندارې څخه خوند اخیست.

موږ( د چاپیریال ساتنې ژورنالیستانو شبکې غړي) هم ټکټونه واخیستل او په یو مناسب ځای کې کښیناستو.

پروګرام پیل شو، څراغونه مړه شول، د سامانیانو د پاچاهانو د ورځیني ژوند تمثیلي پارچه نندارې  وړاندې شوه.

زه د یو لیدونکي په توګه هلته په دوه حالتونو کې ناست وم، حال او تیر، په حال کې مې د هغې نندارې څخه خوند اخیست، په تیر کې په ځان کې ورک وم او د خپل وطن په حال مې افسوس کاوه.

هلته په لیدونکو کې د تاجکي کورنیو واړه او زاړه ناست و، ما داسې فکر کاوه چې د کورنیو مشران به دلته ارو مرو په خپلو تبصرو کې خپلو ماشومانو ته د خپلو تیرو نسلونو او تاریخونو په اړه په ساده ژبه معلومات وړاندې کوي او هغوی ته به په یو ډول نه یو ډول داسې انګیرنه ورکوي چې په خپل تیر تاریخ وویاړي.

له تیروتنو څخه یې عبرت واخلي او له مثبتو اړخونو څخه  یې په خپل راتلونکي ژوند کې استفاده وکړي.

خو زموږ حال دغسې نه و، موږ هر څه له لاسه ورکړي دي، نه تیاتر شته، نه په کامله توګه هغسې سینما شته چې زموږ د تیر برم، عزت او تاریخ په اړه منظم افغاني فلمونه تولید کړي او نه هغسې تیاتر او هنري استعداد پاتې، چې ترې کار واخلو او کله کله د ساعت تیرۍ او ځان پیژندنې لپاره یې نندارې ته ولاړ شو.

د کابل نندارې په اړه مې هم په کتابونو کې لوستي و او هم مې د ځینو کابل میشتو مشرانو له خولې اوریدلي و، چې د جمعې په ورځ به خلک  تلل او هلته به یې نمایشنامې لیدلې، خو شنیدن کی بود مانند دیدن.

سږ کال(۱۳۹۹/ میزان/ ۱۵) د مولانا جلاالدین محمد بلخي د زوکړې ۸۱۳ کال و، په همدې مناسبت، په کابل نندارې کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، میدیوتیک افغانستان او شهود عرفان په نوم د یوې نوې فرهنګي ټولنې له خوا یوه مناسبتي غونډه نیول شوې وه.

ماسپښین په ۲ بجو د خپلو همکارانو سره کابل نندازې ته ولاړو، له ورتګه مخکې مې یو ځل بیا د کابل نندارې په اړه د خپل مشر همکار څخه پوښتنې وکړې او هغې راته په دې اړه ډير معلومات او خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ.

کابل نندارې ته په ننوتو سره مې د تاجکستان د نندارو تالار په یاد شو، خو توپیر بیخي ډير و، د هغوی د نندارو تالار ته په ننوتو سره سړي داسې انګیرله چې رښتیا هم یو متفاوت ځای ته راغلی یم او دغه ځای د نورو ځایونو سره ډير توپیر لري، هلته هر څه په نظم برابر و، هر چا خپل دنده په خپله مخته بیوله، د نندارچیانو د راتک سره سم په پنځه دقیقو کې پروګرام پیل او ګروپونه مړه شول.

خو دلته د دروازې له پهره داره نیولی بیا تر … هر څه هماغسې ګډ وډ و، لکه څنګه یې چې تاسو انځورولی شئ.

کابل نندارې !

هشت صبح ورځپاڼې د کابل نندارې په اړه په فارسي ژبه یو څیړنیز راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې کابل نندارې په ۱۳۴۳هـ کال کې(۵۶کاله مخکې) د ظاهر شاه په مستقیم امر جوړ شو. دغه ودانۍ پنځه پوړه لري، چې په شپږو میاشتو کې یې ټولې ودانیزې چارې پای ته رسیدلې وې.

محمد شریف سروري د ۳۷ کلونو راپه دیخوا په کابل نندارې کې کار کوي. د محمد شریف له قوله چې په هغه وخت کې ۱۷۰ کسانو په کابل نندازې کې دنده ترسره کوله  کاوه. کابل نندارې په هغه وخت کې د اسیا په کچه دویم لوی او موډرن سالن و.

هشت صبح په خپل راپور کې د ښاغلي سروري له قوله لیکلي چې په هغه وخت کې به د کابل د اوسیدونکو تر څنګ آن د ګاونډیو هیوادونو څخه هم خلک کابل نندارې ته راتلل، چې د مثال په توګه یې د ایرانۍ مشهورې سندر غړې ګوګوش یادونه هم کړې.

ګوګوش په همدې سالن کې کانسرت ورکړ او د بیا که بریم به مزار ملا محمد جان سندره یې ویلې ده.

زموږ مشر همکار استاد عبدالاحد برین مهر وایي، د انګلیسي لیکوال ویلیم شکسپیر Othello اتلو نمایشنامه په هماغه وخت کې په کابل نندارې کې نندارې ته وړاندې شوه، چې آن د ایران څخه یې نندارې ته خلک راغلي و.

زما په آند د کابل نندارې په اړه د مشت نمونه خروار په توګه همدا معلومات کافي دي.

بصیر الله شیون د کابل پوهنتون ټولنپوهنې پوهنځي څخه فارغ تنکی ځوان دی.

هغه وایي، کله چې موږ ته وویل شول، چې په کابل نندارې کې د مولانا د زوکړې ورځ نمانځل کیږي، نو زه په همدې مراسمو کې د ګډون لپاره دارالامان خواته ولاړم، ما فکر کاوه چې کابل نندارې به هلته وي.

په دارالامان کې مې له هر ځوان څخه پوښتنه کوله، هیڅوک نه پوهیدل چې کابل نندارې چیرته دی، بیا مې له یو سپین ګیرې څخه پوښتنه وکړه، هغې راته معلومات او ادرس راکړ او زه دلته راغلم.

وایي نن له پرون څخه جوړ دی او سبا له نن څخه جوړیږي، اوس نو تاسو قضاوت وکړئ، چې موږ د پرون په اړه څومره معلومات ونه لرو؟ د معلوماتو به دغسې تشه کې به خپلو راتلونکو نسلونو څه په میراث پریږدو؟

را به شو اصل موضوع ته!

کابل نندارې ته په ننوتلو سره مې ولیدل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر طاهر زهیر، نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوای شرق، د علم خاوندان، فرهنګیان او ډير نور مشران ناست و.

د اجندا له مخې لومړی په بلخ کې د مولانا د پلار سلطان العلما  بهاء الدین ولد کور او د مولانا د زوکړې ځای په ویډیو کې وښودل شو، چې وران ویجاړ پروت و او په کامله توګه د لمنځه تللو په حال کې و.

بیا د مولانا د ماشومتوب دوران په عملي توګه د ممثلینو له خوا نندارې ته وړاندې شو، دغه تمثیل په داسې ډول وړاندې شو، چې مایې هیڅ توقع نه لرله.

د ممثلینو په څهرو کې د غربت نښې له ورایه ښکاریدې، خو په عین وخت کې د خپل تمثیل او مسلک سره د ډيرې مینې لیوالتیا یې په ښکلیو څهرو کې مینه ناک بریښیدل.

دلته مې چې د خپل هیواد  د پخوانیو او په دوی کې د مولانا په نقش کې د یو ماشوم تمثیل ولید، بیا د تاجکستان تیاتر ته ولاړم.

په پرتله کې زموږ هغه ترې ډیر مخکې و، خو په دې توپیر چې د هغوی، جامې، تیاتر او نور ټول وسایل نوي و او زموږ هغه زاړه او په ډیر بد حالت کې قرار درلود. زموږ د ممثلینو د وړاندې کولو طرز ډیر ښه و، راښکونکی او جذاب و، آن تر دې چې د ډيرو له ناستو نندارچیانو سترګو یې اوښکې وبهولې.

مګر ددې ښکلې نندارې رنګ بیا هم د امکاناتو هماغه نشتون تر خپل اغیز لاندې راوړی و. ممثلینو د غونډې په اخره کې ویل چې ټول ټال همدا امکانات یې په واک کې دي، نور هیڅ نه لري، د همدې امکاناتو څخه یې په اعظمي توګه ګټه اخیستې ده.

زه او ماته ورته نور ټول ځوانان چې له تالاره ووتلو، ټولو همدا یوه خبره کوله چې موږ خو هر څه لرل، مګر ترې خبر نه و.

دې تالار ته به پخوا هره جمعه ډلې ډلې خلک د خپلو ماشومانو سره راتلل او د ژوند په بیلابیلو برخو کې به یې د ممثیلینو له تمثیلونو خوند اخیست.

موږ چې نن په کوم ډول یو، پخوا دغسې نه و، موږ هم هر څه لرل، خو اوس د تمثیل تر څنګ د ژوند په هره برخه کې په کړاوونو او مصیبتونو کې ښکیل یو.

دولت او کومې ځانګړې مرجع ته وړاندیز نه لرم، ځکه چې هیڅ فایده نه لري او نه دولتي چارواکي دغه متن لولي.

هغه دوستانو ته چې دغه متن یې ولوست، زما وړندیز دا دی، چې په دغه برخه کې باید فعال شو، که ځان ونه پیژنو نو خپل هیواد او تاریخ نه پیژنو، کله مو چې هیواد او تاریخ ونه پیژنده نو په ډيرې اسانۍ سره د پریدیو د دسیسو په جال کې ګیریږو او په نااګانه توګه په خپله ټولنه کې د نفاق، بدبختۍ او مصیبتونو لامل ګرځو.

دا هغه څه دي، چې دښمن یې غواړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *