خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

بین الافغاني مذاکرات د سولې یوازینی فرصت

لېکنه: شوکت الله عابد


په وروسته پاتې او د دریمې نړۍ په ناامنه هېوادونو کې د ډیپلوماسۍ د بریا لپاره مختلف ابزار کارول کیږي. ناامنی، سیاسي او اقتصادي فشارونه همداشان، د سیمه ایېزو او محلي ډلو ټپلو ایجاد او په جګړو کې د ښکېلو غاړو له لوري د سختو شرایط وضع کول، هغه اساسي عوامل دي، چې د جګړې د تداوم لپاره زمینه برابر وي. په همدې بنسټ ویلی شو، چې تشدد او جګړه د یوې ممکنه وسيلې په توګه او پر یو بل د فشار د واردولو د ابزارو په نوم تعریف کړو. موږ دلته د بحران څخه د وتلو لپاره لومړی شرط او اصل، د تشدد او جګړې توقف بولو.

دا چې په افغانستان کې د څو کلونو راهيسې جګړه حاکمه ده او ملت نور د زغم توان نه لري؛ نو په همدې بنسټ ”سیاسي جوړجاړی” د بحران د ختمېدو یواځینۍ لار ده. او همدارنګه کلونه وروسته یو تاریخي او اساسي فرصت ایجاد شوی؛ نو اړتیا ده، چې دغه فرصت د افغانستان حکومت، طالبان او نورې ښکېلې کړۍ او حکومتونه په سمه بڼه وکاروي.


سوله د ۲۱ مې پېړۍ اساسي اړتیا او د ژوند کولو لپاره یو بنسټیز چارچوب دی او جګړه هلاکت، بربادي، ویراني او بدبختي ده.  جګړې مو اقتصاد ځپلی، بشري ځواک یې له منځه وړی، علمي، فني، تخنیکي او نور کادرونه مو مهاجرت ته اړ کوي، چې په دې برخه کې موږ عملي او ترخه تجارب هم لرو، ملي پانګه او ثروت لکه کانونه، ځنګلونه او نور ذخایر مو تر ډېره د مافیا او قاچاقبرو په ولکه او انحصار کې دي او همدارنګه زموږ په ټولنه کې ټولې بدبختۍ د جګړو او ناامنیو زېږنده ګڼلی شو.

دا د خوشبختۍ ځای دی، چې نن ورځ نړیوال، ګاونډي هېوادونه او عام افغانان پر دې قانع شوي، چې جګړه او تشدد د حل لاره نه ده. دلته موږ په پوره باور سره ویلی شو، چې د اوسنیو بین الافغاني خبرو اترو د بریالېتوب راز په اوربند، دوه اړخیز نرمښت، یو بل منلو او یو بل ته په تېرېدو کې نغښتی دی. د زور، تشدد او د یو بل پر وړاندې د سخت دریځۍ موقف د دې عام، بېچاره، مظلوم او محکوم ملت په ګټه نه دی. موږ د حکومت تر څنګ په طالبانو غږ کوو، چې پر دې ملت رحم او زړه سوی وکړي، دا ملت له جګړو ستړی او د باعزته، تلپاتې سولې او ارامۍ تږی دی.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *