خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

بریتانوی حقوقپوه: یو نظامي واحد افغانستان کې د ملکيانو قصدي وژنې ترسره کولې

تاند(پنجشنبه، د اسد ۱۶) د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویبپاڼې، د دغې ادارې د یو حقوقي مشاور کلیو بالډوین د راپور پر بنسټ لیکلي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د بریتانیا یو لوړپوړي قومندان ویره څرګنده کړې وه.

راپور وایي، چې په افغانستان کې د بریتانیا یو نظامي واحد د ملکي وګړو د قصدي وژنې پالیسي مخته وړي، خو د هغه خبره بابېزه وبلل شوه او چا ورباندې غوږ ونه ګراوه.

دغه راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د بریتانوي سرتېرو د جرم افشا کېدل د دغه هېواد د عدالت ناکامي افشا کوي.

لیکوال وایي، ځکه چې، کلونه وروسته په بریتانیا کې د داسې مجرمینو محاکمه کول تقریباً ناممکن کار دی.

راپور کې وړاندې لیکي، بریتانیا باید په ځینې قوانینو کې بدلون راولي او داسې قوانین تصویب کړي چې د نړۍ په هر ګوټ کې پر جنګي جرمونو تورن سرتېري عدالت ته راولي او په همدې توګه دا پیغام ټولو خلکو ته ورسوي چې دوی ته د بهرنیانو ژوند هم مهم دی.

4 comments

  1. غلام حضرت Reply

    د انګریز په وړاندی ګوستأخی او پروپاګنډه او اتهام او تور پوری کول د ښه سړی کار نه دی!!!!!!!!!!!

  2. دورانی افغان Reply

    غلام حضرت وروره زه ستا تبصری ډیری خوښوم، ځکه ډیری ژوری او دمعنا څخه ډکی وی. خو دغه تبصره دې عجیبه او غریبه ده؟ کیدایشی په دیی کی هم ستاسی په فکر کوم راز او اسرار پروت وی. خو مونږ ته دې دغه تبصره سخته کړیده. په بله معنی ځمونږ غریب مغز او فکر په دغه تبصره کار نکوی.
    ژوندی اوسی

  3. غلام حضرت Reply

    راته ګران دورانی افغان وروره!
    ستا تر فکر او سلیقی او عقیدی جار سم چی زما تبصری دی خوښیږی.
    د وروستی تبصری په هکله غواړم ووایم:
    دا تبصره نه ده بلکه دا د انګریز په وړاندی زما د سختی کرکی او نفرت څخه ډکو احساساتو د آتشفشان لمبی دی البته په بله بڼه.

  4. دورانی افغان Reply

    عزتمند ورورغلام حضرت صاحب ستاسی د افغانی او فکری غروره قربان شم، ستاسی احساسات د قدر وړ دی.
    په درناوی

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …