خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ایران د وروستیو پیښو له امله د بخښنې غوښتلو پر ځای افغان سفیر احضار کړی

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: د ایران د بهرنیو چارو وزارت، پر ځای د دې چې سیند ته د افغانانو د غورځونې او د یزد کې د افغانانو د موټر سوځونې ځواب ووایي، بر عکس یې د افغانستان لوی سفیر سره ناوړه چلند کړی دی.

ایران چې په کابل کې د جمعیت ګوند، نظار شورا او وحدت ګوند تر منځ پراخ سیاسي نفوذ لري د عامو افغانانو نفرت په غوسه کړی او ښاغلي غفور لیوال ته یې شکایت کړی چې ولې افغان لاریونوالو د دوی د سفارت دروازه د وینو په سور رنګ ویشتلې او افغانانو یې بیرغ ته اور اچولی دی؟

ایراني رسنۍ وایي، په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال نن شنبه د ایران بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی او د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي دي چې په تهران کې د افغانستان سفیر وضاحت وړاندې کولو لپاره دې وزارت ته حاضر شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم راغلي دي چې د لویدیځې اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مدیر د افغانستان سفیر ته د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د خپلې اندیښنې څرګندولو مراتب وړاندې کړي دي.

په یزد کې د افغان پناه غوښتونکو د موټر سوځیدل او له هغې وړاندې په هریرود سیند کې د یو شمېر نورو پناه غوښتونکو ډوبیدلو، د کابل او تهران پر اړیکو اغیزه کړې چې په دغه برخه کې ښاغلي لیوال د افغانانو په خوښه مؤثر رول لوبولی او د ایران اندیښنې یې پارولې دي.

دغه دواړه پیښې د مختلفو غبرګونونو سره مل شوې چې طالبان او جمعیت ګوند پرې چوپ دي خو لیوال بیا رسنیو ته خبر ورکړ چې ایرانیانو رښتیا هم د افغانانو موټر سیځلی دی او ډزې یې پرې کړې دي.

لیوال همدار راز د په روغتون کې د دغې پېښې ټپیانو ته هم ورغی او هغه حالت یې په خورا ډیپلوماتیک هنر انځورونو کې نړۍ ته افشا کړ چې ایران افغان کارګر له سوځولو وروسته په روغتون کې ولچک کړي دي.

ویل کیږي دغو کارونو د ایران پلوه سیاستوال او پخپله ایران خپه کړی دی ځکه د دغه هیواد پر ضد د افغانانو کرکه ورسره زیاته شویده.

3 comments

  1. غمی،پښتین Reply

    طالیبان هیڅ ملامته نه وه ،چه د ایران ۱۲ دیپلوماتان (جاسوسان) یی له تیغ څخه تیر کړل،

  2. شاهین افغان Reply

    له ایرانیانو اوس لار ورکه ده ، ایراني جابر او ظالم دولت په ایران ، افغانستان او ټوله نړۍ کې د افغانانو په مقابل کې د خپلو جنایتونو له امله شرمنده ده خو هغه پښتو متل دی چې وايي : ( زه نه شرمېږم نو ما به څوک وشرموي ) .
    د ښه ګاونډیتوب نړیوال اصول یې تر پښو لاندې کړل .
    اسلامي ورورولۍ او د انساني همدردۍ احساس یې په صفر کې ضرب کړل .
    د ملګرو ملتونو اخلاقي موازین او د کډوالو په هکله د هغه سازمان د پناه غوښتنې ټول اصول یې ترپښو لاندې کړل.
    او د دې پرځای چې زمونږ له جلالتمآب لوی سفیر او دیپلوماتانو سره دا قضیه د دوستي او وروري په فضا کې وڅېړي ، د افغانستان له مظلوم ولس نه بښنه وغواړي او خپل امنیتي ځواکونه پدې ظالمانه او غیر انساني کړنو محکوم کړی ، لا نور هم دوی په قهر دي چې ولې افغانان زمونږ پرضد مظاهره کوي ؟ دې ته وایي ایراني ورورولي ، همزبوني ، مشترکات فرهنګي و اسلامي .

  3. Nangyali Reply

    اوس زمونږ تاجک هزاره او په افغانستان کې میشت شیعه قومونه باید په دغه ظلمونو او جنایتونو سترګې پټې نه کړي، پروا نه کوي، که دوی ستاسې په ژبه او یو څه دود سره سمون لري، دغه یو جابر او ظالم سفاک خمیني نظام دی، او باید افغانان په یوه خوله په کلکه دغه ظلم وغندي، او د ایران سره خورا نفرت ولري.
    زمونږ د افغانستان مرکزي دولت نه دا غوښتنه ده ، چې د ایران د صادراتو کچه دې افغانستان ته نه ډیروي، چې هر څه مونږ د ایران نه وارد کړو، مونږ باید ازبکستان ترکمنستان او نورو هیوادونو سره اړیکې وغځوو، او همدارنګه د پاکستان او ایران نه واردات ډیر کم کړو، همدغه زمونږ په وس پوره ده .
    ایراني خوارجو ! یوه ورځ به تاسې د خپلو ظلمونو حساب ورکوئ، په تاسې هم ستر ظالمان مسلط کیدلی شي.
    څنګه یې درله قاسم سلیماني په بمبار کې ټوټه ټوټه کړو، همداسې به یوه ورځ ستاسې هیواد په بمبار ټوټه ټوټه شي، ان شاء الله مونږ د هغې ورځې په هیله زیار باسو.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …