خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

امنیتي چارواکي: طالبانو تخار کې د یوه ښوونځي مدیر او ښوونکی وژلي دي

تاند (یکشنبه د میزان ۲۷) د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي مدیر او یو ښوونکي وژلي دي.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، طالبانو تېره شپه د شمر ښوونځي مدیر سیف الرحمان خان او د دغه ښوونځي یو تن ښوونکی مولوي عبدالکریم وژلي دي.

د نوموړي په وینا پېښه تېره شپه د تخار د مرکز تالقان ښار اړوند شمر کلي کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی اسیر زیاتوي چې، مولوي عبدالکریم د ښوونکي تر څنګ د یوه جومات ملا امام هم وو.

که څه هم پولیس ددغې پېښې اصلي عاملین طالبانو بولي، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

1 comment

  1. سلیم Reply

    د دې خیيرونو خو قوارې د معارف نه دي، دوی خپله اشرار ترهګر دي له دوی به شاګردان څه زده کړي ههههه

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *